د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

ويده پښتون ته!

ډاکتر څپاند
01.04.2013

ويده پښتون ته!
دغفلت له خوبه پاڅه اى پښتونه!
اوس غر مه شوه در نه لا ړل کاروانونه
دنړۍ دتمدن کاروان چټک ځي
زر اوچت شه گړندي واخله گا مونه
نور راويښ شه ځان دې سيال کړه دسيالانو
دپيل غوږ کې يې ويده کوې سوچونه
ځان بدل کړه دحالاتو تقاضا ده
لاس کې ونيسه دعلم مشالونه
دتيارو دجها لت وختونه تير شول
نوى ژوند، نوى سرود، نوي سازونه
که همداسې يې ويده الله دې خير کړي
د ياد نه منې کوې به ارمانونه
(یاد)


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more