د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

بې پښتو ارګ د پښتنو مرګ دی ، ډاکټر رحمت ربي زيرکيار

Farhad zaheer
06.12.2004

[color=red] بې پښتو ارګ د پښتنو مرګ دی
پښتو ژبې د رسمي کېدنې په اړه دپښتنوو اکمنان ( که زرين زی و او که خټين زی ، که برېښنا خېل وو او که تورتم خېل ) عموما ټول لږ و ډېر په دې بې کمالۍ کې سرتېريي وو چې په خپل دربار کې خپلې ژبې ته پاټک ونيسي او په خپل ټا ټوبيي کې د ملت د معنوي کلتور داړه ماران شي دغسې ناوړه اعمال نور دزغم وړ نه دي شلخۍ تجربې ښيي چې شلخيان د پښتانه حيثيت نه شي ساتلی . پاچاخان دننګرهار ولايت په يوې ولسوالۍ کې مېلمه شوی و ، يوه سړي ورسره ستړي مشي په پاړسي وکړل ، په څنګ کې يې يو بل سړی ورته وويل چې باچاخان خو پښتون دی ، په پښتو به دې ورسره ستړي مشي کړي وای .هغه خپل ځواب په دې ډول ور غبرګ کړ :
زموږ غټان په کابل کې پاړسي وايي ما فکر وکړ چې با چا خان ( فخر افغان ) به هم لکه د نورو غټانو په شان پښتو پرېښې وي او په پاړسي به اخته شوي وي ! ( پټه خزانه ) پر ١٣٢٣ ل (١٩٤٤ زييځ ) په کابل کې دپښتو ټولنې له خوا چاپ شوې وه ، خوا ټکل ٣٥ کاله ورسته هغه مهال چې نور محمد تره کي د کابل ارګ عملا په پښتو چلاوه ، نو ناڅاپه ښاغلي غلام حضرت کوشان ظاهرا د پښتو ژبې خدمت ته چمتو شو او پټه خزانه ېې په انګرېزي وژباړله ، په باطن کې په پرې هسک څښتن پوهېږي .
اعلېحضرت محمد ظاهرشاه پر افغانستان څولويښت (٤٠) کاله واکمن و ، که هغه په کال کې يو ځلې د استقلال د جشن ، دنجات د جشن ، دکوچني اختر او يا دلوی اختر په مناسبت ) په پښتو وينا کړې وای نو ډېر ګومان کوم چې د اعلېحضرت صدر اعظمانو ، وزيرانو ، او .. به هم دغه لار خپله کړې وای او په دې ډول به له پورته څخه کښته ( Top-Down ) د پښتو دزده کړې علميه په دربار کې له برمتې څخه خلاصه شوي وای .
په دربار کې دپښتو ير غمل کېدل او له دربار څخه بهر د پارسيواونو وروڼو لپاره د پښتو کورسونه جوړول له يوبل سره په کلک ټکر کې وو ملي ژبې پښتو په ( پښتو ټولنې ) کې رسميت ومينده او در بار او ددربار دولت بالعمل پارسي ټولنه وګرځېدل . په دې عمليې کې دپښتانه بچيان په خپل هېواد ، په خپل پايتخت او په خپل دربار کې د بې پښتو شوېو دربار خيلو په لاس بې پښتو شول او دلرې پښتو نخوا ديوه تکړه څيړوننکي په الفاظو (( )) پښتون په دريم نسل کې ختم )) شو په پاړسييوانو خويندو او وروڼو چې غيرتمن افغانان دي خپل ژبه پرې ګرانه ده ، پښتانه بايد له دوی څخه زده کړه وکړي . رټ پښتانه با هغو پښتنو ته کلکه پاملرنه وکړيي چي يې ددربار په بازار کې يې پښتو خرڅه کړې ده او دلستوڼي ماران ګرځېدلې دي .
