د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

ددموکراسئ نوی سوغات

ډاکتر څپاند
19.03.2013

ددموکراسئ نوی سوغات

دښځو دنړیوالې ورځې په مناسبت دملګروملتونو نړيول سازمان، دټولو اسلامي هيوادو 
په ملاتړ يوه فيصله وکړه چې دهغې په پنځمه کړۍ کې داسې راغلي:
5. هغومیرمنو ته پوره ازادي ورکول، څو د خپل میړه په خلاف محکمه کې دوسیه خلاصه کړي او قانوني او حقوقي مراجع په جریان کې واچوي چې د زور له لارې يې په خپله میرمن جنسي تیري او جنسي ځورونې کړې وي . په دې اړه باید چارواکي له دغه میړه سره داسې چلند وکړي لکه یو پردي سړي چې په اړوندې ښځې جنسي تیری یا جنسي ځورونه تر سره کړي وي.

په غربي نړئ کې يو ژوندی مثال:
GP(primary care physician) guilty of sexual assault faces tribunal
21 June, 2012Paul Smith4 comments

A doctor convicted of sexually assaulting his wife has claimed he carried out the attack based on his cultural understanding that a “husband and wife gave unconditional consent” to engage in sexual intercourse.
The GP was jailed in 2007 at Penrith District Court for three-and-a-half years after being convicted of having intercourse without his wife’s consent and a day later, assaulting her.


daud
19.03.2013

محمد فاروق (وړ)

غربي دیموکراسي

دا ښه شوه که نه بده ،چې غربي دیموکراسی شوه؟
روا دې په قانون کې ناروا بې ناموسي شوه

قاتل او غل دواک ،تخت،زور او زرو خاوندان شول
حمله په پردي سر،مال او ناموس هم میراثي شوه

بدلو افغانانو یو او بل ته زیری ورکړ
نېشه دي،ټول ګډیږي ،چې خطبه په انګلیسي شوه

هریوه ټګمارخپل ځان ته وریښمینې جامې پيدا کړې
پردی دلته هغه شو ،چې جامه یې کرباسي شوه

هریو ماشوم په مُد برابر خت او پرتوږ غواړي
دا جبر دتاریخ دی،دُنیا ټوله لباسي شوه

لارنس کافر هریوه ته څوطلاوې ورډالۍ کړې
یوه هم سره طلا نه وه ،هره یوه روپۍ میسي شوه

دستیژ په سر ولاړ خره او غوایه ته چکچک کیږي
حاصل ددې صحنې یوه بې پروا سوټیکراسي شوه

هندو ،جټ او جولاته دافغان په نامه خم شو
افغان خو داسې نه وي ،دا دچا دیپلوماسي ده

بدبخت غربي وحشت دشریعت سره پتلیز کړ
دا ډول اداره خو نه غربي نه عباسي شوه

پښتون ملت داحق لري،چې مخ ته ئې ورتوکړي
دی څوک شو؟ چې رسمي او ملي ژبه ئې پاړسي شوه

بل چېرته لږکي دډیرکي په ......سواره دي؟
یوه ډمه دوزیړه ،ملالۍ دې چپراسي شوه

یونو،ناتو،کاوبای او کرزي غول ورپکې وکړل
دموږ قانون بوین شو،لانجه داده اولسي شوه

په لوړغږ دبشر دحق او سولې ډنډورې دي
دقتل او زنا کومه دوسیه نن بررسي شوه؟

غربیان هڅه کوي ،چې دافغان نطفه خنثا کړي
نور ښځې نه بلاربېږي،هره یوه پټه خسي شوه

باور لرم ،چې زر به دنوبل جایزه واخلي
ښه وَرځي په نیکر کې ،سلکلنه هوسي شوه

پرچم ته دبریژنېف دخدمتونو په بدل کې
د(نور) یوه پښتنه خور ارتینه دیوه روسي شوه

دتا پلارنی کوریې په ناپالم بم سره وران کړ
هغه ناوړه پيښه دسپوږمۍ نه عکاسي شوه

ډیر پاک ځوانان او پېغلې ددښمن په دام کې بند شول
چې دوی یې خوري ،هغه دانه ډار،غچ یا تنګلاسي شوه

په خپل ناموس مین ټول سنګرونو ته وردانګي
په خپل کورکې دناستویې پلمه کمنفسي شوه

رښتیني مجاهد ددار په سرخپله ساه ورکړه
ګناه یې په قضاکې آزادي او پاکنفسي شوه

زه هیڅ وخت دجاهل اوبېګانه نه ګیله نه کړم
دما د آه سبب دیار جفا او بې کسي شوه

په ارګ کې په یوستر ډک دسترخوان مچان راټول شول
دا وضع خو په ګټه دچاپلوس،پست او عاصي شوه

