د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

ایا اور د اورله پاره عذاب دی ؟؟؟؟

پتوال
07.02.2013

ملایک له نوره او دانسان بدن له اوبو او خاورې (خټې) څخه پیدا شوی دی. که د تنفس هوا پرې بنده نکړي نور اوبه ، خاوره او خټه د انسان دبدن له پاره ، څنګه چې پخپله اوبه ، خاوره یا خټه ده، کوم عذاب نه جوړوی، خو اور یې بدن سیزي
او له همدې کبله ددوزخ عذاب د سخت اور عذاب دی.

شیطان او نور پیریان چې له اوره پیدا دي که د اور له پاره اور عذاب و نه ګرځي،نو لومړی سوال دادی که چیرې
شیطان ته د اور عذاب عذاب نه ګرځي له اور پرته به بل په څشي عذاب ورکول کیږي؟؟؟؟

دویم داچې شیطان تر قیامته پورې توبه نه باسي او له تکبر څخه لاس نه اخلی ایا علت یې همدا دی چې پخپله له اوره پیدا او بد ن یې اور دی نو له اورله عذابه نه ویریږي که څنګه ؟؟؟؟


حمید هڅــاند
08.02.2013

د شیطان د رټل کېدو د کیسې یوه څنډه:
قَالَ رَبِّ فَأَنظِرْنِي إِلَىٰ يَوْمِ يُبْعَثُونَ ﴿٧٩﴾ إِلَىٰ يَوْمِ الْوَقْتِ الْمَعْلُومِ ﴿٨١﴾ قَالَ فَبِعِزَّتِكَ لَأُغْوِيَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ ﴿٨٢﴾ إِلَّا عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِينَ ﴿٨٣﴾ قَالَ فَالْحَقُّ وَالْحَقَّ أَقُولُ ﴿٨٤﴾ لَأَمْلَأَنَّ جَهَنَّمَ مِنكَ وَمِمَّن تَبِعَكَ مِنْهُمْ أَجْمَعِينَ ﴿٨٥﴾
(شیطان) وویل: اې ربه، د اخرت تر ورځې ماته وخت راکړه. (الله) وویل: ته تر مالوم وخته له مهلت ورکوونکو څخه یې. (شیطان) وویل: په عزت دې سوګند، ټول به بې لارې کړم، پرته ستا له مخلصو بنده ګانو نه. (الله) وویل: په حق سوګند او یواځې حق وایم: چې دوزخ به په تا او ستا په لاره تلونکو ټولو باندې ډک کړم.

له کیسې نه جوتېږي چې شیطان وروسته له رټل کېدو پخپله د اخرت تر ورځې مهلت غوښتی دی او بیا ورکول شوی هم دی. تر هغې مالومې نیټې یې د بشریت دوښمنۍ ته مټې بډوهلې دي او هڅه کوي چې بشریت بې لارې کړي. خو پای به یې په دوزخ کې وي، چېري چې به دی د ده له لاره تلونکو سره یوځای په عذاب محکومېږي.
اوس پوښتنه داده چې: که شیطان له اوره پیدا دی، بیا ولې اور کې اچول کېږي. ځکه اور به اور ته څنګه عذاب ورکړي؟؟
انسان چې له خټې پیدا دی، ولې په خټه عذاب ورکول کېدای شي. مثلاً: د عذاب یو ډول دادی چې په لوطي باندې دیوال نړیوال کېږي (دا چې شرعاً یې جزا همدا ده که نه، دا بېله خبره ده). نو دېوال هم له خټو جوړ دی او انسان هم، خو بیا هم له خټو جوړ ته په خټو عذاب ورکول شو. په ورته توګه، له اور پیدا ته هم په اور عذاب ورکول کېدای شي.

