د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

که کعبه د وليانو زيارت ته تللې وه نو لمونځ به کوم ځای ته کېږي؟

حذيفه
07.02.2013

داسي هم کېږي چي کعبه زيارت ته ولاړه شي نو که دا د لمانځه وخت وي بيا به لمونځ کوم ځای ته کېږي؟
کعبه هم زیارت کوي او کله ناکله زیارتونو ته ځي؟ اوس نو که کعبه د شامي صیب زیارت ته تللې وه بیا به لمونځ کوم لوري ته کېږي؟
کتاب وايي:
مَطْلَبُ كَرَامَاتِ الْأَوْلِيَاءِ ثَابِتَةٌ وَفِي الْبَحْرِ عَنْ عِدَّةِ الْفَتَاوَى: الْكَعْبَةُ إذَا رُفِعَتْ عَنْ مَكَانِهَا لِزِيَارَةِ أَصْحَابِ الْكَرَامَةِ فَفِي تِلْكَ الْحَالَةِ جَازَتْ الصَّلَاةُ إلَى أَرْضِهَا(شامی کتاب الصلاة باب شرط الصلاة مطلب فی ستر العورة)
ژباړه: د اولیاؤ کرامت ثابت دي بحر له څو فتاواؤ په حواله ليکلي دي: کعبه که له ځایه پورته شوه د کرامت د خاوندانو زیارت ته ولاړه نو په دې حال کي لمونځ هغې ځمکې ته روا دئ چي مخکي پرې وه.
بیا وايي:
وَمَا ذَكَرَهُ فِي الْبَحْرِ نَقَلَهُ فِي التَّتَارْخَانِيَّة عَنْ الْفَتَاوَى الْعَتَّابِيَّةِ قَالَ الْخَيْرُ الرَّمْلِيُّ: وَهَذَا صَرِيحٌ فِي كَرَامَاتِ الْأَوْلِيَاءِ، فَيُرَدُّ بِهِ عَلَى مَنْ نَسَبَ إمَامَنَا إلَى الْقَوْلِ بِعَدَمِهَا(مخکي حواله)
بحر چي څه ذکر کړي هغه تتارخانيې له عتابيې فتاوا نقل کړي ول خیر رملي ويلي: دا د اولیاؤ په کرامت کي څرګند دلیل دئ پر هغه چا رد دئ چي زموږ امام ته يې د دې د عدميت نسبت کړی.



ع کريم حليمي
08.02.2013

مکرم حذیفه صاحب ،‌ السلام علیکم و رحمة الله
خدای دي وکړي چه جوړ او روغ یاست ، تاسي کومه پوښتنه لرئ ؟په دغه ((مَطْلَبُ كَرَامَاتِ الْأَوْلِيَاءِ ثَابِتَةٌ وَفِي الْبَحْرِ عَنْ عِدَّةِ الْفَتَاوَى: الْكَعْبَةُ إذَا رُفِعَتْ عَنْ مَكَانِهَا لِزِيَارَةِ أَصْحَابِ الْكَرَامَةِ فَفِي تِلْكَ الْحَالَةِ جَازَتْ الصَّلَاةُ إلَى أَرْضِهَا))جمله کښي ، که جواب مو هو وي ، نو پوښتنه مو مطرح کړئ‌

درنښت


حمید هڅــاند
08.02.2013

هههههههههه
دا بیا څنګه خبرې شوې ښاغلی حذیفه!
کعبه څنګه او په کوم دلیل (عقلي، نقلي، ساینسي او...) د اولیاؤ زیارت ته، تر کومو قوانینو لاندې ځي؟؟؟
نادودوې مو لیکلې دي...

درنښت


حذيفه
08.02.2013

مکرم حليمي او دروند ورور هڅاند صيب! سلام علیکم
دا مي يوه پوښتنه کړې ده او بیا مي د ياد شوي کتاب په حواله ځواب کړې ده نو په دې کي نوره پوښتنه نه پاتېږي که يو وخت داسي پېښه سوه ما يې د ياد کتاب په حواله ځواب در کړی دئ او تاسو به بیا داسي کوئ.
هڅاند صیب! نادودي ولي دي خو دا دئ د کتاب په حواله خبره کوم ته خو هم عجيب کس يې ، زه درته د کتاب حواله درکوم او ته وايي نادودې دي کړې دي؟.
دا نقلي ، عقلي او سائنسي دليل ته اړتيا نه لري د اولیاؤ کرامت نه منئ؟
دا کرامت دئ چي کعبه هم ورځي او ته يې لا نه منې؟
کرامت دلايل نه غواړي بس چي پېښ او ثابت سو نو به يې منې.


حمید هڅــاند
09.02.2013

وعلیکم سلام ورحمة الله...

[quote:d6f86572fb]هڅاند صیب! نادودي ولي دي خو دا دئ د کتاب په حواله خبره کوم ته خو هم عجيب کس يې ، زه درته د کتاب حواله درکوم او ته وايي نادودې دي کړې دي؟.
[/quote:d6f86572fb]
هغه کتاب چې تاسې ورنه نقل کوئ، هغه کې یې دا علمي څېړنه :!: هغه د خلکو خبره کوم مدرک لري که نه. که هسې خیټالوژي یې لیکلي وي، بیا دې نو کتاب جیب کې وساته.
[quote:d6f86572fb]دا نقلي ، عقلي او سائنسي دليل ته اړتيا نه لري د اولیاؤ کرامت نه منئ؟
[/quote:d6f86572fb]
کرامت خو د هر انسان حق دی:
لقد کرمنا بنی ادم (الایه).
خوـــ

[quote:d6f86572fb]دا کرامت دئ چي کعبه هم ورځي او ته يې لا نه منې؟
[/quote:d6f86572fb]
هههههه
نو کومه ده چې ورغلې ده...دلته خو د احتمال خبره تاسې مطرح کړې ده:
[quote:d6f86572fb] کعبه (((که))) له ځایه پورته شوه د کرامت د خاوندانو زیارت ته ولاړه
[/quote:d6f86572fb]
دین مو پر احتمال بناء کړی دی!. دا څنګه امکان لري؟؟
که ولاړه.......دا بیا څه مانا؟؟؟
او نادوده خو لا دا شوه چې د همدې بې بسټه، له واقعیته لري، او نه واقع کېدونکي عجیب او غریب احتمال پرمټ یوه داسې لویه دعوه مو هم کړې ده:

