د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

غربنده جهاد دئ چې را ګډ شو ګلبدین پکې=څوک پکې خانان شول د چا لاړې ماندینې پکې

اتل
07.06.2013

قدر منو لوستونکو اسلام علیکم
متل دئ چئ [د کونډې نه دین شو، نه دنیا].
وایې چې موږ د کفر او الحاد په مقابل کې جهاد کوو. چې ورته ووایي چې، جهاد وکړه، خو ځان مرګي او افغان وژنه او مسلمان وژنه مه کوه. بیا زبون ویلي شي ځواب نشي درکولای.
دوی اسلامی ارشادات مسخ کوي او ددین نه د یوې حربې په توګه کار اخلي. که پدې ارتباط ډیره مؤجه پوښتنه هم وکړي، الله جل جلاله ستاسې په مقابل کې د وسلې په توګه استعمالوي.
حکمتیار صاجب، او ګرانو پښتنو طالبانو نن سبا د جهاد دپاره نوې لارې چارې غوره کړیدي. دوی چې د خارجیانو سره په مخامخ جګړه کې عاجز دي، نو یو د بل په مقابل کې دریږي، یو او بل قتلوي، او بیا د جهاد نوم ورباندې ږدي، دادي ددوی اسلامي ارشادات.
غربنده جهاد دئ چې راګډ شو ګلبدبن پکې=څوک پکې خانان شول د چا لاړې ماندیني پکې.
دا لاندې خبر د آزادۍ د رادیو دئ ويې ولونئ:
========
په ميدان وردګ کې حزب اسلامي او طالبانو جګړه وکړه
17.03.1392
چارواکي وايي، د ميدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې پرون ماښام د حزب اسلامي او طالب وسله والو تر منځ نښته شوې، چې د شپې تر ناوخته يې دوام درلود.

په دغه نښته کې د طالبانو له لورې څلور تنه وژل شوي او دوه نور ژوبل دي، خو په جګړه کې د حزب اسلامي غاړې ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه لا مالومات نه دي ورکول شوي.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوګياڼی وايي، نښته د نرخ ولسوالۍ په دادل سيمه کې شوې ده. دی وايي، په نښته کې په وژلو شويو څلورو طالبانو کې يې درې يې پاکستاني وزير دي:
"د نرخ ولسوالۍ په دادل سيمه کې د حزب اسلامي او طالبانو تر منځ نښته شوې ده. نښته د حزب اسلامي د حماد ډلې او د طالبانو د ملا عبدالقيوم ډلې تر منځ شوې ده. په نښته کې د طالبانو له لوري څلور تنه وژل شوي چې درې يې وزيرستانيان دي او دوه نور يې ژوبل دي، خو د حزب اسلامي د تلفاتو په اړه مالومات نه لرو."

تر اوسه پورې نه اسلامي حزب او نه هم طالبانو د نښتې په اړه څه ويلي دي.

شاو خوا درې اوونې وړاندې هم طالبانو په نرخ ولسوالۍ کې د وحيد الله په نامه د حزب اسلامي يو تن جنګيالی، د خپل کور مخې ته په د ماين په چاودنه، او د دغې ډلې يو بل غړی رفيق احمد يې بيا، په جلرېز ولسوالۍ کې په وسله وال بريد کې وژلي وو.

سيدشاه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more