د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

آیا د ملت دپاره خدمت، ګناه ده؟

اتل
25.03.2013

د فورم محترومو ګډونوالو اسلام علیکم
که یو څوک د ملت د آرزو دپوره کولو په لاره کې ګام او چت کړي، باید په بند محکوم شي؟
په خیبر پښتونخوا کې وړمه هفته محکمې هغو لس پنځلسو کسانو ته برائت ورکړ چې د ډاکتر شکیل افریدي سره د واکسیناسیون په قضیه کې د کار نه ماقوف کړئ شوي وو. محکمې هغوی بې ګناه وبلل او اجازه یې ورکړه چې خپلو کارونو ته ستانه شي، خو ډاکتر افریدئ چې د تیروریزم د ښامار د سر په وهلوکې يې مرسته کړې وه په ۳۳ کاله بند محکوم شو.
آیا د پاکستان حکومت د تیروریزم پرخلاف جګړه کې بین المللي ژمنې نه وې کړې؟ که دا خبره رښتیا وي، نو ډاکتر شکیل افریدي خو د ملت او دولت په ګته او حمایه د اُسامه بن لادت پر خلاف کاراوايي کړیده، نو بیا ولي په ۳۳ کاله بند محکومیږي؟ خو رپوټونه وايي چې نه، هغه د یوي افراطي اسلامي ډلې سره د ارتباط درلودلو په وجه په دومره زیات بند محکوم شویدئ. که دا دویمه خبره صحیح وي، نو آیا د یوې افراطی اسلامي ډلې سره د ارتباط درلودلو په وجه ۳۳ کاله بند د مبالغې او اغراق نه ډک ندئ؟ آیا وسله وال افراطیان چې د وسلې سره لاس په لستوڼي نیول شوي وي، حتي پرهغوی هم دومره زیات بند ختلئ دئ؟ دا ولې؟


pattang
25.03.2013

اتل صيب !
زه حيران پاتې يم چې په عادي موضع دسر نه خلاصيږي!
ډاکتر افردي cia ته جاسوسي کړې څکه جزا پرې وخته !!
ديوو ملک اطباع پر داسې حساسه مسئله اول بايد خپل دولت
خبر کړي ! خو داکټر افريدي په ميليونو دالر خوښ
کړي وو !


اتل
26.03.2013

پتنګ جانه. اسلام علیکم
زه هم تاسې ته حیران یم، چې ولې مو پدې سر نه خلاصیږي چې اُسامه زموږ دښمن ؤ، ملا محمد عمر آخند، د طالبانو تحریک او افغان ملت یې دوکه کړ، د الله جل جلاله د اوامرو نه يې سر کشي وکړه او ټول اسلامي ارشادات یې تر پښو لاندې کړل. آیا دداسې یوه منافق رسوا کول، د ډاکتر شکیل افریدي جهاد نه ګڼل کیږي؟
ولې ډاکتر افریدئ د اُسامه په تور په بند محکوم نشو، چې پرعوض يې د یوې اسلامي افراطي ډلې سره د تړاو په تور ۳۳ کاله بند پرې وخوت. دا ولې داسې وشول؟
مهرباني وکړه، ددې ټکې ځواب راکړه.


pattang
27.03.2013

ګوره ځوانه !
دبن لاډ ن شخصيت !
يو مسلمان ، ناڅونالست عرب چې دعربو او فلسطين
د استعمار پر ضد چې ديهودو اوصليبانو لخوا يې صورت ميندلی دی
او ميندي يې لوی لوی خد متونه کړي دي !

داچې دنيويارک مسئله دده افکار وو او که د CIA ماجراجويې وه خدای
پاکپرې پوهيږي ، خو اساسي خبره داده چې غربيان اسلام نه غواړي او
مسلمانان يې داسې ورسره مالوموي لکه په صليبي جنګونو کې !

او س ستا خبرې ته !

