د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د همدې فورم د يوې پښتنې له غم او کرکي ډک ليک خپلي خور ته !

نظيفه غزل
08.11.2004

[color=indigo:b0451c0da4]په لاندي 2 ليکونو کي يو زما هغه ليک دی چي الفت خور ته مي په څمره هيلو ليکلې پيغام و خو دوهم ليک د الفت خور هغه د مايوسي ډک ليک و چي زما هيلي ئې لارا ولړزولې ـــ زما له ګرانو ليکولانو څخه هم همدا خواست دی چي ملي يووالی په نظر کي نيولو سره هر څه د مباحثې له لاري خپل نظرونه تبادله کړي نه د يو بل باندي د رغنده تورونو او تهمتونو له لاري ــــــ په درناوي ستاسي پښتنه غزل[/color:b0451c0da4]
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ګراني خور ليلوما الفت زما سلامونه دي در ورسيږي
خداې دي وکړي چي په خوشحالي او نيکمرغي دي د ژوند چاري پر مخ رواني وي
زه ټول افغان ته له څو ورځو را هيسي را ځمه او ټوله فورم کي مي د ښځو ليکني ډيري کمي تر سترګو سولې خو هغه هم ټوله ډيري زړې ليکني وي ـ نو مي د غړو ليست پسي را واخستۍ او تاسي ، نيلوفر خور او زرکي خور ته مي ورته پيغام وليکه تر څو يو خو مي ستاسي د علمي ليکنو ستاينه کوله چي زموږ روشنفکره ښځي اوس هم د خپلو وړونو سره په فرهنګي سنګر کي اوږه په اوږه ولاړي دي او بل مي د ښځو لپاره په يوې ځانګړي ويب پانه کي ستاسو د همکارۍ غوښتنه کوله تر څو زموږ سره په ګډه دا پاڼه پر مخ بوزی
ستاسي نوي ليکنو ته په دې فورم کي ډيره ليواله يمه او خدای دي وکي چي زما خواست قبول کی او زموږ سره په [url]http://www.worbal.com[/url] کي مرسته وکړی
په درناوي
ستاسي خور غزل
_________________
[img:b0451c0da4]http://www.worbal.com/banner1.jpg[/img:b0451c0da4]
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ګراني نظيفه جاني غزل خورسلامونه درته وړاندي کومه
ورسته له درناوي :
دومره بايد عرض کړم چي په ټول افغان فورم کي مي له ليکنو لاس پرېولی دی
ګراني هغه د چا خبره ده [color=blue:b0451c0da4]چي يا په ما کي شرم نشته او يا دا خلګ نه شرميږي[/color:b0451c0da4] خو ما اوس دا احساس کړله چي نه دا خلګ بې شرمه دي نو زه خو شرم لرمه ځکه مي خپل ځان له فورم څخه راټول کړ ،
د فورم څه مي بيخي اوس زړه تور دئ ما فکر کاوه چي ټول افغان بحث فورم به په نړۍکي د افغانانو د قلمي راکړي ورکړي لويه وصله وګرځي خو افسوس دا ارمان مي تر سره نه شو
د فورم څخه ئې د بزکشۍ ميدان جوړ کړی
د بزکشۍ لوبه خو به د ګټلو او ماتو اوميدونه د ځان سره ولري خو افسوس دلته هغه هم نشته
دلته د تور سرو قدر نسته دلته د مشر او کشر احترام نشته دلته هر يو ځان ته افلاطون وائې
دلته د ملي ارمانونو څيړلو ته هيڅ حق نشته ځکه چي که د چا يو لفظ له خولې راوتلی نه وي [color=yellow:b0451c0da4] ....... صاحب [/color:b0451c0da4]دي کافر بولي [color=red:b0451c0da4]......... صاحب [/color:b0451c0da4]دي کمونيسټ بولي [color=green:b0451c0da4]........ صاحب [/color:b0451c0da4]دي نشنليسټ بولي [color=cyan:b0451c0da4]...... صاحب [/color:b0451c0da4]دي د امريکا جاسوس بولي هر يو يوه ټاپه ضرور درباندي لګوي د خوشحالی ځای به هلته وائې چي دا هر يوه ښاغلي خپل ځان ته هم لږ متوجه وائې يووخت ئې خپل نيمګړتيا ته هم ګوته نيولې وايي
زموږ وطن د همدې بې اتفاقۍ په اور کي وران شو خو دا اور اوس د ټول افغان لمن هم سوځي
هر يو په پوهه او علم کښي خپل ځان د کرزي پر پلار نه ورکوي کرزی خو ئې لا زوی دی خو چي کار ته ئې وګورې نو نو بس هغه لاپي او باټي ئې په هغه خبرو کي دي يوه ذره خدمت ئې په ټول ژوند خپل اولس او وطن ته ندی کړی

