د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

وحشت او فساد چا رامنځته کړی دی

pattang
28.01.2013

وحشت او فساد چا رامنځته کړی دی

تفصيل بـــــرخه: مقـــــالی او تبصرې
25Jan2013.
لیکوال: استاد بیانزی .

بسم الله الرحمن الرحیم

سید ولی حامد ورور د ( یو ځل بیا د پاټکیانو وحشت ) تر عنوان لاندی لیکنه کی عمده ډول د حاجی شاه محمد چه د یو ډیر لوی جنګسا لار مطیع الله خان قوماندان وو ، په هکله لیکی چه امریکایانو دی وحشو قوماندانانو ته (چه د روسانو په وختت او وروسته به یی د خلکو مال او عزت
لوټ کاوه) ، بیا قدرت ورکړی دی او هماغه د پخوا په شان پاټکونه یی اچولی دی د خلکو مال ، عزت او ابرو د لوټ کولو د پاره هر ډول ډرامی او دسیسی چوړوی ،حامد صاحب لیکی چه دغه اربکی قوماندان دکلی یوسړی باندی د زنا تهمت لګولی ، او بی له دی چه په هغه باندی د تهمت ثبوت وشی او محکمه ورته سزا واوروی او لږ تر لږه دوسنیه یی تکمیله شی د کلی په منخ کی یی تری جامی ایستلی ، شرموی او ډبوی یی ، او هغه ورته ننواتی کوی چه مړمی کړی خو مه می شرموی ، په داسی حال کی چه اربکیانو کومی پی ناموسی نه دی چه تر سره کړی یی نه دی .
زه وایم چه د حامد صاحب لیکلی فاجعه خو یوه افشا شوی پیښه وه او تاسو یی هیوادوالو ته یادونه کړی ده په لکونو او میلونونو ډیری نوری داسی تراجیدی غمیزی زمونږ په ګران هیواد کی په ډیر سرعت او وحشتت سره پر مخه روانی دی.
د (پارلمان د ښځنیه انتسابی وکیلانو ) چه ډیرو یی د ( عزت په بیه ) پارلمان ته انتسابی راوستلی شوی په دی په بل وخت خبری وکړو په دی لیکنه کی ممکنه نه ده .
د ( ښخو له وزارت یا ریاست )خبر شوم د ا وزارت ددی د پاره نه دی جوړ شوی چه د وی د مظلومو ښخو اوښکی وچی کړی او یا یی د غزت او ابرو ساتنه او پوښتنه وکړی ، برعکس د ښځو دا وزارت یوه ( فساد خانه او ... خانه ) ده ، دلته صرف یو دفتر د خلکو د تیرویستلو د پاره د ښخو کورونو ته ځی چه ښځو ته خپله خواخوږی او د مرستو ژمنه وکړی او له دی لیاری د هغو تصویرونه هیواد والو او نړیوالو د تیروتلو د پاره لاسته راوړی او په عین حال کی له دی څخه د ښکار کولو وسیله هم جوړوی ..
ددی وزارت او ریاست اصلی دنده داده چه په ښارونو ، کلیو او بازارونو کی کور په کور وګرځی مطلوبی ښځی په نښه ، د مرستو په نوم اړیکی ټینګی ، او بیا ورو ورو ورته د ګل او بلبل خبری شروع کړی نو دغه ښځی که مړوښی وی ورته ویل کیږی چه له خپلو مړونو طلاق رانیسی
او مونږ درسره په دی هکله هرډول تعاون کوو تاسی د څه غریبیو او بی کاریو سره مخ یاست ډیر ژر به دموترو او ښه ژوند خاوندی شی ، او که پیغلی وی د هغو قانع کول خو ورته اسان ندی هغوی ته خو وایی چه اوس دیموکراسی ده له چا مه ډاریږی .
