د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

زوړ کمونست ته!

pattang
04.03.2013

زوړ کمونست ته!
حفیظ الدین پیرزاده -ستاکهولم سويډن
Larawbar.com 2013-03-04

زوړ کمونسته ! که ته په هر څومره پردو کې ځان پټ کړې خلک دی پیژني. که ته په هر رنګ کې ځان رنګ کړې ولس ستا اصلي رنګ نه هیروي.

منم د مجاهدینو خپلمنځي‎ انډوخر او د قدرت پر سر خونړیو جګړو به ستا د جرمونو او خیانت تصویر څه نا څه تت کړی وي٬ خو دا به هیڅکله پدې مانا نه وي چې ستا وطنپلورنه او له خپلو خلکو سره جفا به له یاده ایستل کیږي. منم د طالبانو لنډ اندي نظام به ولس له یو شره خلاص او پر بل اړولئ وي خو دا هم ددې مانا نه لري چې ته سپین باز شوی! منم د ناټو او امریکایانو ټولوژنو او ړندو بمباریو به ستا د زړو بادارانو چې ستا پر لارښوونه ئی ستا په ولس تیرئ کړئ و، یاد تازه کړی وي خو د غربي ښکیلاک ناوړه کړنې ستا جرمونو ته برءت نه شي ورکولای. منم د باګرام ، ګوانتنامو او نورو پټو او ښکاره زندانونو وحشت او بربریت او د بیګناه بندیانو تعذیبول، لوڅول او په سپیو داړل به د بشریت پر لمن تور داغ وي خو د نورو داغونه ستاسې د پلچرخي٬ اکسا ( خاد) او په ولایتي محبسونو کې د افغانانو بې محکمې وژنه، د نوکانو ایستنه، برق ورکونه او نور ډول ډول شکنجې نه شي پټولای. منم د غربي ښکیلاک وحشي عسکرو به د افغانانو پر مړو بولې کړي وي خو تاسې خپل مردارئ د بل په متیازو نه شی پاکولای.

تاسې خو ډیري افغانان په دې جرم چې د غرب تحصیلیافته وو هم د تورو تمبو شاته غورځولي او وژلي دي خو دا بیا بیله خبره ده چې نن تاسې له ټولو مخکې په هماغه غرب کې ناست او د هغوئ د خیرات په پیسو ژوند تیروئ. تاسې خو د افغانستان روڼ اندي٬ ولسي مشران٬ قومي مخور٬ علماء او نور سپین روبي چې ستاسې په اند ستاسې له نظام سره یوه خوله نه و هم تري تم کړي!
تاسې خو پر عام ولس هم صرفه نه ده کړې او ګولئ مو پرې چلولي چې د کنړ د کیرالې اجتماعي قبرونه ستاسې د ظلمونو ښه بیلګه ده. تاسې خو تل د زور خوا نیولې وي... د روسانو د یرغل په وخت کې د هغوی لاسپوڅي او اوس د هغې امریکې د دیموکراسئ په ثنا بریتونه تاووئ چې تاسې توره ارتجاع بلله!!

پخوانئ خادسته ! زه او زما پشان نور افغانان خپلو ګاونډیانو خصوصأ پاکستان ته په بده ګورو او علت ئی دادی چې زمونږ د ولس د ډیري بدبختیوتر شا ددوی لاس وي. ته هم ورڅخه کرکه لرې خو زما او ستا نفرت یو شان نه دی. زه چې کله وایم: مړ دي وي پاکستان ! نو تر شا ئې په حقیقت کې د هغو نارواو په مقابل کې عکس العمل ښوول وي چې زموږ دی حریص او نا مسلمانه ګاونډي زموږ پر ولس کړي او کوي يې. خو له پاکستان څخه ستا کرکه له خپل ولس سره د خواخوږئ پر بنسټ نه ده بلکي ستا د نفرت اصلي لامل له مجاهدینو او مهاجرینو سره د پاکستان هغه مرسته ده د کومې پر مټ چې مجاهدینو ستاسې د لړزانه او ګوډاګي نظام کاسه نسکوره کړه.

