د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

دا مطلب په زړه پور ندئ؟

میرویس
02.04.2013

روسیې تایید کړه چې افغانستان ته پوځیان لېږي
| سې شنبه, 02.04.2013, 11:42 AM | (458 لیدل شوی)

تاند – د روسیې د دفاع وزارت چارواکو تایید کړه چې له افغانستانه د ناټو پوځیانو له وتلو وروسته به روسي پوځیان له پنځه ویشت کلونو وروسته بیا افغانستان ته لاړ شي چې هلته د روسي وسلو د ساتنې او ترمیم لپاره اډې جوړې کړي.
د روسیې د دفاع وزارت د نړیوالې همکارۍ د څانګې مشر سرګی کوشیلیف تېره اوونۍ خبریالانو ته ویلي و:«دا ډېره مهمه ده چې د افغان امنیتي ځواکونو د وسلو او وسایلو ساتنه او څارنه وشي څو د استفادې وړ وي.»
مسکو ژوره اندېښنه لري چې له افغانستانه د ناټو پوځیانو له وتلو وروسته به په دغه هیواد کې د جګړې پراختیا د روسیې او نورو اروپايي هیوادونو پر امنیت منفي اغېز وشیندي.
روسان وايي، دوی نه غواړي چې د اتیایمې لسیزې په شان، چې پخواني شوروي اتحاد افغانستان ته لښکرې ولېږلې، دې هیواد ته جنګي ځواکونه ولېږي. استول کېدونکي روسي پوځیان به له ناټو سره د یوې تجارتي موافقې پراساس د محدودو هدفونو لپاره وي. هغوی به په هیڅ راز جنګي ماموریت کې برخه نه اخلي.
د لوېدیځې سایبریا په سفیردلوفسک سیمه کې د افغانستان په جګړه کې د ټپي شویو روسانو د ټولنې مرستیال اولیګ تیخونوف وايي:«یو څوک باید له افغانانو سره مرسته وکړي چې د سوله ییز ژوند امکان ومومي. دوی له ډېرو وختونو له جګړې او وسلې پرته په بل شي خبر نه دي.»
ده په عین حال کې وویل:« روسیه باید خپله پخوانۍ تېروتنه تکرار نه کړي. باید روسیه بیا افغانستان ته پوځیان ونه لېږي. ماضي ته په کتو که روسیې افغانستان ته سرتېري ولېږل نو ناممکنه ده چې خپلو خلکو ته د روسي ځوانانو وژل توجیه کړای شي.»
په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د وخت یوه اندازه روسي وسله پاتې ده چې اکثره ترمیم ته اړتیا لري. پر دې سربېره امریکا له روسیې څخه د افغانستان امنیتي ځواکونو ته یو شمېر هیلي کوپترې رانیولې چې هغه هم وخت په وخت ترمیم او څارنې ته اړتیا لري. روسان به په افغانستان کې هم خپلې پخوانۍ وسلې ترمیم کړي او هم به هغه وسلې او څرخکې وساتي چې امریکایانو د افغانستان لپاره له روسیې څخه په بیه اخیستي دي.
امریکا له روسیې څخه د افغانستان د ملي اردو لپاره ۷۰ ایم آی ۱۷ څرخکې، هره یوه په ۱۷ ملیون ډالره اخیستي او غواړي چې دېرش نورې هم واخلي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more