[quote:d6f86572fb]بحر چي څه ذکر کړي هغه تتارخانيې له عتابيې فتاوا نقل کړي ول خیر رملي ويلي: دا د اولیاؤ په کرامت کي څرګند دلیل دئ پر هغه چا رد دئ چي زموږ امام ته يې د دې د عدميت نسبت کړی.[/quote:d6f86572fb]

ههههه....احتمال په کوم منطق څرګند دلیل کېدای شي :shock:
دا نو چې نادوده نه ده، نو څشی ده؟؟

درنښت


حذيفه
09.02.2013

هڅاند صيب او نورو ملګرو السلام عليکم!
هڅاند صيب ! يو وړانديز درته کوم که يې ومنې غوره به وي.
د سلام د ځواب پر مهال د عليکم پر وعليکم ليکه نو به غوره وي.
مننه!
او بیا خپلې مسلې ته راځم :
ښه نو هڅاند صيب د دې خو دا مطلب دئ چي ته يې نه منې ، زه کتاب ته حواله ور کوم او ته وايي کتاب په څه دليل وايي؟ کتاب خو نو له ځانه نه دي ليکلي خامخا يو دلیل لري.
که ته له هره کتابه دليل غواړې نو ته هم دليل راوړه چي دا نو ولي نه پېښېږي؟
که ته دليل نه لرې نو زه خو يې لرم دا دئ کتاب ته حواله لرم او يو کتاب نه درې کتابونه دي نو ته چي يې نه منې دا نو ستا شخصي کار دئ زه خو يې دا دی درته مخ ته کوم.
بله مسله ده که يې ته منې که يې نه منې زه يې راوړم او د خلکو خدمت کوم ، منل یا نه منل يې په ما پوري اړه نه لري.
د اودس ماتېدلو په اړه :
که سړي په خپله له مخه ايا د شا خواته ګوته دننه کړه نو ايا اودس يې ما ت دئ؟
یا هم د سړي یا بل چا د شا په خوا مچ ننوتی بېرته راووتی ايا اودس به يې مات وي که نه ؟
ځواب:
کتاب وايي:
وَدَخَلَ أَيْضًا مَا لَوْ أَدْخَلَ إصْبَعَهُ فِي دُبُرِهِ وَلَمْ يُغَيِّبْهَا، فَإِنَّهُ يُعْتَبَرْ فِيهِ الْبِلَّةُ وَالرَّائِحَةُ، وَهُوَ الصَّحِيحُ؛ لِأَنَّهُ لَيْسَ بِدَاخِلٍ مِنْ كُلِّ وَجْهٍ كَذَا فِي شَرْحِ قَاضِي خان وَاسْتُفِيدَ مِنْهُ أَنَّهُ إذَا غَيَّبَهُ نُقِضَ مُطْلَقًا، وَكَذَا الذُّبَابُ إذَا طَارَ وَدَخَلَ فِي الدُّبُرِ وَخَرَجَ مِنْ غَيْرِ بِلَّةٍ لَا يَنْقُضُ. (البحر الرائق شرح كنز الدقائق 1/ 31).
ژباړه: او په دې مخکيني حکم کي دا هم داخله ده که څوک خپله ګوته په خپل شاتني فرج کي دننه کړي خو په کي غایبه يې نه کړي نو په دې کي اعتبار لندوالي او بوی ته دئ همدا خبره صحيح ده ، ځکه ګوته له هرې وجې نه ده دننه شوې په شرح قاضي خان کي همداسي راغلي ، له دې تورو دا حکم اخیستل کېدای شي چي که يې په کي پټه کړه نو اودس مطلقا مات دئ او دارنګه که مچ والوت او په شاتني فرج ننوتی نو له څه لوندوالي پرته راووتی اودس نه ماتوي.
نو جوته شوه چي که ګوته ټوله ننوزي اودس مات دئ او که پوره نه وي داخله او بوی یا هم لوندوالی ونه لري نو اودس نه ماتېږي د مچ مثال هم داسي دئ.
که لوند وو مات دئ او که وچ وو نه دی مات.
ستاسو د منلو په تمه!
ورور مو حذيفه


tandar
09.02.2013

حذيفه صيب په احترام سره سلامونه
دلته څوک نه کافر او نه يهود شوي دي
دا ايتونو او حديث شريف مو زه په خپله نور ليوني کړم
لا الله الله محمد رسول الله
زه يو مسلمان يم
نور څه غواړي ؟
يوکرتي وطن ازاد کړه خپل ملي ناموس وګټه بيا داسلام سبق دي خپل ملت ته شروع کړه
په شاه ګوته ننوته :oops:
په شاه مچ ننوتو :oops:
اودس دي مات شو اوکه نه ؟
دچا چه شاه ښارښت کوي شايد ګوته په ننه باسي :oops: خوداد مچ ننوتنه راته سوال پيدا کوي ؟
اول داانسان څه رنګه شاه لري چه حتي مچان په کي وځي او ننوځي؟
اسلام له مونږ چا نه دي وړي راشي دوطن دازادي غم وخوري
د cia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي


حمید هڅــاند
10.02.2013

وعلیکم سلام ورحمة الله
هلته مې (واو) هېر شوی ؤ.....ډېره مننه،،،اوس مې بیرته اصلاح کړ.

نو د کعبې د الوت په اړه خو تا موضوع وړاندې کړې ده، یوه نوې خبره دې کړې ده، هر څوک چې نوې خبره کوي، باید دلیل هم ورسره راوړي. زما دلیل خو همدا دی چې نه تر اوسه پېښه شوې ده او نه به راتلونکې کې پېښه شي، ځکه په اړه یې نه ایت شته، نه حدیث، نه یې عقل مني، نه ساینس.
او د دویمې مسلې ځواب خو هغه دی تندر صیب هم یو څه روښانه کړی دی...دا به څنګه یوه *ره وي چې مچ به پرې ننوځي؟ :oops: دا خو داسې خبرې دي چې سړی یې په ویلو شرمېږي...ټولې او ټولې پر پوچ احتمال ولاړې دي... د دین برخه هیڅکله نه شي ګرځېدای.

