د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

کومه او څنګه مشوره ؟؟؟

پتوال
24.01.2013

د ټول افغان د بحثفورمونو دروند لیکونکی صاحب السلام علیکم !

فرض که ، که ته د مجاهد ملا محمد عمر داسې مشاور شې چې هرڅه ستا په مشوره کوي، نو د قدرت په وخت کې به
هغه ته [color=blue:50ac31f968]څنګه مشورې ورکړې او دداخلي چارو په کومو برخو او په خارجي سیایت کې د کومو تغیراتو تمه ترې و لرې! ؟؟؟؟؟؟
[/color:50ac31f968]
هیله ده هر څوک خپلې مشورې ولیکي او د بل په ورکړ شویو مشورو کوم بحث پیل نکړي! مونږ غواړو مشورې جمع کړو او
ښې غوره يې که امکان ولري انشا الله د نشر له پاره الاماره ته واستوو !


مومند
25.01.2013

تاوده سلامونه او نیکی هیلی پتوال صیب
ډیر د خیر او نیک موضوع باندی مو بحث پیل کړی دی الله تاسو ته اجر درکړی.
که زه د مجاهد ملا محمد عمر صیب مشاور په ټوګه وټاکل شم نو د قدرت په وخت کی به محترم ملا صیب ته مشوره ورکوم چی:
۱-تر ټولو لومړئ خو ملا صیب ته د سولی او د جګړی بندولو مشوره ورکوم او ده ته وایم چی تل د سولی لپاره هڅه وکړی او طالبان وهڅوی چی د افغان ولس نور ونه ځوروی.
۲-د ټولو خلکو نه وسله او ټوپک راټول کړی، ځکه وسله او ټوپک باید چی یواځی د هغو کسانو په اختیار کی وي چی د هیواد خوندیتوب او امنیت مسولیت یی په غاړه کی دی. د ټوپک رسم او دود ختم او د هغه پر ځای د قلم، کتاب او سوله او خواخوږی دود او دستور رایج کړی.
۳- داسی یو کړن لاره او قانون جوړول چی پر اسلامی بنسټونو ولاړ او په هغه کی د هیواد په چارو کی د ټولو افغانانو ګډون پرته د قامی او ژبی او قبیلوی تبعیضونو نه ژمنه وکړی. افغانان سوله او اتحاد او یووالی ته وهڅوئ، د افغانانو په لاس د افغانان وژنه بند کړی او هر څوک چی دا کار وکړی هغه ته سزا ورکړشی
۴-ملا صیب محمد عمر مجاهد باید چی خپل ټولو طالبانو باندی امر وکړی چی بی ځایه او بی معنی د خلکو ځورول بند کړی او د دوی په شخصی او ذاتی کارونو کی د دخالت حق ورنکړی او خپل ارزښتمند وخت په مسخره موضوعاتو لکه د سړیو د ږیرو اندازه او یا د دوی د پایڅو اوږدوالی او یا لنډوالی باندی ضایع نکړی او د دغو کارونو پر ځای د خلکو تر مینځ ورورګلوی او یووالی مینځ ته راوړی. خلاصه د زور واکمنی بند او د یووالی او سولییز واکمنی پیل کړی.
۵-څنګه چی مونږ ټولو ته پته ده ګران هیواد مو ټوکر ټوکر شوی دی نو د هیواد په بیرته ودانولو کی باید چی هڅی پیل شی. په دغه کار کی به زمونږ هیواد د نړئ د نورو هیوادونو مرستو ته اړه ولری نو زمونږ دولت ته ښایی چی د نړئ نورو هیوادونو سره نیک او دوستانه اړیکی ټینګی کړی او دوی وهڅوو چی زمونږ په هیواد کی پانګه اچول پیل کړی. افغانستان د طبیعی زیرمو له پلوه یو ډیر غنی هیواد دی چی ډیر شمیر زیرمی یی د هیواد په بیلا بیلو برخو کی تر ځمکی لاندی پرتی دی او رایستل یی به د هیواد صاړرات بدل کړی او دغه کار لپاره مسلکی ښوونځی او یا کورسونه پرانستل ته اړه پیدا کیږی تر څو د هغه پر ځای چی پردیو مسلکی خلکو ته معاش ورکړ شی زمونږ خپل روزول شوی مسلکی افغانانو ته به کار او روزګار پیدا شی او د هیواد په هر ګوډ کی د اوبو کانالونو او بریښنا تولیدولو او د سړکونو او لوی لاری جوړولو پروژی پیل کول به زمونږ د هیواد د نیکمرغه راتلونکی او د ولس لپاره د کار او روزګار د زمینی برابرولو ژمنه وکړی.
۶-د ځوریدلی او کړیدلی ولس د زړونو لاس ته راوړل لپاره باید چی د هیواد په هره سیمه کی ښار یی که کلی او که ولسوالی ښوونځی ودان کړو او زده کړو ته لومړیتوب ورکړو، د ماښومانو زده کړو باید چی اجباری وی او هیڅ چا ته اجازه ورنکړ شی چی ماښومان د زده کړو نه بند کړی. په ښونځیو کی سره له اسلامی او دینی زده کړو سره باید چی ساینس، تاریخ، بیالوژی، کامپیوټر او داسی نور زده کړی ورکړ شی. هغو خلکو لپاره چی سن یی ډیر دی او ښوونځی ته د تلو وخت یی تیر شوی یی باید چی مسلکی کورسونه پرانستل شی. خلاصه د هیواد ټولو خلکو ته د زده کړو زمینه برابر کړی.
۷-افغانانو ته باید وویل شی چی د یو بل نه د غچ اخیستو پر ځای یو بل سره مینه او خواخوږی وښئ ځکه چی د افغانستان ټول قامونه او وګړی یی په دا تیرو کلونو کی ډیر ځوریدلی دی او خواخوږی او مینی ته ډیر ضرورت لری. خپل تر مینځ جنګ او جګړه بس کړی که طالب دی که حزب اسلامی او که د هر بلی ډله غړی یی ټول ورورنه دی او باید چی زده کړی چی یو بل سره په سوله او صفا ژوند تیر کړی. زمونږ بچیان او زمونږ ولس سولی او سوکالی ته تیږی دی او حق یی دی چی په سوله او آرامی ژوند تیر کړی نو تر ټولو نه مخ کی باید چی افغانانو ته د سولی او یو بل سره په اتفاق ژوند کولو زده کړی ورکړل شی.
خلاصه چی هیواد د سولی، سوکالی، ورورګلوی، یووالی او اتفاق په رڼا کی بیرته ودان کړو
پتوال صیبه نور خو ډیر داسی مشوری ذهن ته راځی خو پکر کوم چی اوس محال لپاره به هم دومره کافی وي.
زمونږ د پیغمبر محمد رسول الله صلی علیه وسلم صفاتو په لر کی سپڅلتيا او رښتينوالی ، امانت او ثبات ، زړه سوئ او مهرباني ، بخښنه او قناعت ، سر ښندنه او ځان تيريدنه ، شکر او احسان ، صبر او زغم زړه ورتوب او ميړانه وه او مونږ ته ښایی چی د دغو صفاتو په رڼا کی د خپل هیواد او د هیوادوال راتلونکی وټاکو.

