د افغان ادبي ټولنې مطبوعاتي لاس ته راوړنې
٣٠ / ٣ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-06-19 08:50:00 م
کله ،چې د ١٣٨٦ل کال د سلواغې په ١٩ ،چې د ٢٠٠٨ع کال دفبرورۍ له اتمې سره سمون خوري؛ ماته د افغان ادبي ټولنې مطبوعاتي چارې راوسپارل شوې . ما په رسمي توگه د افغان ادبي ټولنې داوونيزو او ځانگړيو غونډو راپورونه د اس ، سي ،پي ،ارډي – ټول افغان –بېنوا-لر او بر او د پښتو ورځپاڼې خبرونه کښې په خپل وخت خپاره کړې دي،چې په دې کښې ما سره ښاغلي عبدالرزاق حبيبي ، نجيب الله اکرمي او خالد کاکړ ډېره مرسته کړې ،چې د مننې وړ يې بولم.
د همدغو مطبوعاتي هلو ځلو پايله وه ،چې بهر ميشتو پښتنوله افغان ادبي ټولنې خواخوږي څرگنده کړه او مونږ ته يې نن ورځ د ښاغلي قتيل خوږياڼي په درنښت د غونډې د جوړولو زمينه برابره کړه. که رښتيا خبره وکړم ؛ نو په لومړيو ورځو کښې افغان ادبي ټولنې يوازې اوونيزې غونډه کولې ،چې راپورونه به يې په اخبارونو او نورو برېښنايې رسنيو کښې نه خپريدل. دا،چې د نظير الحق قريشي د مشرتابه پر مهال ماته د مطبوعاتي چارو دنده راوسپارل شوه ؛ نو ما هم په سمدستي توگه خپل مطبوعاتي کار پيل کړ .
افغان ادبي ټولنې د اوونيزو غونډو سره سره څو ځانگړې غونډې کړي ،چې لومړۍ غونډه يې د وزير بابامحمد گل خان مومند په ياد وه،دوه يمه يې پسرلنۍ مشاعره وه،درېيمه يې د حضرت محمد )ص( د سيرت په اړه ځانگړې غونډه وه او څلورمه يې د ارواښاد ډاکټر کبير ستوري په ياد غونډه د يادولو وړ ده ،چې د دغو ټولو ځانگړيو غونډو راپورونه مې په برېښنا ليک او چاپي خپرونو کښې خپاره کړي او اوس ،چې د افغان ادبي ټولنې مشري اسلام گل شېرزاد په غاړه لري؛ زه ورته توفيق غواړم او غواړم ،چې خپلې هلې ځلې هم روانې وساتم .
په درنښت
فضل قادر “انډيوال”











مونږ ته د ښاغلي حداد صاحب ځواب رالېږلى چې د يو شمېر مينه والو په غوښتنه يې کټ مټ د غفور جان مخې ته ږدو.
څه چې غفور نومې ليکلي د ځواب وړ نه دي. ماته که څوک ووايي . زه چې د طالب پلوي کوم ، دا کار د تاريخي مطالعې او تاريخ پېژندنې له مخې کوم ؛ ځکه بشپړ صبر او پوره قناعت لرم ، په ټول عمر کښې مې ډرفرصتونه مخې ته راغلي ما ترې ځانگړې گټه نه ده اخستې .
١٣٤٧ ل هـ کال ، چې اوس اوه څلوېښت کاله ترې تېر شوي د سرې مياشتې د تبليغاتو د لوى مدير کار مې کاوه ، کله ، چې ايران ته د سرې مياشتې لخوا مې مرستې يوړې. صدراعظم محمد داود ، چې د هو او نه سړى و ، ټولې لارې خلاصې وې .
اوس د ٧٨ کلو يم پوهېږم ، چې ذقونه خت دي
وېښته سپين ، سترگې تاريکې خوله کنډاس
لاهـــــــم د دنيـــــا لـــــــه چـــــارو نــــه اخلې لاس
په دې هم پوهېږم ، چې ته څوک يې .
ياره فيروز افريدى صاحب : زه خودغه د scprd پښتوويب پاڼه هره ورځ لولم خوكه مې رښتياپوښتې دغه دحداد صاحب ليكنوبيخي خسته كړى يم قسم درته خورم چې ډيريې خسته كړى يم صايبه هغه اوس پدغه فرانسوي ږيره ، په امريكې كې په ژوند تيرولو ددغه ړانده ملاعمردطالبانوننګه كوي دغه ټول له افغان ملت ګوند څخه مرور خلك دي زه يې ارواښاد ديپلوم انجنيرغلام محمد فرهاد پيژنم هغه په رښتيايوهيواد پال شخص وو خودغه حداد صاحب خوپه والله چې پښتووشرموله يوكس چې دامريكاپه پاسپورټ په امريكاكې ژوند كوي دامريكاپه ګڼوټولټاكنوكې يې دهغه هيواد اړوند كسانوته رايه وركړې وي نوزه پرې څرنګه باوروكړم مامخكې هم پدې هكله يوليكنه دټول افغان له لارې خپره كړې وه اودزابل ميشتوماشومانوستونزې مې پكې په ډاګه كړې وې زه ښاغلى قتيل صاحب هم پيژنم هغه يوعالم كس دى مادطالبانودواكمنۍ پرمهال دكابل پوهنتون كې دهغه رژيم دراديوتلويزيون ريس اسحق نظامي سره يوځاى په يوه مشاعركې وليدپه رښتياتكړه سړى دى خودحداد ليكنوترپوزې راوستى يم كله به بيت الله مسيد نه دفاع كوي يوكس راته كيسه كوله ويل يې حداد صاحب راته پيښورته تليفون كړى وو چې ياره څوورځې وروسته زه په پيښوركې جوړيدونكي پښتوعالمي كنفرانس كې دګډون په موخه درځم خوپه سبايې راته وويل چې ياره نشوه ښځې اواولادونومې راته دلارې كرايه رانكړه نوچې يوسړى پخپله ښځه اواولادونوواك ونلري نوهسې دې نوردساپي صاحب په ويب پاڼه كې ليكنې نه كوي ځكه دملاعمردحداد په څيرږيره كله هم نه خوښيږي .
ياره خومنم دې کنه که داسې که هرڅوک خدمت وکړي نو ته ووايه ، چې افغانستان به جوړ نه شي ؟ او دکرزيانو ټغر به ټول نه شي ؟
سلامونه انډيواله
ډير ښه ياره اوس يې خوند وکړو.
د لوئي خدايه څخه کاميابي درله غواړم.
د قتيل صيب په اعزاز کښې جوړه شوې غونډه يقينا چه د ستائينې وړ کار وشو.
الله مو هم دغسې بريالي لره.امين
فيروز افريدي
دوحه