د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

علمي تحقیق

حمید هڅــاند
01.04.2013

.............................
د ظهیر ظهیر له وال څخه
.............................

[color=indigo:8893e9fc67]د امېر المومنین محمد عمر اخوند د روسټاړي « اخوند » ادبي تجزیه:

امېر المومنین محمد عمر اخوند طال الله عمرهُ د پېژندګلوۍ محتاج ندی. خو غواړم دا ووایم چې ولې د قدوه الواصلین محمد عمر د « اهل الحل والعقد » شورا د امیر المومنین غفر الله ذنوبه له نوم سره د اخوند روسټاړی ور اضافه کړ؟

زموږ په ټولنه کې اخوند هغه چا ته ویل کېږي چې علمي کچه یې (( قابل الاذان او الاقامهّ یانې د اذان او اقامت بړېڅی )) وي. مګر په تاسف سره باید ووایم چې په امېر المومنین فخر الزمان پسې د ملا مختاړی او د اخوند روسټاړی تړل د امت مسلمهّ سره لویه جفا ده ځکه امېر المومنین محمد عمر ظل الله خو هغه علمي تومنه او پراخ سیاسي لرلید درلود کوم چې د اسلامي نړۍ د امېر المومنینوالي لپاره شرط وي.

د ادبیاتو له نظره د اسلامي نړۍ امېرالمومنین ته اخوند ویل په خپل ځای کې یو لوی پراراډکس دی ( دا د علم ادب موضوع ده ) او عمر الثالث محمد عمر اخوند ادیب نه بلکې یو مدبر او ځېرک مسلمان سیاستمدار دی.

د احقر العباد نظر دا دی چې اوس هم اوبه له ورخه تېري ندي که مظهر تجلیات الهي محمد عمر اخوند ته شیخ القران و الحدیث او ماهر سیاسهّ العالمي لقب ور کړل شي ډېر پر ځای اقدام به وي ځکه دا د برهان السالکین محمد عمر سره ښايي.
والسلام[/color:8893e9fc67]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more