درنښت


حذيفه
10.02.2013

تندرصیب!
وطن ازادول لازمي دي او په دې کي څوک شخړه در سره کوي؟
خو د وطن د ازادۍ پر وخت به هم دين ته اړتيا وي نو ځکه بايد له ديني مسايلو هم مخ ونه ګرزوو.
ته ښه وايي چي بايد لومړی دا کار وکړو خو که په دې وخت کي دا مسايل پېښ سول نو بيا؟
دا خو به هم حل له لري که دې کتاب ليکوال هسي د وخت ضايع کولو لپاره کښلي دي؟
تاسو په کي څه نظر لرئ؟
هڅاند صیب!
نو دا خو د دې فن برکت دئ چي فرضي مسايل يې بيان کړي دي دا که نه وي پېښه يوه ورځ ښايي پېښه سي نو په هغه ورځ خو بيا د مسايل نه سي حل کېدای ځکه نو لازمي و ضروري ده چي له وړاندي يې لا حل موجود وي.
دا مسله هم اوس وخت اړينه ده زه يې د کتاب په حواله له تاسو درنو محترمينو سره شريکوم څو ترې ګټه واخلئ:
لا ربا بين المسلم والحربي في دار الحرب. ولأن مالهم مباح في دارهم فبأي طريق أخذه المسلم أخذ مالا مباحا إذا لم يكن فيه غدر. (هدايه او نور فقهي کتابونه باب الربا).
ترجمه : د مسلم او جنګي کافر په منځ کي سود په دار حرب کي نسته . او بل دلیل دا چي د کافرانو مال روا دئ نو چي په کومه طریقه مسلمان واخیستی ، حلال مال ئې واخیستی چي کله غدر پکي نه وي .


پتوال
10.02.2013

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته !

احتمالات هم فقهې په پام کې نیولي دي، عربو بې برتوګه ژوند کړی او اوس هم معلومه نه ده چې د کمیس لاندې
به نیکر اغوندي که نه، نو که مچ څه مچان یې په شریفه ... ننوځي یو دینی عالم ته مراجعه کولی شي او که نه
د یوه اودس په تازه کولو د هیچا کور نه ړنګیږي! زه نه پوهیږم چې د دروند پرتوګه درنو افغانانو سره دغسې یوه اندیښنه
ولې راموجوده شي، او که شی هم نو الحمد لله فقهی عالمان لرو، دلته په ویبسایتونو کې په دغه احتمالاتو ولې وغږیږو .
ایا حذیفه ورور دلته هسې خپل یاسین پخوي که څنګه ؟؟؟؟؟
اوکه غواړي د مسایلو د بې ضرورته مطرح کولو له لارې له شرعی فقهې او اسلام څخه په عامه ذهنیت کې کرکه راوپاروي؟؟؟

د ډالرو له دغه ډول شیطاني پرستش څخه دې الله تعالی مونږ او تاسې د حذیفه صاحب په شمول ټول افغانان وساتي،
امین امین ثم امین یا رب العالمین .


حمید هڅــاند
11.02.2013

وعلیکم سلام ورحمة الله

پتوال صیب! یو احتمال وي او بل بیا پوچ او نه پېښېدونکی احتمال وي. د حذیفه صیب مطرح کړي احتمالات د احتمال له بریده هم اوړي، هیڅکله نه شي پېښېدای.
او چې پېښېدنګ یې محتمل نه وي، بیا ولي ورته مسله وویله شي، او ولي ورته حکمونه جوړ شي؟؟؟ او د دې ډول احکامو جوړولو ته اړتیا څه ده؟؟؟؟ سړی وایې کمپیوتر له ځمکې ووله، دا څه حال دی!!
او چې بیا هم د هغه کتاب لیکوال د څه لیکلو شوق درلود، غوښتل یې څه ولیکي او خدمت :oops: وکړي، ټوکې موکې به یې راټولې کړې وې،،،اسان کار هم دی، او د کتاب لیکوال به هم شوی ؤ.
ښه ځه، بیا یې دا ډول مسایل مطرح کړل!، نو بیا یې د دین احکام څنګه ورته وویل د الله بنده ګانو؟؟؟ دا کوم منطق او کومه پوهه او کوم انسانیت شو؟؟؟

ښاغلی پتوال لیکلي دي:
[quote:24e7182a0f]اوکه غواړي د مسایلو د بې ضرورته مطرح کولو له لارې له شرعی فقهې او اسلام څخه په عامه ذهنیت کې کرکه راوپاروي؟؟؟
[/quote:24e7182a0f]
پتوال صیب!
اسلام دومره ښکلی دین دی، چې که یې په اړه خبرې وشي، وڅېړل شي، غور پرې وشي؛ یواځې او یواځې سکون بښي. الهي وینا ده:
إِنَّا أَنزَلْنَاهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لَّعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ
حقیقتا چې پرتاسې مې عربي قران نازل کړل، تر څو تاسې د (حقایقو، مفاهیمو، نښو او...) په اړه تعقل وکړئ.