دوه خبرې دي :

يابه بن لاډ ن ISI ساتلی وو او يابه ISI پرې خبر نه وو ،پښتنو او پنجابي
مسلمانانو به ساتلی وو !!
بله خبره خو نشي کېدی !
په دواړو صورتونو کې :
يو سړی افردی راځي بې له هغه چې دخپل دولت سره مشوره او مصلحت
وکړي CIA ته يې احوال ورکوي !
CIA په خپل سر عمليات وکړل اود پاکستان سر حد او منطقې ته بې له
اجازې او مشورې ورنوتل چې دغسې ننوتل د ملل متحد دمنشور پرضددي!

- که بن لاډن د isi سره وي / وی نو افردي د isi پلان برهم رسوا که او
ضمينه يې دې ته برابره کړه چې امريکا د پاکستان سرحدي حقوق تر پښو
لاندې کړي!

- که فرضا isi پرې خبر نوي او مسلمانانو ساتلی وي نو پردې صورت کې
افردي په مليونو دالر ، سياسي ايمېج د ISI له خولې وئيستل او هم يې
دپاکستان سرحدي حقوق په cia پايمال کړل !

داچې افردی پاکستانی دی نو دده وظيفه داوه چې اول خپل دولت ته را پور
ورکړي !
دافردي قيد حقوقي دی هرملک داسې قوانين لري , دساري په توګه
هغه امريکايې عسکرچې وکيليکس wikileaks ته يې دامريکايې قوي دظلم
اونورو جنايې کارو رپوټ ورکړی وو ، ابدي قيد پرې وخوت !

په حقوقي صورت غلط کار ندی شوی ، داچې دده دا عمل اولس ته څومره
ګټه رسوي او يايې نده رسولې هغه بل کار دی ، څوک يې ښه بولي او څوک
نالت پرې وايې !
اوس پوه شوې که نه !!!!


اتل
27.03.2013

پتنګ صاحبه، اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
ډیر خوشحاله شوم چې، په سړه سینه دواړه غږیږ، او یو دبل نه د مسائلو په زده کړه کې د نظر تبادله کوو.
تاسې وایاست چې اُسامه بن لادن یو مسلمان نشنالست عرب ؤ. که نشنالست ؤ نو بیا یې دده په خوله اول د جهاد نه څه بلا غوښته، او بیا یې د طالبانو سره څه کول؟ طالبان خو نشنالستان ندي، او د شورویانو پر خلاف جهاد هم د نشنالستۍ جګړه نه وه، چې اُسامه هغه وخت برخه پکې اخیستې وه، او موږ یې هم مننه کوله. دویم تاسې وایاست چې اُسامه په فلسطین کې د استعمار پر خلاف غټ خدمت کړئ. که همداسې وي، لکه تاسې چې وایاست، نو بیا اُسامه په افغانستان کې څه کول، ولې د فلسطین دمبارزې نه را وتښتید؟
په دې نورو ټکوبه وروسته بحث ته دوام در سره درکړم.
اوس به راشو اصلي مسئلې ته. تاسې وایاست (داچې دنيويارک مسئله دده افکار وو او که د CIA ماجراجويې وه خدای
پاکپرې پوهيږي)؟ ورورکله الله خو په هر شي آګاه دئ، خو اُسامه بن لادن د ۹/۱۱ نه یوه دوې ورځې وروسته پخپله اعتراف وکړ چې، دامسئله یې دومره پټه ساتلې وه چې حتی دهغه زوم سلیمان ابو غیث هم نه ؤ ورباندې خبر.
اوس تاسې ووایاست چې اُسامه ملا عمر ته خپله وفادارې تر پښو لاندې نکړه، د خپل عهد په ماتولو یې د حدبیې میثاق مات نکړ؟ اوس تاسې وواساست چې اُسامه د الله د احکامو او آنحضرت محمد صلی الله علیه وصلم له لارې عدول ونکړ؟ که دا منافقت نه وی، نو څه دي؟ اوس ته ووایه چې د اُسامه پر خلاف اقدام د هر مسلمان او په تیره بیا د افغان او پښتانه وجیبه نده، چې په افغانانو او په تیره بیا په پشتنو یې دا لویه ټکه را نازله کړه. آیا ډاکتر افریدي د یوه منافق پر خلاف معقول کار ونکړ؟
ستاسې پاتې سوالونه وروسته ځواب کوم. چې رانه خپه نشي، زه او تاسې هره ورځ علمیات زده کوو. زه پدې برخه کې زیاته مرسته درسره کولای شم، شرمیږه مه وروره.