په درنښت

مومند


tandar
25.01.2013

په غير له تبصيري نه دشهيدانو دميندو اوکونډو او يتيمانو داوښکو پاکول دي
چه داکار دوطنفروشانو اودملت دناپاکه مکروبو له مينځه وړل دي چه په اينده کي نور تري عبرت واخلي
دکرزي نه تر دوستم ،فهيم سګباز، مسعود خليلي ، قانوني ، عبدالله دوسره تر عطا او داسي نور دارګ په مخ کي په قفسونو کي ژوندي داسي وچ شي چه تر راتلونکو ١٠٠٠ کاله پوري راتلونکي نسل اوجهان ته تاريخ اوعبرت وي چه بيا دغسي خائين پيدا او بل خارجي له خپلو مدرنو اسلحو سره جرئت ونه کړي
په ما که چا رحم کړي وي درحم توقع دي وکړي
په ملت وژونکي او هويت پلورنکي ايارحم په کار دي ؟
نن isi پنجابي په ما لوبي کوي خداي مي دي ورته وزير دفاع کړي چه دال خوړل ور زده کړم
ديوالي او لوي او ازاد هيواد په هيله


Re: کومه او څنګه مشوره ؟؟؟

pattang
25.01.2013

ملا پتوال صيب !
زما په زړه خو که وي طالبان بايد دهيچا مشورې ونه مني ددوی غټ ښوونکی
او مشاور يې دا 15 کلن جنګ دی چې بايد اوس يې ډېر شيان ترې زدکړي وي !
که زده کړي يې نوي او لکه کرزي ښابی چې په هېوادغل خيلو کې يې خپل
مشاورين لټولي دي ، نو زما مشوره ورته داده چې له سياسته خپل لاس واخلي
او په خپلو طالب شهيدانو پسې لوی خيرات وکړي !
څوک چې دکوم کار استعداد او لياقت نلري هغه کار دې پرېږدي څکه پکښې
رسوا ، بدنامه او خپل حيسيت له لاسه ورکوي !!!!!!!!!!