زوړ کمونسته ! ما له ډیري هغو کسانوڅخه ګرویږنې او پوښتنې کړي چې ستاسې په محبسو کې ئی د برقي ډنډو لاندې د مسلمانئ په جرم سزاوې ګاللې. ما له ډیرو هغو کسانو سره د زړه خواله کړي چې تاسې ئی په ډیره بې رحمئ نوکان ایستي او زه ډیر داسې کسان پیژنم چې پلرونه٬ ترونه٬ ورونه او نور عزیزان ئی تاسې بې محکمې او بې کومې اښتنې پوښتنې په شهادت رسولي.

زه پوخ باور لرم چې د حساب ورځ راتلونکې ده او په هاغه ورځ به بیا تاسې د ټولو هغو ظالمانو د کتار په سر کې ولاړ یاست چې پر دې بې وسه او لاچاره ولس ئی ظلمونه کړي. په هاغه ورځ چې افغانان د یوه ریښتني ممثل او قانوني دولت څښتنان وي بیا به همدغه غرب چې نن ئی د بشردوستئ تر نامه لاندې تاسې د خپل وزر لاندې نیولي یاست ، د افغان ولس پهغوښتنه او د نړیوالو قوانینو په اقتضاء تاسې د بشري ضد کړنواو جنګي جرایمو محاکمې ته ور سپاري.

د هماغسې یوې ورځې د لیدو په امید......


پتوال
07.03.2013

نه د ترکي کارمل او امین ګوډاګیتوب او نه هم د داود خان دوستي د شوروي په وړاندې چیرې بخښل کېدای شي او نه
ددې خیانتونو زیږنده ظلمونه، شکنجې او مرګونه چې کمونستانو تر سره کړي بخښل کېدای شي!
د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند د داود خان په مټ جوړ شوی ساتل شوی او پراخه شوی او بیرته
په همده راګرځېدلی هم دی او دئ یې په شهادت رسولی ، خو دا دا معنی نه لري چې د داود خان له حمایې پرته هم
د غه کمونستي ګوند جوړېدلای اویا يې دوام کولای شو !
فردی جزا باید د محاکمو له خوا د کمونستانو په شمول هر مجرم ته ورکړه شي، په دې اساسی حقه حقونو باید هېڅکله معامله
ونشي او هیواد نور له جنایاتو پاک شي . و من الله التوفیق !


سلامونه

tandar
07.03.2013

سلامونه
٨٠ فيصده يې امپرياليزم ته راغلي
کور، کالي، ډوډي ورته حواله شوي :oops:
همدغه يې غوښتل ورورسيدل او ملت يې ننه پوري په سرو وينو کي لمبيږي
دښاغلي حفيظ الدين چه له سويډنه ليکنه کړي په څنک کي دنارو ي په خاوره کي يوغټ کمونيست خلقي پروت او ځوي يې نن دپوليس په حيث دناروي ملت ته خدمت کوي :oops: :oops:
دا دوطن فرست کمونيست اولاده ده :oops: :oops:
يو وخت په کابل کي چه په لاره تلو له کبره يې اسمان ته يې کتل
دcia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي


پښتون:
07.03.2013

د کمونستانو په هکله د لیکنو په اړه ماته ډیرې پوښتنې راولاړیږي ،چې که کمونستانو ظلمونه وکړل او یا یې د افغانانو دین او کلتور ته سپک وکتل ،خو د داکتر نجیب الله د ملی مصالحی وروسته د کمونستانو په کړنلارو کې ډیر تغیر راغې.
د ۱۹۹۲ کال څخه چې ۲۱ کاله کیږي او د حکومت واګې مجاهدینو ته لاست ورغې او له هغوی وروسته طالبانو ته د حکومت واګې لاسته ورغې ،او بیا په ۲۰۰۱ کال کې د حکومت واګې بیرته مجاهدینو ته چې د کمونیزم لوی قدرت یې په ګونډو کړ او د امپریالیزم لوی قدرت ته دوی پخپله په ګونډو او په سجدو شول ،په داخل د افغانستان کې یې له افغانانو د کمونستانو ظلمونه ټول هیر کړل،ځکه چې مجاهدینو او طالبانو د ظلمونو او قتلونو (یونورسټیانې) او د آی اس آی د لاس لاندې (مدرسو) کې داسې طریقی زده کړې وی چې د کمونستان ظلمونه یې خنثی کړل.
هغه کمونستان چې په اصل کې د کمونست نوم پرې پروت دې د یو منافق ،رذیل ،د پاکستان زنځیری غلام سپیانو څخه په ایمان او تقوا ،زړه سواندی کې ډیر ښه او اوچت دي.که په اروپا کي دي او که په امریکا کي دي خپل عادي ژوند تیروي.او هر څوک چې په کوم مملکت کې اوسیږي او د هغه مملکت تابعت یې لاسته راوړې وي ،بیا مکلف دې چې د هغه مملکت ټولو قوانینو ته درناوی وکړي او د هماغه مملکت په آبادولو کې ونډه واخلي .او هم د هماغه مملکت د یو وګړي په حیث حق لري چې ډاکټر ،انجینیر،معلم،استاد،ډریور،پیلوټ،،،،،،،،،،،، او حتی په پولیسو کې دنده سرته ورسوي.
نو ولې د اصلي مشکل چې همدا د امپریالیزم لخوا جوړ شوی تنظیمونه او ورپسې د طالبانو رژیم چې سرچینه یې پاکستان دې ،او امریکا او نورو اسلام او افغان دوښمنه هیوادونو ورته د پاکستان له لارې مرستې وکړې او لا کوي یې.
د افغانانو لپاره لوی خطر همدا تنظیمونه او په همدې شکل د پاکستان تر قوماندې لاندې کسان وو ،دي او تل به وي.
بیا خو پکار ده چې د دې لویو ناسورونو څخه د خلاصون لپاره لاره ولټول شي او خلک یې نور د ظلمونو آزاد کړي.

پورته لیکنه د حفیظ الدین پیرزاده ،یوه شخصي ستونځه ده چې د یو کس څخه یې دومره ویره کړې ده!


pattang
11.03.2013

ګوره چې شمله مو ټيټه نکړ ې !!!!!!!!!!!!!!

[quote:52422d0a10="پښتون:"]د کمونستانو په هکله د لیکنو په اړه ماته ډیرې پوښتنې
راولاړیږي ،چې که کمونستانو ظلمونه وکړل او یا یې د افغانانو دین او
کلتور ته سپک وکتل ،خو د داکتر نجیب الله د ملی مصالحی وروسته د
کمونستانو په کړنلارو کې ډیر تغیر راغې.[/quote:52422d0a10]

هو نور خو يې څه نشوی کولی لوی بادار يې دوی پرېښودل او له مسودوف
پنجي سره يې رابطې او پټې خبرې ټينګې کړې !
که يې قدرت نور وی ولاکه يې دکلې ډم هم ژوندی پرې ئيښی وی !!

[quote:52422d0a10]د ۱۹۹۲ کال څخه چې ۲۱ کاله کیږي او د حکومت واګې مجاهدینو ته لاست ورغې او له هغوی وروسته طالبانو ته د حکومت واګې لاسته ورغې ،او بیا په ۲۰۰۱ کال کې د حکومت واګې بیرته مجاهدینو ته چې د کمونیزم لوی قدرت یې په ګونډو کړ او د امپریالیزم لوی قدرت ته دوی پخپله په ګونډو او په سجدو شول ،په داخل د افغانستان کې یې له افغانانو د کمونستانو ظلمونه ټول هیر کړل،ځکه چې مجاهدینو او طالبانو د ظلمونو او قتلونو (یونورسټیانې) او د آی اس آی د لاس لاندې (مدرسو) کې داسې طریقی زده کړې وی چې د کمونستان ظلمونه یې خنثی کړل.[/quote:52422d0a10]

[quote:52422d0a10]وروسته طالبانو ته .........[/quote:52422d0a10]

داخبره غلط ده طالب نه ظلم کړی او نه د ايديالو ږي مذدور دی نه تسليم
شوی دی ..... او داخوشې يوه پوچه پرو پاګنده ده چې حتا اوږد غوږی افغان
هم پورې خاندي !!

