د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

په عین ګناه عام سړئ جزا ویني، خو طالب سرې سترګې ګرزي

اتل
15.05.2013

خویندو وروڼو، اسلام علیکم
عدالت او انصاف څه شو؟
ولې طالبان په عین ګناه عام سړي ته جزاو ورکوي، خو خپل طالب یې بیا سرې سترګې ګرزي؟
دا لاندې مضمون روهي خپور کړیدئ:
=======
په وردگو ولایت کی یو هلک او نجلی په دورو ووهل شول
د وردګو ولایت د چک ولسوالی د عربانو دګنیګرو په کلی کی یو ۲۳ کلن هلک او یوه ۳۰ کلنه میرمن د زنا په تور په دورو ووهل شول.
د دعربانو د سنګین د کلی اوسیدونکی مجیب یوه اونی مخکی د طالبانو لخوا د زنا په تور ونیول شو چی په ۲۱ د ثور د ګنیګرو په کلی کی مجیب او تورنه ښځه هریو په ۷۹ دورو ووهل شول. پداسی حال کی چی ښځی په خپلو تحقیقاتو کی په یاد جرم اعتراف نه وو کړی ، په سلګونه کسان یی په زور او جبر د ددی سحرایی محکمی لیدوته رابللی وو.
دا په داسی حال کی ده چی تقریباْ دوی میاشتی مخکی د ګنیګرو په کلی کی د یو طالب قوماندان صفت الله راشد ورور هم د زنا په تور تورن شوی وو چی د وسلوالو طالبانو لخوا د نجلی کورنی له کلی وشړل شوه او هلک اوس هم د طالبانو سره سری سترګی ګرځی .
هیله ده چی نشر ته یی وسپاری .
عینی شاهد
ستاسې تبصرې


tandar
15.05.2013

وايې چه ورور دي کوني شو اول يې خپله وغيه
بښنه غواړم دادپښتو متل دي
اول داشغالګرو زناکار چه دشپي چاپه غورځوي اوپه افغاني ناموس تعرض کوي غم يې وخوړل شي
دانوري کورني خبري دي افغان له افغاني سره دومره دردونکي خبره نه ده لکه يو امريکايې يا يو انګريز چه په زور او نيمه شپه کي ديوي افغاني پرتوګ وباسي په دي ټول پوهيږو خو غيرت اوافغانيت مو له لاسه ورکړي دي
ديوه باپته اوزاد هيواد په هيله


اتل
23.05.2013

تندر صاحب، اسلام علیکم
ستاسې د وطندوستۍ او پښتنې احساسات د قدر وړ دي. هیڅ افغان، ولو که دير رالویدلئ او په پردیو خرڅ شوئ هم وي،دا یې ایمان او وجدا نشي منلئ چې خارجي اتباع دې دافغان په ننګ او ناموس تیرئ وکړي.

پدې خاصه پیښه کې د مطلب ټکئ دادئ چې ولې طالبان تبعیض کوي؟دا لاندې ټکي ته ښه پام وکړئ:
[ تقریباْ دوی میاشتی مخکی د ګنیګرو په کلی کی د یو طالب قوماندان صفت الله راشد ورور هم د زنا په تور تورن شوی وو چی د وسلوالو طالبانو لخوا د نجلی کورنی له کلی وشړل شوه او هلک اوس هم د طالبانو سره سری سترګی ګرځی].

آیا دا مسئله د طالبانو پرخلاف په عام ولس کې ددښمنۍ او کرکې تخم نه کري، چه په جرم کې د شریکې نجلۍ کورنئ تبعید کوي، او د طالبانو د قوماندان ورور اوس هم د طالبانو سره سرې سترګئ آزاد ګرزي؟
خبره د طالبانو د عدل او انصاف ده.

