د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

وسله وال د سولې له بهير سره يو ځای شول

مومند
15.01.2013

تاوده سلامونه او نیکی هیلی
کاش داسی ټولو هغو وسله والو چی د هیواد او افغان ولس په ضد وسله په کاروی او هیواد ورانوی وجدانونه همداسی ویښ شی او خپلی وسلی په مځکه کیږدی او د وران کاریو پر ځای خپل د هیواد ودانولو او خدمت لپاره هڅی پیل کیړی او د هیواد دښمنانو په امر عمل ونکړی. دغه لاندنئ خبر د مشال په رسنی کی خپور شوی وّ:


مومند
15.01.2013

((وسله وال د سولې له بهير سره يو ځای شول
دا راپور خپل ملګري ته واستوی

14.01.2013
بازمحمد عابد مشال راډيو
جلال اباد:ـ پنځه تنه د دولت وسله وال مخالفين د خپلو سپکو او درنو وسلو سره په ننګرهار کې د سولې له بهير سره يو ځای شول.

په ننګرهار کې د سولې د عالی شورا د ولايتي کميټې مشر ملک نذير وايي چې د تيرو دوو کلونو راهيسې ۱۴۰د دولت وسله وال مخالفين د خپلو سپکو او درنو ولسو سره په ننګرهار کې د سولې له بهير سره يو ځای شوي دي. نوموړی د يکشنبې په ورځ په يوه مطوعاتي کنفرانس کې خبريالانو ته وويل:

« پنځه تنه چې څلور ميله وسله، دوه کلاشينکوف، يو ميل راکټ او يو ميل درنه وسله ورسره ده د سولې له بهير سره يو ځای شول. دا لړۍ به همداسې جاري او روانه وي. دوی په اچين ولسوالۍ او د شينوارو په سيمه کې ورانکاري کوله. تر اوسه پورې ۱۴۰تنه وسله وال مخالفين په ننګرهار د سولې له پروګرام سره يو ځای شوي دي.»

د دغو پنځو تنو قوماندان وايي چې د ملا رباني تر قوماندې لاندې يې د وران کارۍ عملونه تر سره کول.
« مابت خان مې نوم دی او دلته د پنځو کسانو سره راغلم. موږ د رباني په شمول باندې داسې به راليږل کيدو له پاکستان نه او درې زره روپۍ به د مياشتې خرچه راکول کيده. موږ ته داسې ويل کيده چې ښوونځي به هم سوزویء، خلک به هم وژنۍ خو چې موږ وليدل دغه خپل ورونه راته ښه ښکار شول.»
د دغه ګروپ دو تنه وايي چې نور يې د خپل وطن د ورانولو زغم له لاسه ورکړی و.
د اچين ولسوالۍ اوسيدونکي فيض محمد وايي چې دوی ته به ويل کيدل چې بمونه وچوي، پلونه وران کړي، ملي اردو او پوليس ووژنیء او نور... خو موږ نور نه غوښتل چې دا وطن وران شي.له ورانکاريو مو لاس واخيستو او نور به خپل وطن ته خدمت کوو.
د اچين ولسوالۍ يو بل تن اوسيدونکی دفتر وايي چې خپل وطن سره مو خيانت کولو، ما چې خپل د تره زوی، ګاونډي او کليوال وليدل چې ملي اردو کې خدمت کوي، نو موږ ته د د خپل وطن دې ورانيدو خوند رانه کړو. دې زياتوي چې په دې خاطر له دولت سره يو ځای شوي چې خپل وطن ته خدمت وکړي.
د ننګرهار د سولې د عالي شورا د ولايتي کميټې چارواکي وايي چې دولت هر هغه کس ته چې له وسله وال مخالفت نه لاس واخلي او د سولې له بهير سره يو ځای شي، سرګروپ يا قوماندان ته به يې تر شپږو مياشتو پورې ديارلس زره افغانۍ او د ګروپ هر غړي ته به اته زره افغانۍ مياشتينۍ تنخواه ورکول کيږي.))

د ټولو رښتنئ افغانانو هیله

په درنښت
مومند


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more