[quote:8edd9515ef="پتوال"]د ټول افغان د بحثفورمونو دروند لیکونکی صاحب السلام علیکم !
فرض که ، که ته د مجاهد ملا محمد عمر داسې مشاور شې چې هرڅه ستا په مشوره کوي، نو د قدرت په وخت کې به
هغه ته څنګه مشورې ورکړې او کومې غوښتنې به ورته وړاندې کړې ؟؟؟؟؟؟

هیله ده هر څوک خپلې مشورې ولیکي او د بل په ورکړ شویو مشورو کوم بحث پیل نکړي! مونږ غواړو مشورې جمع کړو او
ښې غوره يې که امکان ولري انشا الله د نشر له پاره الاماره ته واستوو ![/quote:8edd9515ef]


پتوال
25.01.2013

منلي او ښاغلي پتنګ صیب لیکلي :
[quote:2d77edcae7]زما په زړه خو که وي طالبان بايد دهيچا مشورې ونه مني ددوی غټ ښوونکی
او مشاور يې دا 15 کلن جنګ دی چې بايد اوس يې ډېر شيان ترې زدکړي وي [/quote:2d77edcae7]

د الله رسول (ص) هم د دنیا په کارونو کې (او سیسات خو اوس ۹۰ ٪ ددنیا کار دی) مشوره کوله او په اختلافاتي
دنیوی موضوعاتو کې (او سیاست خو اوس د اختلافاتو ډګر دی) الله سبحانه وتعالی هم د ایت او حدیث نه وروسته د شورا حکم کړی دی ، نو طالبان ورونه
به څنګه د شورا او مشورې په برخه کې د الله او د هغه د رسول له امر او مسنونه قاعدې څخه سترګې پټوی او مشوره به نه کوي ؟؟؟؟
هیله ده هیڅوک خپلې مشورې دریغ نکړي ! والسلام


pattang
27.01.2013

دقدر وړ پتوال صيب !
پورته اسلامي نظر او دليل د پر ځای دي خو عمل يوبل فورمول لري !
((که په غم کې څوک زما سره شريک وي نو په ښادي اوخوشالي کې به يې په سترګو
مشوره منم .....! خوکه چا په غم کې ټکولی يم او په خوشالي کې بيا مشورې
راکوي نوداخو دتيرې ورځې ټګماري کوي اوبس !! ))
الله مو دې لرې ترې ساتي!! .

**
نن مې يوه 15 کلنه زړه انالوګ ويديو په کور کې وليده او پکښې ليدل کېږي
چې په لسګونو پښتانه روڼ اندي له a څخه نيولې تر x پورې دطالبانو پلوي
کوي , خوداڅو هفتې کيږي چې يو streamer مې پيدا کړی کوم چې د افغانستان
دپښتو پروګرامونه لکه ( خيبر ، خيبر نيوز، طلوع ، لمر ، شمشاد ، دليوال د
pastotv او داسې نور....) ستريمين کوي او کتل کېږي ،چې ګورم يې هغه پخواني
طالب دوسته اوس ددالرو لپاره انتي طالب خبرې کوي او ټول يې دتيرو وختو له
پيڅه پلورونکي څخه نيولې..... تر ټېرونه خر څونکي.... پورې ، يا والي دی ، يا
معاون دوالي او يا سياسي او اقتصادي کار پوهه او مشاور !!
طوبه طوبه !
په خپل ژوند کې مې کاشکې څو پښتانه ليدلي وی خو له هغوی سره چې زه
معرفي شوی يم خدای پاک دې بيا نه راباندې ويني !
نه پښتون پښتون دی اونه مسلما ن مسلمان ټول نسبتي دي پېژندنه يې دلايتناهي
خواته روانه ده !!
بحث مې اوږد که ، دزړې ويديو له عمله !!


