د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

په نورستان کې د بې پیلوته الوتکو بریدونه ګټور تمام شوي

میرویس
18.04.2013

د فورم ګرانو ګډون کونکو، اسلام علیکم
روهی پخپله ننۍ ګڼه کې لنډ مضمون چاپ کړي او وايي چې د نورستان د ولایت د امنیې قوماندان مل پاسوال عبدالکریم عمر یار ویلي چې په وایګل کې بې پیلوټه الوتکې د طالبانو د لوي قوماندان عبدالظاهر او د هغه ملګرئ وژلي دي. امنیه قوماندان ویلي چې دغو الوتکو په نورستان کې امنیت ته ګټه رسولې ده. مخکې هم د کنړ او نورستان مقاماتو دیته ورته څرګندونې ګړې وې.مکر ولسي خلکو تل ویلي چې د بې پیلوته الوتکو په بریدونو کې چې هر چیرې د القاعدې ترورستان او نور خارجي جګړه ماران وژل شویدی، او یا د منطًقې ترک کول ته مجبور شوي، په هغې سیمي کې آرامي راغلي او د ولس ژوند عادي بڼه غوره کړیده. د القاعدې ترورستانو او نورو خارجي جګړه مارانو په خلکو خپل کلئ کور سره تبۍ ګرزولې او ټول ولس غواړي چې دغه افراطیان یې د ملک نه ورک شي ترڅو هغوی د آرامۍ نفس وکاږي او خپل عبادت او اطاعت په امن او سوله کې د خپل ورځني ژوند سر ګډ پر مخ بوزي
===
نورستان کې دبي پیلوټه الوتکي په برید کي دوه تنه ووژل شول
زرداد شینواري
دنورستان ولایت په وایګل ولسوالي کي دوسلوالو طالبانو دیوه مهم قومندان په ګډون دوه تنه وسلوال طالبان په یوه هوايي برید کي وژل شوي دي
دنورستان والي ویاند ظاهر بهاند وویل چي نن سهار شاوخوا نهه بجي او دیرش دقیقي د یاد ولایت اړوند په وایګل ولسوالي کي پر وسلوالو طالبانو دامریکا بي پیلوټه الوتکو برید کړي دده په وینا چي دیاد برید په پایله کي دوه تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي نوموړي زیاتوي چي په وژل شوو کي دوسلوالو طالبانو یو مهم قومندان ملاعبدالظاهر هم شتون لري
له بل طرفه دنورستان ولایت امنیه قومندا مل پاسوال عبدالکریم عمریاروايي چي په نورستان ولایت کي د امریکا بي پیلوټه الوتکو بریدونه ګټور تمام شوي دي
دیادولو وړده چي څه موده وړاندي هم په وایګل ولسوالي کي دامریکا بي پیلوټه الوتکو په برید کي ۱۶ تنه وسلوال طالبان وژل شوي وه
زرداد شینواري


pattang
19.04.2013

دطالبانو وژل داشغالګرې قوې په لاس له اولس سره ناروا جنګ دی !
طالبانو هيڅ وخت داشغالګرو د ممالکو په داخل کې کوم جرم ندی کړی
طالبان خپله اسلامي او ملي وظيفه لري چې اولس له يرغل او دلاسپوڅي
رژيم له يوغه خلاص کړي !
هرهغه فرد چې د ازادي غوښتونکو په مرګ او ژوبله اتڼ کوي هغه داشغالګرو سکنۍ ورور دی !!


میرویس
30.04.2013

ګرانه او زیږه، نومیالیه پښتنه پتنګه، اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
وروره، زه هم تااسې غوندې، دپردیو په لاس د سوله ایزوطالبانو وژل عندم. که د مسئلئ اصلي زړئ را وسپرو نو حقیقت دادئ چې دغه خارجي قواې، د هغوی پر ملکونو باندې زما او ستا د خاورې نه د حمله کونکو د ځپلو د پاره راغلې دي، نه د طالبانو د ټکولو دپاره.
د طالبانو د حکومت په وخت کې په خارجي ملکونو باندې حملې، پخپله د طالبانو د حملو معنې لري او مسؤل یې هم طالبان دي. طالبانو ته بیا بیا وویل شول چې د القاعدې نه لاس واخلي او بن لادن د خپل ملک نه وشړي، او حتې د سعودي عربستان شهزاده کندهار ته ورغئ او ملا صاحب محمد عمر ته یې وویل چې اُسانه زماا د ملک سړئ دئ ماته يې را وسپاره، که نه ستاسې ملک تباه کیږي، خو ملا صاحب دا کار ونکړ.
طالبان د خارجیانو د یرغل او ږغ نه، نه آزادوي، بلکه عام مسلمانان وژني او د انسان مرګ دوی ته یوه عادي او جائزه مسئله ښکاري. دا اوسنئ حالت هم طالبانو پر ولس تپلئ او خارجي قواوې خو طالبانو افغانستان ته راوستې دي.

که همدا اوس طالبان د القاعدې د حمایې نه لاس واخلي او په خپل وطن او کور کلی کې د القاعدې او نور بهرني ترورستان پټ نکړي، او د افغانانو او خارجي قواوو په مرګ ژوبله کې مرسته ورسره ونکړي، نو بې پیلوټه الوتکې به ځوک په نښه کړي؟ د اخبره واضح ده چې دا الوتکې او نورې هوایي او مځکنۍ قواوې به زموږ د ملک نه وتل نور هم چټک کړي. زه او تاسې دواړه پوهیږو چې بې پیلوټه الوتکو تر اوسه پورې داسې خونخواره سرغنه ترورستان وژلې او ولس یې د هغوی د شر نه خلاص کړئ، چې که لا هم ژوندې واي، خدای خبر چې څومره نور ماشوما او ښځې به یې په عامه ځایونو کې وژلي وې. عربي ترورستانو موږ ته د ځان مرګي چاودنو په شمول ګڼ شمیر بدبختۍ راوړي دي. خدای دې دوي او نورخاجي قوتونه زموږ د ملک نه ورک کړي.
الله دې ښه در سره وکړيو پتنک ګله.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more