مطلب دا چې موږ مکلف یو چې پر دین ځان پوی کړو، دین ښکلی دی، دین زړه را ښکونکی دی، تاسې څنګه داسې یوه خبره کوئ چې د دین خبرې که مطرح شي د خلکو په ذهنونو کې به یې د پوهې په اړه کرکه پیدا شي؟؟؟
خو نه!....داسې نه ده!.....حذیفه صیب چې څه مطرح کوي، هغه دین نه دی، هغه پوچې خبرې دي؛ هغه د وخت ضیاع خو څه کوې، که سړی دین ورته ووایې، په الله او رسول به یې تهمت تړلی وي.
ښاغلی حذیفه باید د دې لاندې خبرې پوره-پوره سپیناوی وکړي:
[quote:24e7182a0f]لا ربا بين المسلم والحربي في دار الحرب. ولأن مالهم مباح في دارهم فبأي طريق أخذه المسلم أخذ مالا مباحا إذا لم يكن فيه غدر. (هدايه او نور فقهي کتابونه باب الربا).
ترجمه : د مسلم او جنګي کافر په منځ کي سود په دار حرب کي نسته . او بل دلیل دا چي د کافرانو مال روا دئ نو چي په کومه طریقه مسلمان واخیستی ، حلال مال ئې واخیستی چي کله غدر پکي نه وي .[/quote:24e7182a0f]
لومړی) دار حرب باید تعریف کړئ..
ویل کېږي چې هغه ځای چې هیڅ مسلمان پکې نه وي، او کافران یې هم د مسلمانانو سره په شخړه کې وي...که مو دا تعریف وي او یا بل هرڅه، اول با دا ثابته شي چې رسول الله یې په اړه مالومات راکړي دي..البته زه یې په اړه پوهه نه لرم چې داسې کوم حدیث شته که نه.
دویم) سود اخیستل خو الله او رسول جګړې ته رابلل دي، او په لویو ګناهونو کې راځي،،له شرک نه پس دویمه لویه ګناه ده، او له شرک سره یې نو څه فرق کېږي،، الله وایې مه یې کوئ، زموږ یو څو بې سواده کمعقلان لا اوس هم سود پسې هند ته ځي، چې ورته ووایې ولي؟ وایې، که یې ونه کړم، خوراک به له کومه کړم...ګواکې، په الله یې بروسه ختمه شوې ده..نو دا نو څه شی شو؟؟؟
او په لویه کچه کې خو هغه دی د هیوادونو ترمینځ دا چاره روانه ده...
زما پوښتنه داده چې: ته څنګه دارحرب ځنې مستثنا کوې؟؟؟ او دا کتاب لیکوال په کوم واک، کومې درجې، او کوم اسلامیت دا سې یو کار کوي؟؟؟

هیله ده ښاغلی حذیفه مې پوښتنې ځواب کړي.

درنښت


حذيفه
13.02.2013

په درناوي مي ومنه سلامونه هڅاند صیب!
ته منې نه دا زما حوالې د کتابونو ، نو زه خوار به څه وکړم دا ستاسو په شکونو؟
د حواله د کتاب مي ور کړې ده خوهڅاند يې نه منې دا نو زه قانع څنګه کړم؟
صاحب د شامي وايي او له فتاواؤ نورو څخه يې کړی دئ نقل نو بيا ولي نه ده معتبره دا فتوا؟
شريکه به کړم يوه مسله بله چي راضي شئ راڅخه تاسو محترمين د دين ګران خدام د پښتو شريفې ويونکي افغانان:
ويلي دي کتاب چي که د موسی او عيسی عليمها الصلاة والسلام وای په امتونو کي د دوئ نو نه به وو بې لاري سوي خلک د هغه امتونو د دوئ.
صاحب د درمختار فرمايلي دي:
وَرَوَى الْجُرْجَانِيُّ فِي مَنَاقِبِهِ بِسَنَدِهِ لِسَهْلِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ التُّسْتَرِيِّ أَنَّهُ قَالَ " لَوْ كَانَ فِي أُمَّتَيْ مُوسَى وَعِيسَى مِثْلُ أَبِي حَنِيفَةَ لَمَا تَهَوَّدُوا وَلَمَا تَنَصَّرُوا "(الدرالمختار وحاشيته رد المحتار مقدمه :ج 1, مخ :۵۳)
جرجاني د امام صیب په مناقبو کي په خپل سند له عبد الله التستري څخه نقل کړی چي ويل يې: که د موسی او عیسی علیمها السلام په امتونو کي د ابوحنیفه په شان کس وای نو هغه دوه امتونه به نه یهودیان او نه نصرانیان کېدل.
عبد الله التستري څخه نقل کړی چي ويل يې: که د موسی او عیسی علیمها السلام په امتونو کي د ابوحنیفه په شان کس وای نو هغه دوه امتونه به نه یهودیان او نه نصرانیان کېدل.
شامي يي هم تاييد كړي دي ځكه هغه وايي:
(قَوْلُهُ: لَمَا تَهَوَّدُوا إلَخْ) أَيْ لَمَا دَامُوا عَلَى دِينِهِمْ الْبَاطِلِ وَاعْتِقَادِهِمْ الْعَاطِلِ؛ وَلَمْ يَقْبَلُوا مَا أَدْخَلَهُ عَلَيْهِمْ عُلَمَاؤُهُمْ مِنْ الدَّسَائِسِ
ژباړه: یعني دوئ به پر باطل دين او باطله عقيده مداومت نه کاوی او د دوئ علماؤ چي کومې دسيسې په دين ور ګډې کړې هغه به يې نه وای منلې.
(الدرالمختار وحاشيته رد المحتار مقدمه :ج 1, مخ :۵۳)
دغه وو علم او معلومات زما ستاسو سره که يې ومنئ تاسو نو مهرباني به مو وي .
ور کړې دي ما حوالې وکتاب ته منل يې دي پر تاسو .
دا مي وليکل په ورځ د څلورنۍ په ماپښين ناوخته کي د دې ورځې مبارکې ، چي زیات سي معلومات ستاسو په دې اړه د مسلو د شريعت پاک محمدي صلي الله علیه وسلم.
تشکر حذیفه


