د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

تقلید

s.sharifi45
18.05.2013

تقلید په لغت کي غاړګۍ ورپه غاړه کولو ته وایي
اوپه اصطلاح کي التقلید عبارة عن اتباع الانسان غيره فيما يقول او يفعل معتقداً للحقية فيه من غير نظر وتأمل فى الدليل
ژباړه تقلید دیوه انسان پسې کېدل دي په بل انسان پسي دهغه په خبرو او یادهغه په کارکي چي ددغه اتباع [پسې کېدلو]درښتنولۍعقیده به یې وی بېله دې چي دی یې[دهغه بل انسان] دلیل وسنجوي اویافکر ور پکښي وکړي محترمو کم وخت چي دتقلید بحث کوونوڅوخبروته بایدمتوجه واوسو
لومړی ځیني اصطلاحات باید وپېژنوچي ستاسوقدر منو پام
ورته رااړوم
۱مقلِّد هغه انسان دی چي دبل تقلید کوي[په بل پسې کیږي]
۲مقلَّدهغه انسان دی چي بل انسان دده تقلیدکوي[په پسې وي]
۳تقلیدمعین هغه تقلیددی چي ډېرعلماء کرام سره متفق وي اوسړی دهغه مسئلې اتباع وکي
۴تقلیدمطلق هغه تقلید دی چي سړی کله دیوچا تقلید کوي اوکله بیا اجتهادکوي اودیوه خاص مذهب سره تړلی نه وي
۵تقلید شخصي هغه تقلید دی چي سړی په ټولو مسائلوکي
په یوه خاص مذهب پسي روان وي
خوپه ټول کي مطلق التتقلیدیوداسي څېزدی چي داهل اسلام څخه هیڅ چامخالفت نه دی ترې کړی سوی دابن حوات څخه حتی ابن حزم ظاهري هم فرمایي لو أن إنساناً اهتدى إلى الحق عن طريق التقليد لكان مصيباً في الاهتداء إلى الحق ژباړه که چیري یو انسان دتقلید دلاري وحق ته ورسیږي نودی مصیب [یعني حق ته رسېدلی دثواب لائق ]دی خووروسته ده دا طریقه مذمومه بللې ده
خودتقلید مطلق منونکي هم دومره زیات دي چي دحقیقت څخه یې سترګي پټول په دووګوتو دلمر دپټولو سره برابر دي تر داسي اندازې چي محمد ابن عبدالوهاب النجدي لاهم ترې انکار نه دی کړی اودبغوی رحمه الله په تقلید سره وایي وأما فرض الكفاية فهو : أن يتعلم ما يبلغ به رتبته الاجتهاد ودرجة الفتيا ، فإذا قعد أهل بلد عن تعلمه عصوا جميعا ، وإذا قام واحد منهم بتعلمه سقط الفرض عن الآخرين،وعليهم تقليده ژباړه اوهغه علم چي کفایي فرض وي دادی چي سړی دومره علم وکی چي داجتهاداو فتوی درجې ته ورسیږي نوکه دیوه ښارخلګ ټوله دداسي زدکړي سه کښېنستل ټول ګناه ګاران دي اوکه په دوی کي یو دغه علم ته ودرېدی دنورو څخه فرض ساقط سول اوپردوی دده تقلید لازم دی
مګر تقلید شخصي دعلماووترمینځ دزیات بحث مقام [ځای]دی اودازموږ دبحث منځ پانګه هم ده