ډاکتر څپاند
28.03.2013

اوسامه بن لادن دې نورو جهادي عربو سره يو ځې د انګريز او امريکې په لمسون دروسانو سره دجګړې لپاره پاکستان ته لاړ٠هلته د ISI
په منګولو کې ګير شو او بيا روسته قصې موږ تاسو وليدې او واورېدې٠
اسامه کله هم دې ٩/١١ په هکله اعتراف ندی کړی،يوه ويديو چې ګواکې داسامه اعتراف ئي ښود واضحا جعلي وه٠

اسامه په ظاهري توګه د ISI او دې پاکستاني کرنېلانو تر ګيرې لاندې
په ايت اباد کې اوسيده٠

دډاکټر شکيل شموليت پدې معامله کې يوه جعلي استخباراتي معامله بريښي.

زما په ند پاکستان د امريکئ دخوشحالتيا پخاطر شکيل بندي کړی دی.


pattang
28.03.2013

اتل صيب وعليکم والسلام !

[quote:cec5eba413]پتنګ صاحبه، اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
ډیر خوشحاله شوم چې، په سړه سینه دواړه غږیږ، او یو دبل نه د مسائلو په
زده کړه کې د نظر تبادله کوو.
تاسې وایاست چې اُسامه بن لادن یو مسلمان نشنالست عرب ؤ. که نشنالست
ؤ نو بیا یې دده په خوله اول د جهاد نه څه بلا غوښته، او بیا یې د طالبانو
سره څه کول؟ طالبان خو نشنالستان ندي، او د شورویانو پر خلاف جهاد هم
د نشنالستۍ جګړه نه وه، چې اُسامه هغه وخت برخه پکې اخیستې وه، او
موږ یې هم مننه کوله.[/quote:cec5eba413]

اتل خانه ناڅوناليزم څو اړخونه لري ... اسامه ټول هغه امريکايې قواوې چې
په عربي نيمه جزيره کې څای پر ځای دې نه يې غوښتې او بلخصوص کله
چې امريکاي عساکرسعودي ته راغله او هلته ميشته شول چې په عراق حمله
وکړي نو اسامه دا غټه ناروا وبلله ! د اسامه مفکوره په عربي نړۍ کې
عربي او اسلامي وه خو دباندې يواځې اسلامي له اسلامه دفاع کول دي !

** که څه هم صليبي لښکرو له لمانځه او نورو اسلامي عنعناتو څخه هلته
څوک نه منع کول خو بن لاډن پردۍ لښکرې په عريبي جزيره کې نه
غوښتل !! نو ددېته څه وايې?

[quote:cec5eba413]دویم تاسې وایاست چې اُسامه په فلسطین کې د استعمار پر خلاف
غټ خدمت کړئ. که همداسې وي، لکه تاسې چې وایاست، نو بیا اُسامه په
افغانستان کې څه کول، ولې د فلسطین دمبارزې نه را وتښتید؟ [/quote:cec5eba413]

ضرورندی چې دهغه حضور هلته وي ځو دهغه دازادي دمفکورې مسلمانان
هلته جنګيږي او مبارزه کوي !

[quote:cec5eba413]په دې نورو ټکوبه وروسته بحث ته دوام در سره درکړم.[/quote:cec5eba413]

ډېره ښه فورم ته ژر ژر راځه !

