د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

د افغانستان یوه مشهوره او پېژندل شوي څېره!

مساپر
01.04.2013

استاد ګلزمان چې د پښتو موسیقۍ په ډګر کې مشهوره او پیژندل شوی څیره ده، چې خدای پری د یوه داسی غږ لورونه کړی، چې د هغه په اوریدو سره سړی خپل زړه په خپل ځان کې نه احساسوی، او د کلیوالی ژوند زاړه یادونه لکه د تلویزیون د پردې په شان مخې ته درته تیروی، که څه هم په دی وخت کې له سړې سره یو ډول درد ملګری شی، هغه درد چې سړی خوند ورنه اخلی، او دا زړه دی لکه د کوچنی ماشوم غوندی در تښنوی . هو ضرور به مو زړونه در تښنوی ولی چې ده هم په خپلو سندور کې تل غونډې منډې یادی کړی، د همدې سندرو په ویلو ده هم د خلکو په زړونو کې ځای پیدا کړی، یاد دی په خیر وی استاد ګل زمان مې درته یادولو .
د کلاسیکو او محلی سندرو سندربول بلبل استاد ګل زمان چې پښتو موسیقۍ ته یې نه هیرودونکی خدمتونه کړی د خپلو مینوالو له خوا جرمنی ته د درملنی لپاره رابلل شوی، چې خوره په ښه ډول به یې درملنه وشی، د استاد ګل زمان مینوالو ته ډاډ ورکوم چې د استاد صحت اوس پوره ښه دی، وروسته له درملنی به په خیر خپل هیواد افغانستان ته ستون شی .


pattang
02.04.2013

اشغال خو ډېرې کټې او برکتونه هم لري ، خلک بډا کوي ،واړه کورونه غټوي
او غټ برخلاف ! مخ کې به ډېر پيسه داره خلک جرمني ته د تداوي لپاره
راتلل هغه هم دعادي تداوي لپاره ځکه د عملياتو پيسې غیرله عربي شيخانو
څخه بل چا نشوی ورکولی ! ديوې شپې داطاق مصرف بيله ډاکتراو تداوي
څخه 300-600 € اېرو پورې کېږي !
اوس هغه ډمان هم جرمني ته راځي کومو چې د خلقیانو په وخت کې درجه
اول وو خو اوس د پنجشيريانو په دوره کې کله کله د خپلوسندرو پرځای لکه
لامځکه يواځې خپله شخه لونګۍ او چرمدار واسکټ/ کوڅو په
صحنه کې ښکاره کوي !
زه دګلزمان بد بين نيم الله دې [color=blue:801738e6b8]شِفا[/color:801738e6b8] ورته ورکړي خو ددې په څنګ کې دې الله
سياسي شعور هم ورته ور کړي او دغلا مۍ له کړۍ او ځنځيره دې خدای پاک
زمونږ ټول هنرمندان خلاص کړي !


larghonay laraway
02.04.2013

ياره پتنګ لالا ته خپه نه شې خو دا بهر ميشتي چې په پتلون کې اټن کوي سم
Gay Dance ښکاري او د کرزي د دورې غټټټټټه لاسته راوړه همدغه (ګی ډانس) دی!
يو وخت تنګې جامې رواج شوې وې نو زمونږ په کلي کې يو ولسی شاعر ؤ هغه به ويل: واړوه راواړوه دا ډيسکو کوناټي


پتوال
18.05.2013

که خبره لومړی په کمپوز او دوهم د چمبې وهلو په هنري تخنیک کې وي نو ګلزمان په لومړي کې پیاوړی او په دوهمه کې بالکل
بیساری و ، خو د آواز په خوږ والي کې چور بي خو هم نه و:

د کلماتو په پای کې یې د ( ا، ه ، ی ) تورو آوازونه بالکل په چاودلې ، پړاخ او
نامتمدنه غږبڼه وړاندې کول چې د اورېدونکو غوږونه
به يې په داوطلبانه استقبال ژر پښېمانه کړل. خو دا نیمګړتیا یې هم د هنري ژوند په وروستۍ ربعه کې بالکل له منځه وړې وه او
د شونډو حرکات خو یې داسې مهذب کړي وو چې ته به وايي د کابلي آیس کریم په سوټي يې برید ته جوړې کړې دي .
الله دې ژر ترژره روغ رمټ هیواد ته ستون کړي!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more