پتوال
13.02.2013

هڅاند صیب ته سلام !
ما ددین په نامه کټ مټ » د مسایلو بې ضرورته مطرح کول « لیکلی ، تاسو پرې زیاتونه کړې او ( د دیني مسایلو بې ضروته مطرح کول ) مو ترې جوړ کړي او بیا مو تنقید کړي چې دا دیني مسایل نه دي! دا زه هم وایم چې دیني مساییل نه دي نو باید چې ددین په نامه مطرح نشي، او که بیا هم يې څوک دیني بولي
نو د فقهې د یوې لانجمنې مسلکي مسلې په توګه دې د فقهاو په خپل منځ کې مطرح شي، نه په عام تبلیغاتي ډګر کې !
په عام تبلیغاتي ډګر کې احتمالي ، مناقشوي او محرم جزیات فوکس کول یو څه بې نزاکتي او رسوايي او یو څه سپین سترګي او بې حیایي او په غیر مستقیم ډول یوڅه د عام تړاو (دین) سپکول څرګندوي، چې په هېڅ ډول يې په حذیفه صیب باندې د نیت لرلو تور نه لګوم ، خو دا حتماً په ګوته کول غواړم چې عیسوي سرچینې له همدې لارې څخه د اسلامي فقهې په تیره بیا حنفي هغې سپکول غواړي او سختې ډالرې پرې لګوي! نو ددین د ډالرخوړونکو دوښمنانو کار په لوی لاس دلته په ټول افغان بحثٍونو کې اسانول او د هغو ی په ژرنده اوبه سمول سخت ناسم کار بولم چې باید ځانونه ترې وژغورو ! والسلام .


حذيفه
13.02.2013

درته وايم سلامونه ګرانو!
که ښځه يوه د ولادت پر مهال وي ، په حال کوم کي به هغه وي له نفساؤ څخه؟ که يې وتلی وي بچی زیا؟ کم؟ او وي به يې د وينې حکم څنګه؟
که ښځه د وي د ولادت پر مهال نو کتل کېږي به ولد د دې ته ، که وتلي وي زيات نو ده دا له نفساؤ څخه او لمونځ به کوي نه ، خو که وتلی وي لږ ولد د دې نو لمونځ به کوي او رب ته ګنهګاره ده که يې ونه کړ لمونځ په دې وخت کي ، داسي به کوي لمونځ چي تر ځان لاندي به کېښږد يو تال او يا به غار کړي ځمګه ولد به هغه په کي کېښږدي نو وبه کړي دا لمونځ په دغه حالت کي.
ودي کړي الله چي زما په مسله به پوه سوي ياست.
صاحب د رد المحتار او البحر الرائق همداسي ليکلي دي ، وګورئ عبارت دا لاندي له حوالې معتمدې سره بيا به نه را اړوئ ملامتي پر ما ستاسو له خوا:
والدم الْخَارِجُ عَقِبَ خُرُوجِ أَكْثَرِ الْوَلَدِ كَالْخَارِجِ عَقِبَ كُلِّهِ فَيَكُونُ نِفَاسًا وَإِنْ خَرَجَ الْأَقَلُّ لَا يَكُونُ حُكْمُهَا حُكْمَ النُّفَسَاءِ وَلَا تَسْقُطُ عنها الصَّلَاةُ وَلَوْ لم تُصَلِّ تَكُونُ عَاصِيَةً لِرَبِّهَا. ثُمَّ كَيْفَ تُصَلِّي قالوا يُؤْتَى بِقِدْرٍ فَيُجْعَلُ الْقِدْرُ تَحْتَهَا أو يُحْفَرُ لها حَفِيرَةٌ وَتَجْلِسُ هُنَاكَ وَتُصَلِّي كيلا تُؤْذِيَ وَلَدَهَا . كَذَا في الظَّهِيرِيَّةِ وَنَقَلَهُ في الْمُحِيطِ عن أبي حَنِيفَةَ وَأَبِي يُوسُفَ. (البحر الرائق باب الحیض ج 1 / ص 229 ومثله في رد المحتار باب الحيض جـ 1 / ص 299).


حمید هڅــاند
16.02.2013

نو که ښځه په راوړلو د ولد کې وي، هغه هم دباندي وي نیم او دنني وي نور، څنګه به ورباندي ادا کړي ته لمونځ د هغې؟ :shock:
درته عیانه مې کړه خبره دفعې دفعې وتاته، خو یاره خوږ نه نیسې ته وماته،،دا دي پیل کړي دي څه ډول کارونه، د رد المحتار حواله خو څه د محمد صلی الله علیه وسلم امضا نه ده چې ته یې راته مخته وروسته کوې!
اښه په دې اړوند کوم حدیث هم درته مالوم دی؟؟ دا ځلې که دې هم د ایت یا حدیث خبره و نه کړه، تر غاړې دي نیسم :!:
ستا په ډول مې د لیک لیکلو هڅه وکړه، نثر رانه نژدې په غزل او شعر بدل شوی ؤ :cry:.
رښتیا!..
ته چل را سره کوې، هم مې په غوصه کړي او هم مې وخندې!. یوځلې دې داسې موضوع مطرح کړې وي چې سړی وایې، د فورم له دیوال سره یې را جلا کړه او په بیرته دي په دې مخ پرې ووله :wink: خو بیا هغه داسې موضوع وي چې خندا هم راولي، او اوس دي دا لیکدود له چا نه زده کړی دی؟؟؟؟ بد نه دی، په زړه پوري دی :D

درنښت


حذيفه
16.02.2013

ګوره حميد صيب!
ولي په خبره سر نه خلاصوې ته ؟
ور کوم حوالې زه کتابونو معتبرو ته خو نه يې منې ته نو زه بيا وکړم څه؟
ليکي خو نه له ځانه دا صاحب د کتاب خپل؟ ليدلي به وي هغه هم په يو ايت يا حديث کي که نه ليکل به يې ولي په دې کتاب کي وې منې بايد ته که نه نو په غوسه به کړې ما هم ډېر ته .
زه مطرح کوم دلته مسلې اړينې او ضروري تاسو بايد ادا کړئ شکر زما ، زه به خوشاله سم له تا څخه.
مننه له وجې د دې چي راسره ګورئ دا زما ليکنه په زحمت د ڼيټ باندي ستاسو.