د فورم د ډيرو ليکوالو څخه مي اوس ډير زړه درد کوي پر يو معمولي خبره قران او حديث را مخته کي ايا دې ته بحث ويل کيږي خو زه په خدای قسم اخلمه چي دااياتونه او احاديث دوئ ددې لپاره نه رامنځته کوي چي بحث ته علمي دلايل وړاندي کړي دوئ ئې له ددې لپاره دا را منځ ته کوي چي يو تر هغه بل ځان عالم ښکاره کړي او په دې نيت چي خلګ ووائې چي په فورم کي پلانکی ډير لوی عالم دئ ځکه چي هر خبره په احاديثو کوي خو دا بدبخته په دې نه پوهيږي چي د ځان ښکاره کول ريا ده او ريا شرک دئ او شرک هغه ګناه ده چي خداي بنده ته ويلي دي چي زما له خوا هر څه زه بخښلای شمه خو يو شرک به هيڅ کله ونه بخښمه
دا خلګ د يو مباحثې او بحث کولو په اصلو هم نه دي خبر حتی د بحث تعريف ئې هم ندی زده دلته صرف او صرف بنسټ پالنه ده
دفورم څخه ئی د صدام حسن حکومت جوړ کړی دی چي هر چا څه وويل هغه به سهي وي نور د ټولو خبري غلطي دي منکر ئې په سل واري په مستعار نومونو ښکنځل کيږي

ښه نو ګراني ته خپله فکر وکړه داسي يو ځای ته څوک ورځي ايا ستا پر يو پتمنه خور دا پېرزو کيږي چي دا د فورم استادان ورته بې غيرته او د امريکا ګوډاګۍ ووائې ايا ستا نفس دا قبلوي چي يو پوه ليکوال افغان دي بل پوه ليکوال پښتون افغان ته د درواجن او خاين په نومونو ووائې
بس چي د نوم سره د اوسېدو ځای امريکا وويني هر يو ورته بې غيرته او د امريکا ګوډاګۍ او ان کافر او سهيونيسټ ووائې ايا د بحث او مباحثه وي
څه وسو چي په امريکا کي اوسيږم ايا دا د خدائ مځکه نه ده او که په امريکا کي يواځي کفار اوسيږي 40 ميلونه مسلمانان دي پر دې مځکه ژوند کوي او بل که خدای د يو مجبوريت څخه امريکا ته راوستې يمه څه وشو زما پښتني کلتور زما ضمير زما عقيده زما ايمان خو څوک نه شي اړولای زه اوس هم هغه سرسخته پښتنه يمه په وطن کي هم هغه پښتنه يمه ...............خير خدای دې هر چاته هدايت وکړي
ګراني ما خپله د فورم ته نور ورتګ بند کړی دی په دا 4 مياشتو مي کليک هم نه دی پر کړی نن مي ستا بريښنا ليک وليده نو صرف او صرف د جواب لپاره راغلمه او دا جواب مي درته وليکه
زه په خپلو ټولو ليکنو ډيره پښېمانه يمه چي په بحث فورم کي مي کړي دي زه د وطنمل صاحب څخه هيله لرمه چي زما ټوله ليکني ړنګي کړي ځکه د ځای صرف او صرف د د بې عزتۍ تاټوبۍ ګرځيدلی دی
ټول فورم 5 کسانو مردار کړی دی ټوله د شر ګوډی هم دا 5 دي او دا پنځه هر څوک پېژني چي کوم پنځه د ي
بخښنه غواړم چي خبري مي اوږدې شولې او په ډير تلوار مي هم وليکلې که کومه سهوه راڅه شوې وي عفوه غواړم دا مي د زړه يوه غوته وه چي خور جاني تاته مي خلاصه کړه :
او پاته شول ستاسي د ويب پاني خبره ولي نه په توره شپه به همکاري در سره وکړم ماته بې فرقه ده چي زما په وينو د ولس ښه کيږي تر دوی قربان دي
په کليواله پښتنه مينه
ستايو پښتنه خور ليلو