پتوال
28.01.2013

دروند ، ګران او خوږ ورور پتنګ خانه سلامونه مې له نیکو هیلو سره ومنه !
حکومت د بهرنیانو کثافاتو ډیران او ګونګټان په کې غونډارې رغړوي، نو ځکه داسې حکومت باید رامنځته شي چې
۱- سوچه اسلامي او ملي وي
۲- په اسلامي ولسواکۍ د ثبات او استقرار، سیاسی عدالت ، پایښت او غښتلتیا لرونکی وي!
له روان چټل حالت څخه له دې پرته بله هېڅ لار نشته !
باتې شوې مشورې، علنی او عامې تمې او غوښتنې دا ټول انشاالله د اینده په ګټه تمامیږي ، نیمګړتیاوې له منځه وړی او ځای ورته نه پاتې کیږي!
په مینه او درنښت


رښتینی
28.01.2013

پتنګ صیب که تا کابل ولید ...
څو ورځي مخکي مې په کابل کې څو شپې وې په هرمجلس کې طالب طالب
نوری په احترام ویل کیده متاسفنه زموږ اپرچونیستان وروڼه ! دهري ورځې
له نرخ خبروې هغه خو زه اوته یو چې نرخونه ندي راته معلوم ....
اود محترم پتوال صیب دمشورو خبره هم بي ګټي نده ځکه له مشوري پرته
هرکار نیمګړی او ناسم وې .



ع کريم حليمي
28.01.2013

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
که زه ، د ملا محمد عمر صاحب مشاور سوم ، زما مشوره به داوي چه: ډېر محترم لوی ملا صاحب ! تر څه نه مخکي په یوو ټیوب کښی په ژوندی بڼه امة او ملت ته ور ښکاره سئ ، او خپل سیاسي نظر و افغان مشاهدینو ته په روښانه ډول څرګند کړئ ، چه دا به تاسي ته او و ملت ته شرعأ ګټمن کار وي ، (که ستاسو سیاسي نظر او طرز العمل ښه وي نو موږ به لاس در اوږد کړو د بیعت )ولي چه موږ و يو اوبل ته مسؤلیت لرو
عوام غواړي چه ستاسو نظر ستاسو له خولې نه واوري ،
کلکم راع و کلکــــــــــم مسؤل عن رعیته ،
په اسلامي دستور کښی یو ورور د بل ورور ساتونکي او نګران ټاکل شوي دی

الدين النصيحة:
و ما علینا البلاغ

په درناوي


Naeem sadat
29.01.2013

ګراڼو ورڼو السلام علیکم

محترم حلیمی صاحب ستاسی نظر ستاسی شخصیت او پاک حسن نیت ته په کتو سره کاملاً د تایید وړ ده

خو دلته پښتنی هم د شومو اهدافو لپاره کیږی ، اوس دلته داسی خلګ طالب ته د مشوری د اوریدو بلنه ورکوی چی کله پخپله په واګ کی وو نو د هیچا مشوره یی نه اوریدله

همدا یوه خبره یی زده وه ، هر څوګ چی زموږ سره مخالفت کوی بیسواده دی او په هیڅ نه پوهیږی نو موږ حق لرو چی دوی ټول ووژنو او په همدی خاطر یی د افغانستان مظلوم اولس د ویر او غم په ټغر کښیناوه

ددوی نظر داسی وو چی موږ خو په هرڅه پوهیږو خو دا جاهل ملت بیسواده ده نو ځکه موږ همیشه پخپلو اهدافو کی ناکامه یو او داچی ملت بی سواده ده نو وژل یی موږته روا دی

کله یی چی د ټول ملت په وژلو وس ونه رسیده نو بیایی د خپل ملت د وژلو لپاره له روسانو مرسته وغوښته او وروسته له امریکایانو

خو دا مظلوم ددوی په اند بیسواده ملت ددی ټولو ظالمانو څخه ژوندی او کامیاب راووت اګرچی ډیری لوی قربانی یی ورکړی
اوس دوی چی نور زور یی ختم شو غواړی چی د مشورو په وجود کی خپل زهر په دی ملت وڅښی
تر څو ددوی په اند دا بیسواده دا ناولی ملت که وشوه چی په دی زهرو له منځه لاړ شی دوی داسی ملت غواړی چی ددوی هره ناروا ومنی نو هغه ملت به یو باسواده ملت وی او تر څو چی دا ملت ددوی ناروا غوښتنی ونه منی په دی ملت به د بیسواد ، ناپوه ، جاهل ، نااهل ، ملت نوم پروت وی او دانسانیت او بشریت ضد هوښیاران به یی د جاهل او بیسواد ملت په نوم په مختلفو ډولو وژنی