دیادوني وړده چي تقلید شخصي یوبل صنف هم لري هغه داچي سړی دخپل اجتهاد په مټ دمسئلو اثبات کوي خو کله ناکله دیوه مجتهد په قول هم فتوی ورکوي خو دهمېشه لپاره دیوه خاص امام داتباع قائل نه وي خودهمدغه قسم تقلید سره هم ډېرعلماء مخالف نه دي ترداسي بریده
چی ابن القیم الجوزیه هم لیکي أَنَّ الْعَالِمَ قَدْ يَزِلُّ وَلَا بُدَّ ؛ إذْ لَيْسَ بِمَعْصُومٍ ، فَلَا يَجُوزُ قَبُولُ كُلِّ مَا يَقُولُهُ بېشکه چي عالم کله ناکله خامخاخطاوزي ځکه معصوم نه دی نودده هره خبره قبلول نه دي روا اوبل ځای وایي إِنَّمَا نُنْكِرُ نَصْبَ رَجُلٍ مُعَيَّنٍ
ژباړه يقیني خبره داده چي موږ انکار کوو دیوه خاص سړي ددرولو څخه. چي اشاره یې دیوه خاص مذهب ټاکلو ته ده
مګر دتقلید هغه قسم چي تقلید شخصي ورته ویل کیږي
زیات منکرین لري او یوه لويه ګېډی دعلماوو ترې مخالفه ده اوعام اهل السنة والجماعة یې تایید کوي
دهغوعلماوو دلائل چي تایید یې کوي
۱ابن مُحَمَّدُ بْنُ عَبْدِ الرَّحْمَنِ الْحَطَّابُ رَحِمَهُ اللَّهُ دمواهب الجليل مصنف چي دمختصرالخلیل شارح دی هغه فرمایي
الذي عَلَيْهِ الْجُمْهُورُ أَنَّهُ يَجِبُ عَلَى مَنْ لَيْسَ فِيهِ أَهْلِيَّةُ الِاجْتِهَادِ أَنْ يُقَلِّدَ أَحَدَ الْأَئِمَّةِ الْمُجْتَهِدِينَ سَوَاءٌ كَانَ عَالِمًا أَوْ لَيْسَ بِعَالَم.
ژباړه هغه څه چي جمهور پرهغه دي [چي دجمهورو پر هغه فتوی ده]هغه داخبره ده چي پرهغه انسان چي داجتهاد اهل نه وي داواجبه ده چي په مجتهدینو امامانو کي دیوه تقلید وکړي که دغه انسان عالم وي که نه وي.
۲امام الحرمین رحمه الله تعالی فرمایي
أَجْمَعَ الْمُحَقِّقُونَ عَلَى أَنَّ الْعَوَامَّ لَيْسَ لَهُمْ أَنْ يَتَعَلَّقُوا بِمَذَاهِبِ الصَّحَابَةِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ بَلْ عَلَيْهِمْ أَنْ يَتَّبِعُوا مَذَاهِبَ الْأَئِمَّةِ الَّذِينَ سَبَرُوا وَنَظَرُوا وَبَوَّبُوا ؛ لِأَنَّ الصَّحَابَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ لَمْ يَعْتَنُوا بِتَهْذِيبِ الْمَسَائِلِ وَالِاجْتِهَادِ وَإِيضَاحِ طُرُقِ النَّظَرِ بِخِلَافِ مَنْ بَعْدَهُمْ
محققینوعلماوو پردغه خبره اجماع کړې ده جي دعوامو دپاره دانسته[نه ده روا]چي دصحابوو[رضوان الله علیهم اجمعین] په مذهبونوپوري منګولي ټینګي کړي بلکه پردوی لازمه ده چي چي په هغوامامنو پسې سي چي تجربه یې کړېده اوفکریې کړیدی اوتبویب یې کړی[هري مسئلې ته یې باب ایښی]دی ځکه صحابوو[رضوان الله علیهم اجمعین]ومسائلووته دښایست ورکولو[دمسائلودترتیبولو]اوداجتهاد دکولو اودنظردلارودروښانه کولوقصدنه دی کړی [نه دي ورته متوجه سوي ] سوٰی دهغوخلګو څخه چي تر دوی وروسته وو
