د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

أفغانستان له خلقي او پرچمي خيانته مخ کې !

pattang
01.05.2013

أفغانستان له خلقي او پرچمي خيانته مخ کې !

http://www.youtube.com/watch?v=cxboRdXBwck

http://www.youtube.com/watch?v=H8r5LtN-CZA


پښتون:
01.05.2013

د داسو ویډیو ګانو د لیدلو وخت کې سترګې پټې نیسې او که مخ ترینه بل خوا اړوی؟
دا خو پدې شروع شروع کې په لوڅو او بربنډو پنډیو او غټو غولانځو پیل شوه.
طالبان خو باید داسې سکسې ویډیو ته ورته ویډیو ونه ګوري. هماغه د الاماره ویډیو یې بس دي چې یو حلالوی او بل په بم آلوزوی.
د خلقیانو د پرتمین انقلاب کلونه مخکې،د سردار محمد داودخان د واکمنۍ په پیل کې د هیواد د ترقي او د خلکو آسوده ژوند زمونږه د هیواد د دښمن(پاکستان) لپاره د زغملو وړ نه وو. په هیواد که ټیټ عنصره کسان لکه برهان الدین ربانی،ګلبدین حکمتیار ،مجد دی او احمدشاه مسعود پشان خرابکاره وطن پلورنکي یې ورته تربیه کړل،په کلدارو او ډالرو یی وپړسول ،او د افغانستان د ویجاړولو لپاره او د افغانانو د بربادولو لپاره یی تیار کړل.
چې تر ن نه د پاکستان بویناکه او خوسا مغزه تربیه شوی دلالان زمونږه د هیواد لویشت لویشت خاوری ته خیانت کوي ،او د هیواد بچیان لکه کفارو پشان وژني.
زمونږه د هیواد زړه سوانده روحانیون او ملایان د پاکستان په سیاست غولیدلی ،اوس د وحشی ځناورو هم بی رحمه او خطرناکه شوی دي.
که دا بیسواده سست عنصره ،بد اخلاقه ،سادیستان د پاکوستان غلامان نه وی ګرځیدلې ،اوس به مو یو آباد او لکه جاپان پرمختللې هیواد درلودلې.


پښتون:
01.05.2013

د کارمل ،روسانو او د پاکستانی آشرارو مخکې دوران.
http://www.youtube.com/watch?feature=player_detailpage&v=93tbUZCMYbo


pattang
01.05.2013

- دالوده خان خو اول خپلې خبرې لکه دشپږم ټولګي شاګرد له کتابچې څخه
لوني او خبرې کوي نو يووسياسي مشر ته يې څېره نه پاته کېږي!
کله چې دخپل وفادار شاګرد په لمسون د هزارګانو له خوا د بالښت په
کېښودو خپه شه نو قسم په خدای چې زړه مې ډېر پرې غمګين شه داځکه
چې هزاره ته ګوره چې پښتون وژني ! وايې مړ مې که په خپل لاس خونه
ددوښمن په لاس ! امکان لري زما دغه احساس ځينې خلک غلط وبولي خو زه
دخپلې محرکې قوې چې په خپلو احساساتو کې يې د پښتنو په هکله لرم
يو مقابل بل اړخه حرکت نشم کولی !

- او دوهمه لودګي يې دادی چې دا خونړۍ کودتا جهاني انقلاب بولي !

- درېمه مذدوري يې داده چې له کودتا وروسته يې عساکر
د روسې دعسکرو په ډول "هورا هورا " نارې وهي اودخپلې
کودتا په اوله مرحله کې خپله غلامي او وفاداري روس ته
ښکاره کوي !
دترکي په شاوخواکې مې هغه پخواني د چوک دسر تيوريسنان
او ضعيف اخلاقه ستمديده ګان ....چې په ټولنه کې نوره لاره
پرې تړلې وه ، دومره ډېر وليدل لکه دشاتو مچۍ !
له اورېدو او تاريخي شواهدوڅغه دغو بې نا موسانو او بشري
جنايتګرو ، نه يواځې داؤد خان چې ددوی پخوانی رفيق وو ،
وواژه بلکې دهغه چوچ او پوچ تر څلور کلنې لمسۍ پورې
او ٧ کلنې لور پورې ، وروڼه ، زامن او دهغوی اولادونه يې
ټول ووژل !
- دايې هم روسانوته خپل کوناټي ټپول ، چې دوی هم داسې
جنايې لړه وکړه لکه روسانو ، کوم چې دلينين بلشويکيانو
د څر الکسندر کورنۍ په يووځای له لويه نيولې تر کوچني
پورې ټول بې رحمانه په يوو ځای وژلي وو!

