د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

ولې یوازې پښتون ځوان نسل د زده کړې نه محرومیږي؟

اتل
25.02.2013

ډیرو ګرانو پښتنو اسلام علیکم
د افغانستان په هغو سیمو کې چې طلبان پکې فعال دې او یا فعل وو، ډیر هلکان د د زده کړي او پوهې د نعمت نه محروم دي او د نجونو ښونځي خو اډو شته نه. په څو تیرو کلو کې د پاکستان په قبایلي علاقو کې د پنځو سوو نه زات ښونځي یا ړنګ کړئ شوي او یا متروک دي. دا چې دا ولې داسې کیږي علت یې هرجاته جوت دئ. طالبان په خوله وايي چې پالسي یې د معارف حمایه ده او هغه هم د شریعت په چوکاټ کې. ځو دا لانده معلومه چې ددوي تعلیمي نصاب څشئ دئ؟ تیرو لسو دوولسو کلونو د معارف له اړځه پښتون ولس ته څوموره تاوان اړولئ دئ؟ آیا دغه تیر کلونه د ماشومانو د تعلیم د پاره بیرته را ستنیږي؟ آیا دبې تعلیمۍ د عواقبو نه طالبان خبر دي؟
دا لاندې کنئ رپوټ د پاکستان د قبایلو د علاقې د تعلیم په برخه کې خپور شویدئ
===
پښتونخوا کې د ماشومانو تعلیمي کچه
25.02.2013
د تعلیمې کچې د کالنیز راپور ترمخه په خیبر پښتونخوا کې د شپږو او شپاړسو کالو ترمینځ د څلویښت زره شپږ سوه شپږ ماشومانو د سروې نه معلومه شوې ده چې ۹ فيصده جینکۍ او ۷ فيصده هلکان سکولونو ته نه ځي.

د ۲۰۱۲ م کال په کالنیز راپور کې د صوبې د ۲۳ ضلعو سروې شوې ده. په دې کې د بونیر او کوهستان ضلعې نه دې شاملې .

د تعلیم په میدان کې د اصلاحاتو د څانګې یو چارواکي فرید خټک ويلي ـــــ د ټولو نه لویه ستونځه داده چې پرایمري سکولونه ډیر دي او هایي سکولونه لږ دي او بله داچې های سکولونه لرې دي او زدهکونکي ورته نه شي تللای.

په راپور کې راغلي ـــــ د پرایمري په کچه د تعلیم معیار دومره ښه نه دی چې زدهکونکي د های سکولونو په کچه د زدهکړو ذمه وارو پوره کولو ته تیار کړي.
د دویم جماعت یواځې ۸۰۸ في صده زدهکونکي په خپله ژبه کې د دویم جماعت د کچ یوه قیصه لوستې شي. او د پینځم جماعت یواځې ۳۴ فېصده زدهکونکي د دریو هندسو د تقسیم مسلې هوارولای شي.

د راپور ترمخه یواځې ۳۹ في صده میندو بنیادي زده کړې کړي دي. او د پاکستان په قبایلي سیمو کې چې کله په وړومبي جماعت کې شل زدهکونکي داخل شي خو چې کله لسم جماعت ته رسي نو یواځې درې ماشومان پکې پاتې شوي وي. ۱۶ في صده ماشومان سکولونو ته نه شي رسیدې ، ۲۵.۳ فیصده د سکولونو نه بهر دي او په دوی کې ۲۱.۵ فيصده هډو په سکولونو کې داخله نه ده اخستې. په قبایلي سیمو کې یواځې ۴ فيصده میندو بنیادي زدهکړې ترلاسه کړي دي.

د تعلیم په مد کې د اصلاحاتو د څانګې یو چارواکي ورځپاڼې ته ویلي ـــــــ د تعلیم په میدان کې د کمزورو لرې کولو له پاره د اولس کردار ډیر مهم دی.


حمید هڅــاند
26.02.2013

ښاغلی اتل! الله مو راوله...
طالبان وايي چې زموږ لومړیتوب اوس جهاد دی، په نورو خبرو پسې سر نه ګرځوو.
ځینې ملایان بیا وايي چې مکتب د فرعون په لاس تاسیس شوی دی، موږ یې باید له بیخه وباسو. زما سره ډېر داسې وعضونه شته چې ملایان صاحبان یې زموږ او ستاسو ساده اولس ته هدیرو او مسجدونو کې کوي او وایي چې مکتب د فتنو ځاله ده...


pattang
26.02.2013

[quote:76d0f09200="حمید هڅــاند"]ښاغلی اتل! الله مو راوله...
طالبان وايي چې زموږ لومړیتوب اوس جهاد دی، په نورو خبرو پسې سر نه ګرځوو.
ځینې ملایان بیا وايي چې مکتب د فرعون په لاس تاسیس شوی دی، موږ یې باید له بیخه وباسو. زما سره ډېر داسې وعضونه شته چې ملایان صاحبان یې زموږ او ستاسو ساده اولس ته هدیرو او مسجدونو کې کوي او وایي چې مکتب د فتنو ځاله ده...[/quote:76d0f09200]

قدر مند هڅاند صيب سلامونه !
ملا يان خو ملامت ندي :
قران مکتبيانو ، خلقيانو او پر چميانو بې عزته نه که !
ته خو هلته پيدا هم نوې ، دکابل په پوهنتون کې يې په دا 1966- 1968
کلنو کې په قران يې څه لېبې وکړې !

وروسته بيا دستر ګو ليدلی حال :
دسکنجې او وهلو په وخت کې به يې وېلې:
" کجا است همو خدايت که به تو حالا کمک کند "

دا ټول مکتبيان وو او دي ! نو ځه اوس قضاوت ستا په لاس !.....

