شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ |
ليکوال |
پيغام |
پتوال ستوري

دغړيتوب نېټه: 15 جنوري 2011 ليکنې: 1039
|
د ليکنې نېټه : ١ شنبه مارچ 24, 2013 11:20 pm عنوان : غټه ستونزه |
|
|
مونږ الف لرو چې له ډبل aa سره يې غږ معادل دی یعنې aa= الف دی ، خو د یو a له پاره چې د فتحې یا زوَرَکي سره مساوی دی هېڅ توری نه لرو . که انځور ګران ، خطاتان، ګړپوهان وکولای شي چې د فتحې د معادل الف داسې یوه نخښه (توری) رامنځته کړي چې د یوې کلمې په پیل ، منځ یا پای کې بې له کوم تکلیفه ولیکل شي نو دا به ستر بریالیتوب وي! |
|
بېرته سر ته |
|
 |
حمید هڅــاند ستوري

دغړيتوب نېټه: 23 سپتمبر 2009 ليکنې: 741
|
د ليکنې نېټه : ٣ شنبه مارچ 26, 2013 2:42 am عنوان : |
|
|
یو څو سارو،،،،،، وبښئ!....مثالونو ته اړتیا ده پتوال صیب...
درنښت |
|
بېرته سر ته |
|
 |
پتوال ستوري

دغړيتوب نېټه: 15 جنوري 2011 ليکنې: 1039
|
د ليکنې نېټه : جمعه مارچ 29, 2013 2:37 pm عنوان : |
|
|
حمید هڅــاند ليکلي: |
یو څو سارو،،،،،، وبښئ!....مثالونو ته اړتیا ده پتوال صیب...
درنښت |
دغه مساوات سم یا عملي نه دی:
سره = سره لکه په دې جمله کې : سره زر له هر چا سره نه وي !
ښه = ښه : ښه ښڅه له ښه سړي سره جوړیږي
په( سره زر) کې له (س) وروسته الفګوټی (a) نشته، خو (هر چا سره ) کې له (س) وروسته (a) شته لکه په ماسره Maa sara,او تا سره Taa sara !
دلته ګورو چې ما او تا هم په یو a لیکل سم نه دي او aa ته اړتیا لري!
نو په هر توري چې فتحه ولري هغه په هره ژبه کې وړوکی الفګوټی(a) غواړي چې مونږ ورته توری نه لرو! دا باید په ګډو هڅو جوړ کړو!
والسلام |
|
بېرته سر ته |
|
 |
larghonay laraway ستوري

دغړيتوب نېټه: 25 اکتوبر 2008 ليکنې: 1187
|
د ليکنې نېټه : ٤ شنبه اپريل 03, 2013 4:43 am عنوان : |
|
|
السلام عليکم
پتوال صيب د باړه ګلۍ په سمينار کې ستاسو سپړنې ته ورته ستونزه څېړل شوې خو هغه د (خج) ستونزه وه او تاسو د (زور او الف) ستونزه سپړلې ده. هلته يوه هڅه شوې ده . هغوی د زړه (قلب) او زړۀ (بوډۍ) بېلګې راوړې دي.
نو په سره او سرۀ کې يې هم مراعتولی شو.
همدا راز په قاموسونو کې فونيټيک ليکل کېږي .
نو د پښتو ژبې ليکدود خو عربي دی دا چې په عربۍ کې د زور لپاره کومه نښه نشته او دا موجوده نښه ( َ) يې هم د عجميانو لپاره جوړ ه کړې په خپله عربان يې نه کاروي.
نو په عربي الفبا کې به کوم بل توری وي چې موږ يې وکاروو او د (زور) ځای ونيسي؟
دې ته ورته نورې هڅې هم شوي خو ځای يې نه دی نيولی. يو شمېر پښتنو ليکوالو (ښوونه) د (ښو وه نه) په بڼه ليکلې.
زما په نظر خو په پښتو کې تر دې دمه کومه ستونزه نشته او هرڅوک يې په روان او اسانه توګه توپير کولی شي خو که پښتو په انګريزي تورو ليکو او بيا يې توپير کول غواړو نو همدا ستاسو د (a) او (aa) وړانديز به ورته سم وي!
مننه
ستاسو لرغونی لاروی |
|
بېرته سر ته |
|
 |
حمید هڅــاند ستوري

دغړيتوب نېټه: 23 سپتمبر 2009 ليکنې: 741
|
د ليکنې نېټه : ٤ شنبه اپريل 03, 2013 8:32 am عنوان : |
|
|
زما سلامونه هم ومنئ!
زما په نظر، پتوال صیب پرځای خبره کوي؛ دا رښتیا هم لویه ستونزه ده.
ما تازه د عربي ژبې په زده کړې پیل کړی دی؛ ځکه خو عربي یوې خواته کوم، انګلیسي کې به خبره را تاو کړم.
په انګلیسي کې د Mud او Mad تورو ته پام وکړئ. سره له دې چې له (سَره) او (سره) سره یې د اواز حرکت لږشان توپیر لري، خو بیا هم؛ که فرض کړو چې دا دواړه د پښتو لغتونه وای، موږ به یې په لیکلو کې توپیر نه ؤ کړی. Mud به مو هم (مډ) لیکی، او Mad به مو هم (مډ) لیکی. خو په اصل کې اول (مَډ) ویل کېږي او دویم اواز بیا درې برابره کش کول کېږي.
په انګلیسي کې د تلفظ ډېر کم توپير د لغت سپېلنګ بدلوي، او دا د انګلیسي غوره ځانګړتیا ده. ګمان کوم الماني او فرانسوي هم همداسې دي.
نو که پښتو هم له ورتې ځانګړتیا برخمنه شي، ښه او پرځای خبره ده.
درنښت |
|
بېرته سر ته |
|
 |
|