[quote:52422d0a10]هغه کمونستان چې په اصل کې د کمونست نوم پرې پروت دې د یو منافق ،رذیل ،د پاکستان زنځیری غلام سپیانو څخه په ایمان او تقوا ،زړه سواندی کې ډیر ښه او اوچت دي.[/quote:52422d0a10]

واوا اوس په سپينو ستر ګو را ننوځې هغه د مونږ دکلي ديارلس کسان چې
اول اولسوالي ته دخبرو لپاره ور بلل شوي وو، او بيا تر اوسه پورې ورک دي نودا دوه مليونه نور افغانان چا مړه کړل ??
کار يې هم وکه او په لمن يې هم راپاکوي ?? عجيبه نړۍ ده چې قانون او
پوښتنه نوي نو داسې انډ او خر جوړيږي .....

[quote:52422d0a10]که په اروپا کي دي او که په امریکا کي دي خپل عادي ژوند تیروي.او هر څوک چې په کوم مملکت کې اوسیږي او د هغه مملکت تابعت یې لاسته راوړې وي ،بیا مکلف دې چې د هغه مملکت ټولو قوانینو ته درناوی وکړي او د هماغه مملکت په آبادولو کې ونډه واخلي .[/quote:52422d0a10]

هو ولې نه ! مفتې پيسې خو بېغیرتي ده ! يو شمېر به يې کار هم کوي ځکه چې
دولت يې نه پرېږدي ! خو په مجموعه کې دوی کار، کور اوکالي په غرب کې
مفت اخلي خو خپل دوه ميليونه اولس ته يې پر ځای ددې يواځې ګور او کفن ور وبخشل!!

[quote:52422d0a10]او هم د هماغه مملکت د یو وګړي په حیث حق لري چې ډاکټر ،انجینیر،معلم،استاد،ډریور،پیلوټ،،،،،،،،،،،، او حتی په پولیسو کې دنده سرته ورسوي.[/quote:52422d0a10]

خو خلقيانو به اول داسې کارونه رفيقانو ته ورکول او په نورو به يې قروانه
تقسيموله !

[quote:52422d0a10]نو ولې د اصلي مشکل چې همدا د امپریالیزم لخوا جوړ شوی تنظیمونه او ورپسې د طالبانو رژیم چې سرچینه یې پاکستان دې ،او امریکا او نورو اسلام او افغان دوښمنه هیوادونو ورته د پاکستان له لارې مرستې وکړې او لا کوي یې. [/quote:52422d0a10]

دطالبانو يوځای کول له نورو سره خيانت دی او خوشې بې مانا خبره ده ، داچې له طالب سره هر څوک مرسته کوي کور يې اباد !

هر ازادي خوښتونکي جريان يو باندېنی مرستيال لري ، تاريخ مه هېروه !!

پښتون صيب ته خلقی يې ??
په خلقيانو کې هم با ناموسه او غيرتي خلک وو کله يې چې دځينې لنډغرانو
لوچکي او روسوايې وليدې نو له ګونده يې ځانونه وئيستل چې يو مسال يې
خير محمد مومند دی او نورهم ډېر داسې کسان شته ، فلهذا ټول خلقيان کوم
خلقيان ???
داخبره / سوال بايد تحليل شي ، په پټو ستر ګو (هر خلقي اتريبوته وګړی )زه
نه محاکمه کوم او نه يې غندم !!

[quote:52422d0a10]پورته لیکنه د حفیظ الدین پیرزاده ،یوه شخصي ستونځه ده چې د یو کس څخه یې دومره ویره کړې ده! [/quote:52422d0a10]

دهغه وېره له يوو سړي څخه ندی بلکې يو تاريخي زوړ پروڅيس يې په
کار اچولی او ګواښ /اشاره يې ورته کړې ده !!