۳تقی الدین ابن صلاح رحمه الله
قَالَ الْقَرَافِيُّ : وَرَأَيْت لِلشَّيْخِ تَقِيِّ الدِّينِ بْنِ الصَّلَاحِ مَا مَعْنَاهُ أَنَّ التَّقْلِيدَ يَتَعَيَّنُ لِهَذِهِ الْأَئِمَّةِ الْأَرْبَعَةِ دُونَ غَيْرِهِمْ ؛ لِأَنَّ مَذَاهِبَهُمْ انْتَشَرَتْ وَانْبَسَطَتْ حَتَّى ظَهَرَ فِيهَا تَقْيِيدُ مُطْلَقِهَا وَتَخْصِيصُ عَامِّهَا وَشُرُوطُ فُرُوعِهَا فَإِذَا أَطْلَقُوا حُكْمًا فِي مَوْضِعٍ وُجِدَ مُكَمَّلًا فِي مَوْضِعٍ آخَرَ وَأَمَّا غَيْرُهُمْ فَتُنْقَلُ عَنْهُ الْفَتَاوَى مُجَرَّدَةً فَلَعَلَّ لَهَا مُكَمِّلًا أَوْ مُقَيِّدًا أَوْ مُخَصِّصًا لَوْ انْضَبَطَ كَلَامُ قَائِلِهِ لَظَهَرَ فَيَصِيرُ فِي تَقْلِيدِهِ عَلَى غَيْرِ ثِقَةٍ بِخِلَافِ هَؤُلَاءِ الْأَرْبَعَةِ قَالَ : وَهَذَا تَوْجِيهٌ حَسَنٌ امام قرافی رحمه الله ویلي دی دشیخ تقي الدین ابن صلاح یوعبارة مي لیدلی دی چي معنی اومقصدیې دادی چي تقلید دڅلورو امامانو تعینیږي[دټاکلو وړدی]نه دنورو ځکه دویدي چي مذهبونه یې غوړېدلی [خواره واره سوي]دي ترداسي بریده چي مطلق[نامقیدسوي]مسائل یې مقید سویدي اوعام یې خاص سوي اودفروعو[جزي مسئلو]شرطونه یې ښکاره سوي دي نو کم وخت چي دوی یوحکم مطلق ذکر کړی وي بل ځای بیاپوره پیداکیږي اوهرڅه چي نور دي دهغو څخه محض فتوی رانقل سوې وي نوکېدای سي چي هغه فتوی نیمګړې وي بل ځای یې پوره کونکی وي یايې قید موجود سي یایې تخصیص کونکی پیدا سي که دهغه ویونکي مفتي قول تعقیب سي نونیمګړوتیا به یې ښکاره سي او دی به دهغه امام په تقلید پرثقة [باور]نه وی. امام قرافی رحمه الله ویلي دي چي دانیکه توجیه ده
۴امام غزالی رحمه الله دیوې پوښتني په ځواب کي
وَذَكَرَ الْبُرْزُلِيُّ أَنَّ ابْنَ الْعَرَبِيِّ سَأَلَ الْغَزَالِيَّ عَمَّنْ قَلَّدَ الشَّافِعِيَّ مَثَلًا وَكَانَ مَذْهَبُهُ مُخَالِفًا لِأَحَدِ الْخُلَفَاءِ الْأَرْبَعَةِ أَوْ غَيْرِهِمْ مِنْ الصَّحَابَةِ فَهَلْ لَهُ اتِّبَاعُ الصَّحَابَةِ لِأَنَّهُمْ أَبْعَدَ عَنْ الْخَطَأِ وَلِقَوْلِهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ { اقْتَدُوا بِاَللَّذَيْنِ مِنْ بَعْدِي أَبِي بَكْرٍ } وَعُمَرَ فَأَجَابَ أَنَّهُ يَجِبُ عَلَيْهِ أَنْ يَظُنَّ بِالشَّافِعِيِّ أَنَّهُ لَمْ يُخَالِفْ الصَّحَابِيَّ إلَّا لِدَلِيلٍ أَقْوَى مِنْ مَذْهَبِ الصَّحَابِيِّ وَإِنْ لَمْ يَظُنَّ .هَذَا فَقَدْ نَسَبَ الشَّافِعِيَّ لِلْجَهْلِ بِمَقَامِ الصَّحَابِيِّ وَهُوَ مُحَا ل
