د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

له اولاداو حیا څخه بې برخې میرمنې

پتوال
16.05.2013

ښځې چې مور نه شوی! / استاد محمد زمان مزمل
26-04-2013 12:17

نظام او پکې مدني ټولنې، موسسات او د بشري حقوقو ټولنې دا ټول د خپلو ښو عنوانونو سره سره هغه څه دی چې ډیر څه یې همدا بهرني تنظیموي او حمایه کوی.

منم چې یو هیواد د دغو ټولو اړوندو عناوینو او عملي موسساتو ته ضرورت لري خو چې د ملت د روحیې او کلچر سره مطابق او خپله د یوې ملي جذبې او ارادې پورې تړلې وی.

ډیری ادارې او پکې مرکزی مسؤلین په دې هیواد کې په ځای د دې چې واقعاً د ملت د مشکلاتو د حل په جهت کې مصروفې وی، ډیری زمونږ د ځوانانو په بې لاری کولو او د نوی نظام لاندې د ملت په امریکايي کولو کې مصروف دی.

د ښځو د حقوقو د دفاع په پلمه نظام، موسسات، مدني ټولنې او د بشري حقوقو ټولنې هومره چې د ښځو په بې لارۍ او د افغاني درنې کورنۍ په تجزیه او په کابل کې د فحشايۍ ماحول د توده ولو په جهت کې مصروف دی چې په لسمه یې هم په هغه کې مصروفې نه دی چې د دغو عنوانو لاندې یې په ملت کې زهرجنې پروپاګنده کوی.

تاسې که په زندان کې یواځې هغه بندیان وګوری چې خپلو ښځو باندې د څپېړې وارولو باندې زندان ته تللي په سلهاو اوړي.

په دې محرکو دوسیو کې چې څومره د همدغو موسساتو پورې اړونده ځوانان او ښځې مصروفې دی او دا ډول ماجراوی ایجادوی. سم نیم یې اصلاً د هغوی د ابتکار ایجاد دی، په واقعیت کې په دې بندیانو کې نیمو یې اصلاً پخپله ښځه ګذار نه دی کړی، دا د ښځې په مغزو کې پیچ کاری شوی شکایت ده چې هغوی د میړه نه د خلاصیدو په خاطر په کاغذ کې آسانه لیکلی او په نظام کې یې بی فکره غوږورو مراجع دفاع ته دریږي.

یواځې چې انسان د راغلی نظام په دوران کې د دغه ډول مداخلو او تخریب قربانیانې ولټوی په زرهاو زیاتیږي دا چې ډیری د دغه وضعیت نه د بیری په خاطر د فامیلي ژوند د نړونکیو انجونو او ښځو په تجاوز او جفا باندې له چا سترګې پټوی د هغوی حساب خدای ته معلوم دی.

هغه کورنۍ چې د ګاونډي د بد فعله لور په وسیله یا د خپلې بدې همصنفۍ په ذریعه یې لور او خور او یا ښځه د امن کورونو نه تښتیدلي هغوی به خپل ضائع پت په یوه پيړۍ کې هم تلافی نه شی کړای!!!

دغه د خپلو خاوندانو او یا خپلو کورنیو پر ضد دوکه شوی نجونی او یا ښځې د هغه دوکه شوی ماښام وروسته چې هغه پکې په ډیره سطحي ډول د خپل عزیز مقام نه وښویدی، هغوی د دغه دوکه شوی ماښام په پای کې خپله ښه پوهیږي چې هغوی د څومره لوی جنایت په موج کې خپلې کورنۍ ژوند قربان کړ ولې په هغوی باندې د همدې افغاني کلچر په دود کې د بیرته راګرځیدو لارې بندی دی او داسې به هغوی د خپلې دوکی او غلطۍ دواړو تریخ باج د عمر تر پایه ورکوی.

خطا او لنډ فکري کسان د ډالرو پیریانو ګیچ کړی نه پوهیږي چې هغوی هره ورځ د دغسې عزیزې ټولنې بلها برخې په ناحقه ړنګوی ولې لنډ وخت به وښيي چې دغه د فکري او روحیې استقرار مثالي افغانستان به ددغه غربي فحشايي دموکراسي هغه باج ورکوی چې د المان او پاریس هلکان او انجونی هر کال په بربنډو انتحارونو کې ورکوی.

په دې ماتم ځپلو کورنیو کې چې د امن کورونو او د ښځو د حقوقو لمسونو پر ناسنجشه ماجراو کې لتاړ کړل په دې کې ډیری داسې ښځې هم شته چې د طلاق او تیښتې وروسته یې خپل عزیز ماشومان د هغه کړاو قرباني کړل چې مور یې د یوه هوسي ملاقات په لړ کې د هغوی راتلونکی تباه کړه.

دغه ټول روان جریان ښيي چې ډیری هغه ښځینه چې د بهر نه د لمسونو عاطفې ښکار شوی هغوی خپل عزیز خاوند او خپل عزیز معصوم ماشومان د هغې آزادۍ قربان کړل چې غرب یې په افغانستان کې په ډالري غلامانو تطبیق کوی.

دا هم د غور ځای ده چې څومره په دې دموکراسۍ کې پر ښځو، تنکیو ماشومانو کوم تجاوزونه سر ته رسیدلی د هغه نمونه په هیڅ تېر نظام کې نه وه لیدل شوی او دا خپل ژور سوچ غواړي چې ولې د حقوق د بشر تر چتر لاندې دا ماجراوی زیاتې شوی بیا دا چې دا تجاوزونه زیات د همدغه نظام د رسمي مامورینو او یا هم د هغو کسانو په ذریعه شوی چې هغوی پکې د ښځې د زیاتې آزادۍ پلویان دی بلکې پر محارمو تجاوز او پر ماشومانو تجاوز هغه سپکه پدیده ده چې په همدې نظام کې وزیږیده.

دغسې ښځینه چې د پردیو په لمسه یا د کورني ژوند سره د تړاو کلچر یې صدمه لیدلې دغه ټولو تښتیدلو او یا هم کورنۍ ورانونکو خپله پخپله ثابته کړه چې هغوی د کور یوه میرمن نه شی جوړیدای او هغوی په دې نړۍ کې د مور دروند لقب ونه شو ګټلی او خپل هغه بچیان یې د بې مورۍ په اور وسوځول چې دا اور د همدغې مور له خوا ورته بل شو.

منم چې په افغانستان کې په ښځو نه چې په نارینه هم ظلم او نارواوی کیږي، ډیر میړونه یا د کور سړی او ښځې پکې د یوه طبیعي ژوند د کلچر له حدودو پورې اوځي ولې د اصلاح لاره خو یې دا نه ده چې په دې هیواد کې پردی نظام او پردی کلچر حاکم کړو او هغه هم د پردو پر زور!!!

واقعاً روان فساد په کابل کې د حجاب او نسبی ظاهري ښې بڼې لاندې د هغو فحشايي بدلونو په عمق کې ښکته روان دی چې دا بیده حکمرانان به یې خپله پخپل کور کې لږ وروسته بد ناورین وویني!!!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more