د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

نوي کال، نوي کالي مو مبارک شه!

Hashmat Kahn
19.03.2013

نوي ١٣٩٢ هجری شمسي کال را رسیدو ته یوه ورځ پا تی ده. نوی کال، نوی ورځ او نوی پسرلئ د افغا نستان په لرغوني تاریخ کي د ډیرو پخوانیو وختونو نه په افغانستان کي رواج لري. او ترننه پوري دا ورځ د یوی ملی، عنعنوی، کلتوري او دودیزی میلئ په شاند په رسمی او غیر رسمي توگه لما نځل کیږي.
د امریکا متحده ایالاتو قوماندانی یا سنت کام نوي کال ټولو درنوافغان هیوادوالو ته مبارکي وایي. هیله لرو چه ټول افغانان دننه په افغانستان اوبهر کی دنړۍ په هر گوډ اوهر ځاي کی چې ژوند کوي د نوی کال د نویو هیلو سره دا ورځ په خوښی او خوشحالی، ددوستي،اتحاد اویووالې په فضا کی تیري کړي.
په درنښت
حشمت
دامریکا متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواتروغړي
Digital Engagement Team - USCENTCOM
www.centcom.mil
https://www.facebook.com/CENTCOMDari?ref=hl


pattang
19.03.2013

نالت پراشغالګرو اونالت يې په مبارکي چې مونږ ته غيرې
اسلامي عنعنات را مبارکوي !
زمونږ هېوادنور پرېږدۍ زمونږ واړه،زاړه او ښځې نور
مه وژنۍ !


larghonay laraway
20.03.2013

نوی کال په تاريخي لحاظ د زردښتيانو دود دی او په مذهبي لحاظ د ايرانيانو او شيعه ګانو دود دی.
اصلاً ايرانيانو په دروغه په يما يا جمشيد پسې يو شمېر خبرې تړلي او بيا وايي چې يما يعنې ايرانی (اريايي) دوی په دې توګه غواړي چې ځانونه د اسلام له سپېڅلي دين او عربانو جلا کړي.
زمونږ بې سواده ليکوالان چې يوازې په پاړسي پوهېږي نو چې ايرانيان هرڅه وليکي هغه بيا دوی په پټو سترګو را اخلي او وايي چې افغانان هم اريايان دي او دا رښتيا خبرې دي.
دې ته ادبي غله وايي

په حقيقت کې په پښتنو سيمو کې نوروز نه لمانځل کېږي او نه يې پېژني
تاسو خپله فکر وکړئ په غزني، وردګو، پکتيا او نورو سړو سيمو کې د نوروز په ورځ سپينې واورې وي او ساړه وي
همدا راز په ننګرهارو کندهار، خوست او نورو پښتني ګرمو سيمو کې تر نورو وړاندې ګز ګز غنم ولاړ وي او ونې تکه شنې وي


ډاکتر څپاند
21.03.2013

په خوګياڼوکې نورو لمانځل شوی؟

http://www.youtube.com/watch?v=a2XlgO5KTvw

که "خدای مکړه"نوروز ولمانځل شي  تاوان ئي څه؟

په ننګرهار کې ډيرو مسلمانانو په وېساک کې ګډون کاوه!

ډير نامسلمانه وګړي په اسلامي هيوادوکې دې اختررونو ميلې لمانځي!

هيله ده چې څوک خفه نشي٠


پتوال
21.03.2013

پوښتنې :
۱- ایا پښتو اریایي ژبه نه ده ؟، که وي نو

۲- آیا پښتانه آریایان نه دي؟

۳- که اریایان وي نو ایا بیا حتمي ده چې د نوروز ورځ به لري او لمانځي به یې؟؟؟؟

زه پخپله لومړۍ دوه پوښتنې په هو او دریمه په نه سره ځوابوم . آیا ستاسو په اند زما کوم ځواب ناسم دي، که ناسم یې ګڼئ دلیل يې څشی بولئ . والسلام


ډاکتر څپاند
22.03.2013

سلامونه،

زموږ سپينګيرو مشرانو ويل چې په دويمه نړېواله جګړه کې موږ دهتلر
د بريا لپاره دعا کوله،داځکه چې جرمنان هم اريايان دي.