برزلی رحمه الله ذکر کړيدي چي
ابن العربی رحمه الله دغزالی رحمه الله څخه پوښتنه وکړه دهغه سړي په اړه چي دمثال په ډول دشافعي رحمه الله مقلد وي اودده[شافعي رحمه الله]مذهب په څلورو خلیفه ګانو رضی الله عنهم کي دیوه خلیفه سره مخالف وي یاددوی نه سوی دکوم بل صحابي سره نو ایا ده ته روا ده چي دصحابوو اتباع[په پسې کېدل]وکي ځکه دوی دي چي دخطا څخه ډېر لیري دي اوداقول دده[محمد]صلی الله علیه وسلم
هم دی چي فرمایي اقتداء وکړی په هغو دووپسي چي ترما وروسته دي ابوبکراوعمر[رضي الله عنهما]نوجواب یې ورکړ[غزالي صاحب]چي پرده واجبه چي پر شافعي رحمهالله بانديداګمان وکي چيهغه صحابي نه مخالفت نه کوي مګر دیوه داسي دلیل له مخي چي هغه تکړه دصحابي تر مذهب ځکه که چیري داګمان ونه کړي نودی وشافعي رحمه الله ته داسي نسبت کوي چي دصحابي له مقامه داخبره دی اوداسي ګمان کول محال اودواقع څخه ډېر ه لیري خبره ده ۵عبدالله الزرکشي الشافعي رحمه الله فرمایي
وَأَمَّا وُجُوبُهُ عَلَى الْعَامَّةِ ، فَلِقَوْلِهِ تَعَالَى : { فَاسْأَلُوا أَهْلَ الذِّكْرِ إنْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ }ژباړه اودلیل دواجب والي دتقلید بر عامو انسانانو دا قول دالله جل جلاله دی چي فر مایي نوتاسو پوښتنه وکړی دذکر دخاوندانو[علماوو]څخه که تاسوناپوه[عالمان نه]یاست
ګرانه لوستونکې همدغه امام[زرکشي رحمه الله]په دغه بحث کښي دومره دقناعت وړنقلي اوعقلي دلائل وړاندي کړي چي دمطالعې په وخت کي یې سړي ته کومه شبهه نه پاتيږي که دتعصب زهر لیري کړي اودقناعت جام نوش کړي
۶قاضي ابوالمعالي رحمه الله فرمایي
لَوْ وَجَبَ عَلَى الْكَافَّةِ التَّحْقِيقُ دُونَ التَّقْلِيدِ أَدَّى ذَلِكَ إلَى تَعْطِيلِ الْمَعَاشِ ، وَخَرَابِ الدُّنْيَا ، فَجَازَ أَنْ يَكُونَ بَعْضُهُمْ مُقَلِّدًا ، وَبَعْضُهُمْ مُعَلِّمًا ، وَبَعْضُهُمْ مُتَعَلِّمًا ژباړه که چیري پرټولو تحقیق واجب سي سوی له تقلیده نو دابه ژوندتنګ کړي ګذاره به معطله
پاته سي اودنیابه خرابه سي نوځکه تقلید روا سو ه چي ځیني به مقلدین وي اوځیني به ښوونکي وي اوځیني به زده کونکي وي
۷علي بن محمد الامدي رحمه الله فرمايي
العامي ومن ليس له أهلية الاجتهاد، وان كان محصلا لبعض العلوم المعتبرة في الاجتهاد، يلزمه اتباع قول المجتهدين والاخذ بفتواه، عند المحققين من الاصوليين.ومنع من ذلك بعض معتزل البغداديين

