د موضوعګانو سرپاڼه

طب او نباتي روغتیاپالنه

د ناروغي بربڼد ګواښونه او د درمل پټ رمزونه

تيمور
28.05.2013

نن سبا بشري نړۍ د ناروغيو له ګڼشمېر بڼو سره لاس او ګرېوان ده. پوهان د نويو درملو او درمليزو توګو په لټه کې دي. د انسانانو بيا ځیني وخت د ايمپريک (ناڅاپه) تکتيک په مرسته نوي درملونو ته پام شي، يا يې ناڅاپه کوم طبيعي راز تر لاسه شي او يا هم څېړونکي په لابراتوارونو کې د نوي درمل په جوړولو بريالی شي، خو ناروغ هم په نويو نارغيومبتلا شي.
داسې ويل کېږي، چې انسان په ژوند کې ډېر څه پر ځان آزمويلي او يا يې ناڅاپه ليدلي دي، چې د خپل ذهني ودې د شعور ځيرکتيا يې پرې جوړه، پياوړې او ساتلې ده، خو دا هم ويل کېږي، چې ځينې پېښې يې تر سترګو شوې، چې بربنډه نښې او پټې وږمې يې درلودلې، نو د څار په درشل کې يو ځل کوم چا يوه ټپي غرڅه هم ليدلې وه، چې زخمونه يې خيږړن، خوړين، بويناک او له زويو ډک ول، مګر دغه څارنه د بشر د ذهني تحول سبب هم شوې ده.
د تېرې زمانې انسان دې ته پام شوی وو، چې ټپي غرڅه د خپلو زخمونو د جوړېدلو او که ښه ووايم پاکېدلو لپاره څو ورځې پرلپسې د مږيانو ځالې ته ورتله، ورنېژدې کېدله او ډډه به يې ورته لګوله. مږيان به يې په زخمونو کې ورګډ شول او ټول ټپ به په مږيانو ډک شو، مګر د ټپي غرڅې دغه د ژوندي پاتې کېدو انستينکټ يا تمايل (ليوالتيا) دا دې ته اړه کړې وه، چې د خپلې درملنې لپاره د مږيانو ځالې ته ورشي او خپل پرهارونه پرې درمل کړي.
د څارونکي انسان لپاره په زړه پورې دا وه، چې د څو ورځو په تېرېدو سره د غرڅې زخمونه له زويو او خيږونو پاکېدل او ورو ورو پاکېدل او په سره غوښه پټېدل. عجيبه بيا دا وه، چې د دغه نندارې په بهير کې خلکو ته د دې نظر پيدا شو، چې په مږيانو کې کوم ځانګړي مواد شته، چې زخمونه پرې پاکېږي او د جوړېدو پروسه يې آسانوي، نو دغو فکري هڅو انسان دې ته اړ کړ، چې پلټنه وکړي او د طبيعت د دغې پټې وږمې رمز وموندي.
خبره دلته ده، چې مږيان د ځان ژغورنې او په نورو د تيري لپاره يو ډول تېزاب، چې د مږيانو تيزاب يا «Formic Acid» يې بولي له ځګونو او بولو سره شني، چې پايله يې د ميکروبونو له منځه تلل، د دوښمن له پښو غورځول، سټول او يا خوږول دي. د دغه ځانګړې مادې په درمليز خواص انسان ليا په دښتو او رغونو کې پوهېدلو او په زخمونو کې به يې يا مچان خوشې کول او يا هم مږيان، ځکه د زخم زوې، ريم او له منځه تللي نسجونه د مچانو د چومجيو خوراکي توکي ول، مګر د مږيانو لاړې بيا د ميکروب ضد دوا وه، چې په دې ډول يو شمېر زخمونه د وخت په تېرېدو سره پاکېدل، په سره غوښه اوښتل او بيا بشپړ جوړېدل.
د نړۍ پوهان ايله په شپاړسمه پېړۍ کې په دې وتوانېدل، چې دغه ماده يعنې د مږيانو تېزاب تشخيص کړي او د ټپونو په مينځلو او د جراحي سامان آلاتو د پاکولو لپاره يې وکاروي، چې وروسته له کشفه يې د دغه مادې مصنوعي بڼه هم جوړه شوه، چې نن سبا هر کال په نړۍ کې په صنعتي بڼه تر يوميليون ټنه «1 milion tonnes/annum» فورميک اسيد په مصنوعي توګه توليدېږي، د روغتيايي چارو تر څنګ د ننني صنعت په بېلابېلو برخو کې هم دغه ماده کارول کېږي.
انسان د انسانيت تر څنګ تل په جګړوکې هم بوخت وو يا به يې تيري کول او يا به هم دنورو د تيري قرباني کېدل نو هرومرو به ټپي کېدل، چې د وژلو تر څنګ يې د ژورو ټپونو لړۍ هم په بشري ټولنو کې رامنځ ته کوله، چې بشري ټولنې يې د ناروغانو او ټپيانو له درمل او ساتنې سره لاس وګرېوان کول، چې دغهټولنيزه اخواله نن هم په درز کې روانه ده، چې دنسان يې دې ته اړ کی، چې د ټپونو د درمل په نويو توګو هم يې هغه مهال لاس پورې کولو و يا يې هم خپلې تجربې په ټپيانو تر سره کولې، چې کله کله به يې عجيبه پايلې درلودلې، خو نن هم روغتيايي چارواکي له دغه بمرغي سره سرګردن دي.

