د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

زمونږ ماشومان تعلیم غواړي نه بمونه!

تيمور
21.07.2013

بعد از سلام،
با بسیار تأسف و غمگینی اطلاع یافتم که پنج طفل معصوم ویک مادر همه مربوط یک فامیل توسط ماین هایکه پدر (طالب) آنها در خانه برای جابجا کردن در زیر سرکهای عامه نگهداری میکرد، شهید شده اند. (قالو انا لله و انا الیه راجعون)
هموطنان گرامی، آیا اطفال ما به کتاب و قلم و درس و مکتب ضرورت دارند، ویا به بم و ماین و تفنگ؟
گناه این ۵ طفل معصوم و مادر آنها را کي به گردن خود میگیرد؟
آیا ملا صاحب کلان؟ ویا هم همان قومندان طالبی که این ماین های خطرناک و کشنده را در منزل آورده بود؟

هموطنان مسلمان،
بیاید که به یک صدا به این گروه بیچاره و جاهل بگویم که ای طالب صاحبان، تا چه وقت زیر نام جهاد و دفاع از دین مردم بیگناه خود را میکشید، این بلکل یک عمل غلط و شیطانی است، که حتی پدر و اجداد ملا عمر و نه هم از دیگران جواب این همه خون های ناحق را داده میتوانند.
خدا کند که در جواب من نوشته نکنند که این خود یک جهاد است که زن و اطفال بیگناهء را چنین میکشند.
والسلام،


pattang
21.07.2013

http://www.taand.com/wp- content/uploads/2013/07/1168.jpg

خبریال: صادق ترایزی- د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند د باريکاب په کلي کي د شنبې پر ورځ د وسله والو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ په نښته کې د وسله والو تر څنګ امینتي ځواکونو د يوې میرمنې په ګډون ۳ تنه وژلي او ۶ نور ټپیان دي.

ځايي اوسېدونکې وايي پيښه هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې وسلوالو د تورخم جلال اباد له لویې لارې یو کانټينر موټر د باریکاب سیمې ته راوګرځاوه.

د دوی په خبره افغان ځواکونه د دغه موټر د راخلاصولو لپاره عملیات پيل کړل چې نښته وشوه او په پایله کې یاده مرګ ژوبله رامنځ ته شوه.

د سیمې یو تن اوسېدونکي اصف وويل چې د ملي اردو ځواکونو ملکي وګړي لاس په لاس په بې رحمانه ډول وژلي دي، ((ملي اردو يوه میرمن په داسې حال کې ووژله چې د کور دروازه یې بندوله او دوه تنه چې ځمکو ته د رومیانو ټولو لپاره روان وو د ملي اردو ځواکونو ویشتي دي.))

د باریکاب د سیمې یو تن مشر رحمت الله وایي چې دا لومړی ځل نه دی چې افغان ځواکونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي، دی وايي داسې پيښې ډيرې کيږي (( ملي اردو ړندې مرمۍ وروي که د هر چا په کور ولګيده خو دا ځل ملي اردو چې هزارګان وو کلیوال په قصد ویشتلي دي ، ګڼ شمېر دوکانونه يې هم چور کړي او سودا يې له ځانه سره وړې ده.))

له بلې خوا په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند نعمان هاتفي دا نه مني چې ګوندي د ملي اردو ځواکونو دې عام خلک په نښه کړي او دوکانونه چور کړي وي.

نوموړی پړه په وسله والو طالبانو اچوي او ډیروي چې وسله وال د ولس له کورنو څخه د کمین کار اخلي او وخت نا وخت په دغسې پيښو کې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوړي.

د ده په خبره (( په دغه سیمه کې هره ورځ ملي اردو ځواکونه عملیات کوي چې ګڼو وسله والو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده ، دوی وايي ملي اردو ځواکونه عملیات په ډیر احتیاط کوي او هڅه کوي چې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله وانه وړي.

نږدې یو نیم کال کېږي چې په دغه سیمه کې وسلوال تر سترګو کيږي چې اوس پوره واک ته رسیدلي دي، د دې سیمې اوسېدونکې یوازې د افغان ځواکونو ظلمونو ته سر نه ټيټوي بلکې د وسلوالو ورانکاري فعالیتونه هغه څه دي چې د یادې سمیې ګڼ خلک یې کډه کولو ته مجبور کړي دي.

د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي باوري دي چې په سیمه کې نا امني د دولت له خوا ده او پکې دولت لوی لاس لري، داسې رپوټونه هم شته چې په دغه سیمه کې وسله وال د بهرنیانو له لوري تمولیيږي او سلاح او مهمات ورکول کيږي، د دې سیمې اوسېدونکي له دولت څخه غوښتنه کوي چې د دوی دغه ستونزې ته دې د حل لاره پیدا کړي او که نه هلته به يو داسې بحران رامنځ ته شي چې کنترول به یې بیا د دولت له واکه هم وتلی وي.


امیر المؤمنین څه معنی لري!

