د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د (نن) پوښتنه...په زړه پورې لړۍ

حمید هڅــاند
04.03.2013

اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته...

همدا لړۍ مې نن ټکي اسیا کې مطرح کړه، خو هلته زه مجبور یم هم سوال وکړم او هم ځواب ولیکم...ځکه مې قصد وکړ چې موضوع دلته هم را ولېږدوم...

هره ورځ به زه یوه پوښتنه کوم..او ستاسې نه یې په ځواب کې مرسته غواړم...البته د پوښتنې حق دلته یوځې زما نه بلکې د بل هرچا کېدای شي...لنډې پوښتنې او لنډ ځوابونه به ورکوو..

ستاسې د ګډون په تمه...
[color=green:346a74821e]
د (نن) پوښتنه:
ـــــــــــــــــــــ
.................۱) د رسولانو او نبیانو ټولیزه شمېره څو کېږي؟؟؟

[/color:346a74821e]

د ورځې په پای کې پوښتنه زه هم ځوابوم..خو تر هغو پورې تاسې هم ځوابونه ورکولی شئ.

درنښت


حمید هڅــاند
05.03.2013

[color=brown:1c4ec0e31e]خلک وایې چې یو لک او څلور ویشت زره ـ کمو زیات.

ایا دا ځواب سم دی او د دې ځواب مرجع څه ده...یانې په کوم سند خلک د رسولانو او نبیانو شمیره یو لک او څلورویشت زره ښیې؟؟؟
[/color:1c4ec0e31e]

درنښت
نوربیا...


وزیري
06.03.2013

د فقه اکبر په شرحه کی ملا علی قاري صاحب لیکلي دي هلته یی وګوره!


پتوال
06.03.2013

هڅاند صاحب د سکالو سرلیک دې په دې خورا جالب او په زړه پورې دی چې ښايي د نن ورځې د اغ او توده پوښتنه ترې مطلب وی، خو تاسو پخپله یوه داسې پوښتنه مثال ګرځولې چې هغه هم د پرون او هم سبا او هر وخت او هر زمان پوښتنه ده او له نن سره په اختیاري او تصادفي ډول تړل شوې ده آیا همداسې نه ده ؟ که همداسې وي ښه به نه وي دا ډول بوښتنې تر بل سرلیک لاندې وضع کړو او نن د نن ورځې حادو پوښتنو ته ځانګړې کړو ، د جهاد او سیاست له ډګر څخه د نننۍ پیښو په اړه وپوښتو ؟ والسلام


larghonay laraway
07.03.2013

السلام عليکم!
زما په نظر خو همغه په قرآنکريم کې چې د کومو نومونه ياد شوې دي صحيح ده د نورو په اړه کوم مؤثق دليل نشته.


رښتینی
08.03.2013

کوم پیغمبران چې قران کریم یاد کړې دي دهغو نومونه دادي :
آدم ، إدريس ، نوح ، هود ، صالح ، إبراهيم ، لوط ، إسماعيل ، إسحاق ، يعقوب ، يوسف ، أيوب ، شعيب ، موسى ، هارون ، يونس ، داود ، سليمان ، إلياس ، الْيَسَع ، زكريا ، يحيى ، عيسى عليهم الصلاة والسلام ، او ذو الكفل هو آيرو مفسرينو [يغمبر بللي ىي ، او اخيري يې محمد صلى الله وعليه وسلم .
او دا چې د ټولو شمیر یو سل او څلرویشت زره ده په دې اړه یو حدیث راغلی دی چې ابن حبان البستي په خپل صحیح کې روایت کړی دی :
عن أبي ذر قال : قلت : يا رسول الله ، كم الأنبياء ؟ قال : ( مائة ألف وأربعة وعشرون ألفًاً ) ، قلت : يا رسول الله ، كم الرسل منهم ؟ قال : ( ثلاثمائة وثلاثة عشر جَمّ غَفِير) ، قلت : يا رسول الله ، من كان أولهم ؟ قال : ( آدم ) ... .
رواه ابن حبان ( 361 ) .

خو دا حدیث ډیرو علماو ضعیف بللی دی بلکي ابن جوزي خو لا موضوعي بللی ده.


حمید هڅــاند
09.03.2013

ښاغلی پتوال!
د [(نن) پوښتنه] سکالو په اوږدو کې مې غوښتل هره ورځ یوه دیني پوښتنه مطرح کړم او بیا یې په ګډه ځواب کړو، خو له بده مرغه چې بوختیاوې زیاتې دي، زه پخپله په دوه ورځو کې نن دادی ټول افغان ته راغلم. او هوکې، زه همدغو پوښتنو داغې پوښتنې وایم او سرلیک کې مې یې ځکه (نن) اضافه کړی ؤ چې غوښتل مې د یوې ورځې-یوې پوښتنې په ډول وي.
د افغانستان سیاستوال به څه شي او سیاست به یې څه وي چې په اړه یې سر وخوږوو..نه خو رادیو ته غوږ نیسم نه تلویزیون لرم چې زموږ د شناندو! او ړوند اندو نظرونه واورم..هسې بکواس لګیا وي او بس!....مګر، د سیاست مخالف نه یم، موږ اړ یو چې د افغانستان او افغان ژغورنې په پار سره یو موټی شو تر څو نور مو په برخلیک لوبې-لکه همدا اوس چې یې روانې کړې دي، ونه کړي.....نو تاسې بسم الله کړئ همداسې څه موضوع چې اړینه وي، مطرح یې کړئ او د عملي هڅو غوښتنه بیا په ګډه وکړو او په ګډه به عمل پيل کړو...

د زړه ته را نژدې لرغوني راتګ ته هرکلی وایم....او زه هم د لرغوني ورور د خبرو سره موافق یم.
د رښتیني ورور ګډون د پام وړ دی، سرچینې یې په ګوته کړې دي او هرڅه یې روښانه کړي دي چې بیا هم هماغه خبره کېږي چې د یو لک او څلورویشت زره کمو زیات پيغمرانو خبره نه شي ثبوت کېدای.

ستاسې ټولو نه مننه....

[color=green:42439a0e6f]
د (نن) پوښتنه:
ــــــــــــــــــــ
................۲) ټولټاکنې په اسلام کې شته که نشته؟

پوهېږم پوښتنه سرخوږونکې ده،،،خو هیله ده ځوابونه مو لنډ او د کره سرچینو په حواله وي.

درنښت
[/color:42439a0e6f]


حذيفه
10.03.2013

الباني په دې اړه ليږ وضاحت کړی خو نور وخت راسره نه سته چي زيات تحقيق مو پرې کړی وای.
قال: قلت: يا رسول الله! كم وفى عدد
الأنبياء؟ قال: مائة ألف وأربعة وعشرون ألفا، الرسل من ذلك ثلاثمائة
وخمسة عشر، جما غفيرا ". أخرجه أحمد (5 / 265) . وعلي بن يزيد وهو
الألهاني ضعيف. ومعان بن رفاعة لين الحديث كما في " التقريب "، لكن يبدو أنه
لم يتفرد به، فقد قال الهيثمي في " المجمع " (1 / 159) : " رواه أحمد
والطبراني في " الكبير "، ومداره على علي بن يزيد وهو ضعيف ". هذا وزاد
الطبراني في حديث الترجمة السلسلة الصحيحه ح:۲۶۶۸)
البته هڅان صيب وروستۍ پوښتنې ته دي بيا راځم اوس وخت راسره ياري نه کوي.
مننه!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more