د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

شمالي زون دیني عالمان: خودکشي قطعي حرامه ده

اتل
30.05.2013

محترمو، خویندو وروڼو، اسلام علیکم
په اسلام كې هر ډول قتل حرام دى، خو ځانمرګي بريدونه، چې لسګونه بې ګناه خلك په كې وژل كېږي، مطلق حرام دي
دا خبره د شمالي زون دیني عالمانو کړیده.
========
ديني عالمان: ځانمرګي بريدونه مطلق حرام دي
پنجشنبه ٠٩ غبرګولی ١٣٩٢ ساعت ٠١:٠٠
د شمال زون ديني عالمان وايي چې په افغانستان كې ځانمرګي بريدونه مطلق حرام دي.
ديني عالمانو دغه څرګندونې د بلخ په مركز مزار شريف ښار كې د څرخي پله په زندان كې د نهضت اسلامي ډلې د پلويانو د شهادت د ۳۴ تلين په نمانځغونډه كې وكړې.
دغو ديني عالمانو چې شمېر يې سلګونه تنو ته رسېده، په افغانستان كې د ځانمرګو بريدونو د حراموالي تر څنګ وويل چې ټاكنې د اسلام له نظره شرعي مساله ده.
د بلخ د علماوو د شورا غړي مولوي اسدالله حضرتيار خدمتګار ته وويل چې په افغانستان كې تر سره كېدونكي ځانمرګي بريدونه له اسلام سره په ټكر كې دي او دا د ګاونډيو شومه دسيسه ده: (( په اسلام كې هر ډول قتل حرام دى، خو ځانمرګي بريدونه، چې لسګونه بې ګناه خلك په كې وژل كېږي، مطلق حرام دي.))
د دغې غونډې يو بل ګډون وال قاري عبدالبصير په افغانستان كې د ځانمرګو بريدونو د حراموالي تر څنګ راتلونكې ټاكنې د افغانستان لپاره ډېرې مهمې وبللې.
نوموړي له خدمتګار سره په مركه كې وويل: (( ټاكنې شرعي مساله ده او هر څوك حق لري چې د هېواد لپاره پرهيزګاره، باتور او زړور مشر وټاكي.))
نوموړي پر افغانانو غږ وكړ چې د هېواد د سولې او پرمختګ لپاره په راتلونكو ټاكنو كې په پراخه كچه ګډون وكړي.
په ورته وخت كې په مزار شريف كې د جرمني سفير د راتلونکو ټاکنو لپاره په مشروع تګلاره او چوکاټ ټينګار وکړ.
په افغانستان کې د جرمني سفير ريوديګرکيونګ زياته کړه، چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به هم په افغانستان کې د نورو هراړخيزو مرستو تر څنګ د پراختيا او اقتصادي ودې زمينه برابروي.
د هغه په وينا، دوی پرېکړه کړې، چې تر ۲۰۱۶ کاله پورې به په افغانستان کې ۴۳۰ مليونه يورو په بېلابېلو برخو کې لګوي.
د جرمني سفير د افغانستان د راتلونکو ټاکنو په اړه وويل، چې راتلونکې ټاکنې د افغانستان لپاره برخليک ټاکونکې دي.
نوموړي زياته کړه، چې راتلونکي ټاکنې د افغانستان او افغانانو دي او يوازې افغانان يې ښې تنظيمولاى شي.
نظرونه (0)


تخاري
31.05.2013

سلام اتل صیب

[quote:5119b2566d]په اسلام كې هر ډول قتل حرام دى، [/quote:5119b2566d]

دا پورته خبره به څوک هم درسره ونه مني

[quote:5119b2566d] جرمني سفير د افغانستان د راتلونکو ټاکنو په اړه وويل، چې راتلونکې ټاکنې د افغانستان لپاره برخليک ټاکونکې دي.
نوموړي زياته کړه، چې راتلونکي ټاکنې د افغانستان او افغانانو دي او يوازې افغانان يې ښې تنظيمولاى شي. [/quote:5119b2566d]

...... خو د شمالي زون د عالمانو پورته خبری چی وایی دا اسلامی اصل لری تایید نکړی

اتل صیب زه تاته چیلنج درکوم د غربي هیوادونو د حد اقل یوه چارواکي داسی خبره چی ویلي یی وی ځانمرګی به اسلام کی حرام دی او دموکراسی د اسلام برخه ده مونږ ته وړاندی کړه تر څو بیا ومنو چی په رشتیا هم دا زمونږ دین دی نه د دوی له خوا په مونږ کی دیکته شوی خبری!