ژباړه عامي اوهغه کس چي داجتهاد اهل نه وي که یې څه هم په اجتهاد کي ځیني داعتبار وړعلوم لاسته راوړي وي بیاهم ورباندي لازمه ده چي دمجتهدینو دقول اتباع وکړي ويدل عليه النص، والاجماع، والمعقول لو ددوی په فتوی عمل وکړي دهغو اصولیینو په اند چي دتحقیق درجي ته رسیدلي دي اودهغه حکمه ځینو دبغداد معتزلة وو منع کړېده اووروسته لیکي والمختار إنما هو المذهب الاول. ويدل عليه النص، والاجماع، والمعقول اوخامخاغوره هغه اول مذهب دی اوپر همدغه مسلک نص او اجماع اوعقل [قیاس]دلالة کوي. اودغه امام هم داسي بحث کړیدی چي ناجوړی جوړوي او تږی اوبه وي
۸امام المفسرین قرطبی رحمه الله فرمایي
فرض العامي الذي لا يشتغل باستنباط الاحكام من أصولها لعدم أهليته فيما لا يعلمه من أمردينه ويحتاج إليه أن يقصد أعلم من في زمانه وبلده فيسأله عن نازلته فيمتثل فيها فتواه ژباړه عامي[هغه څوک چي مجتهد نه وي]هغه څوک چي داحکاموپه استنباط داصولوڅخه نه وي اخته ځکه چي په ده کي اهلیت داجتهاد نه وي نو په هغه څه چي دی نه پوهیږي اوهغه څه دده ددین له کارونو څخه وي اودی حاجت ورته لري فرض یې دادی چي دیوداسي چا قصد [تلاښ]وکړي چي دده په زمانه اوپه ښار کي ډېر عالم وي نو بیا ترې پوښتنه وکړي دخپل
مطلب او بیا دده په [فتوی]خبره عمل وکړي اوبل ځای فرمایي دعالم فرض هم دادی چی په کومه مسئله کي دلیل ترې پټ سي دیوه عالم تقلید به کوي که وخت نه وو
۹ ابن شرف النووي رحمه الله فرمايي
وأمر صلى الله عليه وسلم بالثبات على سنة الخلفاء الراشدين لأمرين: أحدهما التقليد لمن عجز عن النظر.والثاني: الترجيح لما ذهبوا إليه عند اختلاف الصحابة.ژباړه او نبي صلی الله علیه وسلم امر کړیدی په ټنګېدو سره دخلفاء راشدینو پر سنة ددووکارو لپاره
یو ددوی تقلید دی دهغهکس لپاره چي ددلیل وړاندي کولو څخه عاجز وي دوهم ددوی د طریقې غوره کول دي دصحابوو داختلاف په صورت کي
۱۰امام شافعي رحمه الله تعالی فرمایي
وإذا باع الرجل العبد أو شيئا من الحيوان بالبراءة من العيوب فالذي نذهب إليه - والله أعلم - قضاء عثمان بن عفان أنه يبرأ من كل عيب لم يعلمه ولا يبرأ من عيب علمه
که څوک یوحیوان یا یومریی خرڅ کي په داسي ډول چي دا هیڅ عیب نه لري نودلته موږ الله ښه عالم دی [چي څنګه به وي]دعثمان رضي الله عنه قضاء ته تګ کوو[هغسي فیصله کوو]چي دی یي دهغه عیب څخه بري[پاک] بولي چي ده ته یې نه وي ښولی نه دهغه عیب څخه چي ده [رانیونکي]ته یې ښولی وي .او وروسته فرمایي وإنما ذهبنا إلى هذا تقليدا اوموږیوازي دغه قضاء ته دتقلید په توګه تګ وکی. اوپه بل ځای کي وایي قُلْتُهُ تَقْلِيدًا لِعُمَرَ دا مي دعمر دتقلید له امله وویل قُلْتُهُ تَقْلِيدًا لِعَطَاءٍ
دا مي دعطاء دتقلید له امله وویل ګرانه لوستونکې داهغه دلائل دي چي ما دنورولوړو علماوو داقوالو[ویناوو]څخه راچین کړل که چیري هغه دلائل په تفصیل سره لیکم نو یو پوره کتاب به ترې جوړ سي اودلته [په بحث فورم کي]به یې دنشر پړاو هم ګران سي خو هغه دپخوانیو خبره ده چي العاقل تکفیه الاشاره هوښیار لره اشاره په کار ده او دهر ملګري څخه دا ارزولرم چي دغه بحث ښه تر پایه وګوري هغه څه چي دقبول وړ وي قبول یې کي اوکه دقبول وړ نه وي نو لیکونکي ته دي یې نیکه مشوره او داصلاح طریقه په ګوته کړي نور مو وخت نه نیسم والسلا م علیکم ورحمةالله وبرکاته