_________________
يو مي سوال جواب دقبر په پښتو که
يو لحــــــــدپرکندهار درڅخه غــــــواړم


م ن غروال
08.11.2004

پتمنې او عزتمنې خورې نظيفه غزل!
د ورور سلامونه او نېکې هيلې ومنۍ٠ خوشحاله يم او وياړم چې تاسو هم د نورو خويندو او وروڼو په قطار کې د خپل غمځپلي هېواد افغانستان د سولې ملي يووالي او بيارغونې او د خپلې خوږې ژبې پښتو د خدمت لپاره مټې رانغړلي او خپل زيار مو د انترنيت د څپو په وسيله د افغانانو د خدمت وسيله ګرځېدلې ياست ٠
اجازه راکړئ مننه وکړم چې د ليلما خور ليکنه مو د پښتنو وروڼولپاره دلته رانقل کړې ده ترڅو مفتيان صاحبان ترې د عبرت درس واخلي٠د قدرمنې خور ليما الفت ليکنه که څوک د پښتو کلتور سره آشنايي ولري نو بې له شکه د يوه پښتون لپاره يي مرګ يي بللۍ شم٠ هغې په واقعيت کي هغه خپل د زړه حال بيان کړۍ دي چې زما لپاره د نهايت خواشينۍ ځاي دي٠ دلته نورې خويندې هم قلمي تشريف درلودئ هغوئ هم د ليما خور په څير له مونږه سره مخه ښه کړېده٠ تاسو که د بحث فورم او دهغې محتويات په غور سره ولولۍ دا داسلام په نامه مفتيانو، چې ما ورته غير علمي مفتيان او د ټول افغان پاڼې ويروس په نامه نومولي دي، هغه فتواوې او هغه سبق دلته غواړي تدريس کړي چې پرته د تباهۍ بربادۍ او وژنې او هېواد نور هم د تباهيو کندو ته د غورزولو پرته نور هيڅ هم په لاس نه لري٠
ائ کاش دغو پتمنو خويندو هريوه دا ډول ليکوالو ته د دوئ دا نيمګړتياوې علناًَ په ورګوته کړي وائ تر څو لااقل وجداناًَ يي لږه حيا کړې وائ٠ له بده مرغه مونږه لاتراوسه د دا ډول صاحبانو سره لا لاس په ګريوان يو٠ دوئ په ريښتيا سره د قران مبارک له آياتو او د نبوي احاديثو خورا لويه بده او ناوړه سؤ استفاده کوي او هغه په غلطو مفاهيمو کاروي ٠ زه البته بې له شکه د ليلما خور ليکنه د سر په سترګو تأتيدوم او وياړ به وکړم که ليلما خور او نور خويندوبيا هم خپله قلمي مبارزه د خپلو غمجنو هېوادوالو لپاره له مونږه سره خپله نږدې مرستې او همکارۍ وساتلې٠
په ټول افغان کي د ليلما خور کمښت او نشتوالۍ زما لپاره بدمرغي ده او بس!
په درناوې
ستاسو ورور غروال



ع کريم حليمي
09.11.2004

پتمنو خويندو ليلوما الفت،نظيفه غزل او ګران ورور غروال صاحب !
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
کوم وخت چه څوک د اسلامي مبارک بحث شروع کړي بايد نو يقينأ ورته دزړه خوشحالي او سرور ورته حاصل سي
او کله چه موږ د اسلام نوم ياده وو نو هغه مبارک محمد مصطفی ص چه دده په واسطه اسلامي اخلاق تکميل سوي
دي ٠ او لوی خدای دئ خلق عظيم په لوی خوی باندي مخاطب کړي دي ٠ پر هر مسلمان واجب کيږي ٠
چه اطاعت او متابعت د دغه خلق عظيم وکړي ٠ او کله چه متابعت وسي نو قوم اصلاح کيږي٠
که زما د قلم په ښويدلو(دتبلغ ،دعوت اودحکمت کيفيت ته) په سبب د خير پر ځای شررسېدلۍ وي ٠ که مي حکيمانه استدلال نوي کړي ٠ که مي جدال او مناظره په خير خواهي خبرو نوي کړې ٠ او که مي په ليکنه کښي د سختۍ او شدت پرطريقه ښويدلي ،د مقابل
جانب په زړه کښي د نفرت او عدادت جذبات پيداکړي وي ٠ او که پر خپله غلطۍ مي ټينګار کړي وي
زه له ټولوپتمنو خويندو او عزيزانو وړونو څه په ډېره عاجزي او نياز تمنا لرم ٠
چه ماته بخښنه وکړي ٠ او زماترخطاوو٠ راتېر سۍ ٠
بخښه دوې ګټي لري ٠ ستاسو د خوابدي په سبب چه زما پر زړه بار کېښودل سو ٠ هغه به سپک سي
دوهم به تاسوته خداي د بخښي په سبب عوض درکړي ٠
انشاالله بل وخت به پر دغو درو اصلو ولاړي ليکني وکړو ٠ (عقل او حکمت ، موعظه حسنه ، مناظره په ډېره ښه خوږه طريقه ٠