ستاسې په نظر، آیا د طالبانو دا کار د منلو وړ دئ؟


پښتون:
23.05.2013

اشغالګرو ته دا موقع څوک برابروی؟؟
طالبان وایی چې په جنګ کې هر څه روا دي.
ځانمرګی روا دی،حلالول روا دی ،وحشت او ویره اچونه روا ده، له خلکو ډوډۍ خوړل روا دي،د خلکو له کورونو په یرغلګرو ډزی روا دي او بیا له هغه کلي او کوره تیخته روا ده. او هغه کلی او کور د یرغلګر تلاشۍ او بی پته کولو ته پریښودل روا دي. سګرټ چلم ورته روا دي ،د پاکستان اطاعت ورته روا دې، د امریکا سلاح او ډالر ورته روا دي.
نو تندر صیب د دشپی تلاشیو موقع ورته همدا طالیبان برابروی او بی وځله کورنۍ پری بی پرتوګه کوي.
اول باید همدا خپل طالبان اصلاح کړو چې پاکستانی طالب له ځانه سره مه راوله.
په چادریو کې مه راځئ او مه تیښته کوئ. د نر پشان د نرانو په کالیو کې راشئ.او خپل خلک نور مه بی پته کوئ.

[quote:82a0096651="tandar"]وايې چه ورور دي کوني شو اول يې خپله وغيه
بښنه غواړم دادپښتو متل دي
اول داشغالګرو زناکار چه دشپي چاپه غورځوي اوپه افغاني ناموس تعرض کوي غم يې وخوړل شي
دانوري کورني خبري دي افغان له افغاني سره دومره دردونکي خبره نه ده لکه يو امريکايې يا يو انګريز چه په زور او نيمه شپه کي ديوي افغاني پرتوګ وباسي په دي ټول پوهيږو خو غيرت اوافغانيت مو له لاسه ورکړي دي
ديوه باپته اوزاد هيواد په هيله[/quote:82a0096651]


pattang
23.05.2013

[quote:da55507d94]
.....کلی کی د یو طالب قوماندان صفت الله راشد ورور هم د زنا په
تور تورن شوی وو چی د وسلوالو طالبانو لخوا د نجلی کورنی له
کلی وشړل شوه او هلک اوس هم د طالبانو سره سری سترګی ګرځ .
هیله ده چی نشر ته یی وسپاری . [/quote:da55507d94]

ددوښمن نامرده او مذ دوره پرو پاګنده ده! طلبانو په تېرو کې سابته
کړې چې دوۍ شريغت په هر مجرم تطبيق کوي ! او دخپلې عقيدې
لپاره جنګيږي ![/quote]


pattang
23.05.2013

[quote:e20380d6f2]
شغالګرو ته دا موقع څوک برابروی؟؟
[/quote:e20380d6f2]
داجمله خو سياس ډېره بې ماناده !
:⇐ په عراق ، ليبيا ، سوريه ، ما لي ..،، کې چا موقع ( ✞ ) ته برابره کړې ده ؟؟؟

: ⇐ که فرضا چا دغه صليبي (✝ ) يرغلګرو ته چا لاره برابره
کړې هم وي ! اپا دو ی پار لمان نلر ي ؟ او جنګي قوانين ولې
له پښو لاندې کوې او دګنف کون وېنڅيون Genfer ولې هېروي
؟؟؟؟؟

: ⇐⇐ دو ی مسلمانان داسې بولي لکه د ښابي وېښتان او هيڅ
احترام نه ورته لري به مغروريت خبرې ورسره کوي او دا ميراث
له صليبي جنګو ورته پاتې او دهغه وخت ميراث دی !

[quote:e20380d6f2]طالبان وایی چې په جنګ کې هر څه روا دي.[/quote:e20380d6f2]
هو داجنګيی کلچر دی ، تاريخ وګوره !!!

