د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

ځواکمنه څښتنه

Nasirahmadhashemi
05.04.2013

ځواکمنه څښتنه

که مولاس د سوال نیولی ربه تاته مونــــــــــــــــیولی دی

که یتیمان په وطن ډیردی ربه تاته موســــــــــــپارلی دی

که بی شمیره کړاونه مولیدلی په وطن کـــــــــــــــــــــــی

ستا له خوا چه په مونږکیږی مونږپه سرسترگومنلی دی

مونږ چه لاس تاته نیولی رحمت موله تا غــــــــــــوښتی

چا لاس درته نیولی چه پردی دلته راغــــــــــــــــــلی دی

خوشحالی که په مونږ راولی غمونو نه موبچ کـــــــــړی

هرهرڅه ستا په قدرت دی تل موستانه داغـــــوښتلی دی

که مومړه کړی که موپریږدی داهم تاته بی مــــــعنی دی

مونږ په طمعه دجنت یوتا دوزخ هلته جوړکـــــــــړی دی

انسانان یو سادگان اوضـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــعیفان یو

تا عباد مونږته ویلی مونږ معبود ځانه جوړکــــــړی دی

ته برحقه مقتدر اولوی قهاریــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــئ

طغیان چه چاچا کړی تاوهلی تانیست کــــــــــــــــړی دی

که ستا په وحدانیت قربانی ته تیـــــــــــــــــــــــــارشوی

تا گټلی تا پټ کړی تاډیرداسی ســـــــــــــــــــــــــاتلی دی

که مونږلوی ابر قدرت سوتاته هـــــــــــــــــــــــــــــیڅ یو

ابرهه پشان لښکر تا وژلی تا ورک کــــــــــــــــــړی دی

دنمرود په بادشاهی کی ابراهیم ع ته چی څه وشـــــــول

چه اورته چا گوزارکړه اوپه اورکی چا ســـــــــــاتلی دی

فرعون به ځانته خدای ویل اوخدای ورته کـــــــــــــــــتل

مقرره چه پوره شوه قران وایو چا غرق کــــــــــړی دی

ذو القرنین اوسلیما ن ع قـــــــــــــــــــــــــــــدرت دچا وو

چا چـــــــــــــــــــــه ورکړو هغه بیرته ټول ټول کړی دی

په رابشــــــــــــــــــــــــــی حالا تو چه سترگی پټی نکړو

دا څه پټ رازونه نــــــــــــدی دا ئی ټول درته لیکلی دی

دایاد ساته اســــــــــــــــــــــــــــــــــلام یعلو ولا یُعلی دی

چا چی دا ویلی په مونږئی اوریــــــــــد لی اولید لی دی

نن گوره چه مأ یوس نشی چه ولی داســــــــــــــی وشو

تداول دبین الناس ده ډیروخت داسی داسی شــــوی دی

لــــــــــــــــــــــــــــــــــــویه ربه چه ترهرچا مهربان ئی

یوځل بیا موته معاف کــــــــړه گناهونه چه موکړی دی

چه ډیرپه تا نازیـــــــــــــــــــــــــــږی په ټولوډگرو کی

الفت نــــوی شاعردی ډیرشعرونـــــــــــه ئی لیکلی دی

‏17‏/01‏/2007‏ 07:41:52 ص
http://nasirhhemi.blogfa.com/post/15


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more