نقاد
09.11.2004

درنې او پتمنې خور ليلمأ الفت ته درمندونه سلامونه او نېکې هيلې!
پس له ډيرې مودې مو ټول افغان ته د ګيلو سره سر راښکاره کړ ، خدايږو په مرورتيا دې ډير خواشينی شوم. تاسوپوره پنځه تنه ښودلي چې له ﻻسه يې ټول افغان ناارامه دی، خو مالوم کړي مو نه دي چې دوی پر نامه څوک دي. اوس نو هر سړی د نورو څلورو سره ځان شريکوي او وايي دليلمأ ألفت په ليست کې ښايې دا پنځم تن زه ښودل شوی يم . که دغسې يوه ادعا پر ما موجوده وي، نو حاضر يم له جنايت کارو سياسي مشرانو پرته چې د واکمنۍ په وخت کې يې افغان اولس د تباهۍ سره مخامخ کړی دی، که د بل هر چا بي احترامي راڅخه شوې وي، ناغه يې ورکړم. پاتې شوه د تور سرو خويندو درناوی او د هغوی د حقوقو پلوی، که په دې برخه کې هم راڅخه سستي شوي اوسي او بل چا راڅخه لمبر وړی وي، نو هم هره ناغه چې وايې، د يوه ورور په توګه به يې ومنم. دغه راز د مذهبي تعصب په وړاندې د تنوير مبارزه په عامه توګه ، په عيره بيا د ښځو د حقوقو په برخه کې مو د نورو ليکونکو سره يوځای ګرمه ساتلې ده، او داچې ستاسې د ليکنو په ځواب کې له مذهبي تعصب له مله ټاپې لګول شوي دي، دا کار امکان لري، خو ما دغسې غبرګونونه متاسفانه نه دي لوستلي، که نه ستاسې په شان د يوې قدرمنې خور له سالم او مترقي دريځ څخه به مې ارو مرو دفاع کړې وای ، او الفت خور به مې ،دچا له ﻻسه ، له ټول افغان څخه مرور يدلو ته نه وای پرې ايښې. نو ګرانې خورکۍ، د پنځو تنو له پاره ټول افغان پريښودل ځکه سم نه دي، چې الحمد ل الله ، تاسو تر هغوی زيات ملاتړي او پلويان ورونه لرئ ، چې تابه هيڅکله يواځې پرې نږدي، په دې شرط چې ته هم مونږ پرې نږدې او په ټول افغان کې خپلې برحقې مبارزې ت دوام ورکړې.
ومن الله التوفيق . په درنښت او سلامونو !


islam dost
10.11.2004

درنو لوستونکوالسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
دليلماالفت په نوم کوم مخلوق چي نه پوهيږم سړئ دی اوکه ښځه يوه څيره يی ده اوکه دوه خوهرڅوک چي وي زه يی په نراوښځه اوياڅيروپسي نه ګرځم يواځي يی دليکني ځواب کافي ګڼم اوهغه داچي نؤموړي مخلوق ليکلي دي چي [quote:83ace4f475]ټول فورم 5 کسانو مردار کړی دی ټوله د شر ګوډی هم دا 5 دي او دا پنځه هر څوک پېژني چي کوم پنځه د ي [/quote:83ace4f475]
که څه هم زه په يقيني ډول نه شم ويلۍ چي داپنځه کوم کسان دي خودليلماالفت له ليکنې داسي بريښي دروژې مبارکې مياشتې لحاظ يی نه ده ساتلي اودپنځوکسانوپه تعين سره يی دهغوی غيبت کړی اوهغه هم دټول افغان په ځای يوبل چاته دبريښناليک له لارې داپنځه کسانوته دشرګوډي مرداراونامناسب الفاظ کاره ول داد هغه چالپاره چي ځانونه ډيرمؤدب اومقابل لوری په غيرادبي کلماتوکاره ولوتوره نوي ډيره ښه بيلګه ده ،اوبياداپه داسي حال کښي چي دليلماالفت دخپل اعتراف له مخي دغه کسان دقران کريم ايتونه اواحاديث نبوي دريالپاره ليکي خيرريااودهغه بدګماني به ځای پريږدوپه دي خدای جل جلاله پوهيږي چي رياکار څوک دی خوترکومه ځايه چي دمردارئ ټکئ دی نوپه دي هکله بايدوليکم چي ايادقران کريم اياتونواواحاديث نبوي ليکل په مرداري تعبيرکيدای شي ؟؟؟ اياپه يومسلمان دابدګماني کول چي دقران کريم اواحاديث نبوي په راوړلورياکارياست ؟؟؟ ا يايوڅوک چي ځان ښځه هم معرفي کوي دامناسب ده چي يونارينه ته ووايی چي مرادري دکړي ده ؟؟؟ په هرصورت ديموکراسان چي په پورته ليکنوداسلام اندو وروڼوپه خلاف کوم توري کاره ولي له هغو څخه څومره ښه دهغوی کورنئ تربيه اودسليم عقل نيمګړتياپه ډاګه کيږي دشرګوډي ،مرداراودټول افغان ويروس بلل کوم ادب کوم منطق اوڅه ډول تربيه ده ؟
ټول افغان دهيچا هم شخصي ميراث نه دی چي يوڅوک راولاړشي اومخالف نظرته دويروس وايی ٠که اسلام اندي وروڼه ويروس وي نودوی خوهم بياماران اولړمانو څخه کم نه دي ،اياهمدوی نه دي چي دسوچه اسلامي نظام پرځای دديموکراسئ پلوي کوي ؟؟؟ اياهمدوی نه دي چي دهيوادبيارغاونه اوودانول په ديموکراسي نظام کښي ګوري ؟؟؟ اياهمدوی نه دي چي قران کريم له اياتونواونبوي احاديثوپه تيښته دي ؟؟؟ اياهمدوی نه دي چي له دوعاګانواوحقيقي مؤثرڅخه منکراويادباران وره ولولپاره دعاکول ورته حماقت بريښي ؟ ؟؟ دمنطق برخه وګورئ ٠ اياهمدوی نه دي چي دښکلا په سياليواوداولمپيک په لوبو کښي دمسلمانوپه تيره بيادپښتان انجونو ګډون وياړګڼي ؟؟؟
خيرترکومه چي په اسلام اندووروڼوپوري اړه لري نوهغوی هيڅکله هم نه دشرګوډي دي اونه ټول افغان ته مرداري راوړي ده بلکه هغوی تل داسلام اوداسلامي احکاموڅخه دفاع خپل وجداني مسؤليت ګڼلئ اوهم دژوند ټولومسائلوحل يواځي اويوځي داسلام مقدس دين ګڼي له همدي امله خوځکه هره موضوع دقران کريم او نبوي احاديثوله مخي څيړي ٠ښايی يوڅوک به وي چي دويداصمدزئ اعمال به ورته وياړښکاري خواسلام اندي وروڼه يی له نوم څخه هم کرکه کوي ٠بل پلواسلام اندي وروڼه هڅه کوي چي دټول افغان له لارې دهغومسلمانووروڼودماغي پالنه اومينځنه وکړي چي غيراسلامي چاپيريال اوتبليغاتواغيزمن کړي ٠
له دي پرته په اسلام اندي وروڼوکښي خوکومه بله راته داسي ګناه نه بريښي چي هغوی دټول افغان ويروس وګڼل شي اويادهغوی ليکنوته مرداري وويل شي ،بياهم هره ليکنه دليکوال علمي او تربيې سويه په ګوته کوي ،اوپه پای کښي دليلماالفت څخه هيله کوم چي هغه پنځه کسان په ګوته کړي چي دي ورته دشرګوډي ويلي اوکه زه په هغوکښي نه وم چي شپږم ماورحساب کړي اوکه وم هسي هم يم تاته به دشرګوډئ ښکارم خوزه په خپلې اسلام پالنې وياړم ٠

والسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته


نظيفه غزل
10.11.2004

محترمو وړونو هر يو غروال صاحب ، حلمي صاحب او نقاد صاحب سلامونه دي در ورسيږي :
ماته اوس معلومه سوله چي ليلما خور ولي د نور زياتو ليکوالو په څير د ټول افغان د فورم څخه لاس په سر شوې ده
چي د اسلام دوست غوندي سر ټمبه خلک په دې فورم کي وي نو ما هم په هغو کي وشمېری چي له فورم څخه توبه ګاره شوي دي :cry: :cry: :cry: :cry:
اول بايد زه دغه ښاغلي ته د هغي د ليک څوټکي راوړمه :
چي لږ ئې ماغزه ته سم ورسيږي چي هغي ولي او په کوم مطلب داليکلي :idea: :idea:
تر هر څه وړاندي د ويدا صمدزي او د بربنډو ښځوپېغورنه هغه چاته ورکوه چي په خپلو سترګو ئې بې حيايي وويني ته څنګه مسلمان ئې چي نا ديده پر يو پتمني خور دمره غټ غټ توهمتونه تړې حال دا چي هغی په ليک کي په ډاګه ليکلي دي
[quote:5e5c4e0c0a]څه وسو چي په امريکا کي اوسيږم ايا دا د خدائ مځکه نه ده او که په امريکا کي يواځي کفار اوسيږي 40 ميلونه مسلمانان دي پر دې مځکه ژوند کوي او بل که خدای د يو مجبوريت څخه امريکا ته راوستې يمه څه وشو زما پښتني کلتور زما ضمير زما عقيده زما ايمان خو څوک نه شي اړولای زه اوس هم هغه سرسخته پښتنه يمه په وطن کي هم هغه پښتنه يمه ...............خير خدای دې هر چاته هدايت وکړي[/quote:5e5c4e0c0a]
دوهم : هغه په خپل ليک کي ليکلي دي چي تاسي ښاغلو د قران کريم او نبوي حديثو څخه نعوذباالله منها د ملانصرالدين ټوکي او يا د پښتو متلونه جوړ کړي دي چي پر يو ډيره عادي خبره او بحث هم هغه را مابين ته کوی : تاسي د دوو سيپارو ملايان د هغه په قدر او سپېڅلتيا به څه پوهيږۍ : احاديث او اياتونه د اسلام په سنګين فورم کي بايد زيرمه شي نه په داسي فورموکي چي هلته د داسي سپېڅلو شيانو د ليکلو درناوی نه کيږي : له همدی خاطره هغې په واضح الفاظو ليکلي دي
[quote:5e5c4e0c0a]د فورم د ډيرو ليکوالو څخه مي اوس ډير زړه درد کوي پر يو معمولي خبره قران او حديث را مخته کي ايا دې ته بحث ويل کيږي [/quote:5e5c4e0c0a]
تاسي غوندي بې منتطقو خلګو ته پر منتطقي اصولو استدلال کول هم راته بې عقلي برښي نوځکه د داسي سر ټمبه خلګو سره له ډيربحث څخه ډډه کومه داچي الفت خور د خداي په مقدس ذات قسم خوړلی دا به زه به خپله خوله اسلام دوست غوندي ددو سيپارو ملايانو ته يو ځل بيا غبرګه کړمه چي دا تاسي چي په هر فورم کي پرموږ خپله ملايي تېزوی مطلب مو دعوت او تبليغ نه بلکی د ځان ښکارکول دي چي د ليلو خور د قران په مقدس ايات سره درته ويلي دي