مسلمانان عقيده لري چې ټول انسانان د ادم او هوا اولاده دي٠

نو ايا دا حتمي ده چې پښتانه دې دنوروز دتجليلو سره مخالفت وکړي؟


larghonay laraway
23.03.2013

څپاند صيب لومړی خو دا چې که په خوګياڼو کې ولمانځل شي يا نه زه نه پوهېږم او يوه سيمه يا کلی د ټولو پښتنو د دود استازيتوب نه شي کولی. خو په ډاګه ويلی شم چې افغانستان يو موسم نه لري نو څنګه د حمل لومړۍ ورځ په ټول هېواد کې ولمانځل شي؟
تاسو وګورئ په جلال اباد کې غنمو وږي ايستلي او نې ګورې شوې دي نو څنګه ووايو چې په جلال اباد کې د حمل لومړۍ ورځ د ونو د شنو کيدو او شينليو راټوکېدو يا کر کيلې لومړۍ ورځ ده؟
که همداسې په دروغجنو دودونو کې نښتي پاتې شو نو د خدای خبر که د لغمانيانو شنه شنه بادرنګ دې په کړنګه څيله کې وخوړل. ځکه چې هغه خو تر پلاستيکونو لاندې کري نو ايازما د لغمان د کرکيلې ورځ دې وغندل شي؟ يا دې له ياده وويستل شي؟ ځکه چې په حمل کې نه ده؟
بله دا چې که نوروز د ټولو اريايانو وي نو هندوستان، جرمني او نور يې ولې نه لمانځي؟
که نوروز د شيعه ګانو نه وي نو د سخي ګل يې له نوروز سره څه؟
ايا جنډه هم کوم پسرلنی دود دی؟
که نوروز رښتيا هم اريايي دود وي نو سخي ګل خو دا څوارلس سوه کاله کېږي چې شتون لري ايا تر دې د مخه يې د چا جنډه اوچتوله؟
که پښتانه کوم دود نه لري نو په زوره يې پرې تپل څه معنی؟


پتوال
24.03.2013

[quote:55830d4d90="ډاکتر څپاند"]سلامونه،

زموږ سپينګيرو مشرانو ويل چې په دويمه نړېواله جګړه کې موږ دهتلر
د بريا لپاره دعا کوله،داځکه چې جرمنان هم اريايان دي.
[/quote:55830d4d90]
اول خو له سواد او تاریخ لوستنې پرته څوک اریایي توب پیژني هم نه او زمونږ اکثرو سپین ږیرو سواد هم نه درلود ، او دوهم که بیايې پیژني نو فکر نه کیږي چې تش په دې ټکي يې له جرمنیانو سره دومره مینه پیدا شوه چې د بري دعا به يې ورته کولې.
بلکې د هټلر عوامفریبه تبلیغ په افغانانو کې دا سې شوی و چې کله هیټلر افغانستان ته را ورسیږي نو ایمان راوړي او مسلمانیږي!
نو څپاند صیب ښايي زمونږ غولیدلو مشرانو د اسلام په خاطر دغسې دعا ورته رښتیا هم کړي وي، نه د اریيتوب په خاطر !
[quote:55830d4d90]
مسلمانان عقيده لري چې ټول انسانان د ادم او هوا اولاده دي٠
نو ايا دا حتمي ده چې پښتانه دې دنوروز دتجليلو سره مخالفت وکړي؟[/quote:55830d4d90]
د ادم اولاده خو مشرکین او مجوسیان هم وو، آیا د هغوی له مذهبي مناسکو سره د مسلمانانو مخالفت اړین نه و ؟؟؟؟؟
نوروز لمانځل د زردشتي دین جشن دی، او آیا د عیسوس د نوی کال لومړۍ ورځ (نوروز) لمانځل هم داروپايي اتشپرستانو او افتاب پرستانو جشن نه وو ! اسماني ادیانو ټولو دا شرک ګڼلی دی!
که د بزګر یا بسرلي د جشن په نامه يې څوک مسلمان لمانځي ، نو بیا دې د حمل په لومړۍ ورځ نه ، بلکې د لومړۍ اونۍ په یوه ټاکلې ورځ لکه پنځشنبه ونمانځي، څو زردشتي ماهیت يې له منځه لاړ شي او سوچه د بزګر ورځ یا د پسرلي جشن شي! والسلام


ډاکتر څپاند
26.03.2013

سلامونه

١- نوروز  دنوي لمريز کال لمړئ ورځ ده،پدې ورځ به چرته
 سپرلی او چر ته لا ژمی وي،خو پدی ورځ په شمسي نظام کې شپه او ورځ
سره برابره شي او په شمالي نيمه کره کې ددرې مياشتو لپاره ورځې
 اوږدې
او شپې لنډيږي چه دې ته دسپرلي موسم وائي٠
زموږ په هيواد کې لمريز تقويم رسميت لري او په ټولو ضروري مواردو کې ترې کار اخستل کيږي،نو نه پوهيږم چې دهغې دلمړئ ورځ تجليلول چې سل يا سلږونه کاله تاريخچه لري ولې ناوړه بلل کيږي؟٠
٢-زردشتيان چې داريايانو نيکونه ول او دعلم سره ئي اشنائي لرله،پدې بريالي شوي ول چې لمريز نظام 
مطالعه او لمريز تقويم يا کليزه رامنځ ته کړي٠هرقام دخپلو نيکونو په علمي لاسته راوړنو وياړي٠