تيمور
26.07.2013

کله چې څو کاله دمخه ملا محمد عمر په کندهار کې د طالبانو د یوې غونډې له خوا د امیرالمؤمنن په توګه وټاکل شو، هغه وخت له یوه جهادي رهبر، د حرکت انقلاب اسلامي د تنظیم له امیر مرحوم مولوي محمد نبي محمدي څخه پوښتنه وشوه، چې دا څنګه خبره ده. آیا ضرور وه چې امیرالمومنین ټاکل شوی وای؟ او بیا دومره لوی لوی دینی علما (الحمدُلله) په هیواد کې شته، څنګه کیدای شي چې یو عادي او بیسواد ملا چې هغه هم چا لیدلی نه دی، امیرالمومنین شي؟
مولوي محمد نبي محمدي په خندا ورته وویل، د کندهار خلک ماشومانو ته مومنان وایي، نو ملا عمر هم د ماشومانو امیر ټاکل شوی نه امیرالمومنین. اوس چې سړی د طالبانو کارونه ګوري، د مولوي محمد نبي محمدي خبره یې ذهن ته راځي.
دوه ورځې دمخه د پکتيکا ولايت د مټاخان ولسوالۍ په پولاد خېلو سيمه کې د طالبانو د يوه ځايي قوماندان عبدالله په کور کې هغه ماین وچاودېد، چې ده پخپل کور کې ساتلی و.
د پکتيکا چارواکو وویل، چې طالب قوماندان پخپل کور کې ماين د دې لپاره ساتلى و، چې پر لاره يې امنيتي ځواکونو ته ځاى پر ځاى کړي، خو پخپل کور کې پرې وچاودېد. له دې امله د عبدالله د مور او ماشومانو په ګډون شپږ تنه ووژل شول.
تر دې دوه میاشتې دمخه د جمعې په ماښام ناوخته د ماښام تر لمانځه وروسته د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ د علي جان کلي په يو جومات کې چاودنې وشوې، چې له امله يې لس تنه کليوال ووژل شول. وايي په دغو چاودنو کې وسله والو ته اوښتې مرګ ژوبله تر کليوالو ډېره زياته وه.
هغه وخت وویل شول چې په چاودنه کې جومات په بشپړ ډول ونړید او له نړېدلي جومات څخه د اتو تنو طالبانو مړي هم را ايستل شوي دي، وویل شول چې طالبانو ته اوښتې مرګ ژوبله د دې دوه برابره وه، خو طالبانو پټه کړه.
خلکو وويل، چې تر انفجار وروسته طالبانو خلکو ته سپکې سپورې ويلې او څوک يې د پېښې ځای ته نه پرېښودل. خو شېبه مخکې يو چا زنګ راته وواهه، ويل يې په چاودنو کې پنځلس تنه طالبان وژل شوي دي.
دغه راز څه موده دمخه د خیبر ایجنسۍ په تيرا سیمه کې د وسله والو په یوه پټنځای کې د یوې چاودنې له کبله لږ ترلږه لس کسان ووژل شول او درې نور ټپیان شول.
د قبایلي سیمې امنیتي چارواکو هغه وخت له خبر یالانو سره په خبرو کې ویلي وو چې ټول وژل شوي کسان ځايي وسله وال دي.
همداسې نږدې هره ورځ د طالبانو له خوا د نورو ملکي وګړو د مرګ ژوبلې تر څنګ د دوی پخپلو وسلو او ماینونو د دوی او د دوی د کورنیو د بې ګناه کسانو د مرګ ژوبلي خبرونه رسنیو ته رسیږي. له بده مرغه باید وویل شي چې په وروستیو کې دا ډول پیښې ډیرې زیاتې شوې دي.
وسله وال طالبان له وسلو او جنګي وسایلو سره لکه ماشومان لوبي کوي. د هغوی د استعمال په ځایونو نه پوهیږي یا قصدآ همداسې کوي. جوماتونه د عبادت ځایونه دي، خو له بده مرغه طالبانو ترې وسلتونونه جوړ کړي دي. پورته دوه درې موارده هغه څه وو، چې په رسنیو کې راغلي وو، هسې خو موږ هره ورځ اورو او وینو چې طالبان جوماتوالو ته په ټوپک ځان ښکاروي او نورو ته خپل زور ښیي.
طالبان وسلې او جنګي وسایل خپلو کورونو ته هم ورسره وړي، دوی له خپلو کورونو څخه د وسلو زیرمتونونه جوړ کړي دي، چې او دا دی په خواشینۍ سره وینو چې د دې بدمستو کسانو په وسلو او مهماتو د دوی د کورنيو بې ګناه غړي او معصوم ماشومان وژل کیږي.
طالب جګړه مارو ته دا څو کاله دیني عالمانو، قومي مشرانو، روشنفکرانو او نورو خلکو تل ویلي دي چې له وسلو دې لرې وګرځي، دا خبره خو دوی نه ده منلې اوس مجبور د بې تربیې ماشومانو غوندې ورته نصیحت وشي، چې ای د ټوپک خاوندانو له وسلو سره لوبې مه کوﺉ.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more