[quote:e20380d6f2]....،حلالول روا دی ،وحشت او ویره اچونه روا ده، له خلکو ډوډۍ خوړل روا دي،د خلکو له کورونو په یرغلګرو ډزی روا دي او بیا له هغه کلي او کوره تیخته روا ده. او هغه کلی او کور د یرغلګر تلاشۍ او بی پته کولو ته پریښودل روا دي. سګرټ چلم ورته روا دي ،د پاکستان اطاعت ورته روا دې، د امریکا سلاح او ډالر ورته روا دي.[/quote:e20380d6f2]

: ⇐ دايو خلقي ، پرچمي او غربي لېبرال ريتوريک دی !!
کله چې يو صليبي عسکر د شپې په خوب بيده ۱۸ کوچنيان وژني
اوبيايې سوځي او قاتل يې سرې سترګې ګرځي نو دازادي مقاومت
هم ډېر دردونه لري !!

[quote:e20380d6f2] تندر صیب د دشپی تلاشیو موقع ورته همدا طالیبان برابروی او بی وځله کورنۍ پری بی پرتوګه کوي.[/quote:e20380d6f2]

:⇐ انشالله چې تندر به خپل خواب ووا يې!!

[quote:e20380d6f2] باید همدا خپل طالبان اصلاح کړو چې پاکستانی طالب له ځانه سره مه راوله.
په چادریو کې مه راځئ او مه تیښته کوئ. د نر پشان د نرانو په کالیو کې راشئ.او خپل خلک نور مه بی پته کوئ[/quote:e20380d6f2]

: ⇐ چې ټول صليبيان هلته عمليات کوي نو د ټولو مسلمانانو
هم داوظيفه ده چې ګډ عمليات وکړي !!


اتل
28.05.2013

پښتون وروره، اسلام علیکم
ستاسې خبرې هم دا خبره تائیدوي، اول هغه څه چې طالبان یې کوي جهاد ندئ، بلکه قدرت ته درسیدو د پاره جنګګ دئ، او طالبانود قدرت پر سر په جنګ کې افغانستان د تباهۍ په لور روان کړیدئ.
دویم دا چې ذ افغانستان د موجوده بحران مسؤل پخپله طالبان دي. نړیوالې قواوې طالبانو د القاعدې د ترورستي ډلې، دسر پرستۍ په وجه راوستي دي. که طالبانو د القاعدې لمن خوشې کړې وای، ولې به القاعدې زموږ د ملک نه د ۹/۱۱ حملې کولې او ولې به خارجي قواوو زموږ ملک اشغال کاوه.

طالبان په خوله یوه کوي، او په عمل کې بله. طالبان بې انصافي او بې عدالتی کوي، لکه د طالبانو د قوماندان د ورو د زنا په حصه کې یې چې وکړه.
الله دې مل شه.


pattang
31.05.2013

علم زدکوه ! خو عنعنات هغه کوه چې پلار او نيکه دکول !

[quote:dafc9d84a9="اتل"]پښتون وروره، اسلام علیکم
ستاسې خبرې هم دا خبره تائیدوي، اول هغه څه چې طالبان یې کوي جهاد ندئ، بلکه قدرت ته درسیدو د پاره جنګګ دئ، او طالبانود قدرت پر سر په جنګ کې افغانستان د تباهۍ په لور روان کړیدئ.
دویم دا چې ذ افغانستان د موجوده بحران مسؤل پخپله طالبان دي. نړیوالې قواوې طالبانو د القاعدې د ترورستي ډلې، دسر پرستۍ په وجه راوستي دي. که طالبانو د القاعدې لمن خوشې کړې وای، ولې به القاعدې زموږ د ملک نه د ۹/۱۱ حملې کولې او ولې به خارجي قواوو زموږ ملک اشغال کاوه.