دا اوس دې هم مکتب پلوه خلک څه کو ي ....???

بهترين چپی تېوريسن هغه بلل کېده چې دقران او دين سربه سر سخته مخالف
وو او ددين مذهب بې عزتي به يې کوله !
داټول جهالت او نا پوهي وه ،خو دا اوس يې هم ګوره چې بيايې ځينې
سياسي مشاورين دکرزي له څنګه ناست او د cia ښابی څټي !!!!!!!!!

که مکتبيانو زمونږ اسلامي هويت او لارو ته احترام کړی وی او پاللې يې
وی نودملا خوله به مو په سوک وهلې وه !


پښتون:
26.02.2013

پتنګ صیب د ۱۹۹۲ کال را پدیخواه خو خلقیان او پرچمیان میرات مړې په واک کې ندي . او نه یې چاته بیا دا خبرې کړي کومې چې تاسو د یو کس چې د یو حزب اقلیت تشکیلوي او اوریدلي مو دي.
ولې برعکس د ۱۹۹۲ کال راپدیخواه ،ها خواه به یې نه حسابوم .د مجاهدینو په نامه بانډونو او د طالبان په نامه کسانو څه وکړل؟ البته چې د پاکستان آرمان او مقصد یې پوره کړ.د پاکستان هدف او آرمان د افغانستان ویجاړول او پښتانه بیسواده او بدمرغه کول وو.
((کجا است همو خدایت که تورا حال نجات بدهد)) همدا خبره خو طالبانو هم په ثبوت ورسوله چې د مسلمان په ستوني یې چاړه ایښودې وه او هغه مظلوم خوار ورته الله الله چغې وهلې او کلمه یې ورته په وار وار ویله ،ولې د طالب صیب په غوږ کې چې د آی اس آی کوم اسلام ویل شوی دې ،هغوی نه الله ج پیژني او نه هم کلمه او همدا پورته جمله ورته وایی چې اوس دې ولاهکه ستا خدای هم را څخه خلاص کړي.
فقط په دشت لیلی کې دا طالبان پښتنو وژلي اوسي چې دوی یې غچ له پښتنو اخلي.د اعطا محمد نور او امرالله صالح لپاره خود د طالبانو سپیني تختیدلي دي او کیدای شي کوم پیمان یې ورسره تړلې وي چې وروره ستاسي او د پاکستان یو هدف دې چې پښتون باید مجبوره او بیسواده وي نو مونږه تاسي دې هدف ته رسوو.


حمید هڅــاند
26.02.2013

ښه-ښه...نو ځکه باید مکتب له بیخه وویستل شي!...
ګورئ پتنګ صیب! زموږ د کړنو لپاره به میزان قران وي...اوس راځئ وګورو چې په افغانستان کې په دا تیرو څو لسیزو کې د کوم اړخ کړنې په دې تله پوره ختلې دي:
۱) خلقیان.....................نه،
۲) پرچمیان...................نه،
۳) مجاهدین...................نه،
۴) طالبان.....................نه.
۵) کرزیخېل مرزیخېل.......نه.

یاد ساتئ چې زما پورته ډلبندۍ ټولیزه ده..هره وېشنه ډېر شمیر داسې خلک لرل او لایې هم لري چې د الله د رضا لپاره را ولاړ شوي دي. ځینې ساده خېل خو بیا د هر لوري له خوا وکارول شول. خو راځئ وګورو چې د چا د هڅو پایلې سمې وي چې له مخې یې د دوی کارونه توجیه کړای شو:
خلقیان پرچمیان به پرېږدو، د مجاهدینو مبارزه خو په دې خاوره د شریعت د واکمنۍ په پار وه؛ ایا شریعت یې واکن کړ؟؟؟؟
نه، نه یواځې دا کار یې ونه کړ، بلکې زرګونه بې ګناه مسلمانان یې شهیدان کړل او د افغانانو د وینو ویلې یې وبهولې...ته او الله!، کوم کار یې د قران سمه نمائنده ګي کولی شي؟؟؟ هغه مجاهدین او طالبان خو دې له مدرسې راوتلي ول، اوس به نو موږ مدرسې (الله مکړه) ړنګوو، که څنګه؟؟؟؟

درنښت


اتل
27.02.2013

حمید هڅاند صاحب، اسلام علیکم،
په هره فرقّه، طبقه او هره ډله کې ناغیړه افراد شته، زه باور لرم چې ټول ملا صاحبان او د اسلام ددین عالمان پدې عقیده ندي. دوی پوهیږي چې عمومي تعلیم او بالخصو ساینس، د طیایت، کرهنې، چاپیریال ساتنې، علم نجوم او د علومو نورو څانګو علومو اسلام ته بې شانه خدمتونه کړي دي. نن سبا ساینس د طبیعت هغه رمزونه برالا کوي چې قریب څورلس سوه کاله مخکې په قرآن کریم کې ذکر شويدي.
دمحمد صلی الله نه چا پوښتنه وکړه چې سږ کال موږ کښتونه څنګه وکړو؟ هغه ورته وویل چې که ددین سوال درته پیدا شي، نو ماته راشه، اوکه د کرهنې خبره وي نو بزګرانوته ورشه، هغه تر مانه په کرهنه ښه پوهیږي.هڅاند صاحب، زه فکر نه کوم چې ملا صاحبان به دنیوي او دینی خبرې سره ګډوي.
په ننۍ زمانه کې د علم نه پرته ژوند مشکل دئ، علم قوت اوقدرت دئ.
هرکه دانا بود، توانا بود - دل پیر با علم، برنا بود


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more