[quote:5e5c4e0c0a] ريا شرک دی خداي فرمائې : زه هرڅه بخښمه خو شرک زه هيڅکله نه بخښم[/quote:5e5c4e0c0a]
هغې ريشتيا چي ښه ليکلي دا خبره ستاسي لپاره مرګ دي :
[quote:5e5c4e0c0a]خو زه په خدای قسم اخلمه چي دااياتونه او احاديث دوئ ددې لپاره نه رامنځته کوي چي بحث ته علمي دلايل وړاندي کړي دوئ ئې له ددې لپاره دا را منځ ته کوي چي يو تر هغه بل ځان عالم ښکاره کړي او په دې نيت چي خلګ ووائې چي په فورم کي پلانکی ډير لوی عالم دئ ځکه چي هر خبره په احاديثو کوي خو دا بدبخته په دې نه پوهيږي چي د ځان ښکاره کول ريا ده او ريا شرک دئ او شرک هغه ګناه ده چي خداي بنده ته ويلي دي چي زما له خوا هر څه زه بخښلای شمه خو يو شرک به هيڅ کله ونه بخښمه [/quote:5e5c4e0c0a]

او ملانادانه ته چي داليکې چي :
[quote:5e5c4e0c0a]خودليلماالفت له ليکنې داسي بريښي دروژې مبارکې مياشتې لحاظ يی نه ده ساتلي اودپنځوکسانوپه تعين سره يی دهغوی غيبت کړی اوهغه هم دټول افغان په ځای يوبل چاته دبريښناليک له لارې داپنځه کسانوته دشرګوډي[/quote:5e5c4e0c0a]
اول دي د خپل وجدان او ګرايون ته هم لږ سر کښته چي تا د رمضان المبارک څه لحاظ پر ځای کړ چي هغي ته دي په سل غيبتونو د هغې په غياب کي وليکل حال دا چي هغې ليکلي دي چي :
[quote:5e5c4e0c0a]ګراني ما خپله د فورم ته نور ورتګ بند کړی دی په دا 4 مياشتو مي کليک هم نه دی پر کړی نن مي ستا بريښنا ليک وليده نو صرف او صرف د جواب لپاره راغلمه[/quote:5e5c4e0c0a]
دا چي هغه فورم ته نه راځي نو ته څنګه مسلمان ئې او څنګه دي وجدان قبلوي چي هغه په دې مبارکه مياشت کي د ويداصمدزی هم فکره بولې د قران او حديث څخه ئې منکره او نفرت کونکی بولی
[color=blue:5e5c4e0c0a]قربان تر هغه رحمت العالمين شمه چي په ښکاره حديث کښي ئې فرمايلي دي چي :
د قيامت د رارسيدو يو ستره نوښاني دغه ده چي بوده ( خره ) به د مسجدو په محرابو کي ولاړ وي :[/color:5e5c4e0c0a]
خره ملطلب دا نه چي حيوان به وي : خو داسي انسانان به چي تر خرو بتره به وي خو ځانو ته به عالمان وايي

:!: :!: :!: :!: :!: :!: :!: :!: :!: :!:



