د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

زاخیلوال دهغووکیلانو نومونه واخستیل ،چې په قاچاق او ناقانونه کړنو کې ښکیل دي

pattang
13.05.2013

[color=red:f603ec7f5a]زاخيلوال يواځې دپښتنو وکيلانو نومونه
واخيستل ، ايا تاجک اوزبک او هزاره وکيلان جنايې کارونه
نکوي ??[/color:f603ec7f5a]

زاخیلوال دهغووکیلانو نومونه واخستیل ،چې په قاچاق او ناقانونه کړنو کې ښکیل دي

https://encrypted-tbn3.gstatic.com/images?q=tbn:ANd9GcTr9iCmdSsp1JVqwH1o5oiTxQTU3X5ZvypZ_PNsXa0-a8kf6ssdAg

نن ولسي جرګې دماليې وزیر ډاکتر عمر زاخیلوال په دې تور استیضاح کړې و ،چې دولس کور ته یې سپکاوې کړې دی او تور یې پرې لګولې دی ،چې په جرګه دشرابو ، وړو قاچاقبر نشته .
زاخیلوال ،چې نن دولسي جرګې عمومې غونډې ته په میړانه وینا کوله دهغو وکیلانو نومونه واخستل ،چې قاچاق کوي او په نورو ناقانونه کړنو کې لاس لري .
دسولې کاروان مشر ظاهر قدیر د وړو په قاچاق کې لاس لري او درې کاله کیږي ،چې له پېښور په ناقانونه توګه جلال اباد ته وړه واردوي او مالیه نه ورکوي .
لالی حمیدزی دکندهار وکیل د له سلو ډیرو موټرو لپاره په ناقانونه توګه دنمبر پلیټ امر غوښت ، له هوايي ډګر نورو دده په پاسپورت شراب راتیرول ، په ګمرک کې یې مامورین ګواښل .
دپکتیکا وکیل محمود سلیمانخیل د پیسو په بدل کې خپل زوی په ګمرک کې مقرروه ،چې دمالیي وزارت دمنابع بشري رییس ته یې پیسې ور وړې وې .

دفراه وکیل سمیع الله صمیم په قاچاقي تیلو او شرابو کې لاس لري
دبغلان وکیل محسني په ناقانونه توګه کور غوښت او دوکیلانو لاسلیکونه یې کړې و ،چې کور راکړه کنه دا استیضاح چمتو ده .
عارف رحماني د غزني وکیل په سپریم کې قرارداد غوښت او دخپل څیړنیز مرکز لپاره یې له وزیره پیسې غوښتې . زاخیلوال نن دسلب صلاحیت څخه بچ شو ، خو دځینو وکیلانو دښمني یې پر غاړه واخسته .
دشنونکو له انده په ولسي جرګه کې اوس د ملت استازو اصلي څیره زاخیلوال بربنډه کړه


تخاري
25.05.2013

دوستانو زما مسنونه سلامونه او احترامات ومنی

د زاخیوال په هلکه یوه امریکایی میرمن چی په کابل کی کار کوي وایي چی عمر زاخیوال د نړی په ګوټ ګوټ کی په یوه وخت تر سلو زیاتو میرمنو سره جنسي اړیکی پالي هغه چی د نوم له ښودلو هم انکار نه کوي وایي چی دا دومره سپین سترګی سړی دی چې په امریکا کی د رسمي سفر په مهال په هماغه هوټل کی په زنا اخته وو

دا مقدمه می ددی لپاره ذکر نکړه چی ګویا زاخیوال د افغانستان په تبیله کی دروغ وویل، نه کله هم نه هغه ټول رشتیا وویل خو پوښتنه دا مطرح کیژی چی ایا د کثافاتو په زباله کې د متعفنو مکروبي عناصرو په ګوته کولو ته هم کار !!! ویلای شو، نه کله هم نه

زما په هغو خلکو غږ ده چی د کرزي په زباله او تبیله کی د اصلاح خیر اندیشی او خیرخواهی په هدف داخل شوي وو نو دا چی په هر کار باندی شاید او باید یوه نتیجه مرتبه وي نو دا ښاغلي چي یوولس کاله یی د کرزي په فاسده مجتمع کی د خیر اصلاح ملی ګټو او دیندوستی په هدف ستوني وشلول د کار نتیجه یی څه شوه؟

د اشغالګرانو لاسته راوړنی خو جوتې دي ددی جنابانو لاسته راوړنی کومی دي؟

ایا دوی په خپل قول کی درواغژن وو؟؟

نه کله هم نه

دوی خپلی خبری او د افغانانو غوښتنی رسولی دی خو د عقل خامي یی دا ده او لا هم ده چی د دهقان له کښت څخه بی خبره دي

که یو دهقان غنم کښت کړي نو اجازه نه ورکوي چي په منځ کی یې واښه او کبل یا جودر رشد وکړي، ځکه چې هدف او غایه یی د غنمو ثمر او حاصل ده

خو که داسې دهقان پیدا شي چی د خپلی ګټی او ضرورت له مخی جودر کښت کړي نو ایا په منځ کې نابللي راشنه شوو غنمو ته به د رشد اجازه ورکړي؟؟؟ نه کله هم نه، ځکه چې د جودرو ثمر او مطلوب حاصل یی خرابیژي

نو ای د کرزي په فاسده اداره کی شاملو د نظر خاوندانو او د احساس او ضمیر لرونکو !

امریکایانو په افغانستان کې د داسی تخم کښت کړی ده چی تاسو ته د رشد چانس پکی له اولی ورځی نشته پاته خو دا چی څوک به مو خبره ته غوږ ونیسي مګر دا چی د جودرو پیوندونه درته واچوي، لکه چی ځنو له تاسو ته یی واچول او شنه واښه یی درنه جوړ کړل، دا تمه مو اوبو ته ووایی چی د جودرو کښت به په خپلو هڅو سره په غنمو بدل کړی، هسی مو خپل وخت ضایع کوی، پیسی به مو ټولی کړي وی خو دومره ولوبیدی چی که یوه رقاصه هم دومره ولوبیژی تر تاسو به ډیری پیسی ټولی کړي، رقاصه خو هسی هم حیثیت نلری مګر تاسو خو د دی قوم باحیثیته طبقه یاست او اوس یی هم دعوی لری، هسی خپل سپین مخونه د خلکو او خدای جل جلاله په وړاندی نور مه توروی

ستاسو په لاس کې اوس هم د تاریخ سازه کارنامو چانسونه پراته دي په تاسو لوبه کوونکی دهقان ته په دی تاریخ سازه پړاو کی کاري سبق ورکړی تر څو یی نسلونو ته عبرت او په مکاتبو کی یی تدریسي تاریخ شي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more