د زخمونو په درملنه کې د چومجيو کارول هم له پېړيو راهيسې رواج ول، چې د ستونزمنو او ميکروبي ټپونو په تداوي کې د مچانو له لارؤ (چومجيو) نه کار اخيستل کېدلو. اوسمهال هم دغه چومجيان په ستېريل (له ميکروبونو پاکه) بڼه په ځانګړو کڅوړو او بوتلو کې توليدېږي، چې بيا په زخم کې ځای پر ځای کېږي. دغه چومجيان د زخم زوې او خيږونه خوري، چې د دغه توګې په مرسته ټپونه پاکېږي او د جوړېدو زمينه يې رامنځ ته کېږي. نن سبا د نړۍ د ډېرو پرمختللو هېوادونو په اکاډميکو روغتونونو کې دغه درمليزه توګه کارول کېږي، چې د درملنې ډېره ښه نتيجه لري.
عجيبه خو دا ده، چې موږ په کور کې يو سپی درلود او نوم يې خډل وو. خډل ډېر زړه ور او خوړونکی سپی وو، چې موږ د رمو له شپنو نه اخيستی وو او خپل کور ته مو راوستی و. د وخت په تېرېدو سره خډل زوړ شو، خو يو سهار ما ورته خواړه له هډوکو سره وروړل، چې له يوې عجيبه پېښې سره مخامخ شوم. د خډل له لکۍ پورته په ملا يو لوی او ژور ټپ وو. کله چې خډل له ځايه پورته شو، نو ما يې په ټپ سترګې خښې کړلې. دغه ټپ له يو ډول سپينو چومجيو ډک وو. چومجيان پکې ښورېدل. ما ته دغه پېښه ډېره زړه بوږنوکې ښکاره شوه، ژر کاله ته ستون شوم او پېښه مې خپل پلار او مشر ترورزي ته ياده کړه.
پلار مې روغتيايي چارواکی وو او ترورزی مې بيا د حېواناتو ډاکټر (وېترېنر) وو، نو له دواړو مې وغوښټل، چې خډل ته درمل او يا کوم ملم جوړ کړي، مګر دواړو ما ته وويل، چې چومجي په دغه زخم کې ښه دي او ته مه ورته وارخطا کېږي. ليا دوې اونۍ نه وې تېرې، چې د خډل د شا زخم په سره غوښه پټ شو او چومجيان ترې ورک شول، نو دغه پېښې د چومجيو په اړه زه سرګوم او سرګردانه کړم، چې ځکه مې په دغه ليکنه کې د طبيعت د هغه پېښې يادون وکړ، چې زما ذهنيت يې ليا په ماشوموتوب کې مشکوک کړی وو.
د فورميک اسيد او چومجيانو تر څنګ په روغتيايي چارو کې له بوټيو هم ګڼشمېر درمل جوړېږي او نور ډېر توکي هم په چاپېريال کې شته، چې د درملو په جوړولو او د ناروغي په درملنه کې کارول کېږي. داسې ويل کېږي، چې د سرطان په ناروغي کې هم درمل په ناڅاپه توګه تر لاسه شوي دي. داسې پېښې يادېږي، چې د دويمې نړيوالې جګړې په ترڅ کې جرمنانو د ايټاليويانو په يو عسکري غونډ بمبارد وکړ، چې وروسته د څېړنو په ترڅ کې د دغو خلکو په وينه کې د سپينو کروياتو کمښت يا د شمېرې ټيټوالی يې تر سترګو شوی وو، چې پوهانو ته يې نوي اندونه ورپه برخه کړي ول او دغه پېښې د سرطان په درملنه کې د نوي درملو د جوړولو لړۍ هم پيل کړه، ځکه په بموو کې داسې کيمياوي مواد ول، چې د هجرو (سلولونو) د ودې او رامنځ ته کېدلوخنډ ګرځېدل.
پرته له دې د الکتروشوک (برېښنايي څړيکې) په ترڅ کې هم د تومور يا سرطان دانې د نسجونو د منځه تللو پېښه په ناڅاپي توګه ليدل شوې ده، چې نن سبا د شيموتراپي يا درمليزې تداوي تر څنګ د برېښنا څړيکې له لوړ ولتاژ سره لکه درمل کارول کېږي او د تومور درملنه په دغو توګو ښه پايله لري . د برېښنايي څړيکې تر څنګ د چنګاښدانې په درملنه کې بېلابېلې وړانګې او لوړ يا ټيټ حرارت هم کارول کېږي، چې ښې درمليزې پايلې لري.
