د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

کندهاریان په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر د جګړي وروستى پړاو بولي

میرویس
19.06.2013

محترمو خویندو وروڼو، اسلام علیکم
داسې ښکاري چې له یوې خوا د افغاستان د صلحې او امنیت د راتلو د بخت ستورئ سترګګ وهي، خو له بلې خوا لکه د هرې بلې پیچلې معضلې حل، دا پروسه هم لوړې ژورې لري. په دوحه کې د طالبانو ددفتر د پرانستل کیدو نه سمدستي وروسه، د افغانستان حکومت ددې اعتراض په وجه د سولې په خبرو کې پریکړه اعلان کړه، چې ګواکي پدې دفتر د افغانستان د اسلامي امارت د نامه اېښودل او د طالبانو د بیرغ جګول، غیر اصولي کار دئ، ځکه چې د افغانستان د اسلامي امارت په نامه کوم شي اصلاًٍ وجود نلري.

ددې اعلانیې د خپریدو نه وروسته د خبریال ډات کام په حواله امریکا منلې چې پدې دفتر باندې د طالبانو د بیرغ جګول یوه غلطي وه او دا بیرغ به زر راښکته شي.

له بلې خوا د کندهار خلک يه دوحه کې د طالبانو ددفتر پرانستل کیدل په ملک کې د صلحې د راتګ وروستئ پړاو بولي. دا لاندې خبرهم خبریال ډات کام چاپ کړیدئ:
================
کندهاریان په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر د جګړي ورورستى پړاو بولي
19 Jun 2013, 4:59
ددي سره سره چې د افغانستان د امنيت شورا له لوري پريکړه سوي چې د سولي پروسه افغاني سوي نه وي د امنيتي تړون په اړه به خبري نه کوي ور سره هم مهاله د کندهار ولايت فعالين وايې چې د قطر هېواد د وسله والو طالبانو د سياسي نمايندګى پرانيستل کيدو ته زيات خوښ دي.
هغوى وايې چې په افغانستان کې د سولي کولو پرته بله لاره نسته او که چېري دا هڅه هم ناکامه سي نو په دي هېواد کې به جګړه نور هم زور واخلي.
دوى وايې چې اړينه دا ول تر څو د وسله والو طالبانو سياسي نمايندګي يا خو په افغانستان کې واى او يا خو ددي نمايندګۍ اړيکي مخامخ له افغان دولت سره سواى.
دغه فعالين زياتوي چې په اوس مهال کې وسله وال طالبان نه غواړي چې د افغان دولت سره خبري وکړي په داسې حال کې چې د سولي کول يې د افغان دولت سره دي او اړينه هم داده چې د افغان دولت سره سوله وسي.
ها خوا بيا په كندهار كي د سولي د ولايتي دفتر ريس عطاء محمد احمدي په يوې خبري ناسته كي په قطر كي ددي دفتر را منځته کيدل د سولي د پروسي د پياوړتيا لپاره يو ښه اقدام بولي او وايې زيات اغيز به وکړي.
ښاغلي احمدي د يوي خبري غونډي پر مهال وويل چې د وسله والو طالبانو د ځاى ځايګي د معلوم کيدو سره کيداى سي چې د سولي په برخه کې هلي ځلي ګړندۍ سي.
هغه په ټولييزه توګه د سولي په اړه وروستي اقداماتو ته اشاره وکړل او ويې ويل چې په لويه او نړيواله کچه د سولي خبري اتري خورا مهمي دي او دوى په دي خوښ دي چې د سولي خبري پر مخ درومي.
بايد وويل سي چې د ولسمشر حامد کرزي له لوري نن هغه څلورم پړاو خبري وځنډول سوي کوم چې د امريکا او افغانستان تر منځ د امنيتي تړون په اړه کيدي.
ددي خبرو د ځنډ لامل د سولي په اړه د طالبانو وروستى او د امريکا سره ځيني ستونزي يادي کړل سوي دي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more