غربیان ډیر هوښیار دی هغوی کله هم د اسلامي احکامو په تحریف پخپله لاس نه پوری کوی دا کار زمونږ له منځه په مونږ کوي چی ښه مثال یی د شمالي زون ملانمایان دی چی تاسو پری خپل خبر جوړ کړی ده


اتل
31.05.2013

تخاري صاحب، اسلام علیکم
ورورجانه، ما چې دغه خبر کټ مت رانقل کړئ او دلته مې اچولئ، پدې خبر باندې زما ډیر لنډ تاکید ډیر څرګګند دئ. زما تاکید په قتل او خاص ډول د ځان مرګي حرامتیا او د اسلام ددایرې نه د هغه بهر توب دئ.

زه حاضر یم چې د شیخ سعدي په صراحت د خود کشۍ او په اسلام کې د انتخاباتو په جائز کیدو بحث درسره وکړم.

راځه چې اول د ځان وژني په حرامتیا چې طالبان یې حلال او جائز بولي او خپل جهاد یې ورباندې جوټه او عبث کړیدئ بحث وکړو.

رابه شو اول ستاسې دلیل او برهان ته چې ولې ځان مرګي چې طالبان صاحبان یې اشتهادي عملیات بولي، حلال او په اسلام کې جائز دي؟
په درناوي.


تخاري
31.05.2013

[quote:03d22be22b]زه حاضر یم چې د شیخ سعدي په صراحت د خود کشۍ او په اسلام کې د انتخاباتو په جائز کیدو بحث درسره وکړم. [/quote:03d22be22b]

شیخ سعدي مګر غربي چارواکی ده ؟


pattang
31.05.2013

اتل جانه لکه چې د نيويارک بورس دې اخيستی وي !
ملي اتل ملا دادالله خو د cia طالبانو شهيد که !!
وروره زمونږ هېواد اشغال دی هره لاره راته رواده !
او که ګناه وي الله دې مغفرت راته وکړي ، ډېرې نورې ګناوې
هم لرو !!

[quote:7ba5e1d903="اتل"]تخاري صاحب، اسلام علیکم
ورورجانه، ما چې دغه خبر کټ مت رانقل کړئ او دلته مې اچولئ، پدې خبر باندې زما ډیر لنډ تاکید ډیر څرګګند دئ. زما تاکید په قتل او خاص ډول د ځان مرګي حرامتیا او د اسلام ددایرې نه د هغه بهر توب دئ.

زه حاضر یم چې د شیخ سعدي په صراحت د خود کشۍ او په اسلام کې د انتخاباتو په جائز کیدو بحث درسره وکړم.

راځه چې اول د ځان وژني په حرامتیا چې طالبان یې حلال او جائز بولي او خپل جهاد یې ورباندې جوټه او عبث کړیدئ بحث وکړو.

رابه شو اول ستاسې دلیل او برهان ته چې ولې ځان مرګي چې طالبان صاحبان یې اشتهادي عملیات بولي، حلال او په اسلام کې جائز دي؟
په درناوي.[/quote:7ba5e1d903]


هجران
03.06.2013

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.نفس استشهادي حمله ياپه اوسنی اصطلاح خودکشه په اسلامي کي يوافضلترين جهاد دئ ، خوداخپل شرائط لري ، کچيري پرهغوشرائطوبرابروي نوداله هغه جهاداوسرشيندنی څخه دئ چي پورته بل بهترین جهادنسته.اوپه دۍ سره دعلماوو اتفاق دئ ، او زه هم دهغوئ دلائل درته وړاندي کولائ سم،له هغوشرطوڅيني شرطونه په دې ډول دي:کفاروته به زيات اوډېرتاوان په رسيږي،دمجاهداراده اونيت به پاک وي ، عام اولس ته به تاوان نه په کښي رسيږي،طالبانو په تیروکلوکي تراوسه ډېری تجريبي حاصلي کړيدي ، او اوس ترډېره حده اولس ته تاوان نه په کښي رسيږي . علامه ابوالفضل افغاني صاحب کوم چي حامدکرزی ورته دستری محکمې بلنه اودعوت ورکړ،خوده نه کړقبول ،په خپله داستشهادي عملياتوپه اړه داسي فرمايي:که څه هم ځيني خلګ په دی مسئله کي مختلف دي ، خوزماپه فکردا يعني استشهادي عمل ،ترټولوبهترين جهاددئ ، .دنوروعلماوو رآيي به هم انشآءالله تالی نقل کړم....