ډاکتر څپاند
12.03.2013

[quote:5bcbb8e0fc]زه پوخ باور لرم چې د حساب ورځ راتلونکې ده او په هاغه ورځ به بیا تاسې د ټولو هغو ظالمانو د کتار په سر کې ولاړ یاست چې پر دې بې وسه او لاچاره ولس ئی ظلمونه کړي. په هاغه ورځ چې افغانان د یوه ریښتني ممثل او قانوني دولت څښتنان وي بیا به همدغه غرب چې نن ئی د بشردوستئ تر نامه لاندې تاسې د خپل وزر لاندې نیولي یاست ، د افغان ولس پهغوښتنه او د نړیوالو قوانینو په اقتضاء تاسې د بشري ضد کړنواو جنګي جرایمو محاکمې ته ور سپاري.

د هماغسې یوې ورځې د لیدو په امید......[/quote:5bcbb8e0fc]

امين


پتوال
14.03.2013

پتنګ صیب ښه تبصره کړې، زه یو ټکی ورزیاتوم :

[quote:b4e6c01cb9]،خو د داکتر نجیب الله د ملی مصالحی وروسته د کمونستانو په کړنلارو کې ډیر تغیر راغې. [/quote:b4e6c01cb9]

هیر باید نشي چې د ډاکتر نا نجیب په اړه دده د خاد د ریاست دوره ټاکونکې ده او تر ټولو سرسخت قصاب همدی و چې
ډله ییزې وژنې یې کړي او د شورویانو له خوايي ریاست جمهوري ته پرې ځان ورساوه(!!! )


پښتون:
22.03.2013

پتنګ صیب او پتوال صیب د نظرونو درناوی کوم ولې هیڅ مانا نلري،خو دا اضافه کوم چې د خلقی او پرچمی سپې هم د پاکستان په غولو پالل شویو اشرارو باندې شرف لري ،او په اوسنیو اشرارو (طالب) باندی خو په زرګونه ځله شرف لري.
ځکه دې اوسنیو اشرارو د پخوانیو اشرارو پند وانه خیسته او لا د ( جهاد افغانستان ،دفاع پاکستان ) لپاره یې د هیواد پښتانه تباه کړل او د تل لپاره یې پښتانه د ترهګرو او بی کلتورو په نامه نړۍ او سیمي ته وپیژندل.
دوی یوازې پښتنو ته نه چې مسلمانانو لپاره هم یو داغ دې د وحشت ،د غلامۍ،د پاکستان د لاسپوڅۍ او ګوډاګیتوب یوه لویه مرداري ده.
د سعودی مسلمانان او د پاکستان د پنجاب او سند مسلمانان د جهاد او نورو اسلامی احکامو خبر هم ندي ولې زمونږه هر ملا ګړنګن ته به یې د سر کوپړۍ له جهالته ور ډک کړي وي.
خلقیانو چه هر څه وکړل اوس نه آمین شته او نه ترکې ،او پرچمیان هم چې هر څه وکړل اوس کارمل نشته او داکتر نجیب الله خو د پاکستانی مریضانو غلامانو لخوا په شهادت ورسیده. ولېېېېېېېېېېېېې څوک به ملا (؟) محاکمه کړي چې د حلالو د طریقی موسس او د جهالت د دورې پیشوا دې.
هر کوټه وال او پیښورې راغې او پښتانه یې وشرمول . بعضې لا د کرزی په آخور څریږی او بد ورپسې وایی.
خلاصه : لعنت دې وي په پاکستانی غلامانو. لعنت دې وي پر هغو کسانو چې په افغانانو یې ظلم پیرزو دې او د پاکستان لپاره سوداګري کوي.