درنښت


پتوال
09.02.2013

هڅاند صیب د ځواب له هڅې مو مننه!
وچ جامد دیوال د خټې سره یوشی ګڼل له یوې خوا او اخروی عذاب له دنیوی هغه سره یوشی ګڼل د تعمیم وړ نه بریښي، ددیوال وچوالی وزن او کلوالی د عذاب له پاره د ډبرې یا اوسپنې اغیز تمثیلوي نه د خټې! همدارنګه ددیوال ذات او تش ذاتي تماس هم انسان ته عذاب نه ورکوي خو د اور تش تماس ذاتي عذاب رامنځته کوي.
تاسې هم هغه ایت رانقل کړی د کوم له مخې چې د شیطان له پاره ددوزخ عذاب ثابت شوی دی او ددوزخ عذاب اصلا د حرارت له توپیر څخه منځته راځي . او د ټمپراتور د دې توپیر په اساس دوزخ په دوه ډوله دی ، تود دوزخ چې اور لري او سوړد دوزخ چې تر کنګل هم ډیر سوړ دی ، الله دې مونږ له دواړو وساتي، ښايي د اورین شیطان له پاره به یخ دوزخ تر ټولو سترعذاب وي . والله اعلم !
نو راځه چې د دینپوانو ځواب ته سترګې په لار و اوسو . والسلام


حمید هڅــاند
16.02.2013

یوځلې بیا د مداخلې اجازه غواړم...
داسې هم ویلی شو چې اوسپنه هم د خټې اغیز تمثیلوي، ځکه دواړه د جازبې قوې تر اغېز لاندې که پر سړي ولوېږي، عذاب ورکوي...خټه که لمده وي که وچه.
خو هوکې،،،سل په سلو کې موافق یم چې اخروي عذاب د څرنګوالی او ډول په اړه خبره ځکه ستونزمنه ده چې هلته له واکمنو قوانیو موږ نه یو خبر..او هلته یواځې د اور ګرمي د عذاب یواځینۍ وسیله نه ده،،،د عذاب بېلابېل ډولونه دي، لکه له پاس نه لاندې اچول او نور.....

درنښت


Musaferjan
17.02.2013

ایا اور د اورله پاره عذاب دی ؟؟؟؟

السلام علیکم
پتوال صیب
لومړی خو سوال صحی نه بريښي، په دې چې هغه اور اور نه دی پاتې، تحول په کې
رامنځته شوی او که صحی وی نو ولې خدای جل جلاله ته دا کار څه سخت دی؟
داسې او ورته پوښتنې هسې د وخت ضایع کول دي

په احترام


پتوال
21.02.2013

علیکم السلام و رحمة الله و برکاته !

[quote:f8e6b854a8="Musaferjan"]ایا اور د اورله پاره عذاب دی ؟؟؟؟

السلام علیکم
پتوال صیب
لومړی خو سوال صحی نه بريښي، په دې چې هغه اور اور نه دی پاتې، تحول په کې
رامنځته شوی او که صحی وی نو ولې خدای جل جلاله ته دا کار څه سخت دی؟
داسې او ورته پوښتنې هسې د وخت ضایع کول دي

په احترام[/quote:f8e6b854a8]

علیکم السلام و رحمة الله و برکاته !

یو واقعي مسلمان د خپلې ګناه په اندازه هم ددوزخ د اور له ویرې ریږدي، خو فاسقان پرې سترګې پټوي او د ایمان او کفر
په منځپولو شنې او سرې خیټې پراته وي. که دوی ته له دوزخ څخه ویره راپه یاد نکړې په ستنا نه منونکي ډول د ایمان له پولو ور اوړي،
نو د دوزخ د عذاب په اړه بحث نه یواځې فاسقان د کفر له پولو څخه راستنوي بلکې په هر مسلمان کې د تقوا درجه هم لوړوي او همدغه ویره تقوا او عبادت دی!