په شلمې پيړۍ کې افغا نستان يو پښتون وزير درلود ، چې غېرتمن مسلمان او د تکړه فکر خاوند و ، له دې کبله به روغه وي بچې دپښتو ( ژبې او پښتونوالي ) په هکله ددده نظر په لنډډول در وپېژنم :
(( پښتو بابا )) ( محمد ګل خان مومند ) د کابل د ښار په ( اندرابيو ) کې زېږېدلي و او د دغه ښار د برېکوټ په سيمې کې په يوه خټين کرايي کور کې داتيا کلنۍ پر عمر په حق ورسېد . ( ١٣٤٣) ل ړ ١٩٦٤ زييح ) دي سربېره پر دې چې وزير و ، ولسي ژوند ېې لاره ، د تکړه فکر خاوند وو عمل يې له نظره څخه نه پټېده . وزير محمد ګل خان مومند وايې چې ( دپښتو د ترويج او تعميم لپاره په هر ډول چې لازم او ممکن وي په يو منظم طور پښتو وخوځوله شي ، پښتانه وېښ کړې شي . دلته د منظم طور (( ټکي دډېر پام وړ دي مفکرمحمد ګل مومند داسپار ښتنه کويي چې دپښتنو پوهانو د اهمېې چارې لومړی ، معمولي چارې ورپسې او کيفي او ذوقي شيانو ته په پای کې پام وکړي پوهان بايد تر هر څه د مخه سملاسي درسي کتابونه د ښوونځيو او مدرسو لپاره تاليف او تر جمه کړي .
په درسي کتابو نو کې دې دزده کوونکيو بام دين ، اخلاق ، اداب ، خپلو ملي خصايلو او ملي خصايصو ته وشي له ماشو متيانه دې داشيان په زړه او دماغ کې ځای ونيسي او دپښتانه بچي دې پښتانه شي . (( دپښتو بابا په وينا دعلم د زده کړې لپاره مورنۍ ژبه ډېر ارزښت لري . ځکه خو دی ټينګار کوي چې (( علوم او فنون درست په پښتو واړوو ، محمد ګل مومند پښتانه بېزوګان نه ګڼي چې په هر څه کې به د نورو پېښې کوو .
دی زياتوي چې موږ بې نومه او نښې نه يو ، ورکوټي اولس هم نه يو ، مونږ د اسيا په منځ کې د نامه خاوندان يو ... او مهم جغرافياېيي موقعيت لرو .
محمد ګل مومند په دې واقعيت پوهېږي چېې دفن اوصنايعو له پلوه پښتانه لويديزو هيوادونو ته د زده کړې لپاره اړدي : زمونږ دين هم مونږ ته امر کوي چې ( الحکمه ضاله المومن اېنا وجده اخذه ) . خو پرته له دغه نه ددوی نوژه ته اړ نه يو او نه ښايي چې په هر څه کې ددوی پېښې وکړو ..
مااو ددوی هر څه په پټو سترګو ومنو . ))
محمد ګل مومند دحکومت پر ماهيت پوه دی او په ډاګه وايي چې حکومت د بې پښتو ګۍ له لاسه بې بته ، خوار زار او ورک دي .ټول دبې پښتګۍ په او سوي يو ...))