پتوال
24.03.2013

پښتونه وروره خبرې دې له پاک احساس او نیمګړو حقایقو څخه ډکې راته بریښي! نیمګړي په دې چې د شوروي د ایجنټانو
د کمونستي دورې جنایاتو ته ګوته نه نیسي، بلکې آن د نورو په جنایاتو یې پټول غواړې!
که دواړه مقایسه کوې نو ددواړو جنایات یاد کړه، ځکه دا درسره څوک هم نه مني چې د یو جنایت د هغه بل نه ډیر و ،
هغه ته چې يې کم بولې هغه کوم او څومره جنایت و، اول د هغې د اټکل په اړه خپل نظر وړاندې که چې د منلو دی که نه دی، نور له هغوی نه وروسته راغلل او له کمونستانو وروسته به پرې بحث وشي! والسلام


pattang
24.03.2013

پښتون صيب که دې ليکنه او دلائل په يوو فلسفي الګار تمي
چوکاټ کې واچوم اوارزيابي شي نو نتيجه به يې ډېره ناکامه راوخېځي !
دافغانستان د ټولنيزاو اقتصادي کنيماتيکي قانون دخرابولو
اوله منځه وړلوتاريخي مسؤلين خلق او پرچم دي ، دوی
دومره ډېره غلطه منفي انرجي سيستم ته ور کړه چې تر
اوسه پورې سيستم خپل استقرارنشي پيداکولی !!

: => ددې استقرار ماتول خلق او پرچم دي نه طالب
او نه اشرا ر !!

[color=red:27b59ec31d] (( پتنګ صیب او پتوال صیب د نظرونو درناوی کوم ولې هیڅ مانا نلري،... )) [/color:27b59ec31d]

** ولې مانا نلري ، هرشی يوه مانالري !!

[color=red:27b59ec31d](( خو دا اضافه کوم چې د خلقی او پرچمی
سپې هم د پاکستان په غولو پالل شویو اشرارو باندې شرف
لري ،او په اوسنیو اشرارو (طالب) باندی خو په زرګونه
ځلهشرف لري.....))[/color:27b59ec31d]

** پاکستانی غول خو د وينې ګډوالی ( لر او بر ) او ګډ
دين ورسره لري خوداوا يه چې خلق او پر چم له روسانو
سره غير له غلطې ايديالوګي بله کومه خپلوي لرله??
: => نو ولې ديوو سپی له بل نه ښه دی!!
پرچم او خلق روسان را وستل اودانورو..??
دانوروخوتاسې وشړلۍ د اوسنيو صلبي اشغالګرو په
مرسته چي تاسويې اوس نن دديموکراسي ملګري
بولۍ! هغه خلک چې تاسو يې وشړلۍ او بيايې دکابل ښار
وران ، 60 زره کابليان يې مړه کړل او افغانستان يې
پاټکي کړی وو او مېړوښې ښځې يې ځانته نکاح کولې ،
طالبانو دوی وشړل او له کلابه يې تېر کړل هغه دی له
صليبي اشغالګرو سره ( لکه په تېره له روسانوسره ) بيا
راغله اوله پخوا څخه بې ډېره نوره زياته بې ناموسي
شروع کړې او اشغالګر صليبيان يې جنګي ملګر ي دي.
کوم يو نر اوس دازادي شعار ورکوي او جنګيږي ??
برېتورخلقی ? نه ، کوني ډوله پرچمی ? نه او که بيغيرته
دچوکۍ او پيسو وږی افغان ملتی ?? نه يو هم نه !
:=> دازمونږ دکليو کم سواده ، بېسواده پښتانه دي چې
د طالب په نوم جنګيږي!
داچې دوښمن هر نوم ورکوي زړه يې خپل !
نوته ولې دطالب دومره مخالفت کوي کوم چې افغانستان
ازادوي !
ستا سو دچپه کيدوعلت :
ستاسوغلط روسي ملګري ، ستاسو غلطه هلکانه روش
اوسلوک له اولس سره، اوسني جنګي جنايتکاران اودغه
صليبي اشغالګر وو، نه طالب !!
:=>ستانفرت له طالب څخه يواځې عقيدوي بولم !!