طالبان په خوله یوه کوي، او په عمل کې بله. طالبان بې انصافي او بې عدالتی کوي، لکه د طالبانو د قوماندان د ورو د زنا په حصه کې یې چې وکړه.
الله دې مل شه.[/quote:dafc9d84a9]


اتل
13.06.2013

پتنګ صاجب، اسلام علیکم
داسې عنعنه په پښتنو کې نشته چې د زنا په ګناه دې ښځې ته سزا ورکړه شي او نارینه دې سرې سترګې آزاد ګرزي، مګر دا چې نارینه یا طالب وي او یا د طالبانو خپلوان.
دا دطالبانو تبعیض دې چې د مسلمه امت سره یې کوي. دوی اسلامي قوانین پر نورو تطبیق کوي او پخپله پادشاهانو غوندې، ځان ته کامل مصؤنیت ورکوي.
الله مو مل شه.


pattang
13.06.2013

اتل صيب داسې خو مونږ څوک ندي ليدلي او نه دطالب ايديالوګي
ده خو ته هر وخت دطالب په سپکاوي لګيايې !
ستا خبرې داسې راته شکاري لکه د کلکان يانو !
هغوی ته چې د پښتون نوم اخلې اعصاب يې خرابيږي ، تېره ورځ
د کلکان يانو يوه غونډه چې د سقاو دزوی عکس يې هم ځړولی وو
د تلو تلوېزيون شکاره کړه نو په غونډه کې يوو سپينګيري خبرې
شروع کړې اول يې دا ووېل چې د روسانو په ضد مقاومت اول
دوی شروع کړی وو او بيايې نورې خبرې وکړې خو کله چې
طالبانو ته راغی هغه سړي داسې وېلې او نورو ډېرو غوګونه
ورته نيولي وو !

هغه ووېل :

« کله چې طلبان راغله زمونږ نر ، ښځې ،واړه ، زاړه
، حيوانات او زراعت فصلونه به يې ټول له منخه وړل او وژل
به يې ، دچنګېز او هلاکو دوره ډېره پرې شه وه »

حقيقت خو داسې دی چې زه خپله دشمال جبهې ته تللی يم او ما
حقيقت ليدلی دی، طالبان به د سولې له سپين بيرغ سره درې
وارې يوې منطقې ته ورتلل او خبرې به يې کولې چې له جنګه
لاس واخلي خو کله به چې طالبان بېرته راتلل د شا لخوا څخه
به يې په مرمويو ويشتل او شهيدانول به يې نو سره له داسې
بېغيرته کاره ، طالبان په شرعي احکامو کلک ولاړ وو !

[quote:7655457730="اتل"]پتنګ صاجب، اسلام علیکم
داسې عنعنه په پښتنو کې نشته چې د زنا په ګناه دې ښځې ته سزا ورکړه شي او نارینه دې سرې سترګې آزاد ګرزي، مګر دا چې نارینه یا طالب وي او یا د طالبانو خپلوان.
دا دطالبانو تبعیض دې چې د مسلمه امت سره یې کوي. دوی اسلامي قوانین پر نورو تطبیق کوي او پخپله پادشاهانو غوندې، ځان ته کامل مصؤنیت ورکوي.
الله مو مل شه.[/quote:7655457730]


اتل
18.06.2013

آسلام علیکم پتنکه صاجب
وروره بیادې د اصلې موضوع د بدلولو کوښښ وکړ، او خبره دې د شمال په ائتلاف راوسته. او وایې چې ته پخپله د شمال ائتلاف ته ورغلئ يې. هر ځلې چې خبره د وطن شي وايې چې ته هلته ورغلئ يې.
د شمال ائتلاف ته کوم ځای ته ړرغلئ یې، جزئیات یې بیان کړه. د علاقې تفصیل او چګونګي يې ووایه.

بیا وایې چې طالبانو به شرعې لاره ورسره مخکئ بیوله، کومه شرعي لاره؟
آیا هغه لاره لکه د ګنیګرو د ښځې سره یې چې مخکې یوړه، د هغې کورنۍ یې تبعید کړه او خپل سړئ یې چې د جرم شریک ؤ، سرې سترګې آزاد ګرزي؟
طالبانو لا وختي د شریعت ته شا اړولې ده.