اوس نو پوښتنه داده چې پښتنو بابا ( محمد ګل خان مومند ) پښتو څه ته وايي؟ دده په فکر پښتو که له يوې خوا دپښتنو ژبه ده ، نوله بلې خوا دپښتنو د ژوند طرز يانې (( پښتونولي )) ده پښتو ، پښتو منل ، پښتو ويل ، پښتو کول او پښتو چلول دي او لکه روح په کالبد کې په دپښتنو په ټولنې کې ارزښت لري .
پښتو دين ، وطن او پښتانه اولس ته خدمت دي . دمحمد ګل مومند په اند پښتو زړه ورتو دي ، ځکه پښتانه په دې خبره ايمان لري چې ګټه او تاوان ، عزت او ذلت هر څه له خدای نه دي ، بې دده له ارادې نه هېڅوک هېڅ هم نه شي کولی محمد ګل مومند هسک څښتن ته په زارۍ دي چې پښتانه په رښتيا سره دخپل کاله او ملک واکمن کړي ، دکار سړي په کې شته کړي او له دغې بد حلۍ نه نجات ورکاندي .
محمد ګل په دې فکر دي چې ديوه ملت د ژبې لري او بري دهغه دژوند له بدمرغۍ او نيکمرغۍ سره اړېکي لري که ديو ملت ژبه د بل ملت ژبې ته مغلو به شوه نو مانا يې داده چن په عين واکدارۍ کې به بې واکه ، په عين وطن کې به بې وطنه ويي . په خپل وطن کې به غريب او پردېس وي خپل به ورته پردي شي ځکه چې په نامه که څه هم خپل وي ، خوافکار ، احساسات ، اقوال، اعمال او افعال يي ، اغوستنه ، خواږه يي ، ځواک او ژوند يې بشپړ نيمګړي د پردي او دبل وي . دغسي ملت به ورځ په ورځ چنو کېږي تر څو چې محوه شي په لنډ ډول ژبه د مل موجوديت ، هوساتوب او سعادت ، د لوړوالي او جګوالي سټه ده . ددغه اهميت له کبله (( ژبه بايد وساتله شي ، وپالله شي ، وروزله شي ، ارته کړله شي ، علمي شي ادبي شي ، په هر حيثيت سره دملت دستو اړينو ته ځواب ووايي .
دمفکر محمد ګل مومند په فکر پوه سړی خپل او دبل مال پېژني ... غيرت لوړ همت روغه پوه ( عقل سلېم ) دغه نه مني او نه برېږی دي چې څوک خپل مال خوشې کړې چې وروست شي ، ورته نقصان ورسي او خلک يې ښکاره يا په غلا يو سي او کور ترېنه لاندې کړي او دنوکر په شان کونډۍ څټي غېرتمن سړی خپله وچه د پردي په لندو ښه بولي خو سره له خپلو ډېرو هڅو پښتو بابا محمدګل مومند دا مشروع ارمان له ځان سره ګورته يووړ ، چې په پښتون ټاټوبې(افغانستان ) کې پښتو دپښتانه د حکومت رسمي ژبه شي .
( د اقتباساتو لپاره ولولی : محمد ګل ګل مومند لنډ کۍ پښتو او پښتونو اله ، د کابل عمومي مطبعه ، ١٣٣٧ ل
محمد ګل خان مومند ،مرتب همېش خلېل ، پېښور ، دسمبر ١٩٩٥.
محمد ګل مومند دپښتو ژبې لپاره ليا پښتو صرف او نحو ، دبلخ شرکت (رښتيا ) له خوا په لاهور کې چاپ شو ، بلخ ١٣١٧. )

