د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

د تعلیم سره دښمني، که د ملت سره دښمني؟

میرویس
28.02.2013

ګرانو وطنوالو، اسلام علیکم
آیا دا څوک منلئ شي چې اولادونه یې بې تعلیمه پاتې شي؟ ډا ښونخي او تعلیمي مرکزونه ځوک، او ولي ورانوي. آیا دا طبیبان چې د مسلمانانو خدمت کويو روغتونونه چلوي، دا قاضیان، د کرهني پوهان، د تخنیک او نورو څانګو ماهران د کوم ځای نه راغلي دي. آیا دا ښونځي څوک ورانوي؟ آیه هغه افراد چې ښونځی ورانوي د تلفن، ډاکتر، کرهنې، تخنیک، ؛اډی او نورو هغو وسلیلو نه کار نه اخلي د تعلیم پّ برکت موږ ته محی شویدي. دا لاندې وګګري
===
مومندو ایجنسۍ کې څلور ښوونځي الوځول شوي
د خپريدو وخت: 09:18 گرینویچ - پنجشنبه 28 فبروري 2013 - 10 کب
د ډیورنډ کرښې ته څېرمه قبایلي سیمې مومندو ایجنسۍ سیمه ییزو چارواکو ویلي، په یوه ورځ وسله والو د ماشومانو څلور ښوونځي ویجاړ کړي دي.
دوی وايي، چې په دغو ښوونځيو کې چاودېدونکي توکي ځای پرځای شوي وو.
ورته مطالب
• قبايلو کې ٥٠٠ ښوونځي او کالجونه وران شوي دي
• په غزني کې یو ښوونځی سوځول شوی
• پښتني سيمو کې ښوونځي څوک خرابوي او ولې ؟
یوې حکومتي سرچینې بي بي سي ته ویلي، چې لسګونو وسله والو مومندو ایجنسۍ غلني سیمې په صافي، شرب خېل، قندارون او کمال خېلو کلیو کې د هلکانو یو منځنی او درې لومړني ښوونځي الوځولي دي.
کلېکاږل پښتني سیمو کې ښوونځي څوک خرابوي او ولې؟
دوی وايي، چې په دغو ویجاړیو کې د ښوونځيو ودانیو ته سخت زیان اوښتی.
سرچینه دا هم وايي، چې سخت دریځو لومړی د کمال خېلو منځنی ښوونځي ویجاړ کړی او بیا یې درې نور الوځولي دي.
خو د شرب خېلو کلي د ماشومانو د لومړني ښوونځي درې ټولګي او د مدیر خونه یې په دویم برید کې له منځه وړي دي.
۵۰۰ ښوونځي
د قبایلي سیمې چارواکو ویلي، د تېرو پنځو کلونو د ناامنیو په درشل کې د دغې سیمې نژدې پنځه سوه ښوونځي ویجاړ شوي او یا سوځول شوي دي.
دوی وايي، چې په دې سره د سیمې تر پنځو سوو زرو ډېر ماشومان له زده کړو بې برخې شوي دي.
د قبایلي سیمې یوه چارواکي، هاشم خان افریدي بي بي سي ته ویلي، قبایلي سیمو کې د سخت دریځو اعمالو په پایله کې تر اوسه څلور سوه او پنځوس تعلیمي ادارې تړل شوې، چې په دې کې کالجونه، لومړني، منځني او ثانوي لېسې هم راځي.
دوی وايي، چې د ګڼو ویجاړو شویو ښوونځيو د بیا رغولو چارې یوازې د کېږدیو په جوړولو تمامې شوې دي.
د هغو زیاترو ښوونځيو زده کوونکي تر شنو ونو لاندې درسونه وايي، چې ښوونځي او ټولګي یې ویجاړ شوي دي.
[/quote]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more