د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

مبارک، مبارک، او مبارک!

مساپر
03.04.2013

ټولو ګرانو افغانانو ته سلامونه او مبارکي وایم،
زموږ د هیواد ننګیالئ او قهرمان ځوانان نن د آسیایي کرکټ سياليو اتلولي خپله کړه.
لوبه نيپال پيل کړه او په ٢٠ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره یې افغانستان ته ١٣٥ منډې منډې موخه وټاکله.
افغان لوبډلې د درې لوبغاړو په سوځېدو سره په ١٨ اور کې ياد هدف پوره او د روانو سياليو اتلولي یې وګټله.
زه د دغه بریا له امله ټولو افغانو ته د زړه له کومې مبارکي وايم او د کرکټ ملي لوبډلې ته د لا زیاتو بریاوو غوښتنه کوم.


حمید هڅــاند
04.04.2013

واه-واه....
تا خو په دې خبر موږ وګټلو ښاغلی مساپر!

داسې هم فکر ونه کړې چې موږ د فیل په غوږ کې وېده یو، لوبه مې ننداره نه شوای کړای، خو چې ویې ګټله، ملګرو راته زنګ وواهه او زېری یې را باندې وکړ. خو یاره، د خوښۍ خبر چې سل ځله واورې هم، ښه لګېږي......

تاسې ته یې هم مبارکي وایم،،،

[color=green:01e89274b4]رښتیا!....شېریني دې نه ده غوښتې......حلیمي صیب! یو خو مساپر دی او بل یې داسې خوږ زېری راوړی دی، نو اوس تاسې او لورېینه مو [/color:01e89274b4]
8)

درنښت


خیریوسی
04.04.2013

خیریوسئ دامو څه ښه زیری وکړی مبارک موسه تاسو لکه چي یوازی دکرکټ سره ډیره علاقه لرئ دفوټبال زیری هم وکړی چي زړه مو باغ باغ سی
مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more