[quote:cec5eba413]
اوس به راشو اصلي مسئلې ته. تاسې وایاست (داچې دنيويارک
مسئله دده افکار وو او که د CIA ماجراجويې وه
( خدای پاک پرې پوهيږي)؟ ورورکه له الله خو په هر شي آګاه دئ
،[/quote:cec5eba413]

ډېره ښه !

[quote:cec5eba413]خو اُسامه بن لادن د ۹/۱۱ نه یوه دوې ورځې وروسته پخپله
اعتراف وکړ چې، دامسئله یې دومره پټه ساتلې وه چې حتی دهغه زوم
سلیمان ابو غیث هم نه ؤ ورباندې خبر.[/quote:cec5eba413]

چاوېل غلطه خبره ده سبوت يې راکه ! اسامه ملا صيب ته وېلي وو چې
دا کار ده ندی کړی او هغه بيا امريکايانو ته ور نکړ ! کارکونکي له جرمني
او امريکې څخه وو ، نه افغان طالب ، نه امي پښتون !

[quote:cec5eba413]
اوس تاسې ووایاست چې اُسامه ملا عمر ته خپله وفادارې تر پښو لاندې
نکړه، د خپل عهد په ماتولو یې د حدبیې میثاق مات نکړ؟ اوس تاسې
وواساست چې اُسامه د الله د احکامو او آنحضرت محمد صلی الله علیه وصلم
له لارې عدول ونکړ؟ که دا منافقت نه وی، نو څه دي؟ اوس ته ووایه چې د
اُسامه پر خلاف اقدام د هر مسلمان او په تیره بیا د افغان او پښتانه وجیبه
نده، چې په افغانانو او په تیره بیا په پشتنو یې دا لویه ټکه را نازله کړه. آیا
ډاکتر افریدي د یوه منافق پر خلاف معقول کار ونکړ؟ [/quote:cec5eba413]

دلته دوه خبرې دي:
که اسامه له طالبانو سره ګډ يو شی پلان کړی وي او بيا يې ګډ پلان
ته پټ تغير ورکړی وي دا خيانت دی .
که اسامه يواځې پټ کوم کار پلان کړی وي هغه يې خپل کار دی بايد
پټ يې وساتي !

[quote:cec5eba413]ستاسې پاتې سوالونه وروسته ځواب کوم. چې رانه خپه نشي، زه
او تاسې هره ورځ علمیات زده کوو. زه پدې برخه کې زیاته مرسته درسره
کولای شم، شرمیږه مه وروره.[/quote:cec5eba413]

اتل جانه ولې به خپه کېږم ! داسې مالوميږي چې يو ځوانکی هلک يې او يوې
ښې کورنۍ تر بيه او اخلاق لرې موفق اوسې بری درته غواړم!


اتل
28.03.2013

ډاکتر صاحب څپاند، اسلام علیکم
ستړئ مشې. ستاسې خبرې چې اُسامه بن لادن د خپلې ډلې ټپلې سره څنګه افغانستن ته د جهاد دپاره راغئ، او بیا څه وشول، بالکل پرځای دي. دا چې اُسامه بن لادن د ۹/۱۱ د مسئلې بندو بست کړئ ؤ، په هغې برخه کې د اُسامه اعتراف بالکل نګه دئ. پر اُسامه برسیره د هغه مرسیال ډاکتر آیمن الظواهري هم اعتراف کړئ چې د ۹/۱۱ پیښه ددوی کار ؤ. پدې برسیره هغه وخت په افغانستان کې د القاعدې د چارو مسؤل مصطفی ابو الیزید هم وویل چې موږ، یعنې القاعدې ددې دپاره په امریکا حمله وکړه، چې امریکایي قواوې افغانستان ته راشي او موږ یې دلته وځبو.
ډاکتر صاحپ څپاند، آیا افغانستان د عربو د جګړې میدان دئ؟ آیا ددوي په افغانستان او افغانانو زړه خوږیږي؟دوی هم نورو خارجي قواوو غوندې اجنبیان دی. اصلاً القاعدې، د ټولې دنیا لاس د افغانستان غاړې ته واچاوه او موږ یې پدې بده ورځ واړولو. القاعده بین المللی آجنډا لري، او طالبان افغاني. دوی دواړه نه سره جوړیږي، همدا علت دې چې اُسامه، ملا عمر او ټول افغان ملت دوکه کړل. هغه دافغان ملت دښمن او زموږ د وژل شوو خلکو قاتل ؤ.
دا ځنګه کیدای شي چې څوک اُسامه له ډ اکتر افریدي نه بهتره وګڼي او هغه ته مجاهد ووایي؟ نه، اُسامه له یوه قاتل او بین المللي د هشتګر نه پرته، بل څوک نشي کیداي.


