د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

دهرهغه پروګرام ملاتړکووچې زموږ دبې وزله هیوادوالودروغتیا او ماشومانو دمستقبل لپاره ګټه رسوي

pattang
14.05.2013

ذبیح الله مجاهد: دهرهغه پروګرام ملاتړکووچې زموږ دبې وزله هیوادوالودروغتیا او ماشومانو دمستقبل لپاره ګټه رسوي

دپوليو دواکسيناسيون په اړه دافغانستان داسلامي امارت اعلاميه:

[img:d941a99dcb]http://www.nunn.asia/images/n00013994-b.jpg[/img:d941a99dcb]

څرنګه چې دپوليو ناروغي دنړيوال پرمختللي طبابت له مخي يواځې وقايوي علاج لري،چې هغه ددې ناروغي په وړاندي دماشومانو واکسين کول او دپوليو ضد قطرې ورکول دي، دافغانستان اسلامي امارت دهرهغه پروګرام ملاتړ اومرسته کوي چې زموږ دبې وزله هيواد دخلګو دروغتيا لپاره وي اودماشومانو مستقبل ته ګټه رسوي،دافغانستان اسلامي امارت دهيواد په اوسني جنګي حالت کې ددې کمپاین چلوونکو ادارو( ډبلیو ایچ او) او(یونيسیف) ته دامشوره ورکوي چې،ددې کار لپاره په سیمه کې بې غرضه سمیيزخلګ استخدام کړي،بهرني کارکونکي سیمي ته ولاړنشي اوهمدارنګه دهرې سیمې له شرایطو سره سم، اسلامي اصولو او سیمیزو عنعناتو ته په احترام سره خپل کمپاین عیارکړي،ددغو شرایطو د په ځای کولوپه صورت کې دافغانستان داسلامي امارت ټولو مربوطواومنسوبو کسانو(مجاهدينو)ته هدایت کيږي، چې باید هيڅ ستونځه ورته جوړه نکړي بلکې لازمه مرسته هم ورسره وکړي.

دافغانستان اسلامي امارت

۱۴۳۴/۷/۳ هـ ق

۱۳۹۲/۲/۲۳هـ ش ــ 2013/5/13م


اتل
23.05.2013

اسلام علیکم، پتنک صاحب
زه درته وایم چې زموږ طالبان تر پاکستاني طالبانو نه هم په غیرت او هم په پوهه کې بهتره دي. زموږ طالبانو د ولس د غوښتنې او الله د رضامندۍ مطابق کار کړیدئ، الله دې دوي ته په نیکو کارونو کې توفیق ورکړي.

خو پاکستاني طالبانو بیا په باجوړ کې د پولیو د واکسیناتورانو په ډله باندې په ډزو کې د هغوی یو پیره دار وژلئ دئ.

اوس دلته درۍ خبرې دي، اول داچې زموږ طالبان تر پاکستاني طالبانو نه روشنفکره دي. دویم دا چې پاکستاني طالبان دروغ وایي چې د ملا محمد عمر آخند پیروي کوي؟ دریم دا چې افغان طالبان باید د پاکستاني طالباو نه لاس واخلي، زموږ ملک ته یې رانه ولي او زموږ خلک پرې سپک نه کړي. داځکه چې د پاکستاني طالبانو هدف دافغانستا اشغال دئ، او افغان طالبان خپل ملک غواړي.
الله دې مل شه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more