څه باېد وشي :
١_ تکړه پښتانه باېد يو عملي او سياسي سازمان ولري چې د محمد ګل خان مومند په وينا پښتو په منظم طور وخوځوله شي او پښتانه وېښ کړای شي زما په وړاندېز دغه ډول سازمان ته دپښتو عمل جرګه Pashto Action Council
ويلای شو ددغسې سازمان غټه وظيفه به دا وي چې له پښتو سره پښتو وکړي ، په ملي ژبې پښتو کړنو ته کلکه چوکاټ کې بايد هغو افغانانو په تېره د هغو پښتنو کړنو ته کلکه پاملرنه وشي چي په شعوري يا نا شعوري ډول دملي ژبې پښتو ( داکثريت ژبې او دټول افغانستان د ملي هويت د ساتلو پوخ مورچل ) سره بې انصافي کوي .

٢_ په تعليمي نصاب کې دد يني او ديبوي علومو موتر مينځ تفاهم او انډولتوب ته کلکه اړتېا ده ، چې د افغان ملت ملي او ديني هويت خوندي شي او دزمايې د شرايطو په تناسب د عقل او ابتکار خاوند وګرځي .
چلن ته کلکه اړتيا لري ، بلکې په جومات کې هم بايدغښتلي شي . طالبان دګلستان او بوستان کتابونه د اخلاقياتو دزده کړنې له کبله لولي ، باېد بوستان او ګلستان په پښتو واړول شي ، دپېښور په پښتو اکيډمۍ کې دګلستان بزبان پښتو نسخه لېدل شوې ده . ودې شي چې دروغې ژباړنې په لوري ګتوره وګرځي ؟
٤_ مسلکي اشخاص دې ته راوبلل شي چې په خپل مسلک کې په پښتو ژبې له مشکل سره مخامخ نه شي .
٦_ د پښتو کلتوري ، هنري اړخ يانې ټنګ ټکور (موسيقي ) ملي اتڼوو انځورونو او ډرامو ته پاملرنه حتمي ده .
٧_ددولت او حکومت مشران باېد رسمي ويناګانې او مرکې په پښتو وکړي او په تړونو قرار دادونو کې د افغانستان ددولت له خوا دپښتو متن هم په تړون کې ا اتبار وړ وښودل شي .
٨_ د پښتو لوی ليک لارې يو کولو املايي يو شان والي ، ته کلکه اړتيا ده . که هر څوک په خپل سر دخپل سر دخپل کلي يا سيمې پښتو ليکي ، نو د نورو لپاره به ناشوني وي چې د يوې پښتو پرځای پښتو ګاني زده کړي د هر چا خوښه چې يو ټکي څنګه تلفظ کوي . خو غټه خبره داده چې ذکر شوي ټکي په يو شکل وليکل شي ياني ويل يې ستا خو ليکل يې دټولو !
د بېلګې په توګه (( زموږ ، ځموږ ، زمنګ ، ځمنګ ، ) ټکوته ستاسې پام راګرځم ، (( زموږ ، ځموږ ، زمنګ او ځمنګ هر يو ټکي څلور ( ٤) توري لري او لېکل يې د زمونږ او ځمونږ په تناسب لږ ځای او لږ وخت نيسي ، ياني دلېک لارې د اقتصاد له نظره اغېزمن دي . که دټايپ او چاپ لپاره د کمپيوټر دتور دړه ( Key Board ) په کار ولوېږي ، نو ګومان کوم چې دزمنګ او زمونږ ليکل به له نورو اسان وي ؟ زه دومره وايم چې پښتو د له کمپيوټر سره پوخلا شي ، ودې شي چې په دې هکله دپښتو ژبې او کمپيوټر د متخصصينو له خوا کلک او غبرګ ګامونه واخيستل شي .
٩_ د (( پښتو عمل جرګ ٩ بايد ژر تر ژر (( د پښتنو دتفکر بانک )) يانې (Pashtoon Think Tank ) جوړ کړي او په بېلا بېلو چاروکې دې ور څخه نظر يې او مشورې وغوښتل شي .
پښتانه له بل هر چا څخه دې ته ډېر اړ دي چې د زمانې د شرايطو په کچ وې شي او دفکر په ډګر کې سيالۍ ته چمتو شي .
١٠_ په اساسي قانون کې ديوې ژبې رسمي ټينګر دي ، چې ددولت په اداري ، تعليمي ، اقتصادي او تبليغاتي عمليتو کې دهمغې ژبې دچلن لپاره ديو ليکلي سند اهميت لرلی شي اسسي قانون کې بايد پښتو دافغانستانو رسمي قانون کې بايد پښتو دافغانستان رسمي ژبه ومنل شي او حکومت دې ته اړ شي چې په دغې لار کې عملي ګامونه واخلي خو که په عين وخت کې دپښتو جرګه فعاله نه وي ، نو داساسي قانون ټينګار به هغسې پنچر شي لکه پخوا چې يوې تشې خبرې ته را ټيټ شوي و.
که په پای کې له ما څخه پوښتنه وشي چې په ټول افغانستان کې دپښتو پررسمي کېدنې باندې په اساسي قانون کې ټينګار غواړم او که دپښتو چلن په ارګ کې ؟ له تېرو تر خو تجربو څخه د زده کړې په مټ زما ( زيرکيار ) ځواب داسې دی .
(( زه پښتو په ارګ کې غواړم ، ځکه بې پښتو ارګ دپښتنو مرګ دې
ډاکټررحمت ربي زير کيار


grana wrorkay salamona,

saboor
23.12.2004

grana wrora ze dersara belkul pe yaw nazar yem
kho zema sara tel yawa khabera da che pe koma jeba che khabere woneshee no da yawa gonga jeba da leka yaw gongay ensan che khabere neshee kawelai
no ke somra pachtoo ketabona woliko bya ham ke sook khabere pre wonekree pe gasa toga zemong khepla pachtane no de tool ketabona zema pe nazar hees asar ne leree. zemang chpel pachtana pe kaar da pe chpele jeba wyar wokree. ne pe de chee ze pachtoon yem kho ze deer poh yem che farsi ham dere chee khabere kawem . de pachtoon ta zema pochtena da da che te pe khpele jebe wyar woka ne pe bele praday jebe.
baryalitobona de ghwarem
saboor de holland na


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more