الله تعالی دی دویته ددوی د جرمونو سزا ورکړی

امین

ددوی په نظر


مومند
29.01.2013

تاوده سلامونه او نیکی هیلی
پتوال ورور مونږ نه د مشوری غوښتنه کړی وو خو داسی چی ښکاری مونږ افغانان د مشوری سره ډیره مینه لرونکی خلک نه یو ځکه چی دلته د پتوال صیب د غووښتونکی مشوری ورکولو پر ځای بیا ځنی خلک د پخواو زمانی د جرمونو او سزاو خبری پیل کړی دی. زمونږ د پښتنو حالت خو له همدی وجهی نه سمیږی ځکه چی مونږ تل دمشوری او اصلاح پر ځای یو بل ته ګوته نیسو او یو بل سره جګړی کوو او یو تر بلل سره په مختلفو القابو یادوو. مشوره خو کومه بده خبره نده او که حتی زمونږ دښمن هم زمونږ په ګټه او د خلکو په ګټه او ښیګنه مشوره راکړی باید چی مونږ اقلآ غوږ خو پری ونیسو مشوره او صلاح خو اسلامی تګلاره ده نو ولی بیا مشوری سره داسی تینګ مخالفت؟ . د دغو خبرو پر ځای ولی د هیواد د راتلونکی او پر مختګ او سولی په هکله هیڅ څوک خبری نه کوی؟ تر څو به جګړی کوو او یو تر بله سره وژنو؟
په درنښت
مومند


پتوال
02.02.2013

ملتوال صاحب ته له سلام وروسته :
تاسو لیکلی :
[quote:d0124bc04e]اوس دلته داسی خلګ طالب ته د مشوری د اوریدو بلنه ورکوی چی کله پخپله په واګ کی وو نو د هیچا مشوره یی نه اوریدله [/quote:d0124bc04e]
په یوه نظر پوښتنه کې خو له هر چانه پوښتنه کیږي، نه پوهیږم تاسو څوک مشخص نه دی ښودلی ، څو ځواب درکړي، څنګه چې دا ډول پوښتنې او مشورې د ولس په ګټه دي ، نو د یو یا بل له خاطره پرې سړی صرفنظر نشي کولای، هیله کوم چې لوستونکي خپلو مشورو ته دوام ورکړي او ووايي چې له طالب حکومت څخه څه تمه او څه غوښتنې ترې لري!
واسلام


تخاري
24.05.2013

سلامونه او احترامات

په اوس وخت او نازکه مرحله کی چی سوچه او په دین او وطن مینو افغانانو (نړیوال یی طالبان نوموي) په جنګي ډګر کې له یرغلګرو لار ورکه کړی او له ماتی او بی ساری شرمندګی سره یی مخ کړی مشوره ورکوم چی:

په سیاسي ډیالوګ او د سولی په مذاکراتو کی هم اشغالګران له بی ساری ماتی او شرمندګی سره مخ او ټولی نړی ته رسوا کړي هغه څنګه؟

نن سبا په نړی کی د منازعاتو د حل متخصص او فنی پوهنتونونه موسسی او هیوادونه شته چی منهج او بنسټ یی هم غربیانو ایښی دی طالبان باید د همداسی یو معتبر پوهنتون یا له همدی پوهنتونو سخه فارغ اشخاص له خپل لوري وړاندیز کړی تر څو د اشغالګرانو سره د دوی د مذاکراتو میکانیزم جوړ او څارنه یی وکړي

که دا کار وکړي نو اشغالګر به یی لومړی ونه منی چی همدا یی یو شرمندګی ده خو که یی ومنل نو دا به یی بله شرمندګی وی چی د هغوی د تخصصي میکانیزم سره په غوڅ ټکر کی واقع شی

په یادو جهاتو کی د ناروی هیواد او په کاناډا کی د منازعاتو د حل یو مشهور پوهنتون د یادولو وړ ده

په افغاني کچه هم داسی ډاکټران موجود شته چی د منازعاتو په حل کی دکتوراوې لري او د سولی په شوروا د مشرتابه لپاره د ورته اشخاصو کاندیداتوري د اشغالګرانو له خوا رد شوی څه چی د غړیتوب حق یی هم نه ده ورکړی او په نورو ساحو کی یی د مشاورینو په صفت مصروف ساتلي دی