البته په دې کې خو هېڅ سوال نشته چې شیطان له هر بل دوزخي زیات په عذاب اخته کیږي، خو ددې زیاتوالی
پوهېدل او تصورول باید ممکن اوسي، نو که د هغه اور د حرارت درجه چې شیطان ترې جوړ دی هر څومره کمه
هم شي د نورو دوزخي موجوداتو په نسبت بیا هم ډیره زیاته ده ، چې نفې کول یې د شیطان له پاره طبعاً ستر عذاب
تمامېدای شي، کوم چې په یخ دوزخ کې ورته لا ډیر ور رسېدلی شي .والله اعلم بالثواب !
الله سبحانه و تعالی دې مونږ له رجیم شیطان او د هغه له شر څخه وساتي!
ولې دا پوښتنه د بحث له پاره نه ، بلکې ځواب له پاره دینپوهانو ته مطرح او راجع شوې ده .

خوا خوږي ، مینه او درناوی !



ع کريم حليمي
21.02.2013

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
مکرم ،دانشمند پتوال صاحب زما شې هیلی ومني

داچه رب العزت فرمايي چه : إنا خلقناهم من طين .......!
والصلْصال مِن الطین

طین د یو عنصر نوم ندی ، دا و موږ ته نده معلومه چه داانسان له څه قسم clay او ختو نه جوړ شوی ، مختلف عنصرونو چه سره ګډ کړو کولی شو چه ختي یا clay ورڅخه جوړي کړو ، اقسام د خټو جوړولی سو (د انسان بدن مجموعه د عنصرو ده یعني خټي )
چه راسم و (خلقتني من نار وخلقته من طين) و خبري ته
نو اور یا نار هم نوم د عنصر ندی ، نو داسي ویلی سم چه ابلیس د مځکی او یا له دغه ۱۱۶ عنصرنو نه دی جوړ ابلیس له اسماني عنصرونو نه جوړ سوی دی ، اواسماني عنصرونه موږ نه پېژنو ،يعني د اسمانونو او د دغه خاکي مځکي عیني کیمیا او بیالوجي نه ده

کوتا ئې دا چه : نار هم نه پېژنو ولي چه رب العزت فرمايي چه : فاتقوا النار التي وقودها الناس والحجارة أعدت للكافرين .

يطوفون بينها وبين حميم آن.

داسي ښکار چه : د دوږخ خس خاشاك به انسانان او كاڼي وي او جوش اوبه
یعني په دوږخ کښی به چوش اوبه او کاڼي او مجرمان وي او بس

او شيطان یا ابلیس هم له مجرمانو څخه دی

نوټ : رب العزت فرمايي چه
بسم تعالی : وما أدراك ما سقر ( المدثر / ۲۷)
ژباړه
اوته څه پوهېږې چې څه دي هغه دوزخ ؟

ورنښت


پتوال
22.02.2013

محترم استاد مولینا حلیمی صاحب او درنو دوستانو السللام علیکم و رحمة الله وبرکاته!

ژوندي موجودات چې له څشي څخه جوړ شوي وي نو پایښت يې هم پر همغو ولاړ او له هغوی پرته پایښت نشي موندلی .
د انسان بدن په دې معنی له خټې یعنې له اوبو او خاورې څخه جوړ شوی چې د اوبو او خاورې له مخلوطی او ترکیبي اجزاو
او محصولاتو (منرالونو ، مالګو، ویټامینونو، مایعاتو او غذايي موادو) پرته ژوندي نشي پاتې کیدای . فزیک کیمیا بیولوژي او طب
د انسان په بدن کې همدغه توکي او عناصر تثبیت کړي او د ژوند له پاره د هغوی بشپړاوی اړین بولي . پاتې شوه د روح مسله، هغه
تاسو غوندې دیني عالمانو ته بهتره معلومه ده چې تر قیامته پورې به د هغه کیفیت له الله (ج) پرته بل هیچاته معلوم نه وي ،
ولې داسې ښکاري چې په مادی بدن کې میتافزیکي بعدونو ته ځای نه وي پاتې شوی .
په هر صورت که د انسان په بدن کې غیر ځمکني عناصر موجود وای په هضیرو او قبرونو کې به یې د پاتې شونو ډیرۍ
موندل شوې او د زرګونو کلونو وروسته به يې اوس د ځمکې خاورین ترکیب او تخلیط ته بشپړ بدلون ورکړی وای !
والله اعلم


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more