حمید هڅــاند
20.05.2013

[color=darkblue:610111ac96]ستا خپل نظر خو زما تر سترګو نه شو چې ته څه پکې وایې؟[/color:610111ac96]


s.sharifi45
22.05.2013

[quote="حمید هڅــاند"][color=darkblue]ستا خپل نظر خو زما تر سترګو نه شو چې ته څه پکې وایې؟[/color][/quote]
په عامه توګه یو کس دهغي لاري لاروی وي چي دلائل ورته وړاندي کوي
والسلام علی من تبع الحق وجعله الله من الشاکرین والمتیقنین


حمید هڅــاند
25.05.2013

[color=darkblue:e246fa33c4]
هغه د ملایانو خبره، ته یې فرض کړه چې زما اوس ستا په خبره سر خلاص شو
[/color:e246fa33c4]

درنښت


s.sharifi45
28.05.2013

خو ستا تبصره مي تر سترګو نسوه


پښتون:
28.05.2013

زه ستاسو د موضوع په هکله کومه تبصره نلرم . زما اندیښنه ستاسو د نوم سره ده ؟ که دا واضح ولیکئ چې پری پوره پوه شو.
او ستاسو نوم ((شرلفت الله)) دې.
کیدای شی نور ملګری ستاسو د نوم سره آشنا اوسي،خو ما هیڅکله داسې نوم ندې اوریدلې.


s.sharifi45
29.05.2013

مننه چي زما غلطي دي را ته په ګوته کړه محترمه دنه فکر په صورت کي مي د
H
پرځای
د
G
څخه لاس لګېدلی وو



ع کريم حليمي
30.05.2013

ډر محترم شریفي صاحب ، تر سلام او احترام ورسته یو عرض لری !
تاسو لیکلي چه (تقلید په لغت کي غاړګۍ ورپه غاړه کولو ته وایي )
دا مي لمړی ځل دي چه دداسي جملې سره مخ کېږم ، ددغه ترجمه ستاسو خپله ده او که د کوم غیاث الغت څخه مو را اخستې ؟
که تاسي ته زحمت نه وي ، کولی سۍ چه دا تقلید په یوه جمله کي استعمال کۍ

زه ئې یو مثال درته لیکم خو د غاړګۍ معنی نه ور کوي
تم تقلید وسام الشجاعه ....‌ او یا داسي هم ویلی سو چه : تقليد وسام الشجاعة لطفلة سودانية

درنښت


s.sharifi45
30.05.2013

د القاموس المحيط مصنف لیکي
وقَلَّدْتُها قِلادَةً: جَعَلْتُها في عُنُقِها، ومنه: تَقْليدُ الوُلاةِ الْأَعْمالَ
، وتَقْليدُ البَدَنَةِ شيئاًژباړه دقلدتهاقلادة معني غاړکۍ مي په غاړه کي ور وګرځول[ورواچول]اوددغه بابه څخه دی تَقْليدُ الوُلاةِ الْأَعْمالَ،، وتَقْليدُ البَدَنَةِ شيئاً
کارونه دواليانوورپه غاړه کول اواوښي ته يوشي ورپه غاړه کول هيله ده چي ستاسوقناعت په وسي خوپه کم شي چي ته نه يې خبر دايې معنى نه ده چي هغه ثابت نه دى خوډېرخوښ يم چي ستاسو تبصره مي ترسترګوسوه ځکه پوهېږم چي ته دداسي مضامينو سره ډېره علاقه لرې .
په کندهارۍ مینه