[color=red:27b59ec31d](( ځکه دې اوسنیو اشرارو د پخوانیو
اشرارو پند وانه خیسته او لا د ( جهاد افغانستان ،دفاع
پاکستان ) لپاره یې د هیواد پښتانه تباه کړل او د تل لپاره
یې پښتانه د ترهګرو او بی کلتورو په نامه نړۍ او سیمي
ته وپیژندل.))[/color:27b59ec31d]

دپخوانويو اشرارو علت ستاسو کلتوري او مذهبي تېری
او فرعوني اعمال له اولس سره وو چې اخر يې تاسې
راوپرڅولی، اوسني اشرار صليبي اشغالګرله وطنه سړي
ايا دا بد کاردی ? پاکستان خو يې ندی اشغال کړی چې
پاکستان دوی په خپله ګټه استعمالوي ، بلکې دافغانستان
اشغال يو سالم حقيقت دی او جهاد فرض ګڼل کيږي ...
دپښتنوتړل له تروريستانو سره يو ميديايې پوچ ريتوريک
دی چې اشغالګر خپل اشغال ته حقوقيت پرې ورکوي او
لاسپوڅي خپل دالر پکشې ووهي، نو انډيواله ستا خبرې
له يوې خوا سياسي ضعف لري او له بلې خوا د چپې
ايديالوږي استازيتوب کوي !

[color=red:27b59ec31d](( دوی یوازې پښتنو ته نه چې مسلمانانو
لپاره هم یو داغ دې د وحشت ،د غلامۍ،د پاکستان د
لاسپوڅۍ او ګوډاګیتوب یوه لویه مرداري ده.
د سعودی مسلمانان او د پاکستان د پنجاب او سند مسلمانان
د جهاد او نورو اسلامی احکامو خبر هم ندي ولې زمونږه
هر ملا ګړنګن ته به یې د سر کوپړۍ له جهالته ور ډک
کړي وي. ))[/color:27b59ec31d]
که دوی دا کارپرېږدي نو ته به دصليباينو غلا مي کوې له
هېوادڅخه به د تايلند جوړ او د شواريې نظار غلام به يې !
که طالب نوي د پښتانه په نوم به هر وخت څپېړې خورې!
خودا دطالب زور دی چې دپښتون نوم نن ياديږي او په څو
ټکيو پښتو هم خبرې کېږي !!

[color=red:27b59ec31d](( خلقیانو چه هر څه وکړل اوس نه آمین
شته او نه ترکې ،او پرچمیان هم چې هر څه وکړل اوس
کارمل نشته او داکتر نجیب الله خو د پاکستانی مریضانو
غلامانو لخوا په شهادت ورسیده. ولېېېېېېېېېېېېې څوک به
ملا (؟) محاکمه کړي چې د حلالو د طریقی موسس او د
جهالت د دورې پیشوا دې.)) [/color:27b59ec31d]
دلته ګوره څومره غلطي کوې! هغه کارونه چې خلق
اوپرچم کړي دي بايد اول وسپړل شي او محاکمه شي
او بيا وروسته دانورهم !!
چا نجيب محاکمه که! چې په زرګونو انسانان يې ګورته
وليګل نو دده مرګ ولې دومره مهم دی چې (?) پرې
محاکمه کوې!
: => محاکمه به دټولوکېږي !

[color=red:27b59ec31d](( هر کوټه وال او پیښورې راغې او پښتانه
یې وشرمول . بعضې لا د کرزی په آخور څریږی او بد
ورپسې وایی. ))[/color:27b59ec31d]
کوټه وال اوپېښوری هم پښتا نه دي ، پښتانه نه سره بېليږي
او يوله بل سره به مرستې کوي ? تاسو هم په خپل وخت
دکوزوپښتننودرې زره نفره دنشنل عوامي پارټۍ غړي
مسکوته واستول چې 1200 يې د IsI نفرراوختل!
:=> نور هم مه ملامتوۍامکان لري چې خال خال
به هم غلط خلک وي !!

[color=red:27b59ec31d] (( خلاصه : لعنت دې وي په پاکستانی
غلامانو. لعنت دې وي پر هغو کسانو چې په افغانانو یې
ظلم پیرزو دې او د پاکستان لپاره سوداګري کوي)).
[/color:27b59ec31d]
هو لانت دې وي خو مريض بدن ته هر مکروب ورځي
خپل ځان دې له مکروبه خلاص کړي اوبيا دا افغانستان
چا مکروبببببي که ??


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more