که ستاسسی په یاد وی څه وخت مخکی خبرونو کی وویل شو چه د ښځو په کوم ریاست کی په (کومه ۱۵ کلنی ماشومی) جنی جنسی تیاری شوی او بیا وروسته یی بلکل د ا خبره پټه کړه ، داسی جنسی تیری بی شمیره شوی دی او کیږی او لا کیږی به ، امریکایان خو لا دلته دی او که ولاړ هم شی تخم خو یی شیندل شوی دی دا او داسی نوری فاجعی تر قیامته نه ختمیږی په دیموکراتیکو هیوادونو کی چه جرم عام شی قانونیت بیدا ګوی دا ښځی د همدی وزارت میلمستون ته چه خاص خلک یی مراقبت او ساتنه کوی ، راولی . نو ددغو ښخو مینه وال ( خارجی وی که داخلی خو ډیر یی خارجیان وی ) ور سره ملاقاتونه لری او یا دا ښځی کورونو او بیسونو ته ورلیږی .
دا قیصه راته د هغه وزارت یا ریاست د یو ډیر مهم سړی له خوا وویل شوه کله چه زه کابل کی ووم .
مونږ په وحشی وژنو برسیره د نورو ډیرو بی غزتیو او فسادونو سره مخامخ یو چه په ویلو یی زمونږ خوله او وجدان شرمیږی له دی ژونده خو مرګ څو واری شرف لری . دوی زمونږ په ګران هیواد کی خلک قصدا ناداره او محتاج ساتی تر څو خپلو شومو اهدافو ته په ډیره ارامه او ارزانه توګه و رسیږی ، که نه د افغانستان د یوه سرمایدار په ډالرو د افغانستان ټولو خلکو ته کور ، کالی ډوډی رسولی او هغوی مړولی شی خو قصدا دا کار نه کوی ، طبقاتی نظام کی دوی نوری ډیری ګټی لری ، د ا د سرمایداری او د یموکراسی نظامونو سیستم دی په دی ډول د سرمایداری نظامونوپایګاوی\ محکمی ساتل کیږی. .
په سرمایداری کی یوه بله ډیره مهمه ځانګړتیا ، د ټولنو (ټولنیزحالت څخه انفرادیت او یواځیتوب )ته کشول دی ، نو هغه هیوادونو کی چه قومیت رول لری او خلک یی تر اوسه خالص او سوچه پاتی دی که خارجی دشمن پری حمله وکړی نو هغه ټول قومونه یو د بل سره په ګډ ه د شریک دشمن په مقابل سنګر کی په یوه خوله او په یوه زړه قربانی ورکوی او د شمن نه شی کولی چه هغه ملک فتح کړی او که فتح یی هم کړی څه وخت وروسته لکه د روسانو په شان د ماتی سره مخ کیږی ، سرمایداری نظام ځکه قومی نظام په انفرادیت یا یواځیتوب بدلوی نو ځکه دهغه ځای قومونه سره په جنګ اچوی او په ایزمونو هغه ټولنه ویشی چه ( بیا هغه ایزمونه د هغه استعمار نمایندګی کوی ) لکه پاکستان او افغانستان کی ، استعمار بیا دی ته اړه نه لری چه هلته فزیکی شتون ولری د استعمار پالیسی تر پخوا ډیره ( بی له دی چه پوزه یی پکی وینی شوی وی )، منظمه چلیږی . نو خلک بیا د لاسبوځو ادارو او ایزمی حکومتونو په ضد نه لاریون او نه پاڅون کولی شی نو هغه ملک تل تر تله او یا تر ډیره د استعمار د پوره کنترول لاندی پاتی وی .
همدارنګه د استعمار بله نوی او ډیره مهمه ځانګړتیا (د اخلاقو له منځه وړل او محوه کول) دی د حرامو حلالوالی او د حلالو حرامولی را منځته کوی ، د مثال په ډول د ښځی او نارینه تر منځ نکاح تر ټولو مهم اصل دی . طبیعی خبره ده هر ه ټولنه کی چه په اسلامی اصولو نکا ح وی د هغه ټولنو د کورنیو د ماشومانو وینه دهغو د مور او پلار وینه وی دغسی ټولنه یا ملت کی ټولینز ځانګړی اصول او مقررات وی د هغو په عملی کولو ټول خلک د اخلاقو په اوجتو مدارجو کی اوسیږی اود نورو فرهنک او کلتور نه منی نو د خپل کلتور او فرهنک د ساتلو په احترام هم قربانی ورکوی چه یرغلګر اود هغو څمڅی بیواکه او له ملکه وشړی ، نو استعمار ځکه د اخلاقو په محوه کولو کی هڅه لری .