ع کريم حليمي
02.06.2013

محترم شریفي صاحب او درنو لوستونکو ، السلام علیکم و رحمة الله ،
زما ښې هیلي و منۍ .

ګرانه وروره شریفي صاحب ،‌ کور دي ودان او غله دي ډېره ، داچه زما پوښتنی ته مو جواب راکړی

د مصنف مطلب د قلادة څخه غـــــــاړګۍ نده ، قلاده د د ملغلرو امېل یا د سرو زرو او یا د احجار کریمة لاکیټ ته ویل کیري

بلکي د مصنف مطلب له تقلید نه ، توبند دي !!!!!!، او توبندونه هم اقسام لري
د عاشقۍ توبد په غاړه کول ، مذهبي توبند په غاړه کول ،
او یو شئ لا بل هم سته چه هغه د رتبې د لوړیدو په وخت کښي خلګو ته ور په غاړه کوي او یا ئې په ځګر ور ځړوي

غاړګۍ تنها او تنها ښځي په غاړه ځړوي ، د غاړګۍ په ځړولو کښي هیڅ پېمان و عهد نسته
درنښت


s.sharifi45
03.06.2013

ګران حلیمي صاحب ستاسو ددقت څخه ډېره مننه خو لکه څنګه چي دخبري دسیاق اوسباق[روروسته او وړاندي]څخه معلومیږي دلته دغاړه ګی څخه هغه خاصه دکېڼې غاړکۍ نه ده مراد کوم څه ته جي ته توبند وایې همدغه مراد دی اوعرف کي دغه معنی زیاته ترسترګو کیږی که په کوڅه کي یوملنګ تېريږی ماشومان وایي غاړګۍ یې په غاړه وه که یې مرۍ پهرغاړه وې که یې هسي دانې په غاړه وې حتی که ډبري لاهم وي خوبیا هم ویاړم چي داسي دقیق اوهڅانده کسان لرو چي داسي وړوکي باریکۍ ته یې هم پام وي .خو کاش یووار په ګوتو راغلی وای چي مېلمه کړی مي وای اوښه توتان مي درته راوړي وای په ارغندابۍ مینه