په روغتياپالنه کې درد يو له لويو ستونزو څخه شمېرل کېږي، چې د درد لپاره هم بېلابېل درمل جوړ شوي، خو د درد يا خوږ لپاره په يو شمېر ملکونو کې د منل شويو درملو ترڅنګ د چرس بوټی هم کارول کېږي، يا هم له ترياکو مورفين ترلاسه کوي او يا له کوکائينه د درد پر ضد کار اخيستل کېږي، چې د خوږ د کمولو لپاره په نننۍ روغتياپالنه کې هم دغه توکي په پرېمانه توګه کارول کېږي، خو پوره خوب يعنې د ۸ ساعتونو پر ځای ۱۰ ساعته خوب هم د درد زغم ډېروي، مګر د درد د درمل د کارولو په اړه د ډاکټر مشوره ډېره اړينه ده، ځکه چرس، ترياک او مورفين او ي کوکائين روږدونکې ځانګړتياوې لري.
روغتيا د بشري ټولنې لپاره تل د هوساينې وږمه ده او ناروغي برعکس د انساني ټولنې د بدمرغي ګواښونه يادېږي. له تخنيکي او تيکنالوژیکي اوښتون او پرمختګ سره سم د نړۍ د وګړو په ژوندون کې ډېر جوت بدلونونه رامنځ ته شوي دي، خو له تخنيکي پرمختګ سره سم ګڼشمېر ناروغۍ هم رامنځ ته شوې دي. د شکر ناروغي د چاغښت او ناسم خوراک له عمله، د سږيو ناروغي د هوا د ناپاکي، سګرټو څکولو او نورو دوخانياتو او ګڼشمېر ميکروبونو له لاسه او همدا ډول د بډوډو، زړه، رګونو او پوستکي ګڼشمېر ناروغۍ هم زياتې شوې دي. د نننۍ روغتياپالني په نغوته د دغو ناروغيو د رامنځ ته کېدلو او ودې په ميکانيزم کې اوتوايمون اړخ ډېر غوره ګڼل کېږي.
پوهان د اوتوايمون ناروغيو په درملنه کې ګڼشمېر پرمختګونه کړي دي او نن سبا بېلابېل درمل په درملتونونو کې موجود دي، چې يوه او يا بله ناروغي په تداوي شي، مګر د يو شمېر ناروغيو په درمل کې ډېر ځانګړي درمل کارول کېږي، چې د ناروغي بربنډه نښې او د درمل پټ رمزونه پکې نغښتي دي او په اړه يې معلومات اړين دي، ځکه د انسان د ساينسي او بيولوژيکي پوهاوي سبب ګرځي او د طبیعي پېښو انځور ورته جوتېږي.
پوهان په دې نظر دي، چې د چومجيو يا پرازيتونو هګۍ چې د يو شمېر حيواناتو او په تېره بيا چې د خنځير له پرېشنو نه تر لاسه کېږي، کېدلی شي د اوتوايمون ناروغيو لکه روماتيزم، د کرون ناروغي، د پوستکي ايکزيما يا پسوريازېس او دې ته ورته ناروغيو په درملنه کې مرسته وکړي. د دغه تيوري پر بنسټ د امريکا د فورموکولوژي (درملپوهنې) يوه کمپنۍ (Coronado Biosciences Inc) په دې تمه ده، چې د روماتيزم او نورو اوتوايمون ناروغيو په درملنه کې نوې توګه رامنځ ته کړي.
د دغه درملنې يوه اساسي موخه دا ده، چې د اوتوايمون ناروغيو درملنه په سمه توګه تر سره شي، نو د دې لپاره ناروغ اړ دی، چې د يو شمېر پرازيتونو ميکروسکوپيکي وړې هګۍ وخوري يعنې ژوندۍ يې تېرې کړي، کومې چې د خوک يا خنځير له فاضله موادو تر لاسه کېږي. پوهان انګېري، چې دغه څېړنه او درملنه کېدلی شي د اوتوايمون ناروغيو ميکانيزمونه نور هم روښانه کړي او د نویو درملو د جوړولو امکانات رامنځ ته کړي.
دغه هګۍ د (Whipworm) يا څڼيور چومجي هګۍ دي، چې د خنځير په کولمو کې يې دغه چومجي اچوي او بيا د خنځير په کولمو کې تر څڼيور چومجي پورې وده کوي، چې دغه چومجي په خپل وار سره د خنځير په کولمو کې تکثير او وده کوي، خو خنځيران له دغو چومجيو سره عادت دي او نه ترې ناروغه کېږي. بايد ياده شي، چې دغه چومجی د سپيو په کولمو کې هم وده کوي، مګر سپي ترې ناروغه کېږي، ځکه د سپيو تداوي ته د چومجيو ضد درمل جوړ شوي دي، مګر د سپيو د څېڼيورو چومجيو هګۍ د درملجوړونې په صنعت کې نه کارول کېږي.