باید دا هم درته ووایم چې د ملک د یو موټی کیدو دپاره زه د چا بد نه وایم، خو د شمال د ائتلاف او نورو ډلو ټپلو سره د یوه خوسا توت خواخوږي هم نلرم.
پر مولا دې سپارم.


pattang
18.06.2013

[quote:50acee9918="اتل"]آسلام علیکم پتنکه صاجب
وروره بیادې د اصلې موضوع د بدلولو کوښښ وکړ، او خبره دې د شمال په ائتلاف راوسته. او وایې چې ته پخپله د شمال ائتلاف ته ورغلئ يې. هر ځلې چې خبره د وطن شي وايې چې ته هلته ورغلئ يې.
د شمال ائتلاف ته کوم ځای ته ړرغلئ یې، جزئیات یې بیان کړه. د علاقې تفصیل او چګونګي يې ووایه.

بیا وایې چې طالبانو به شرعې لاره ورسره مخکئ بیوله، کومه شرعي لاره؟
آیا هغه لاره لکه د ګنیګرو د ښځې سره یې چې مخکې یوړه، د هغې کورنۍ یې تبعید کړه او خپل سړئ یې چې د جرم شریک ؤ، سرې سترګې آزاد ګرزي؟
طالبانو لا وختي د شریعت ته شا اړولې ده.

باید دا هم درته ووایم چې د ملک د یو موټی کیدو دپاره زه د چا بد نه وایم، خو د شمال د ائتلاف او نورو ډلو ټپلو سره د یوه خوسا توت خواخوږي هم نلرم.
پر مولا دې سپارم.[/quote:50acee9918]

اتل جانه ته خو واقعا زهری شوی یې !
زه دشمال جبهې ته تللی یم او نه دشمال انتلاف ته ! ته ولې په ريڼو
ستردروغ راپورې تړې !! ته پردې پوهیږې چې درواغ پښتنولي
خرابوی او تر شک لاندې را ځې !!!


هجران
19.06.2013

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
اتل اوپتنګ صاحب نیکی هيلي اوسلامونه وړاندي کوم .
اياطالبانو شرعي حدود جاري کړي اوکه يې په مخ کښي خنډواقع سوئ؟

دافغانستان په ګران هيواد کي پر۹۵ مځکه باندي داوو کالو امارت په هيواد کښي دومره امنيت رامنځ ته کړ چي په هيڅ هيوادکښي يې مثال نسته اونه به وليدل سي .
په ګران هيواد کي هيڅ جرم په سترګو نه ليدل کيدئ ، ولي دوئ په هرجرم اسلامي حدجاري کړئ دئ، که به غلاوسوه ، لاس بې ورپرې کوئ ،که به زناوسوه په درووهل ياسنګسارول به يې ورکول.
په ګران هيوادکي دجرمونو لپاره خپل ځايونه وو.
دابې ځايه خبره ده چي طالبان شرعي حدود نه جاري کوي ، اويايې پرپرديوجاري کوي خوپه خپلويې نه جاري کوي.ولي داڅوک په ثبوت نسي رسولائ چي دوئ دي خپل مجرم بې حده پرې ايښئ وي :
څه وخت مخکي طالبانوخپل ملګري دعبدالقادرپه نامه دجنسي تيري په جرم وروسته له تحقيقه وواژه ، چي داخبرله بېنواپاڼي نه خپورسوي وو .

اړينه موضوع:
طالبان اوپاکستان :
ترڅوچي دطالبان اسلامي امارت برقرار وو همداکرزی اوملګری يې په دې پاکستان کي اوسیدل .دکرزی کورپه کویته کی وو چي زموږ ملګریوليدلئ هم وو ، نن چي طالب دلته اوسي دای اس ای لاسپوڅي شو.