تقلید

حکیم الامت
03.11.2013

امام بغوی رح فرمایی چه ویجب علی من لم یجمع هذه الشرائط تقلیده، فیما یعن له، من الحوادث.
یعنی هغه کس چه داجتهاد جامع نه وی یعنی داجتهاد پوړی ته نه وی رسیدلی نو پر هغه باندی اړین یا لازم دی چه دیوه مجتهد تقلید وکړی، په هغو (مسایلو) کی چه ده ته مخی ته راغلی دی. (عقد الجید ص ۹)
هغه فرمایی چه وفی ذالک (ای التقلید) من المصالح مالا یخفی لا سیما فی هذه الایام التی قصرت فیها الهمم جدآّ واشربت النفوس الهوا واعجب کل ذی رآی برآیه. له دغو څلورو مذاهبو په تقلید کی ډیر مصلحتونه پراته دی چه هیڅ پټ ندی با الخصوص پدی زمانه کی چه همتونه ډیر ناوړه سوی، او په تن کی نفسانی غوښتنی ننوتی او هر رآی والا پخپله رآی باندی ناز کوی (حجة الله البالغة مترجم ص ۳۶۱ ج ۱)
امام بغوی رح فرمایی چه وبعد المآتین ظهرت فیهم التمذهب للمجتهدین باعیانهم وقل من کان لا یعتمد علی مذهب مجتهد بعینه وکان هذا هو الواجب فی ذالک الزمان. له دویمی سلیزی څخه دخلکو ترمنځ دتقلید شخصی رواج عمل خپل کړ او ډیر کم داسی خلک ول چه دیوه خاص مجتهد په مذهب یی اعتماد نه وو (یعنی عمومآّ دتقلید شخصی رواج سو) او همدا طریقه هغه وخت رایج یا عملی وه. (انصاف مع ترجمه کشاف ص ۵۹)
او لیکی وهذه المذاهب الاربعة المدونة المحررة قد اجتمعت الامة او من یعتد بها منها علی جواز تقلید ها الی یومنا هذا. او همدا مذاهب اربعه چه مدون او مرتب سول ټول امت یا دامت معتمد حضراتو په همدی څلورو مذاهبو داجماع پر جواز پریکړه وکړه (او د اجماع) تر نن ورځ پوری پاته ده (ددی مخالفت جایز نده بلکه سبب دګمراهی کیږی) حجة الله البالغة ج ۱ ص ۳۶۱ فصل فی مسائل ضلت فیها الاقدام.
امام بغوی رح فرمایی وبالجملة فا لتمذهب للمجتهدین سرآّ الهمه الله تعالی العلماء جمعهم علیه من حیث یشعرون اولایشعرون . الحاصل مجتهدین (امام ابوحنفیه رح، امام مالک رح، امام شافعی رح او امام احمدبن حنبل رح) دمذاهبو پابندی (یعنی تقلید شخصی) یو راز ده چه الله سبحانه وتعالی دعلماوو په زړونو کی الهام یا اچولی او پردی هغه خلک متفق کړی چه تقلید کولودمصلحت په راز پوهیږی یا نه پوهیږی (یعنی دتقلید حکمت یا ښه والی هغوی ته معلو وی یانه وی) انصاف عربی ص ۴۷، انصاف مع کشاف ص ۶۳).
امام بغوی رح فرمایی انسان جاهل فی بلاد الهند ولاد ما وراء النهر ولیس هناک عالم شافعی ولا مالکی ولا حنبلی ولا کتاب من کتب هذه المذاهب وجب علیه ان یقلد لمذهب ابی حنیفة ویحرم علیم ان یخرج من مذهبه لانه حینئذ یخلع من عنقه ربقة الشریعة ویبقی سدیَ مهملآّ. که چیری یو جاهل عام انسان دهند یا ماوراء النهر په ښارونو کی (چه هلته په حنفی مذهب ډیر عمل وو) او هلته کوم شافعی، مالکی یا حنبلی عالم نه وو او نه دهغوی دمذاهبو کوم کتاب وو نو دغه وخت کی پر ده واجب ده چه دامام اعظم رح دمذهب تقلید وکړی او پر هغه حرام دی چه دبل مذاهب تقلید خپل کړی، پداسی کولو دی دشریعت رسی یا پړی له خپلی غاړی وباسی او دی مهمل او بیکاره پاته کیږی. (انصاف عربی ص ۵۳، انصاف مع کشاف ص ۷۰ او ۷۱).


Re: تقلید

s.sharifi45
08.11.2013

حکیم الامت صاحب دامام ابوحنیفه رحمه الله دیوه پیرو په صفت
دا زموږ دنده ده چي ددغه مذهب مهذب په بېسارې توګه خدمت وکړو ځکه هغه دی چي دالله په فضل سره یې زمو ږ استاسو له غاءي څخح دخواریو او زحمتونو پې ټی اړولی دی اوپه دغه پیروي سره دښویدلو اوښویولو څخه ساتل سوي یو داچي تاسو دغه خدمت ته بډي رانغښتي دي دلوی څښتن ج څخه درته بر یالیتوب غواړو الله مو دبریاپه جامه ملبوس که آمین


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more