دا کوم کارونه چه زمونږ ګران هیواد کی روان دی لکه فساد ، نشه توکی ، ایزمی کیدل ، طبقاتی نظام ، د اخلاقو محوه کیدل او داسی نور او نور .... دا ټول تصادفی نه دی ، ددی د پاره منظم پلانونه جوړ شوی او جوړیږی او ددی د پاره عملا کار کیږی لکه لویدیز کی چه هم جنسان قانونی یو د بل سره نکاح کولی شی او د حکومت له خوا ورته نکاح خط ورکړی کیږی ، حتی د حیواناتو سره جنسی غریزو اشباع کول نه کومه ګناه او نه کومه خطا بلل کیږی دوی همدا کار په ټوله نړی او ځانګړی ډول زمونږ به هیواد کی عملی کول غواړی تر څو ځلک له خپل فرهنګ سره بی ځانه او کرکه تری وکړی نو دغه دی چه دغه ټولنه د یواځیتوب خواته میلان کوی.
دوی یواخی په غرونو او دشتونو کی د ملی مقاومت د منځه وړلو د پاره کلونه کلونه تیر نکړل ، بلکه په شارونو ، ولسوالیو ، کلیو اوکورونو او د دوی په لاسپوڅی اداره کی یی پرله پسی کار وکړو او کوی یی . او دا کارونه د همدی ایزمیانو په واسطه ترسره کوی او ځینی پلورل شوی علما
یی هم تمویل ، تطمیع او روزلی دی چه دی بدلونونو ته اسلامی رنګ ورکړی او بیا یی د میدیا په واسطه په خلکو باندی د ثواب په نوم ومنی . تاسی یی ګوری چه کله کله مونږ کومه لیکنه په دی هکله ولیکو نو د دوی ایزمیان چه په میدیا کی دنده لری ، راسا کنخل او یا توهین کوی ، دوی ته
همداسی ویل شوی دی چه که تاسی څوک توهین او یا وډاروی هغه بیا د میدیا او انترنت څخه بی مینی ا و ډآریږی چه شخصیت ته می صدمه رسیږی اوکه زما غوندی کوم سرتنبه ورسره پیښ شی نو بیا د هغه د غیرفعاله کولو د پاره نوری لاری چاری ګوری چه له فغالیته یی وغورځوی . .
حتی ماته د ځینو ایزمیانو له خوا وویل شو چه ته د خپلو بچو د نفقی پسی ولی نه ګرځی چه زمونږ د خبرو د خنثی کولو پسی یی ددی مخکی یی ناپوهه ، فریب کاره ، جاسوس او داسی نور نومونه یی راته ویل ماته کټ مټ د حضرت محمد ص وخت را په یاد شو له هغه به یی هر ډول پوښتنی او اعتراضونه به یی ورله ځواب کړل بی جوابه به شول ، نو بیا به یی ورته لیونی ، شاعر، کاهن او جادو ګړ وایه . شکرونه می ادا کړل چه دهغه په شان ماته هم د اسلام په سر څوک ناپوهه ، جاسوس . فریب کاره او داسی نور نومونه ویل کیږی. خو ما له اسلامی حکمت او اخلاقو څخه کار واخست او د دوی په یوه خبره هم په قار نه شو م او په ډیره سړه سینه او شه حوصله می د دوی ټولی نیوکی ځواب کړی نو چه نور هیڅ پاتی نه شول نو اخره کی راته لیکی چه ته د نور څه د پاره هم وخت لری که تمامه ورځ انترنت ته ناست یی ( د ملی او اسلامی مقاومت بره او د نورو لره وایی) . او د حیرانتیا وړ خو یی دا خبره ماته لیکی چه یا( ددی لیکنو په سر معاش اخلی) . ما نه غوښتل بخث اوږد شی او نه می دوی کی د مناقشی اوږدوالی وړتیا ولیده نو زړه کی می و ویل که زه معاش اخلم او خپل وجدان او اسلامی شخصیت خرڅوم څومره به ښه وی چه له امریکایانو معاش په ډآلرو واخلم ددی پرځای چه له غریبو طالبانو څخه معاش په افغانیو او یا کالدارو اخلم

په درناوی

استاذ بیانزی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more