حذيفه
16.02.2013

وړاندي کوم يوه تر ټولو مسله ضروري ، پر تاسو يې کتل او زده کول لازمي دي د مسلې د دغې.
پوهېږم زه په دې چي غافل دي عوام خلک له مسلې دغې څخه په غفلت پوره او جاهل دي دوئ په جهل ډېره سره له دې مسلې اړېنې څخه په وخت کي د فتنو ډېرو.
راسئ زده کړئ مسله هغه چي بيا به خلاص ياست له نکاح د هرې مياشتې يوځل يا دوه ځله پر لپسې او نه به لرې پيسې د مسجد د ملا صيب چي درته وايي به نکاح ستا په هر مياشت کي د ژوند ستا.
مسله:
وَعِلْمِ الْأَلْفَاظِ الْمُحَرَّمَةِ أَوْ الْمُكَفِّرَةِ ، وَلَعَمْرِي هَذَا مِنْ أَهَمِّ الْمُهِمَّاتِ فِي هَذَا الزَّمَانِ ؛ لِأَنَّك تَسْمَعُ كَثِيرًا مِنْ الْعَوَّامِ يَتَكَلَّمُونَ بِمَا يُكَفِّرُ وَهُمْ عَنْهَا غَافِلُونَ ، وَالِاحْتِيَاطُ أَنْ يُجَدِّدَ الْجَاهِلُ إيمَانَهُ كُلَّ يَوْمٍ وَيُجَدِّدَ نِكَاحَ امْرَأَتِهِ عِنْدَ شَاهِدَيْنِ فِي كُلِّ شَهْرٍ مَرَّةً أَوْ مَرَّتَيْنِ ، إذْ الْخَطَأُ وَإِنْ لَمْ يَصْدُرْ مِنْ الرَّجُلِ فَهُوَ مِنْ النِّسَاءِ كَثِيرٌ .(رد المحتار مقدمة :۱ / ۱۰۰)
ژباړه : او د حراموونکو او کفریه الفاظو زده کړه ضروري ده ، او زما دي په خپل عمر قسم وي چي دا نن سخت اړين دي ، ځکه ته په له عوامو څخه داسي خبرې اورې چي پرې کافر کېږي به او دوئ به ترې غافل وي ، نو احتیاط په دې کي دئ چي جاهل (عام سړی) دي هره ورځ خپل ایمان نوی کوي او په هره میاشت کي يو يا دوه ځله د شاهدانو په مخکي د خپلې مېرمنې نکاح نوې کوي که څه هم خطا له سړي نه کېږي خو له ښځو زياتې کېږي .


حمید هڅــاند
16.02.2013

حذیفه صیب!
ما چې کله هم ستاسو نه د منونکې حوالې (قران او سنت) غوښتنه کړې ده، تا راته د کتاب د لیکوال خبره تر څټ نیولې وي،،دا ولي؟ تاسې خو داسې نه واست! دا نو دلیل دی:
[quote:0e6bdc8605]ور کوم حوالې زه کتابونو معتبرو ته خو نه يې منې ته نو زه بيا وکړم څه؟
ليکي خو نه له ځانه دا صاحب د کتاب خپل؟ ليدلي به وي هغه هم په يو ايت يا حديث کي که نه ليکل به يې ولي په دې کتاب کي وې منې بايد ته که نه نو په غوسه به کړې ما هم ډېر ته . [/quote:0e6bdc8605]
او بیا په دې نوې لیکنه کې دي د معتبر لیکوال :oops: پر خپل عمر قسم خوړلی دی!!! اوس یې ًپوره کوه!!! دې خبرې ته به یې څنګه پرتوګ جوړ کړې؟؟؟ قسم د الله له ذات نه پرته کله بنده ګانو ته جایز دی!!!
زما ګیله یواځې ستانه نه ده، بلکې له پتوال صیب نه پرته، ان له حلیمي صیب نه هم ګیله من یم چې پر ټولو موضوعاتو مو پټه خوله ناست دي!!! دا څه حال دی،،،غوصه هم تاته درځي!!


حمید هڅــاند
16.02.2013

حذیفه صیب!
ما چې کله هم ستاسو نه د منونکې حوالې (قران او سنت) غوښتنه کړې ده، تا راته د کتاب د لیکوال خبره تر څټ نیولې وي،،دا ولي؟ تاسې خو داسې نه واست! دا نو دلیل دی:
[quote:60df618328]ور کوم حوالې زه کتابونو معتبرو ته خو نه يې منې ته نو زه بيا وکړم څه؟
ليکي خو نه له ځانه دا صاحب د کتاب خپل؟ ليدلي به وي هغه هم په يو ايت يا حديث کي که نه ليکل به يې ولي په دې کتاب کي وې منې بايد ته که نه نو په غوسه به کړې ما هم ډېر ته . [/quote:60df618328]
او بیا په دې نوې لیکنه کې دي د معتبر لیکوال :oops: پر خپل عمر قسم خوړلی دی!!! اوس یې ًپوره کوه!!! دې خبرې ته به یې څنګه پرتوګ جوړ کړې؟؟؟ قسم د الله له ذات نه پرته کله بنده ګانو ته جایز دی!!!
زما ګیله یواځې ستانه نه ده، بلکې له پتوال صیب نه پرته، ان له حلیمي صیب نه هم ګیله من یم چې پر ټولو موضوعاتو دي پټه خوله ناست دي!!! دا څه حال دی،،،غوصه هم تاته درځي!!


پتوال
17.02.2013

حذیفه صیب غواړی ووایی چې د دین په نامه مزخرفات هم لیکل شوی دی، که زه (حذیفه) یې پر ضد فتوا صادروم نو شاید چې تاسې یې هم راسره ومنئ، خو زه یوه ناروغی لرم چې بیا نو د منلو شویو امامانو په تیره بیا امام ابو حنیفه پر ضد هم فتوه صاروم ! آیا تاسې هغه هم راسره منئ ؟ که يې هلته نه منئ او دلته یې منئ، نو دلته هم پرې هم فتوه نه صادروم او دغه مزخرفات په خپل شکل درته وړاندې کوم . یعنې که تاسې ماته پر امام اوبو حنیفه د تنقید صلاحیت نه راکوئ نو په دغو مزخرفاتو هم د تنقید صلاحیت او مسولیت نه منم . آیا حذیفه وروره همداسې ده ؟ که داسې نه وي او له دین څخه
ددې مزخرفاتو پواسطه دې د چا کرکه راپارول هم مقصد نه وي نو بیا ووایه آخر چې مقصد مو څه ترې څشی دی؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟


حذيفه
17.02.2013

پتوال صاب!
ښکاره دئ هدف زما او نه په پوهېږې ته ولي؟
بيانوم زه مسله خپله په حواله د کتاب زما معتبر د ملا او راته مخ ته مخ ته لوړ لوړ غورزې ته زما د کتاب د حوالې معتبرې زما د کتاب د ملا.
زه رد نه کوم پر امام صیب اوحنيفه خو خپله کړی دئ رد امامانو د مذهب دده ، رد کړي دي زياتره مسايل په مذهب کي د ده نو وکړم زه څه؟
زه خپل کار کوم مسله بيانوم له تشريح د کتاب معتبر سره نور يې کار دئ ستاسو مقصدونه د چا زما.
بيا زه له پتوال صابه په خوله د احقر العباد غوښتنه کوم چي دخل دي نه کوي په مسلو زما کي بې ځايه ولي چي دا زما د ناارامۍ ذهني سبب کېږي.
احقر العباد له تاسو وروڼو کوي غوښتنه په خشوع او خضوع د خپل ځان چي تاسو دا کار مه کوئ له ماسره زه کوم مسله درته له کتاب د فقهې په حواله د معتبر عالم شخصيت د دين ، معتبر په پوهانو کي ، منل سوی په عوامو کي خو نه منئ تاسو مسله د دې عالم شخصيت لوړ معتبر غټ نو وکړم زه څه په دې څټ؟.
هڅاند صيب حميد! کړېده ماته پوښتنه تا نو زه خو يم کوچنی سړی دا ليکوال د کتاب لوی متبحر عالم دئ هغه چي لوړه کړې ده په عمر خپل د ځان نو خامخابه يې ليدلی وي جواز د دې لوړي د ځان ، ته بيا ولي در کوې پر دې عالم د دين شخصيت لوړ زموږ .
په سمندرو درې سمندره علم ور سره دئ له شخصيت دغه سره او کوې ته رد پر همدغه عالم پرته له دلیله واضحه تاسو ، نو کوې ته منطقي غير بي ګټې اعتراض ستا ولي چي چونکه نه لرې حجت ته په فکر ستا له قران و سنت څخه ستا.
تشکر زما له خوا!


حذيفه
17.02.2013

که ټکر سي دوه اياتونه د قران زموږ ، نو اوس به وي پوښتنه په دې ځای کي چي وړ به کوم يو وي د عمل لپاره له دې دوو څخه يو؟
زه احقر العباد به سعی وکړم ستاسو لپاره د حل د دې مسلې چي پاتې نه سئ په تشويش کي د دې مسلې ګرانې.
حواله به در کړم د کتاب د اصول الفقهې معتبر زموږ و ستاسو چي په کي راغلې ده دا مسله په صراحت سره .
نو احقر او راقم الحروف د دې مسلې لاندي حل پېش کوي ستاسو و حضور درانه ته په عاجزي خپله سره الله دي وکړي چي په پوه سئ او بيا ما ته په پوښتنو زياتو ناارامي د ذهن جوړه نه کړئ.
صاحب د نور الانوار ليکلي دي:
وحکمها بین الایتین المصیر الی السنة لان الایتین اذا تعارضتا تساقطتا فلابد من المصیر الی ما بعده وهو السنه ولا یمکن المصیر الی الایة الثالثة لانه یفضی الی الترجیح بکثرة الادلة وذلک لایجوز مثاله قوله تعالی فاقرؤا ما تیسر من القران مع قوله تعالی واذا قرئ القران فاستمعوا له وانصتوا فان الاول بعمومه یوجب القراءة علی المقتدي والثاني بخصوصه ینفیه وقد ورد فی الصلاة جمیعا فتساقطا.(نور الانوار مبحث التعارض مخ:۱۹۳)
ژباړه: د ایاتونو ترمنځ د ټکر حکم دا دئ چي ترې وروسته سنت ته به تګ کېږي دا ځکه چي ایاتونه چي سره ټکر شي دواړه له عمله لوېږي(یعني په دواړه عمل بیا نه شي کېدای ،العیاذ بالله!) نو به لازماً تر دې وروسته مرتبې ته تګ کېږي چي هغه سنت دي او درېيم ايت ته تګ نه کېږي ځکه دا خو بیا ترجيح کېږي د زیاتو دلایلو له مخې نو دا نه ده روا ، مثال يې داسي دئ لکه چي الله وايي له قرانه چي څه درته اسانه وي هغه وایا ست بل ځای بیا وايي کله چي قران ویل کېږي نو ورته غوږ ږدئ او پټه خوله اوسئ ، نو لومړی ايت د خپل عموم له مخې پر مقتدي هم قراءت لازموي او دويم د خپل خصوص له مخې قراءت نفې کوي او دا دواړه د لمانځه په اړه دي نو ځکه دواړه ساقط دي .(عمل نه په کېږي او نه هم دلیل په نیول کېږي)


Musaferjan
17.02.2013

السلام علیکم
زما په فکر د عامه خلکو په منځ کې او بيا په انټرنټ کې د داسې مسائلو مطرح کول په لومړي ګام کې د وخت ضايع
کول، په دويم ګام کې نفرت او جبهه ګيری رامنځته کول او په درېيم ګام کې د اسلام له دينه د خلکو د زړونو تورول دي.
د خلکو په نيتونو کې شک کول ښه کار نه دی، ډېر وروڼه ورته مسايل د اخلاص له مخې طرحه کوي، خو که چېرې
د دې چټياتو په ځای د اسلام مبارک احکام د قرآن، سنت، اجماع او د امامانو د اجتهاداتو په رڼا کې مطرح شي نو
ډېر ګټور به تمام شي، بايد کوښښ وشي چې د ځينو خلکو د جاهلانه تصرفاتو په وجه عاقلان د نفرت او جبهه ګيری
ميدان ته کش نه کړی شي.