٣-په مزار کې دحضرت علي (رض) دمقبرې دشتون لپاره پاخه
 تاريخي دلايل نشته.
داسې انګېرنې وجود لري چې نوموړی قبر دزردشت قبر دی،هوښيارو
عربانو که چې افغانستان اشغان کړ او زموږ نيکونه ئي داسلام په دين
مشرف کړل،دهغو د"مقدسو"ځايو سره ئي په "ملاحظه کارئ "سره 
عمل وکړ نو دا ځکه د "سخي"دجڼډې رواج لا پاتې دی٠
٤-ايرانيان ټول تاريخي وياړونه او هر څه دخپل ځان ګڼي،نو ايا داسې
په سادګئ ئي ورته پريږدو؟
٥-هره ټولنه ځانله خپل تقويم،نوې کال او دنوي کال ورځ لري.
دچينايانو نوې کال موده دمخه شروع شو،په ټوله نړئ کې ئي تجليل کړ٠

عيسوي کال چې دطبعيت دتغير او دلمريز کال پشان دقيق اومنطقي
شروع ياختم نلري،دعيسوي ټولني داقتصادي قدرت په وجه،قريب
دې ټولې نږۍ رسمي تقويم دی٠قمري کال چې دسپوږمۍ دحرکت پورې تړاو لري،ځکه مروج او
 بااعتباره ندې چې سپوږمۍ په ډير ناز او نزاکت سره په لاره ځي 
نو ځکه ئي وعدې داعتماد وړ  ندي٠

٦-پتوال صيب سمه ده چې په افغانستان کې بيسوادي زياته ده،خو ٤٠
کاله پخوا چې زه لا تنکی ځوان وم زما په انددلغمان دمرکز اوسيدنکي تر ٥٠ په سلو کې باسواده ول٠ځما نيکه هټلر اريائي ګاڼه او زموږ
يو بل سپينګيري ،ويل کېږي چې د "بچه سقاو"عکس ئي پخپل جب کې ساتلی وو،دا ځکه چې بچه سقاو په قوم صافی وه٠ :D


larghonay laraway
26.03.2013

څپاند صيب خبرې دې علمي او منطقي نه دي!
دا هيچا هم نه ده ثابته کړې چې رښتيا هم نوروز د يما له خوا رامنځته شوی دی
بله دا چې لمانځل هوايي نه کېږي. د نوروز دودونه له شينکيو، شينليو او ونو کېنولو سره تړلې دي چې چې په لغمان کې بڼ پسرلی وي او په باميانو کې کړنګنده يخني وي بيا د کوم دود له مخې نوروز ولمانځل شي؟
د باميانو ښځې په واورو کې سبزه لغت وکړي؟
د لغمان ښځينه په هغو غنمو کې سبزه لغت وکړي چې وږي يې ايستلي وي؟
د ننګرهار زده کوونکي د ښوونيز کال په نيمايي کې د ښوونيز کال پيل ولمانځي؟


Hashmat Kahn
27.03.2013

گرانه پتنګ او لرغونۍ لراوی!
لومړي، اجازه راکړي چي تاسوته یي روښانه کړم چې امریکایان افغانستان ته داشغال په نیت نه دی تللي ستاسي به په یاد وي چې د سپتمبر پر یولسمه کال 2001 پر امریکا د القاعده او دهغوی ملاتړکونکو لخوا برید وشو. موږ افغانستان ته په دي خاطر لاړو چې هغوي ونیسواو د قانون منگولوته یې وسپارو.
دوهم، که نوي کال ستاسو لپاره غیر اسلامي دي نو زما مبارکي مه لولي او نورو مطالبو ته ولاړشي. لکه چې تاسي ویني د نوي کال په اړه دلته نظرونه او عقیدی توپیر لري. نوي کال په افغانستان او گاوندیوملکونو کي اوس نه بلکې له پیړیو راپدی خوا لمانځل کیږي. اوس ولي ستاسي لخوا دغه لمانځل غیر اسلامي گڼل کیږي؟
دریم، زموږ ماموریت په افغانستان کې د افغان دولت او ملکي وگړو سره مرسته کول ، امنیت، بیا رغونه، د پولیسو او افغان پوځیانو روزنه، اود انتخاباتو لپاره یو قانونی او له نژادي تبعیض نه خالي زمینه مساعدول دي. برخلاف ستاسو دلیکنو. آیا دا به دډواړو افغانانو او افغانستان په گټه نه وي چې خپل محراق او طرز تفکرد افغانستان په بیا رغونه کي په کار واچوو او له دسیسه بازیو څخه ډډه وکړو؟
په درنښت
حشمت
دامریکا متحده ایالاتودعمومي قومندانی دبریښنایې خبرواترو تیم
Digital Engagement Team - USCENTCOM
www.centcom.mil
https://www.facebook.com/CENTCOMDari?ref=hl


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more