pattang
28.03.2013

اتل خانه !

[quote:f44c726a3a]پدې برسیره هغه وخت په افغانستان کې د القاعدې د چارو مسؤل مصطفی ابو الیزید هم وویل چې موږ، یعنې القاعدې ددې دپاره په امریکا حمله وکړه، چې امریکایي قواوې افغانستان ته راشي او موږ یې دلته وځبو.[/quote:f44c726a3a]

داخبره احساساتي خوشې تپل شوې او غيرې منطقي ده !
دا د نا سنجيده دوشمن خبرې دي او بس .
داسې خبره شوې هم نده ! داهلته کېږي چې ملت او اولس ،دولت ور سره
ولاړ وی او هم يې تخنيکي زور لرلی وی!
دامريکايانو حمله پر افغانستان غيرې حقوقي وه او امريکا دافغان اولس سره
جنګ شروع کړی چې داد بشري حقوقو په منشور کې منع او ناروا ده !

ديوې پردۍ اردو جنګ له اولس سره ناروادی !!


اتل
29.03.2013

پتنګ باداره، بیا سټړئ مشې
وروره، عزیزه، دوسته، ملګریه ستا دې الله په نیکۍ مل شي، دا خو د خپل ځان او نور ملت سره ظلم کوې چې سړئ بیلګې په لاس در کړي، نقل قولونه در کړي، او بیا هم ته د خپل خره نه، نه ښکته کیږي
دا بله بیلګه هم در واخله. تاسې پوهیږئ چې ابو حفص الموریتاني د ۹/۱۱ نه مخکئ د القاعدې د دیني شؤنو رئیس او په دیني چارو کې د اُسامه ستر سلاکار ؤ. هغه وایې کله چې اُسامه بن لادن د ۹/۱۱ د حملو په برخه کې خبرې وسره وکړي، نو ابو حفص الموریتاني ورته وویل چې په بې ګنا ملکي خلکو باندې د حملو کول د اسلام له نظره حرام او ناروا دي، او دغسې کاراويي په اسلام کې هیڅ جواز نلري. د بې ګناه خلکو وژل، ولو که کفار وي په اسلام کې جائز ندي.الموریتاني وویل، سره لدې چې اُسامه ښه زړه درلود، خو بیایې هم اسلامي ارشادات ونه ونل او د ۹/۱۱ حملې یې وکړې
پتنګه وروره، ته یې چې نه مني، دا به ستاسې سر تمبګې وي
زه به یې پردې لنډه کیسه ختمه کړم. یو سړئ ؤ چې تکیه کلام یې[چې دي] ؤ
هره خبره به یې چې کوله، ویل به یې (چې دي) وروره داسې وشول (چې دي)، او وروره هغسې وشول (چې دي) .د هغه ملګرئ چې دده د تکیه کلام نه تر پزې راغلئ ؤ، ورته و ویل چې دا تکیه کلام دې، د خبرو تسلسل غوڅوي، لدې تکیه کلام نه تیر شه.
هغه په ځولب کې ورته وویل (چې دي) ولا چې سر مې پرې ځي هم (چې دي) که خو زه (چې دي) خوشئ کړم.
اوس تاسې هم د خپل ضد نه نه تیریږئ. دانسان لویوالئ پدې کې دئ چې حقیقت ومني، او نارینتوب هم دادئ چې قناعت وکړي
ددې ټولو خبرو سر چې را ګنډه کړو[چې دي] اُسامه بن لادن د ملا عمر سره کړئ میثاق تر پښو لاندې کړ[چې دي] او د الله جل جلاله احکام او د آنحضرت هدایات یې تر پښو لاندې کړل، [چې دي]، بې ګناه مسلمانان یې فتل کړل، زموږ په ټولو پښتنې ارزښتونو یې پښې کیښودې [چې دي]، او زموږ ملک یې په غم واړاوه، او ډاکتر شکیل افریدي، د اُسامه پر خلاف اقدام دپښتنو، د ګردئ سیمې او اسلام د پاره خدمت ؤ [چې دي]. الله دې په نیګۍ مل شه پتنګه وروره. (چې دي).


