د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

روسان دې په ګونډو کړه

ويښ ځلمی
22.12.2004

روسان دې په ګونډو کړه امريکا ته سلامي ئې
والله چې حرامي ئې
مخ او څټ دې نه ښکاري دا څنګه تنظيمي ئې
والله چې حرامي ئې
توپير د دوؤ دښمنو څه دی کړم تپوس
برېژېنېف وه او که بوش
دا سر دې په ګرېوان کړه جواب راکړه دلته اوس
برېژېنېف وه او که بوش
ډالر دې ترې اخيستي چې ملاتړ د بهرني ئې
والله چې حرامي ئې
ماهيانو ته لکۍ ښوروې، مارانو سره سر
دښمن ئې د بشر
ته هغه مار ماهي ئې، د وطن مې ئې خطر
دښمن ئې د بشر
رښتيا به راته وائې، کمونست که اخواني ئې
والله چې حرامي ئې
دوه نيم ميليونه مړه ټول شهيدان شوه په جهاد کې
دا ستا په لوی فساد کې
وطن د بل په لاس شو، وايه څنګه به ئې آزاد کړې
دا ستا په لوی فساد کې
واک اختيار دې نشته، ته د بل په لاس بندي ئې
والله چې حرامي ئې
راغلي پرنګيان دي، هم ئې خوا کې امريکا ده
دروغ نه وايم رښتيا ده
چې خاوره د افغان ئې قبضه کړې برآلا ده
دروغ نه وايم رښتيا ده
مخ او څټ دې نه ښکاري دا څنګه تنظيمي ئې
والله چې حرامي ئې
لاسونه که مو يو کړه نو په خره به دې کړو سپور
هم مخ به دې کړو تور
داسې قدرت نه غواړو چې وي د بل په زور
هم مخ به دې کړو تور
پردو دلته راوستئ ئې ته کله قانوني ئې
والله چې حرامي ئې
له هرې خوا رادرومي په دې ملک باندې لښکر
هېواد ته مې خطر
لښکرې راروانې دي وراني ته له بهر
هېواد ته مې خطر
دا تاته وايم جاسوسه چې بلد په شيطاني ئې
والله چې حرامي ئې
دا شرم ده افغان ته چې د نورو شي غلام
يوځان شرموي بل قام
دا کار د ګوډاګي وي، کړي دښمن ته احترام
يوځان شرموي بل قام
اړم درته رښتيا وائي رهبر د غلامي ئې
والله چې حرامي ئې


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more