د انسانانو په کولمو کې د څڼيورو چومجيو هګۍ تر دوو اونيو پورې ژوندۍ پاتې کېږي او بيا له منځه ځي، نو د دغه دوو اونيو په اوږدو کې دغه د چومجيو هګۍ د انسان د عفونيت يا ايمون سيستم فعاليت ته بدلون ورکوي. د پرازيت (چومجي) دغه هګۍ د دې دنده لري، چې د عفونيت سيستم فعاليت د خپل بدن د نسجونو او يا هم غړيو پر ضد له فعاليته وغورځوي او د اوتوايمون ناروغيو د پرمختګ مخنيوی وکړي.
د دغه درملنې بنسټ د حفظ الصحې له شرايطو سره تړاو لري، داسې انګېرنې کېږي، چې ولې په پرمختللو ملکونو کې ډېر خلک په اوتوايمون ناروغيو اخته کېږي او په وروسته پاتيو ملکونو کې د اوتوايمون ناروغي په نشت کې شمېرل کېږي يايې خلک په نورو ناروغيو اخته کېږي، چې د سيمې د چاپيريال له شرايطو سره نيژدې تړاو لري.
په شتمنو يا پرمختللو ملکونو کې فکر کېږي، چې د ژوند سهولتونه يې ډېر دي او په پرتليزه توګه پاک او هوسا ژوند لري او د پرازيتي او نورو ميکروبي ناروغيو سره کم يا لږ مخامخ کېږي، ځکه يې د عفونيت سيستم سمه وده نه کوي. مګر وروسته پاتې هېوادونو کې خلک هر ډول ناروغي تېروي او د بدن عفوني سيستم يې ډېر پياوړی وي، چې د لوېديزوالو په پرتله ډېر قوي د عفونيت سيستم لري دی.
بايد ياده شي، چې د اوتوايمون ناروغي په ترڅ کې د بدن عفوني سيستم د خپل بدن نسجونه او يا غړي تر بريد لاندې نيسي او د وخت په تېرېدو يې له منځه وړي. لکه روماتوييد ارترايتېس يعنې د بندونو روماتيزم، چې د وخت په تېرېدو سره د پښو او يا لاسونو بندونه يا مفصلونه په بشپړه توګه له منځه وړي او د دردونو تر څنګ په مفصل (بند) کې د خوځېدنې خنډ هم ګرځي او يا د پوستکي پسورېازيس، چې له سره نيولې تر پښو پورې د پوستکي ټولې برخې پرې اخته کېدلی شي او د ناروغ لپاره يوه معيوبونکې ناروغي ګڼل کېږي او هم د کولمو اوتوايمون التهابي ناروغي، چې د کرون ناروغي هم ورته ويل کېږي او زياتره لويې کولمې پرې اخته کېږي، (Crohn Disease or autoimmune enteropathy)، دغه ناروغي له مزمنو او تلپاتې د نس او کولمو له دردونو او خوني ناستناستي سره مله ناروغي ده، چې رنځور ورسره ډېر په عذاب وي، نو د دغه نوې توګې په کارولو سره ډاکټران ګومان کوي، چې د دغه اوتوايمون ناروغيو درملنه به بهتره شي.
پايله
روغتياپالنه يوه ډېره پراخه پوهنېزه څانګه ده، چې د ناروغ په درملنه کې بېلابېلې توګې لکه رواني درملنه، درمليزه تداوي او جراحي درملنه کارول کېږي، مګر د ناروغيو په څرګندو نښو کې د درملنې پټ رمزونه هم نغښتي دي، چې له بوټيو نېولې تر برېښنا او آن دا چې د ځناورانو د کولمو د پرازيتونو تر هګيو پورې د درمل ارزښت لري، نو اوس پوښتنه دا ده، چې درملنه د پوهنيزو لاسته راوړنو پر بنسټ تر سره شي او که د انسانانو له عنعنوي، ديني او مذهبی غوښتنو سره برابره شي! زما په ګومان په دې برخه کې بايد د نړۍ اديان د درمل او روغتتياپالنې په اړه خپل جوت نظر څرګند کړي، چې نه ډاکټران، نه رنځوران او نه هم د ناروغ د کورنۍ غړي د احساساتو او بې وسي په لومه کې ښکېل شي.
http://www.youtube.com/watch?v=POdrYVYjsp8
په درنښت
ډاکټر لمر