طالبانو له پاکستان سره دډيورڼدکرشه کله هم نه ده منلي.
دميوندسادات صاحب لاندي ليکنه وګورئ:
طالبان اوپاکستان :
ځیني خلګ اوډلي تورلګوي چي دطالبانوغورځنګ دپاکستان له خوارامنځته سو،خوکه لمرپه دووګوتوپټ نه کړونوبېله شکه چي دطالبانواسلامي- ملي پاڅون په حقيقت كي دوخت دحاكم انارشيزم په وړاندي ولسي غبرګون ؤ،نه دپردولخوايوايجاد سوى تنظيم .كه طالبان رشتياهم دآى ايس آى لخواراپورته سوي اوتقويه سوي واى ,نوولي يې دپاکستان دټینګاراواصرارسره – سره دډيورن كرښه په رسميت ونه پيژندله ! ؟ ځواب واضح دی چي ،دادافغان ملت دملي ګټو،ملي وحدت اوارضي تمامیت خلاف عمل ؤاودامارت لخوايې هم ځکه كاملا ديوخپلواك ملي دريځ پربنسټ ترديد غوره سو. تاسي وګورئ ! اسلامي امارت دحاكميت په ټوله موده كي كومه كړنه دپاكستان په ګټه اودافغانستان دملي منافعوپه زيان ترسره كړه!؟ اوكه مومنظوردامارت اوپاكستان ترمنځ ډيپلوماتيكي اړيكي اونسبتا ښه روابط وي نوبياخوواضح ده چي امارت نه تنها دپاكستان سره ،بلكي دټولي نړۍ سره ډيپلوماتيكواړيكواودوستانه روابطوته ژمن اوليوال ؤ.خومتاسفانه يوشمېرګاونډيوهيوادونواوامپريالستي قدرتونوپه افغانستان كي يومركزي ,مترقي ,خپلواك اوسوچه اسلامي نظام نسواى زغملاى اوډول ډول ستونزي يې ورته ايجادولې ترڅوافغان غيورملت تل ددوى محتاج اوغلام واوسي .


ګرانو لوستونکو!

Hashmat Kahn
31.07.2013

د تندر نظر (کامنت) په روښانه ډول یو بی اساسه دروغ ، اتهام او پروپاګند دي. دامریکا متحده ایالات د افغانانو کلتور او فرهنګ څخه با خبره او هغو ته یې تل درناوي کړي دي. امریکایی ځواکونو تل د افغان امنیتی ځواکونو سره ګډ عملیات کړي دي. دا باید هم ووایم چې ډواړه افغان او امریکایی پوځیان په خپلو ګډو عملیاتو کې چې د ترهګرو او یاغیانو په مقابل کې تر سره کوي ښځينه پوځیانې هم لري دا ښځینه پوځیانې خاص د افغانانو د کلتور او عنعناتو په خاطر په دغو عملیاتو کې برخه اخلې. له بلي خوا طالبانو د افغانانو عنعناتو ته نه یوازي چې درناوي نه دي کړي بلکه همیشه یې بي عدالتي هم کړي. د طالبانو دنده دعامو وګړو وژل ، له کلي او کورنه بي ځایه کول ، خکلو ته ویره اچول ، کلي او کور له منځه وړل او د بې وزلو خلکو څخه ناجایزه ګټه پورته کول دي.
په درنښت
حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم غړي
www.centcom.mil


Re: ګرانو لوستونکو!

pattang
31.07.2013

ته چې دومره بې ناموسه يې او خپل ځان دخرڅ کړی ،پښتو وايې
خو علاني هغو خلکوته مخبري کوې چا افغانستان يې قبضه او
اشغال کړی دی نو دد اسې لعنتي مړسترګي به کومه خبره رښتيا
وي تف لانت په داسې بې ناموسه رزيل !
په دې ليکنو هم cia دالر درکوي !
رزيله دامريکايې عساکرخو هغه ټيټه طبقه ده چې اکسريت يې
بې کاره ناپوهه اشخاص دي چې د امريکې په ټولنه کې نورځای
نلري !

