د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

د مولوي صاحب معتصم مرکه له طلوع سره

طالب ISI
30.06.2013

دغه مرکه بشپړه واوری. ښاغلی معتصم صاحب ډیر معقول ځوابونه ورکوي. پتنګ غوندې نه دی!

چیرته چې له طالبانو څخه غلطي شوې ، دفاع نه ترې کوي. د طالبانو منځ کې پخوا هم ډیر هوښیار خلک و، اوس هم شته. خو شنه خره پخوا هم و ، اوس هم شته.

د طالبانو د تحریک د پخوانیو او اوسنیو غلطیو، ظلمونو، غلطو پالیسو اصلي علت هم همدا شنه کوټي دي.

هیله ده مرکه تر پایه واوری، ډیر جالبه ده.

http://www.youtube.com/watch?v=snZrqk9SnYY


Re: د مولوي صاحب معتصم مرکه له طلوع سره

pattang
30.06.2013

شهير خانه لکه چې چرس دې وهلي وي د معتصم اغاجان انټرويو
له طلوع سره ما ټوله واورېده !
معتصم اغاجان د اشغالګرو ، رباني او کرزي ددولت لاره پټه
غوره کړې وه نوځکه زخمي شه بيا دکابل دولت ترکيې ته وليګه
اود ي cia په پيسو ژوند کوي !

خره خو هغه دې چې ډالر يې پټ کړل نه يې سياسي سيستم جوړ
که او نه دملي اقتصاد پلان !

له هغه څخه بل خر نشته چې په نا پوهي دکار او سياست دعوې
کوي او په زور چوکۍ نيسي !

[quote:3c9fd8cd73="shaheer"]دغه مرکه بشپړه واوری. ښاغلی معتصم صاحب ډیر معقول ځوابونه ورکوي. پتنګ غوندې نه دی!

چیرته چې له طالبانو څخه غلطي شوې ، دفاع نه ترې کوي. د طالبانو منځ کې پخوا هم ډیر هوښیار خلک و، اوس هم شته. خو شنه خره پخوا هم و ، اوس هم شته.

د طالبانو د تحریک د پخوانیو او اوسنیو غلطیو، ظلمونو، غلطو پالیسو اصلي علت هم همدا شنه کوټي دي.

هیله ده مرکه تر پایه واوری، ډیر جالبه ده.

http://www.youtube.com/watch?v=snZrqk9SnYY[/quote:3c9fd8cd73]


طالب ISI
12.07.2013

پتنګ صاحب ما مخکې فکر کولو چې ټول طالبان به پتنګې فکرونه لري. خو د مولوې صاحب معتصم خبرو، تحلیل، منطق، استدلال، قناعت، ریښتینتوب بیخي حیران کړم.

که مو فکر کړی وي د بوداء بوت، شمالي د انګورو باغونو سوځولو، ملي اردو په هکله، د امریکا سره د جنګ په هکله د معتصم صاحب خبرې په وزن برابرې او قناعت بښونکې وي.

د معتصم صاحب له خبرو ښکاري چې ملا صاحب عمر هم د پتنګي فکره طالبانو له خوا محاصره و او یا اوس هم دی.

که معتصم صاحب غوندې یو څه نور طالبان هم سره راټول شي، د ای،اس،ای د حملو څخه بچ پاتې شي، نو باور وکړه په ټولټاکنو کې به د کرزي څخه ډیرې رایې یوسي.

شاید په ترکیه کې وقت تیرولو هم په معتصم صاحب یو څه اثر کړی وي. چې حکومت په هغه شکل نه کیږې لکه دوی چې کولو. په ترکیه کې اسلامې ګوند په دیسکو، سیکولرتوب، شراب...نور شیانو وقت ضایع نه کړ، یواځې یې اقتصاد ته توجه وکړه، نن سیکولر هم خوله چوپ ده!

د ای، ایم، ایف ټول قرضونه یې خلاص کړل!