Sangar Watan
07.06.2013

ډيره ښايسته کيسه وه
مننې 


pattang
08.06.2013

که غلط پوه شوی نيم نو په دوهم عمومي جنګ کې خو جرمن او ايطاليا
ملګري او متحدين وو نو پیا يې خپل متحدين څرنګه او ولې بمبارول ؟
او که څرنګه ؟؟


اکرم
09.06.2013

اسلام علیکم!
پتنګ صاحب ستاسو دخبرې تر څنګه ، ما بیا (چومجيان) کله نو اوریدلي مطلب به چینجیان وي!


pattang
10.06.2013

اکرم خانه ښه سوه چې په خير راغلې !
زما يې هم سررا ګنګس کړی دی !

[quote:6f8194b551="اکرم"]اسلام علیکم!
پتنګ صاحب ستاسو دخبرې تر څنګه ، ما بیا (چومجيان) کله نو اوریدلي مطلب به چینجیان وي![/quote:6f8194b551]


Sumerlove
30.03.2015

شهير جانه پاکستان څه کوې دافغانستان غم وخوره!
په افغانستان کې يې هم داسې تو يه
[url=http://www.spanishprograms.com/learn-spanish/]spanish programs - best way to learn spanish[/url] وي لکه ملخ ، هغه دښتې او ډاګونه چې ما ليدلي
وو ، اوس ټولې کلاوې پکشې وهل شوې دي او جنګونه د مځکې په سر روان دي !
دمځکو غله داولس نمايندګان او دلاسپوڅې رژيم دکابينې غړي هم دي٠
داخو لا څه کوې اوس داسې هم موډ شوی دی چې په کوچنويو هلکانو او نجونوتېری
کېږي او بيا هغوی / هغه هم وژل کېږي ( زما دسر وېښتان دلته ورته جګ شي..... ) داهم
دغربي کلچر يوه غيرې اسلامي تحفه !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more