طالبانو ته ښایی چی له ورته متخصصینو او یا د منازعاتو په حل کی د نړیوالو متخصصو او فني جهاتو سره رابطه قایمه کړي

دا به د غربیانو په مخ یوه درنه څاپیړه ثابته شي!
!
د ښاغلی پاتوال صیب پوښتنه تر وخت له مخه ده، د دمګړی نازکی مرحلی په اړه باید چی دلسوزانه مشوری شریکی کړو

بیا هم که مشر ملاصیب عام و تام واکمن شي او زه یی مشاور شم نو به ورته وایم چی الناس علی دین ملوکهم، ستا اولویت او شرعي مسوولیت دادی چی سیاسي سلطه په لاس کې واخلی او د شریعت په اساساتو یی بنا او محکمه وساتی، د ظاهري بڼې، ګیری او لباس په مواردو کی به مو خلک په خپل رغبت سره تقلید ته مخه کړي، د نړی نورو هیوادونو ته که وګورو نو خلک د خپل مشر، ولو که لاسپوڅی او لیبرال هم وي تقلید کوي نو طالبان دی په هغو مواردو کی چی د سلطی خپلولو له لیاری خودکاره حل کیدای شي په خلکو بی ځایه کار او فشار نلري.


پتوال
26.05.2013

..........................................[color=yellow:543b00ad8a]بسم تعالی :[/color:543b00ad8a]

[color=blue:543b00ad8a]د مجاهد ملا محمد عمر درنو مشاورینو السلم علیکم و رحمة الله و برکاته ![/color:543b00ad8a]
ستاسو تر اوسه پورې ارزښتمنې مشورې ورکړي دي، خو:

۱- ډیرګڼ شمیر مهمې مشورې مو نه دي ورکړي او ټولې مهمې مشورې خو ورته په هېڅ صورت نشو ویلی.

۲- ستاسې مشورې یواځې په هغه څه محدودې دي چې باید وشي، هغه څه چې باید ونشي او مخه يې ونیول شی نه دي په ګوته کړي: څنګه چې په شریعت کې
په عروف کارونو له امر څخه له منکراتو نهی ډیره ده، دغسې په سیاست کې هم معروفات او منکرات شته، نو هغه څه چې طالبان برې په دویمه دوره کې خپل وخت له لاسه ورنکړي څه دي ، آیا د ګیرو او پينڅو له کنترول پرته نور څه نشته ؟؟؟؟؟
مثلاً :

۳- ایا د هیواد مطبوعات باید کم یا ختم کړي؟

۴- ايا د دولت تقنیقي ارګانونه د مشرانو جرګه او ولسي جرګه باید ختمه کړي
او یواځې په قضايي ارګان بسنه وکړي.

۵- آیا له یوې لنډې انتقالي یا عبورې دورې (۲-۳ کالو) وروسته د جمهوري ریاست او ملي شورا انتخابات له منځه یوسي؟؟؟؟

۶- ایا اساسي قانون په یو شمیر زیاتونو او کمونو بشپړ اړ اصلاح نه ، بلکې له منځه یوسي؟؟؟
۷- ایا ملي اردو باید اصلاح او بشپړه نکړي ، بلکې ختمه یې کړي ؟

۶- ایا د جونو موجود ښونځي ونه ساتي او پراختیا ورنکړي او که نه له منځه یې یوسي؟؟؟

۷- په بهرني سیاسي او اقتصادي اړیکو کې دکوم او څومره بدلون مشوره ورکوئ ؟؟؟؟ د پا[color=red:543b00ad8a]کوس[/color:543b00ad8a]تان او [color=olive:543b00ad8a]ایرن[/color:543b00ad8a] سره باید دا د [color=blue:543b00ad8a]تورن[/color:543b00ad8a] زامن څه وکړي ؟؟؟؟

۸- آیا د اسلامي چارو د پیاوړتیا او پراختیا له پاره هم څه مشورې په اندپانګه کې لرئ؟؟؟

۹- ایا د ښځو د کار ، ماموریت، علمي ، کلتوري او سیاسی فعالیت کې ونډه لرل
باید ختم شي او که له یو شکلي بدلون سره نوره هم پراختیا وموندي .... په دې او دې ته ورته نورو عامو مهمو چارو کې ستاسې مشورې مکرم ملا محمد عمر صاحب ته څه دي؟؟؟؟؟
هیله ده مشورې مو دریغ نکړئ! والسلام