که چیرې یو حکومت افغانستان کې ټولو خلکو ته داسې اقتصادي نظام برابر کړي چې د میاشتې هر فامیل ۱۰۰۰ ډالره عاید ولري، په څنګ کې یې ښه تعلیم د نجونو او هلکانو لپاره، ښه روغتیایې نظام جوړ شي لکه د قطر هیواد په شان. نو باور وکړه چې خلکو ته ووایه هر چا چې له لسو سانتي متره زیاته ګیره وه، د ښځو یې مکمل حجاب و، ټول منځونه یې په جومات کې کول، سترګې یې په رنجو تورولې، لونګی یې په سر وه نو د میاشتې به په اتومات توګه سل ډالره ددوی حساب ته ورځې، بیا به وګورې چې خلک په جوماتو سرونه ماتوې که نه!

چې د خلکو عادت شو، بیا دا پیسې پرې کمې یا قطعه کړه!

د طالبان پالیسې داسې وه چې په نړی کې هیچا خبرې ورسره نه کولې، په خلکو یې هر څه د کیبل په زور منل، د همدې پالیسې پایله دا وه چې د طالبان خزانه تشه وه، په تشه خزانه به طالبانو خلکو ته څه کړي وی؟

نو چې ماشومان د ډوډی غواړي، ښځه د کالي غواړي، خپله هم ناروغ وې، بیرون ته چې لاړ شې کار نه وي، مزدوې نه وي، په عین وقت کې د طالب د مانځه یاګیرې په بانه په دوره یا کیبل وهي، نو له داسې حکومت به څه خوشحاله شې؟

تاسې داسې څوک لیدلې چې د لارې په سر خیرات خور ته ووایې چې ماسره مرسته وکړه؟، د طالبان دکال بودیجه اتیا میلیونه ډالره وه، یو حکومت لپاره دومره بودیجه داسې ده لکه د پول خشتي سړک خیرات خور، نو دغه خیرات خور به خلکو ته څه کړي وی؟

دا چې د طالبانو مشرانو فاسد نه و، رشوت یې نه خوړلو، غریب و، دا خو یې خپلې ښیګڼې وې، خو ددوی دغه صفتونو خو د خلکو مشکل نه شوی حل کولای.
که طالب مشر هر څومره نفلونه کولو هغه یې خپله د آخرت ګټه وه، طالب خو دغه د نفل ثواب نه په دې دنیا خلکو ته ورکوي نه په آخرت کې.

طالب ته پکار ده چې هغه خپله تقوا څخه د وطن په آبادولو کې ګټه واخلې. طالب د ښه وکیل شې، طالب د ښه وزیر شي، ښه ریس د شي، ښه والي د شي، ښه ښاروال د شي، د موجوده امکاناتو څخه د ګټه واخلې او وطن د جوړ کړي.

چې بهرنی مرسته نه وي، په رسمیت پیژندل نه وي، چې بیا هم امارت جوړ شي، په تش جوب به بیا څه نه شي کولای!

ته خپله ولې جرمني کې پروت یې؟
خو که د طالب په پخوانې ډول حکومت دې خوښ وي، لاړ شه کونړ یا کومه بله ولسوالی ته چې د طالبانو تر لاس لاندې ده، هلته ژوند وکړه، ورشه سومالیا ته، د الشباب د حکومت لاندې ژوند وکړه!

خو ته به هیڅکله هم دغه کار ونه کړې، همدا جرمني، همدا کفري، سیکولر حکوت د خوښ دی، ځکه ستا روغتیا، تعلیم، د ماشومانو تعلیم، روغتیا ، دې خوندي دي!
زما او ستا فرق دادی چې زه د اروپا د ژوند مثبت اړخونه د خپلو افغان وروڼو لپاره غواړم او ته یې نه غواړې!
ته په جرمنې کې امریکایې ادې منلی شي او افغانستان کې نه!
ته جرمنې کې د امریکایې اډو خلاف جهاد نه کوې، سره له دې چې ددغه هیواد تبعه هم یې، خو افغانستان کې جهاد غواړې!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more