اتل
04.06.2013

تخاري صاحب، اسلام علیکم
په زښته زیات احترام او درناوی!
داسې ښکاري چې تاسې پر اصلي موضوع باندې د بحث نه اوږه خالي کوئ.
زما او ستاسې موضوع داده، چې خود کشه حملې د اسلام له نګاه نه حلالې دي او که حرامې؟
لطفاً پدې برخه کې خپل نظراکړئ چې د لوستونکو اذهان روښانه شي.
په الله دې سپارم.


اتل
04.06.2013

پتنګ صاجب، اسلام علیکم
وروره، ته د خپلو بې ربطه تبصرونه، نه اوړې. تاسې دې خدای تعالا په سمه لار برابر کړی.
تاسې په بار بار دا خبره کړې، چې ځان مرګي او هرڅه د دښمن په مقابل کې روا دي. خو له بلې خوا وایاست چې په اسلامي ارشاداتو هم نه پوهیږۍ، ځکه چې تاسې مفتينه یاست.
آیا تاسې ته جهاد او اسلامي احکام، خدای نا خواسته ریشخند ښکاري؟
آیا تاسې چندي مسلمان یاست چې وایاست:[ وروره زمونږ هېواد اشغال دی هره لاره راته رواده !
او که ګناه وي الله دې مغفرت راته وکړي ، ډېرې نورې ګناوې
هم لرو !!
آیا ستاسې دا پورتنۍ خبره تاسې ته برائت درکوي؟ آیا یو مسلمان د نورو مسلمانانو د وژلو او قتل په برخه دا ویلئ شي، چې ملک مې اشغال شوئ، نو زه بې ګناه مسلمانان وژنم او پوهیږم چې ګناه ده، او نور کناهونه هم لرم، الله مې دې و بخشي.
آیا تاسې د الله جل جلاله سره ټوکې کوئ؟
که تاسې یې نشۍ ثابتولئ چئ ځان مرګي دماکئ حلالې دي، بیا يې د حلال ویلو نه اجتناب وکړئ، او که یې ثبتولئ شئ ، نو بیا یې دلیل ووایاست.
الله به د ځینې ګناهونو مغفرت درته وکړي، خو د قتل او پردي حق د خوړلو مغفرت نه درته کوي.
آلله دې تاسې غوندې خلکو ته د نیکۍ هدایت وکړي.


اتل
04.06.2013

هجران صاحب، اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
زه ستاسې او د ابوالفضل افغاني صاحب د ګفتار سره کوم مشکل نلرم، ځکه چې تاسې دواړه په اشتهادي عملیاتو غږیږئ، خو هغه څه چې طالبان یې کوي، هغه اشتهادي عملیات ندي.
اشتهادي عملیات هغه سرتیرې حملې دي، مجاهد پر کفارو پدې نیت حمله کوي چې کفار ووژني، خو که دغه مجاهد پدې جریان کې د کفارو په لاس ووژل شي، نو شهید دئ، او دغه اشتهادي برید ګڼل کیږي.
۱. خو که یو څوک پدې نه پوهیږي چې زما په حمله کې به حتماً کفار ووژل شي، بلکه زما پر خپل لاس زما مرګ پکې حتمي دئ، دا اشتهادي حمله نده، ځکه چې له یوې خوا دښمن ما نه وژني چې شهید شم، بلکه زه پخپله سویچ وهم او ځان وژنم، دا حرام دئ. زه د خپل ځان دنفس د اخیستو حق نلرم. او پدې یقین لرم چې د ځان د چولو په محل کې مسلمانان شته او خامه به مری ، لکه دتیرې ورځې د پکتیا حمله.
اشتهادي عمل هغه ؤ چې البراء ابن ملک په غزا کې سرته ورساوه. مسلمانانو د کفارو سره جګړه کوله او کفار په یوه مضبوطه قلا کې وو. البراء خپلو ملګرو ته وویل چې ما د قلا ددروازې په برابر د قلاددیوال نه دننه خواته ورواچئ چې دروازه پرانیزم. هغوی دا کار وکړ، او پدې جریان کې د البراء پښه ماته شوه، خو دروازه یې خلاصه کړه. دغه اشتهادي عمل ؤ، او الله تعلا مسلمانان کامیاب کړل. البراء د ځان وژنې په قصد ځان ددیوال نه ور ونه غورځاوه، بلکه د دروازې د خلاصولو دپاره یې ځان د ننه ور وغورځاوه. که هغه د کفارو په لاس وژل شوې وای، نو هغه به شهیدؤ.
هیله کوم چې د اشتهادي او خودکشۍ د حملو په توپیر پوهیدلي یاست.
ورورجانه، تاسې ته دې الله خیر درکړي.
آلله مو مل شه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more