تخاري
26.05.2013

محترمو پتوال صیب

مسنونه سلام او احترام مو ومنی

تاسو لومړی هغه پوښتنه مطرح کړی چی ستاسو د نورو په شمول زما په ذهن کی ګرزیدل خو دا چی وخت یی نده نو ومی نه لیکلی

د لومړی پوښتنی په اړه به زه کله هم مشر ملاصیب ته مشوره ورنکړم ځکه چی کیدای شي د دوی په ذهن کی د مطبوعاتو په وړاندی د دوی د تجربو له مخی موجوده راتلونکی پالیسی به ډیره موزونه نرمه او د مطبوعاتیانو په خیر وي

زما په نظر خو د مطبوعاتو جنبه په افغانستان کی تر ډیره بریده شیطاني ده، شیطان چی کوم وسواس سړی ته اچوی، مطبوعات همدا کار کوي، ماته یی عملا هیڅ فرق نشته او له دواړو په خدای ج پناه غواړم، ځکه د شیطان له وسواسه څخه له خدای ج پرته بل منجي نشته لدي مالوميژي چی شیطان زمونږ ډیر لوی او خطرناک دشمن دی

په افغانستان شانته هیواد کی که خدای ج غوشتي وي چی سوچه افغانی او اسلامي حکومت قایم شي نو باید مطبوعات په پیل کی سل په سلو کی دولتي وي، ازاد مطبوعاتو ته په داسی هیواد کی چی دیرش کاله بی سرپوشه پاییدلی وي اجازه ورکول په تبر باندی د خپلو پشو د وهلو مانا لري.

مطبوعات باید داسی کنترول شی لکه ایرانیانو چی کنترول کړی دي که وایو چی محکوم کړي یی دي نو دا خو د نړیوالو خبره ده یا د پردي پالو ایرانیانو ده، همدا کنترول یی د ایران د حکومت او هغوی د راتلونکی په ګټه دی په بل عبارت که مونږ افغانان وغواړو د ایران په داخلي چارو کی ګوتی ووهو او یا یی په خپله ګټه تخریب کړو نو تر ټولو لومړنی ګام به مو دا وي چي په ایران کې د ننه د مطبوعاتو د ازادی لپاره کار وکړو تر څو په هغوی کی زمونږ د اجیرانو زحمت منعکس کړل شي.

مطبوعاتو ته باید داسی وخت ازادي ورکړل شی چی خلکو کی یی څه نه څه ظرفیت را ټوکیدلی وي او دا کار یو کال او پنځو کی نه کیژي

محترمو پتوال صیب

مطبوعات زشت ډیر اهمیت لری خو د نااهلو په وخت کی یی خطر او تاوان هم په همدی پیمانه دی

خبری ډیری دي او دا تیرو لسو شلو کلونو مونږ او تاسو ته ډیر څه رازده کړل خدای جل جلاله دی وکی چی طالبانو تر مونږ او تاسو ډیر تری زده کړه کړی وي

نوبت اوس ستاسو دی


پتوال
27.05.2013

دروند تخاري صاحب او ګرانو لوستونکو السلام علیکم و رحمة الله و برکاته !
مننه چې لږ تر لږه په یوه سکالو کې مو خپله اندتوګه له درنو لوستونکو سره شریکه کړې ده ، درانه لوستونکي به هم خپلې اندڅارنې وړاندې کړي او هم به ستاسو د څرګندونو په اړه د خپل خپل اندڅار څرګندونه ونه سپموي.

خو تاسو ماته لیکلي چې [quote:3b5002ad01]اوس وار ستاسو دی[/quote:3b5002ad01]، حال داچې زه د سکالو له وړاندې کولو او یو څه مشخصولو څخه
وروسته نور دا حق نه لرم چې له هراندڅارن سره دیالوګ پیل کړم او د نورو لوستونکو او لیکونکو د وار حق تلف کړم .
زما وړاندیز به ګډونوالو ته داوي چې که د افغان ملت د مثبتو تاریخي لاسته راوړنو د ساتنې معیارونه په خپلو لیکنو له پامه ونه غورځوي
نو د طالبانو ورونو له پاره به يې لیکبېلګې د تش سازشي تمطراق په تله ډیرې سودمنې ولویږي! والسلام .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more