د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

وینځې/مینځې

حمید هڅــاند
20.05.2013

[color=darkblue:a0e0eebd54]السلام علیکم

زموږ د ټول افغان ملاصایبان نه تر سترګو کېږي، زه بیا هم خپله پوښتنه مطرح کوم؛ که کوم یو پرې پېښ شو، نظر دي پرې ورکړي.

ــ کومې ښځې به وینځې کېدې؟
ــ ایا دوئ به په جنګ کې مخامخ ونډه اخیسته؟
ــ که به دمقابلو جنګیالیو خپلوانې وې؟
ــ ایا اوس هم وینځې شته؟

درنښت
[/color:a0e0eebd54]



ع کريم حليمي
23.05.2013

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
درنو محترمو لوستونکو او محترم هڅاند صاحب ، زما ښې هیلي ومنۍ ، او خدای دي وکړي چه ستاسي ټولو د کامل صحت جامې په تن وي .

حترم هڅاند صاحب ، تاسو دېري ښې پوښتني کړیدي ، او زه له داسي پوښتنو سره علاقه لرم

زه به ستاسي پر دغه آخري پوښتني (ایا اوس هم وینځې شته؟) بحث درسره وکم ،
اظهر من الشمس خبره ده چه نن د مینځو عصر له منځه تللی دی ، او که زمانه ئې راغبرګه سوه ( که په جنګ کښي کفارو د مسلمانانو اسیر سړي ، ښځي بېول ، د مینځي او غلام په نامه ) نو بیا و مسلمانانو ته هم شرعا اجازه سته چه اسير ئې مینځي او غلامانو کړي

درنښت


تخاري
24.05.2013

السلام علیکم و رحمه الله و برکاته

مکرم قدرمن حلیمي صیب ستاسو له وضاحت څخه یو جهان مننه

ښاغلی هڅاند صیب که مو په یاد وي د باالمثل قانون په توګه مې د وینځو/مریی نیولو مثال د طالبانو پر سر یو بحث کی درته یاد کړی وو

د عزتمند حلیمي صیب له ځوابه جوت ښکاري چې دا کار پخوا هم د اسلام د طبیعت او قانون جز نه وو که وای نو بیا یی د وینځو او غلامانو د ازادی رغبت د څه لپاره ورکاوه، که همدا رغبت او د مسلمانانو لوړ اخلاق نه وای نو اوس به نه یوازی دا چی هماغو وینځو او غلامان ورک نه وو بلکه نسلونه به یې موجود وو،

د مرییانو/وینزو د ازادی رغبت د اسلام اخلاقي جز دی خو وینځی نیول یی جز نه وو بلکه د وخت د تقاضا سره د بالمثل قانون په توګه د اسلامي قانون مقطعي جز ګرزیدلي وو. او په ورته بالمثل قوانینو باندې اوس هم مجاهدین عمل کولای شي، خو دا چې نه یې کوي نو دا د دوی د احسان او لوړو اسلامي اخلاقو ترجماني کوي.


Re: وینځې/مینځې

s.sharifi45
24.05.2013

حمید هڅــاندالسلام علیکم

زموږ د ټول افغان ملاصایبان نه تر سترګو کېږي، زه بیا هم خپله پوښتنه مطرح کوم؛ که کوم یو پرې پېښ شو، نظر دي پرې ورکړي.

ــ کومې ښځې به وینځې کېدې؟
ــ ایا دوئ به په جنګ کې مخامخ ونډه اخیسته؟
ــ که به دمقابلو جنګیالیو خپلوانې وې؟
ــ ایا اوس هم وینځې شته؟

درنښت
محترمه مینځي به دنبی صلی الله علیه وسلم په اجازه سره نیول کېدې
که چیري اوس یوداسي څوک پیدا سي چي وایي زه دچا دقوانینو تابع نه یم نودا کار کېدای سي خومتاسفانه چي غربیان اوغرب پلوه کسان او داحرارو سره داسي چال چلند کوي چي پخوا مینځیانو او مریانو سره نه کېدی دوخت دکمښت له امله بخښنه غواړو
په کندهارۍ مینه شرافت الله شریفي



ع کريم حليمي
25.05.2013

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
درنو او محترمو او مکرمو د بحث ملګروو ( حمید هڅــاند صاحب ،تخاري صاحب او شریفي صاحب ) او درنو لوستونکو ، زما ښې هیلي ومنۍ ، او خدای دي وکي چه د صحت جامې مو په تن وي .

محترم او مکرم شریفي صاحب ، تاسو لیکلي چه :( که چیري اوس یوداسي څوک پیدا سي چي وایي زه دچا دقوانینو تابع نه یم نودا کار کېدای)

داخو د زما له پاره ډېره تعجبي جمله ده ، داپورته جمله جدي وضاحت ته ضرورت لري !!!

هر څوک چه يوه فلسفه او عقیده ولري ، نو پر ده باندي لازمه ده چه عملي ئې کي ، پوښتنه مي دا ده چه شریفي صاحب که تاسو آزادي غوښتونکي یاست نو ولي ؟؟‌ یو غلام نه پیداکوې ؟؟؟ او ولي له نورو خلکو څخه توقع کوې چه ستاسو له پاره د مینځو او مریانو عصر راغبرګ کي ، ایا غواړې چه مینځه ولري ؟؟؟؟
هو ! نن هر افغان اقتصادي غلام دي ، لمړی ځان آزاد که !!!

