د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

پښتو د عربي تر اغېز لاندې

محمود سعيد
13.01.2013

ملايانو او صوفيانو نه يوازې د بوستان، ګلستان او پنج ګنج په مټ زموږ ديني ارزښتونه زيانمن کړي دي؛ بلکې د پښتو هويت او څرنګوالي ته ېې هم دروند زيان اړولی دی.
هغه وېيونه او نومونه چې له عربي پرته له نورو ژبو پښتو ته راغلي دي، د دې کسانو له لوري د عربي ژبې د ويونو په پيروۍ پکې عربي توري کارول کيږي چې دا کار د دې نومونو له اصل سره ډېر توپير لري او له معياري بدلون سره په ټکر کې دي.
له دې نومونو ځينې ېې دا دي:
سم ناسم

سوکرات سقراط
اپلاتون افلاطون
پټرول پطرول
سالون صالون
پارس فارس
دوام لري...


larghonay laraway
17.01.2013

السلام عليکم
ګرانه دا خو پښتو نومونه نه دي بلکې انګريزي او لاتيني نومونه دي چې پښتو ته يې کوم زيان نه دی اړولی خو ناسم دي. بايد په خپله اصلي بڼه وليکل شي.
ولې دا ثابته نه ده چې دا کار دې ملايانو کړی وي. بلکې دا يو شمېر ليکونکو مامورينو کړی دی .
د ملايانو يې له
پټرول پطرول
سالون صالون
سره څه ؟
ولې زمونږ يو شمېر سمت پالو او متعصبو پښتنو شاعرانو او ليکوالو هم په دې ډول ورانولو کې ښه ونډه لرلې ده. دوی اکثره عربي نومونه په پښتو تلفظ کوي لکه:
صلح سوله
فعل پيل
نقشه نخشه
قصه، کیسه
او داسې په سلګونو نور


pattang
17.01.2013

ځوانه ونيسه خو دا سې يوڅوشيان وليکه !
زمونږ به هم سر راخلاص کړې داخو ډېره ګټوره ده چې پښتو سوچه شي !
زه خپله هم هغه زړې بابولالې ليکم !

مننه لاروي صيب !


اتل
25.01.2013

ګرانو وروڼو
دا کلمکات چې تاسې لیکلي او بحث وربادې کوۍ د تحسین وړ خبره ده.
راځئ اول پدې سوچ وکړو چې، آیا موږ د عربي کلماتو نه ځان خوندي کولای شو؟
آیا عربي کلمات زموږ د دین او مذهب په ادبیاتو او پښتو او دري ادبیانو کې حیاتي اهمیت لري؟ آیا د عربي کلماتو په عوض داسې کلمات لرو چې نه یوازې د عربي کلماتو ځای ډک کړي، بلکه لساني، مذهبي، ادبي، اصطلاحي عنعنوي اود راکړې ورکړې مفاهیم هم ورسوي او افاده یې کړي؟
که د عربي په عوض نور کلمات راوباسو، آیا اول به څوک پرې پوه شي، مفهوم او افاده به د وسیلې یعنې ژبې قرباني نشي؟ پښتو ژبې خو تر اوسه پورې ددې ظرفیت لرلئ او لرل یې هم ثابت کړي دي چې د نورو ژبو کلمات هم پّ ځان کې مدغم کلای شي او مدغم کړي یې هم دي. یعنې هغه خارجي کلمات چې په پښتو ژبه کې دي او پښتانه په ورځني ژوند کې استفاده ترې کوي، هغه دپښتو ژبې تابع او جز ندي؟ آیا موږ چې د هرې ژبې کلمات پخپله ژبه کې وایو، هغه اوس پښتو کلکات ندي؟
يو ځل چئ ستاسې نه دا ځوابونه واورم، بیا به نور بحث ته پدې باب دواو ورکړو.


رښتینی
26.01.2013

[quote:dd6bb2c5a8="larghonay laraway"]السلام عليکم
ګرانه دا خو پښتو نومونه نه دي بلکې انګريزي او لاتيني نومونه دي چې پښتو ته يې کوم زيان نه دی اړولی خو ناسم دي. بايد په خپله اصلي بڼه وليکل شي.
ولې دا ثابته نه ده چې دا کار دې ملايانو کړی وي. بلکې دا يو شمېر ليکونکو مامورينو کړی دی .
د ملايانو يې له
پټرول پطرول
سالون صالون
سره څه ؟
ولې زمونږ يو شمېر سمت پالو او متعصبو پښتنو شاعرانو او ليکوالو هم په دې ډول ورانولو کې ښه ونډه لرلې ده. دوی اکثره عربي نومونه په پښتو تلفظ کوي لکه:
صلح سوله
فعل پيل
نقشه نخشه
قصه، کیسه
او داسې په سلګونو نور[/quote:dd6bb2c5a8]

سعید صیب له پښتو سره مینه مو دملا له دښمني کمه ده
دلاروي صیب ځواب مو بس ده



ع کريم حليمي
26.01.2013

[color=white:a00020517d] ولې زمونږ يو شمېر سمت پالو او متعصبو پښتنو شاعرانو او ليکوالو هم په دې ډول ورانولو کې ښه ونډه لرلې ده. دوی اکثره عربي نومونه په پښتو تلفظ کوي لکه:
صلح سوله [/color:a00020517d]

تاسي تولو ته ښې هیلي وړاندي کوم
لرغوني صاحب ، تاسي ته به معلومه وي چه : سوله مطلق و غارته ویل کیږي ، عموماً د شا او یا د مخ د خوا و غارته !! م ق ع د - ف ر ج

درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more