دا زما نظردی

په احترام



ع کريم حليمي
17.02.2013

[quote:e8e9f393a5] زه احقر العباد [/quote:e8e9f393a5]
[quote:e8e9f393a5]که ټکر سي دوه اياتونه د قران زموږ ، نو اوس به وي پوښتنه په دې ځای کي چي وړ به کوم يو وي د عمل لپاره له دې دوو څخه يو؟ [/quote:e8e9f393a5]

درنو او مکرمو لیکونکو او لوستونکو ، السلام علیکم و رحمة الله

ګرانه ورور حذيفه صاحب !
څه درته پېښه ده چه ځان حقیر وینې ؟، داخو ډېره بده خبره ده چه یو مسلمان ځانته احقر ووايي ، کله چه څوک ځان حقیر او خوار ګني ممکن ده چه د احقر او حقیر اوخوار په معنی به نه پوهېږي ، زه فکر کوم چه تاسی د حقیر په معنی پوهېږئ .

ګرانه اجماع د ضدینو په یوه ضرف (زمان ، مکان ) محال ده
دغه دوه ایه کریمه ندي په ټکر کي ،او نده ممکن :چه د کلام الله دوه آیته په ټکر وي

فاقرؤا ما تیسر من القران
وإذا قرئ القرآن فاستمعوا له وأنصتوا لعلكم ترحمون

درنښت


حمید هڅــاند
18.02.2013

مساپر جان لیکلي دي:
[quote:0cbd254ec9]په لومړي ګام کې د وخت ضايع
کول، په دويم ګام کې نفرت او جبهه ګيری رامنځته کول او په درېيم ګام کې د اسلام له دينه د خلکو د زړونو تورول دي. [/quote:0cbd254ec9]
دا څه سره وایې؟ له یوې خوا د حذیفه صیب مسلې داسې دي چې له پیله تر اوسه یې یوه هم له اسلام سره اړخ نه لګوي نه ورته اسلام ویل کېدای شي، پل پلو ته وایې چې له اسلام نه د خلکو زړه پرې تورېږي!!.
اول باید ته په دې باور شې چې دا څه چې دی یې لیکي اسلام دی، په دې باور چې هر څوک وي، لویه تېروتنه کوي او په ښکاره چې پښه به یې ښوئیدلې وي. او که په دې باور یې چې دا مسئلې له اسلام سره اړخ نه لګوي، بیا نو ولي اندېښنه درته پیدا ده؟

حذیفه صیب لیکلي دي:

[quote:0cbd254ec9]وحکمها بین الایتین المصیر الی السنة لان الایتین اذا تعارضتا تساقطتا فلابد من المصیر الی ما بعده وهو السنه ولا یمکن المصیر الی الایة الثالثة لانه یفضی الی الترجیح بکثرة الادلة وذلک لایجوز مثاله قوله تعالی فاقرؤا ما تیسر من القران مع قوله تعالی واذا قرئ القران فاستمعوا له وانصتوا فان الاول بعمومه یوجب القراءة علی المقتدي والثاني بخصوصه ینفیه وقد ورد فی الصلاة جمیعا فتساقطا.(نور الانوار مبحث التعارض مخ:۱۹۳)
ژباړه: د ایاتونو ترمنځ د ټکر حکم دا دئ چي ترې وروسته سنت ته به تګ کېږي دا ځکه چي ایاتونه چي سره ټکر شي دواړه له عمله لوېږي(یعني په دواړه عمل بیا نه شي کېدای ،العیاذ بالله!) نو به لازماً تر دې وروسته مرتبې ته تګ کېږي چي هغه سنت دي او درېيم ايت ته تګ نه کېږي ځکه دا خو بیا ترجيح کېږي د زیاتو دلایلو له مخې نو دا نه ده روا ، مثال يې داسي دئ لکه چي الله وايي له قرانه چي څه درته اسانه وي هغه وایا ست بل ځای بیا وايي کله چي قران ویل کېږي نو ورته غوږ ږدئ او پټه خوله اوسئ ، نو لومړی ايت د خپل عموم له مخې پر مقتدي هم قراءت لازموي او دويم د خپل خصوص له مخې قراءت نفې کوي او دا دواړه د لمانځه په اړه دي نو ځکه دواړه ساقط دي .(عمل نه په کېږي او نه هم دلیل په نیول کېږي)[/quote:0cbd254ec9]

واه واه...دا یې لا بله :oops: :oops:
څوک چې په دې باور وي چې د قران ایتونه سره ټکر کې دي، هغه زه له ایمان نه خلاص ګڼم. الله وایې چې که دا کتاب له غیر الله نه وای، نو ډېر اختلاف به ؤ پکې!. د اسلام داعیان کفارو ته دا چلینج ورکوي چې راشئ یواځې یو اختلاف په دې کتاب کې پيدا کړئ، نور خلاص یاست. هغوئ تر نن ورځې نه دي توانېدلي او نه به د اخرت تر ورځې وتوانېږي. خو دلته بیا ستا مبتحر او د دریو بحرونو په اندازه عالم د نور الانوار لیکونکی را ولاړېږي لیکي چې که قران کې له ټکر سره مخ شوئ بیا به څه کوئ...نعوذباالله من ذالک...دا څه حال دی؟
الله جل جلاله وایي:
أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ ۚ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِندِ غَيْرِ اللَّهِ لَوَجَدُوا فِيهِ اخْتِلَافًا كَثِيرًا ﴿٨٢﴾
(82) Do they not consider the Qur'an (with care)? Had it been from other Than Allah, they would surely have found therein Much discrepancy.

پاتې شوه د نورالانوار د ملا خبره:
هلته خو ټکر نه دی، په کوم منطق، کومه پوهه او په کوم جهالت به یو کس را ولاړېږي او ټکر به ورته وایي. تاسې او انصاف!!!. د لمانځه اړوند، چې هرڅه درته اسان وي هغه وایاست هغو ځایونو کې چې باید وویل شي، پاتې شوه د قرات خبره، نو هلته به په لمانځه کې امام ته غوږ نیول کېږي، هلته باید غوږ ونیول شي. نور نو ته او د نورالانوار مبتحر درې سمندریز په اصطلاح عالم :oops:

درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more