مننه


حمید هڅــاند
25.05.2013

[color=darkblue:a56adca6cf]
محترم حلیمي صیب، ښاغلی تخاری صیب او ښاغلی شریفي صیب؛ ټولو ته په کندهارۍ مینه مننه کوم :).
حلیمي صیب!
مثلا د خندق غزا نه وروسته چې کله د مدیني یهودو ښځې مینځې شوې، ښکاري چې دا کار هغه وخت کې موجود ؤ. البته زه په دې باور یم چې مینځې او غلامان تر نن ورځې بندیانو سل ځله په غوره حالت کې ول؛ حد اقل د ګرځېدا را ګرځېدا حق یې درلود او نور. او تخاري صیب! وینځې او غلامان د اسلامي جګړه ییز قانون برخه ده، په کره اسنادو ثابته خبره ده دا. یو مثال یې درکوم، وینځې ته یې ازادي مهر کېدای شي- دا اسلامي اصل دی.
نو ښاغلی حلیمي، که دا پوښتنې حل کړو:
۱) جګړه کې مخامخ ښکیلې ښځې مینځې کېدې؟
۲) که د وژل شویو جنګیالیو میرمنې او خپلوانې؟
۳) که د بندي شویو داسې دوښمنانو ښځې چې یا خو به مسلمانانېدل او یا به غلام پاتي کېدل، ځکه ازادي یې خطرناکه وه؟
که پورته پوښتنې حل شي، بیا توانېږو چې پر شرایطو مو یې سر خلاص شي او وشو ویلی چې اوس وخت کې څه وخت اجازه شته، څه وخت نشته. ځکه صریحتا خو د کوم حدیث له مخې د دې اصل بندېدل نشته. له دې ځایه ده چې شرایط به پریکړه کوي چې وینځې باید وي که نه. خو تر هغه وړاندي به د صحابه ؤ د وخت د غلام کولو او وینځي کولو شرایطو باندې پوهېږو او په هغې موخې به پورته پوښتنې ځوابوو.

ستاسې له ځوابونو نه نړۍ نړۍ مننه.

درنښت

[/color:a56adca6cf]



ع کريم حليمي
26.05.2013

محترم هڅاند صاحب او د بحث ټولو مکرمو او محترمو ملګرو
السلام علیکم و رحمة الله

نه ! دغه ستاسو درې پوښتني او رنګ امېزي ، درېسره په شریعت کښی ځای نه لري
تر کوم ځایه چه زه پوهېدلی یم او پوهولی ئې یم خبره داسي ده

هر هغه جنګ چه د مسلمان او د اسلام د مینځه وړلو او مهوه کولو لپاره وي ، نوکه کفار په جنک کښی پاته راغله او جنګ ئې ناکامه سو او مغلوب سوه ، ټول اسیر ئې مریان او مینځي دي ، که ایمان هم راوړي بیا هــــــــــــــــــــم مریان به وي ، د دوی مثال و غله او زناکاره دي ، چه په توبه او پښېماني نه بخښل کیږي

د خندق جنګ يې ښه مثال دی

درنښت


حمید هڅــاند
26.05.2013

[color=darkblue:55223756aa]
وعلیکم سلام ورحمة الله

همدا خبره چې تاسو کړې محترم حلیمي صیب زه غواړم یو څه سپینه شي. ځکه خندق غزا کې د مدینې یهودو ته څو غوراوي ورکړل شول او له هغو څخه دا هم ؤ چې اسلام راوړي او ازاد به وي. خو دوئ اسلام قبول نه کړ!. که د خندق غزا په جزیاتو ولولو، دې نتیجې ته رسېږو چې اصلا د دې یهودو همداسي ایله کول په لوی لاس د ځان وژنې په مانا ؤ. ځکه دوئ د اسلام په زړه (مدینه) کې په یو ستراتېژیک موقعیت کې ول او سره له دې چې مسلمانانو وسره د سولې تړون درلود، خو دوئ په همدې تړون کې ان د محمد صلی الله علیه وسلم د شهید کولو کوښښ وکړ. یو داسي وخت یې له مسلمانانو سره د جفا او ورباندي له شا د وار کولو هڅه وکړه چې وار دمخه مسلمانان په خورا نازک حالت کې ول. د دوئ د هغه مهال جفا ثابتوله چې راتلونکي وخت کې د مسلمانانو تر ټولو لوی خطر دوئ ثابتېدای شوای. نو چې دوئ اسلام قبول نه کړ، برخلیک یې همداسې شو.

درنښت
[/color:55223756aa]


محمود سعيد
02.06.2013

ښاغلی هڅاند او نورو ملګرو سلامونه!
ډېر اړين او ښه بحث مو پیل کړی دی. ما هم غوښتل په دې اړه له اسلامي اړخه پوره مالومات پيدا کړم. د ځينو رواياتو له مخې له وينځو سره له نکاح پرته نږدېوالی کېدلای شي؛ ځکه هغوی د يوه کس ملکيت ګرځي او په ملکيت کې هر ډول تصرف جایز دی. دلته انسان ته د متاع په سترګه کتل څه ډول توجېه کيږي؟ زه بشپړ باور لرم چې اسلام يو پوره، له حکمته ډک او سپېڅلی دين دی. ښايي په دې اړه بېلابېل تفسيرونه شتون ولري. له ديني علماوو هيله ده چې په دې اړه خپل مالومات ونه درېغوي. که په دې اړه زما په شان کم علمه کسانو ته پوره مالومات ونه رسيږي نو خدای مه کړه د يوې مهمې موضوع په اړه به ئې افکار ګډوډ پاته شي.
په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more