- يوه بله لويه بې ناموسي ددغو سياسې بې فرهنګه اواخلاقي
عقده يانوداوه چې دارګ دښځو پرتوګونه ، سينه بندونه
اوسنتراجونه يې دکابل په نندارتون کې وځړول چې ترڅو
يې اولس ته ښکاره کړي چې دداؤد خان کورنۍ څرنګه
لوکس ژوند کاوو !
نو وروڼو تف لانت پر داسې انسانانو چې نه پښتانه دي او نه
مسلمانان ، که څوک مسلمان وي هغوی په لاسي کوچنيان
وژني ??
که څوک پښتنو ن وي نو هغه دخپل پخواني ملګري کوچني
لمسيان وژني ?? او دښځو پر توګونه يې په نندارتون کې
ځړوي ?? ايا دې ته پښتون او پښتنولي څه وايې ??
نه! برېتور خلقی پښتون نه وو ،هسې يې په پښتو ، پښتو ډېر
خلک غلط کړل ، په حقيقت کې برېتور خلقی داسې شی وو
لکه دمردارې مچ چې په يوو وزره کې يې مرض او په بل
وزرکې يې دهغه مرض داووي !

دخلقي برېتو هم ظاهرا دفريب لپاره په يوو بريت کې ملګرتيا
دوستي ساتلې وه خو په بل بريت کې يې kgb ته خپله
وفاداري او مذدوري ته جای ور کړي وو !
متل دی وايې:
لوخې چې دکام سپکه غوښته ، سر يې په درياب کې غرق شه!
خلقيانو خپل کام او اولس خرڅ که، خدای پاک وشرمول
نور پښتون کام او اولس ته ستر ګې نلري او محاکمه يې غواړم !


[quote:981b775c3d="پښتون:"]د کارمل ،روسانو او د پاکستانی آشرارو مخکې دوران.
http://www.youtube.com/watch?feature=player_detailpage&v=93tbUZCMYbo[/quote:981b775c3d]


pattang
02.05.2013

[quote:ac06a4489a]د داسو ویډیو ګانو د لیدلو وخت کې سترګې پټې نیسې او که مخ ترینه بل خوا اړوی؟
دا خو پدې شروع شروع کې په لوڅو او بربنډو پنډیو او غټو غولانځو پیل شوه.
طالبان خو باید داسې سکسې ویډیو ته ورته ویډیو ونه ګوري. هماغه د الاماره ویډیو یې بس دي چې یو حلالوی او بل په بم آلوزوی.
د خلقیانو د پرتمین انقلاب کلونه مخکې،د سردار محمد داودخان د واکمنۍ په پیل کې د هیواد د ترقي او د خلکو آسوده ژوند زمونږه د هیواد د دښمن(پاکستان) لپاره د زغملو وړ نه وو. په هیواد که ټیټ عنصره کسان لکه برهان الدین ربانی،ګلبدین حکمتیار ،مجد دی او احمدشاه مسعود پشان خرابکاره وطن پلورنکي یې ورته تربیه کړل،په کلدارو او ډالرو یی وپړسول ،او د افغانستان د ویجاړولو لپاره او د افغانانو د بربادولو لپاره یی تیار کړل.
چې تر ن نه د پاکستان بویناکه او خوسا مغزه تربیه شوی دلالان زمونږه د هیواد لویشت لویشت خاوری ته خیانت کوي ،او د هیواد بچیان لکه کفارو پشان وژني.
زمونږه د هیواد زړه سوانده روحانیون او ملایان د پاکستان په سیاست غولیدلی ،اوس د وحشی ځناورو هم بی رحمه او خطرناکه شوی دي.
که دا بیسواده سست عنصره ،بد اخلاقه ،سادیستان د پاکوستان غلامان نه وی ګرځیدلې ،اوس به مو یو آباد او لکه جاپان پرمختللې هیواد درلودلې.[/quote:ac06a4489a]

د اچې خلق او پر چم دبشرې جنايت او دافغانستان دبدبخي او خرڅولو خښته
کېښوده او څلی يې وتاړه دا خو ټولې نړۍ ته مالومه ده انکارکول ترې يوه
لودګي په توان دڅلورو ده ! سړی بايد سپين ووايې !
په وېديو کې دکمونيستي او خوشې په خوله مجاهدينو جنايت نه مقايسه کيږي
بلکې يوه پوله او سر حد دی چې د افغانستان د معنوي او مادي کلتور
حالت مخکې له خلقۍ پولې څخه په خپله پرده کې ښکاره کوي!!!
يانې دغه ويديو يو سرحد دی چې د يوو خلا ص توپولوګي ډوله قوس ( )
شکل او مانالري !!