طالب خان
10.11.2004

درنو اومحترمو وروڼو اوخوندوپه تيره بياآغلي ليلماجانه خور اونظيفه جانه خور‘
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
ترهرڅه وړاندي درته دنيكمرغه كوچني اخترمباركي وايم اوله لويه خدايه جل جلاله درته ستاسي دټولو عباداتو قبوليت غواړم.
تركومه ځايه چي دليلماجاني خور دګيلې خبره ده نو زه يى په دى ځاي كي سل په سله كي ملاتړكوم چي له فورم نه اوس له خيره سره دشاه قُل سماوار جوړشوى چي نه يى په ناسته كي خوندشته نه په ولاړه كي.البته په هغه ځاي كي ورسره په پوره جرأت سره مخالفت كوم چي نوموړي خوردخپلوخبروپه ترڅ كي بړاس په هغو وروڼو ايستلى چي په فورم كي يى داسلامي لارښوونو رڼاخپرول خپله دنده ګرزولي ده.
تركومه ځايه چي زه علم لرم دفورم داسلام برخه همدا ما اومحترم مولوي طالب جان صاحب دوروڼو اوخوندوپه غوښتنه په غاړه واخسته.له هغې ورځي نه نيولي ترننه پوري په همدې فورم كي زما اودمولوي صاحب ليكني ستاسي ټولومخي ته پرتې دي. موږهيڅكله هم په دانسته ډول له وروڼو اوخوندوسره دمشاجرې پرمهال سپكه خوله نده كارولي.البته كه مودانساني سهوي اونسيان له مخي چاته نامناسبه خبره ترخولى وتلي وي نوزه دځان اومحترم مولوي صاحب له خوا همدا اوس له تاسي ټولونه بښنه غواړم.
پاتي شوه دليلماجاني خورپه وينا دځاني شهرت غوښتني اورياكارۍ له مخي ځاي بيځايه دقرآنكريم متبركه آيات كارول شويدي. نوزه له دغي ادعاءسره هم مخالفت لرم.ځكه داسلام په فورم كي تل هڅه داشوي بلكي له لويه سره دايادوني شوي چي دلته ستاسي دورځنيوپوښتنوشرعي ځوابونه دركول كيږي اودعباداتو اومعاملاتو پرمهال ستاسي ستونزوته دقرآن اوسنت په رڼاكي حل لټول كيږي نوالحمدلله تاسي ټول په دى شاهدان ياست چي داموخه په ښه ډول ترسره شوي ده.
په فورم كي قرآني آيت اونبوي حديث ديوه شرعي ضرورت له مخي راوړ ل شوي نه ددى لپاره چي مولوي طالب جان صاحب چاته خپل علم وښيۍ.كه نوموړي خداي مكړه دغسي تكليف درلوداى نو بياښايي هغه دمستعارنامه پرځاي خپل نوم كارولى واى.خوهغه داسي ندي كړي اودا ددې لپاره چي دريا اونمود ونمايش عنصرپكي له منځه ولاړشي.
كه څه هم چي محترم استادحليمي صاحب واردمخه غوښتنه هم كړي وه چي مستعارنومونه بايد ونه كارول شي خوزه ګومان كوم چي كله ناكله داڅه ددى لپاره هم اړين وي چي له دغه ډول تهمتونو نه ځان وژغورل شي.
اوالحمدلله كم تركمه زما اودمحترم مولوي صاحب په موردكي داخبره ريښتياشوه.
بله داچي دمحترم غروال صاحب په ګډون ځينو خوندو او وروڼو داتورهم لګولى چي ګواكي موږپه خلكو باندي خداي مكړه دكُفرټاپې لګولي.
ګومان كوم داتورهم له حقيقت سره اړخ نه لګوي.كه ريښتياواى نوكم تركمه زمااوياهم دمولوي طالب جان صاحب له ليكنو نه يى يوداسي اقتباس را اخيستى واي چي موږپكي په چادكُفرفتوا لګولي وي. اونه هم دكُفرفتوا دومره اسانه كاردى چي هرسړى چي دوه توري سبق يى ويلى وي هغه دي نوله خيره سره دكُفردفتواو دكان پرانيزي.
پاتي شوه دشرعي احكاموخبره نوپه دى موردكي هم مولوي صاحب له پوره دقت اواحتياط نه كاراخيستى. دهري پوښتني ځواب ته يى دڅوڅو معتبرو اومفتى به كتابونو حوالى راوړي دي.نوموړي هيڅكله هم دكومي مسئلى دحلت ياحرمت اوياهم دكوم عمل دفرضيت‘وجوب استحباب اوياهم كراهيت په اړه مستقيماً له ځانه حكم ندى صادركړى بلكي دصلف صالحينو له لوري استخراج شوي فتوى ګاني يى دلته رانقل كړيدي ....................نوربيا.....................