ايا دغو فاسدو صلبي و حشيانو څو واره قرانکريم ونه سوځاوو !!!
ايا دوی مړيو ته اورونه وانچول ؟ ايا دوی دمړيو اندا مونه پرې
نکړل او په مړيو يې بولې ونکړې او بيا يې عکاسي ترې وانخيسته؟؟
ستا وحشيانو په ويتنام او عراق کې څه کارونه کړي !
اول به په ډله ئيزه توګه په يوې ښځې جنسي تجاوز وکه او بيا به يې
نس په چاقو ور چيرې که او بيا به يې پرېښوده چې او س ځه کله
به چې هغه له وينو ډکه روانه شوه نو له څټه به يې په ماشينګڼه
وويسته ! دا ستا سو وحشيانو اخلاق دي !!
امريکا په ظلم جوړه او ظلم يې عادت دی ددوی چاره يواځې سر
تېري مسلمانان کولی شي !
ستا پر ځای به ټوک ټول کړم خو داسې پستي به ونکړم !
ته هم بې ناموسه د کلتور او عدالت خبرې کوې !!

[quote:8a2310a821="Hashmat Kahn"]د تندر نظر (کامنت) په روښانه ډول یو بی اساسه دروغ ، اتهام او پروپاګند دي. دامریکا متحده ایالات د افغانانو کلتور او فرهنګ څخه با خبره او هغو ته یې تل درناوي کړي دي. امریکایی ځواکونو تل د افغان امنیتی ځواکونو سره ګډ عملیات کړي دي. دا باید هم ووایم چې ډواړه افغان او امریکایی پوځیان په خپلو ګډو عملیاتو کې چې د ترهګرو او یاغیانو په مقابل کې تر سره کوي ښځينه پوځیانې هم لري دا ښځینه پوځیانې خاص د افغانانو د کلتور او عنعناتو په خاطر په دغو عملیاتو کې برخه اخلې. له بلي خوا طالبانو د افغانانو عنعناتو ته نه یوازي چې درناوي نه دي کړي بلکه همیشه یې بي عدالتي هم کړي. د طالبانو دنده دعامو وګړو وژل ، له کلي او کورنه بي ځایه کول ، خکلو ته ویره اچول ، کلي او کور له منځه وړل او د بې وزلو خلکو څخه ناجایزه ګټه پورته کول دي.
په درنښت
حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم غړي
www.centcom.mil[/quote:8a2310a821]


پتنګه!

Shahzada
05.08.2013

پتنګه! ډیر لچک او احمق سړي یې. دلیکلو په ادب نه پوهیږي.
معلومیږي چې سواد هم نلري. حشمت هم کولی شې چې له یو بل آدرس څخه تاته هر څه ولیکې. خو داسې معلومیږي چې هغه د لیکلو په ادب پوهیږي.


[color=red:80eaa1e9e7][/color:80eaa1e9e7]


Re: پتنګه!

pattang
05.08.2013

وروسته لدې چې دالر خواره او مفتخواره شي نو ټول ادب او
سواد هم هغوی ته ورځي ! ستا ستاينه به ماته زهر وي !
حشمت هم زما ملک نيولی او هم دخپلو لاسپوڅيو مذدورانو
ستا ينه کوي !
حشمت د اشغالګرو ټول وحشت پټوي او دستاينې وړئې بولي !!
هر سړی پوه شه خپل کار يې ! په دوهم ځل به غبرګون ووينې !!

[quote:74feeb5f47="Shahzada"]پتنګه! ډیر لچک او احمق سړي یې. دلیکلو په ادب نه پوهیږي.
معلومیږي چې سواد هم نلري. حشمت هم کولی شې چې له یو بل آدرس څخه تاته هر څه ولیکې. خو داسې معلومیږي چې هغه د لیکلو په ادب پوهیږي.


[color=red:74feeb5f47][/color:74feeb5f47][/quote:74feeb5f47]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more