پاتې شوې لوڅې سينې ،ديوو پښتون په دود به په خپل محيط کې سترګې
پټوم او لانت به پرې وايم خو دا ټول هم په قوس کې راځي ، له قوسه هغې
خواته چې تړلی قوس دی خلقيانو او پر چميانو نه يواځې لوڅې وليدې نو
لاسونه يې هم پرې ووهل او ....! اسلام خو نه وو نو دا دوخولې پښتو او
د بشرحقوق چېرې وو !!

په محکمه کې دې خلقي دجنايت او دمجاهد دخيانت مقايسه نه کيږي اونه
حقوقي بڼه لري بلکې هريو به يې په خپل نوبت او اعمالو محاکمه کېږي !

غول په ميتيازو مينځل لودګي په طاقت د څلورو !!


پتوال
11.05.2013

[quote:f47b3564a6]- او دوهمه لودګي يې دادی چې دا خونړۍ کودتا جهاني انقلاب بولي ! [/quote:f47b3564a6]

پتنګه په هره جمله دې د نښې منځ ، خو دلته دې دنښې څنډه ویشتلې ده :
لودګي خو پّ ترکي ختمه وه، ولې دلته يې لودګي سیاسی او په طاقت د ۱۴ وه، ځکه د نوموړي موخه دا نه وه چې ګواکې ددوی کودتا د یو نوي نړیوال انقلاب پیل دی، بلکې د اکتوبر انقلاب يې نړیوال کارګري انقلاب باله او دا یې د هغه یوه لړۍ او کړۍ بللې او په دې ډول یې له مسکو څخه د خپل انقلاب صادرول پخپله ثابتاوه!
دزاړه او نوی استعماری قدرتونو دا خاصه وه چې د خپل ګوډاګي رژیمونو په راس کې به يې نږدې یو بیسواده غبي او بي شخصیته حسود انسان ټاکه او په بیځایه او دروغجنو ستاینو به يې مشهوراوه . نو هغه به د بادار هر حرکت او هرې خبرې ته په پټو سترګو هرکلی وایه . دا کار استعمارچیانو ته ډیراغیزمن تمامیږي او اوس يې د استعمار بچیان هم کوي.
په هر صورت دغه د شپږم ټولګي غبي تنبل او بې کفایته متعلم (تره کی) دومره نامستقل ، شوده ، غافل او بیړا سیاستوال و چې نه د ثورله کودتاڅخه او نه هم بیا له خپل مرګ څخه یوساعت مخکې خبر و ، وايي چې نوموړی یواځې په خپله مشرئ خوښو، نور که به د رهبرۍ یا ګوند غړو په خپلو کې سره وخوړل هم دئ ترې نه خبرېده او که به خبر هم شو نه يې څه پروا لرله او نه يې په چاره پوهېده . مفت مشهور کړی شو، مفت د ګوند مشر پاتې شو، مفت ولسمشرۍ ته ورسید، او مفت هم له منځه لاړ !
هېڅ بری دده د خپل عمل نتیجه نه وه او هره ناکامي یې د خپلې تنبلۍ او بيکفایتۍ پایله وه !
زه نه پوهیږم چې ولې ځينې داسې پښتانه هم شته چې د آزادۍ او ملي خپلواکۍ سره دومره دوښمني کوي چې تر ننه پورې د پردیو د تقلید له لارې
د یو څه پرمختګ له پاره وطن، ملي ناموس او آزادي په اشغالګرو خرڅوي لومړی یې د شوروي په غلامۍ فخر کاوه او اوس د امریکا په غلامۍ ویاړي،
ولې ؟؟؟؟؟ آیا ایمان، پښتو او افغانیت همدې ته وايي ؟؟؟؟


pattang
12.05.2013

پتوال صيب خداۍ پاک دې روغ ځان درکړي !
ډېر حقائق دې واضح کړي دي !
مننه!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more