پتوال
30.03.2013

اسامه له امریکا حخه شهرت غوښته امریکا ورکړ، امریکا د خپلو مداخلو له پاره یو ظاهري دوښمن غوښته او اسامه دا
رول ولوباوه . اسامه يط د تورې بوړې په عملیاتو کې نیولای شو خو نه يط غوښتل ویې نیسي نو له محاصرې څخه د وتلو لار يې ورته خلاصه پریښوده . خو کله چې د امریکا هدف پوره شو نور د اسامه مقاومت د امریکا په ګټه نه تمامېده نو داسامه نیول يې هدف وګرځاوه. ولې پاکستان پرې لا خبل هدف ته نه ورسیدلی نو د اسامه ساتنه یې په ایبت اباد کې کوله.
اسامه وژل شوی نه دی، صرف جعلي عکسونه یې د مرګ په اړه ښودل شوي ، ژوندی نیول شوی او دغیبولو له پاره يې په
سمندر کې د ښخولو مصنوعي سنار یو وړاندې کړل شوه !
اسامه د طالبانو په قدرت لوبې او له طالبانو سره سخته جفا او
ISI + CIA ته یې بېساریي خدمتونه وکړل. طالبان د د نوموړو استخباراتو دسیاسی لوبو قرباني شول او کیږي او افغانستان د طالبانو او شمالي ټلوالې قرباني شو . خو شمالي ټلوالې ځان له هر ډول قربانۍ ورکولو څخه ژغورلی او د طالبانو د سیاسی غلطیو په برکت يې
امتیازات خپل کړي نو ځکه او دا ترانه وايي:

[color=blue:a73a9df73d]تل دې طالبان وي غولېدونکي کول په کول زمونږ
................................ دا افغان غول زمونږ، دا افغان غول زمونږ
[/color:a73a9df73d]


اتل
03.04.2013

پتوال صاحب، اسلام علیکم
ستایې دا خبره زما د بحث د اصلي موضوع سره کټ مټ اړخ لګوي، چې [اُسامه طالبان دوکه کړل، د طالبانو په قدرت یې لوبې وکړې او د هغوی سره یې سخته جفا وکړه، او طالبان د اُسامه د القاعدې ترورستي ډلې قرباني شول، او دا کار لاهم دوام لري].
زموږ د بحث د موضوع اصلي ټکئ هم دا ؤ چې طالبانو د خپلې پښتنې سر تمبګۍ او خوش باورۍ په وجه بیګانه عربي او غیرعربي ترورستانو ته پخپل ملک کې پنا ورکړه، او د افغانستان په شمول سیمه یې د تروریزم د ګواښ سره مخامخ کړه، خو کله چې ډاکتر افریدي ولیدل چې تروریزم پښتانه، پاکستان او افغانستان دواړه د بربادۍ په لور بیایي، نو يې د القاعدې د ښامار دسر د وهلو دپاره د غټې قربانۍ ورکولو ته غاړه کیښوده او اقدام یې وکړ. ډاکتر شکیل افریدئ، دستایش لایق دئ، نه دې د سزا. الله دې هغه زر خپلې کورنۍ ته راستون کړي