پلو،چلو،ویسکي ا و وُدکازیب دمیز دسردي
کباب د وري او چرګ،نرمه غورمه یې دخوسي شوه

امیر امان الله ترتورو تیږو لاندې ژاړي
شلغمه یې نصیب ددوست ،اشنا او کړوسي شوه

دعقل او علم لمرراوخوت ،سپین سبا شو
رسوا توره تیاره،توره بلا او مایوسي شوه

جاهل په جهالت سره هېڅکله نه ورکیږي
دپوهې پرمختیا دجاهلانو بې وسي شوه

دتا قلم په ژبه ټول بېسده را په سد شول
بې واکه هم جفا،هم بې ستري ،هم چاپلوسي شوه

ښۍ خوادسپین پالنګ ته هورمونونو ورتشویق کړې
دچور لیونۍ مور لور وارخطا او وسواسي شوه

دښه نیت او انصاف مشوره داده په ځان ګرانه!
لنګړته ورنه تاو کړه! زمانه درته آسي شوه

لَوَړ چې درسره دی،ولې کارنه ورنه اخلې؟
دتاد سیاستونو طریقه هم نن دووسي شوه

چا؟ څه وخت ؟،چېرته؟ولې؟کومې لوبې په تا وکړې؟
همدغه یوه پوښتنه اې پښتونه! اساسی شوه

زارۍ ،غورې،دروغ او چاپلوسی ورپکې نشته
مه وایه!چې دا شعر هم شاهنامه دفردوسي شوه

کېدی شي ،یو څوک ووایي ،چې (وړ) به لېونی وي
حق وایي،دټولنې رنځوري یې سرګنګسي شوه

زولینګېن،جرمني
۰۵،۰۵،۲۰۱۱

مننه

دازاد او خپلواك افغانستان په هيله


پتوال
22.03.2013

البته څنګه چې د زور نکاح منع او حرامه ده دغسې په زور او خشونت سره د خپلې ښځې سره د جنسي
غریزې رفع کول منع او حرام دي او باید محاکمه او په سزا ورسیږي!
څنګه چې یوې ښځې ته هم روانه ده له هر علته چې وي د ورونو په مرسته د خپل ناکح په کونه یو موګی ټکوهي
دغسې کوم میړه ته هم نه ده روا چې جبراً لرګین یا غوښین موږی په خپلې منکوحې ومنډي!

البته هره ښځه غواړي چې د خپل خاوند له مینې څخه په درناوي پرخمنه شی، خو که دا مینه د هغې د تعذیب ،
سپکاوي په بڼه تر سره کیږي او د خپل حیوانیت د غریزې د سړولو له پاره يې
لکه د کاله خره په زور سره را څملوي او لکه د یو سپي په څیر پرې ورغورڅي، نو بیا خو يې د سپې غوندې ډبول هم پکار دي!

[color=red:e3c657e3a4]هو! پښتنانه د نه دخپلې او نه دبلې لور او خور سپکاوي منلی او زغملی شی![/color:e3c657e3a4]


tandar
22.03.2013

يره خداي پاک دي زما په ژوندون پاچا کړه چه عدالت مينځ ته راشي
امين ياربالعالمين
[quote:96fbdcee0d="پتوال"]البته څنګه چې د زور نکاح منع او حرامه ده دغسې په زور او خشونت سره د خپلې ښځې سره د جنسي
غریزې رفع کول منع او حرام دي او باید محاکمه او په سزا ورسیږي!
څنګه چې یوې ښځې ته هم روانه ده له هر علته چې وي د ورونو په مرسته د خپل ناکح په کونه یو موګی ټکوهي
دغسې کوم میړه ته هم نه ده روا چې جبراً لرګین یا غوښین موږی په خپلې منکوحې ومنډي![/quote:96fbdcee0d]


pattang
03.05.2013

ياره ملا پتواله ! په داسې خبر و به هسې دافغانستان ټولې ښځې
Emanze کړې او نارينه به بيا مجبوريږي چې نازکې فلزي کڅوړې
خپلو ځانوته پيدا کړي تر څو چې خپل لا لی پکښې خوندي او سلامت وساتي !

[quote:08eca085e9="پتوال"]البته څنګه چې د زور نکاح منع او حرامه ده دغسې په زور او خشونت سره د خپلې ښځې سره د جنسي
غریزې رفع کول منع او حرام دي او باید محاکمه او په سزا ورسیږي!
څنګه چې یوې ښځې ته هم روانه ده له هر علته چې وي د ورونو په مرسته د خپل ناکح په کونه یو موګی ټکوهي
دغسې کوم میړه ته هم نه ده روا چې جبراً لرګین یا غوښین موږی په خپلې منکوحې ومنډي!

البته هره ښځه غواړي چې د خپل خاوند له مینې څخه په درناوي پرخمنه شی، خو که دا مینه د هغې د تعذیب ،
سپکاوي په بڼه تر سره کیږي او د خپل حیوانیت د غریزې د سړولو له پاره يې
لکه د کاله خره په زور سره را څملوي او لکه د یو سپي په څیر پرې ورغورڅي، نو بیا خو يې د سپې غوندې ډبول هم پکار دي!

[color=red:08eca085e9]هو! پښتنانه د نه دخپلې او نه دبلې لور او خور سپکاوي منلی او زغملی شی![/color:08eca085e9][/quote:08eca085e9]


pattang
12.05.2013

[triangle]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more