پتوال
01.05.2013

اتل خانه اتل شې او د حقیقت د لټون اتل اوسې!
د اسامه د وژلو رسوا جعلی عکسونه خپرول او بیا هغه په سمندر کې يوې تحت البحري بیړۍ ته کښته کول او ناڅرګنده ځای ته لیږدول او ژوندی خو پټ ساتل په ډاګه کوي چې نوموړي له سپینې ماڼۍ سره
د یو تړون له مخې د امریکا پر ضد په هغو سیمو کې « جهاد« کاوه چې امریکا غوښتل، څو امریکا ته د برید پلمه په لاس کې ورکړي!
د امریکا په ضد دبن لادن په عربي ناسیونالیزم په ولس کې له یو مفت سرسري محبوبیت پرته زیات څه نشو کولی چې د صدام همکچو عربي واکمنانو او یا فلسطیني مشرانو توجه او ملاتړ راجلب کاندي .
نو په عراق باندې د برید له پاره يې دآن دلومړي بوش له وخته نورې «رسمي« بهانې رامخ ته کړې!
خو په افغانستان کې طالب واکمنۍ د ISI د کوټلي نفوذ په مټ د القاعدې مشرتابه ته داسې اغیزانده مقام ورکړ چې ډیر ژر یې د امریکا برید ته په افغانستان باندې لاره پرانیسلته! د تورې بوړې، وزیرستان ، اسمار له غرونو نیولې بیا تر ایبټ آباد پورې د ISI له خوا د اسامه ساتنه او حفاظت ددې حقیقت محکي او معیاري ثبوتونه دي!
له بلې خوا د کابل حکومت د امریکا مستقیم ګوډاګی خو له اسلام اباد وروسته د امریکا یو پرکټی دوست دی. نو د افغان ولس دې الله مل شي، دغه ملت د یوه داسې پلاس په خوله کې واقع نیول شوی چې یو لړ یې د امریکا (یا CIA)او بل لړ يې د پاکوستان(یا ISI ) په لاس کې دی. تر څو پورې چې ددواړو لاس له افغانستان څخه پرې نشي، افغانستان آزادېدلای نشي او ضرور به د یوّه اړخ په لاس کې ښکېل وي !


میرویس
24.05.2013

پتوال صاحب، سلاونه او احترامونه
داچې اُسامه واقعاُ ووزل شو، زه خو یې منم. خو ډیر داسې نور خلک هم شته چې ستاسې د نطر سره موافقت لري.
خو د اتل صاحب د مطلب ټکئ دادئ:
[آیا پاکستان د تیروریزم پرخلاف جګړه کې بین المللي ژمنې نه وې کړې؟ که دا خبره رښتیا وي، نو ډاکتر شکیل افریدي خو د ملت او دولت په ګته د اُسامه بن لادن پر خلاف کاراوايي کړیده، نو بیا ولي په ۳۳ کاله بند محکومیږي؟ خو رپوټونه وايي چې نه، هغه د یوي افراطي اسلامي ډلې سره د ارتباط درلودلو په وجه په دومره زیات بند محکوم شویدئ. که دا دویمه خبره صحیح وي، نو آیا د یوې افراطی اسلامي ډلې سره د ارتباط درلودلو په وجه ۳۳ کاله بند د مبالغې او اغراق نه ډک ندئ؟ آیا وسله وال افراطیان چې د وسلې سره لاس په لستوڼي نیول شوي وي، حتي پرهغوی هم دومره زیات بند ختلئ دئ؟ دا ولې؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more