islam dost
10.11.2004

درنولوستونکوالسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
نظيفه غزل لږه حوصله کوه ډيره مرچکئ مرچکئ مه کيږه هغه متل رښتياوايی چي (( دچرګې له مالګې څټلوسره څه )) اصلا تاسوپه څيريوڅوک چي دماغي توازن ډيرژرله لاسه ورکوي اوبيادنارينه په مجلس کښي ځيني داسي سپکاوونکي اوخواشينوونکي توري ليکي ښه به داوي چي په راتلونکي کښي له داسي ناوړه کلماتوله کاره ولوڅخه په کلکه ډډه وکړي کنه نوعيناممکنه ده چي بالااخره يوڅوک ستاسودناوړه ليکنې ونه زغملئ شي اوپه نتيجه کښي به داسي څه درته وليکي چي بيابه تاسوپه خپله حيرت کښي پاتي شی
ماهيڅکله هم ليلوته شخصادويداصمدزئ اونوروبربنډوښځوپيغورونه نه دي ورکړي البته دهغې هم نظروته مي اشاره کړي ده که يی نه مني نوهغه ليکني به يی همدااوس مخي درته کيږدم ٠
[quote:7bc383b56e]داچي الفت خور د خداي په مقدس ذات قسم خوړلی دا به زه به خپله خوله اسلام دوست غوندي ددو سيپارو ملايانو ته يو ځل بيا غبرګه کړمه چي دا تاسي چي په هر فورم کي پرموږ خپله ملايي تېزوی مطلب [/quote:7bc383b56e]
هودليلماالفت په نوم له ليکنويی قسم خوړلئ خودنظيفه غزل په نوم ليکنويی بياڅوک مخه نه شي نيولئ
اول خومي دخدای جل جلاله له رياوساتي اوکه بياستاسوپه وينا رياکاروواويا ريا کوونودخدای جل جلاله ګنهګاريونه دستاسونوتاسوڅه کاردی اوپه دي انوبانومي کوم بل څوکوو غولوی ٠[quote:7bc383b56e]
او ملانادانه ته چي داليکې چي : [/quote:7bc383b56e]
اوحمارجانې خوله دسمه ښوره وه کنه بيا٠٠٠
اول [quote:7bc383b56e]دي د خپل وجدان او ګرايون ته هم لږ سر کښته چي تا د رمضان المبارک څه لحاظ پر ځای کړ چي هغي ته دي په سل غيبتونو د هغې په غياب کي وليکل حال دا چي هغې ليکلي دي چي : [/quote:7bc383b56e]
مانه هغې پسي سل غيبتونه کړي اونه مي دهغي په غياب کښي څه ليکلي بلکي په ټول افغان کښي مي په ښکاره ميدان عموماليکنه کړي داچي تاسي يی فهمولای نه شئ دابياستاسوګناه ده په ماپوري اړه نه لري ٠
[quote]دا چي هغه فورم ته نه راځي نو ته څنګه مسلمان ئې او څنګه دي وجدان قبلوي چي هغه په دې مبارکه مياشت کي د ويداصمدزی هم فکره بولې د قران او حديث څخه ئې منکره او نفرت کونکی بولی [/
quote]
هوالحمدالله مسلمان يم مخکښي مي درته وويل چي ليکنې باندي ځان پوهه کوه ماليلودويداصمدزئ هم فکره نه ده بللي اونه مي دقران اواحاديث څخه منکره داچي تاسونه پوهيږئ نوزه څه وکړم ٠[quote:7bc383b56e]
خره ملطلب دا نه چي حيوان به وي : خو داسي انسانان به چي تر خرو بتره به وي خو ځانو ته به عالمان وايي [/quote:7bc383b56e]
ډيره ښه چي خپله علمي سويه مولوستونکوته ډاګه کړه ماهم ډيرڅه زده ووخو ٠٠٠بس ده په همدي ځای
والسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته



طالب خان
10.11.2004

په تيرپسي.........
اوس نوكه څوك شرعي حكم له خپل شخصي حالت سره منطبق كوي اودمولوي صاحب فتوى يامنقوله شرعي حكم دځان پرخلاف دكُفرپه فتوى تعبيروي نو دادهغه خپل كاردى.داپه مولوي صاحب اوياهم په ماپوري هيڅ اړه نلري.
دساري په ډول امكان شته مولوي طالب جان صاحب دي يوځاى فتوى وركړي وي چي سودحرام دى اوسودخوړونكى دخداى دښمن دى.اوداچي خداى پاك په قرآنكريم كي دسودخوړونكي په اړه فرمايي چي هغوى دخداي جل جلاله اودرسول صلى الله عليه وسلم پرضد جګړه كوي. اوياهم داچي رسول الله صلى الله عليه وسلم دمعراج په شپه په دوزخ كي ځيني داسي خلك ليدلي وو چي خيټي يى ترخونو غټي وى اوماران اولړمانان له ورايه پكي بريښيدل.رسول الله ته وويل شول چي داهغه خلك دي چي په دُنياكي به يى سودخوړ.
اوس كه دافتوى كوم سودخوړونكي كس په فورم كي لوستلي وي طبعاً به يى دخپل ځان پرخلاف يوګوزاربللى وي اومولوي صاحب به يى له دى امله سخت پړګڼلى وي.اوطبعاً به يى له ځانه سره داهم ويلي وي چي ددوو سيپارو دملايانو خپلو ځانونو ته نه دى پام او اوس يى دادى له خيره سره په موږپسي هم راولګوله.
همدا راز دشرابوحكم درواخلۍ. امكان شته مولوي صاحب دي دشرابو دحرمت په اړه شرعي حكم رانقل كړى وي اوشرابيان دې بدخلك ګڼلي وي.اوس كه چيري كوم شرابي دافتوى لوستلي وي اوخپل مخ ورته دشريعت په هنداره كي ښكاره شوي وي نوطبعاً به يى له مولوي صاحب سره كركه پيداكيږي.
داډول Conceptدمولوي صاحب له لوري په نقل شوي شرعي حكم پوري هيڅ اړه نلري.داڅه زما اوستاپه تعبيرپوري اړه لري.
بله داچي ليلماجاني خورڅلورياپنځه تنه(البته تشخيص كړي يى ندي)دفورم ويروس بللي خومحترم غروال صاحب بياله څيلمي هغه اسلام خوښي وروڼه بللي دي.هغه څوك چي دى يى غيرعلمي مفتيان بولي.
اوبيانظيفه جاني خور خويى داسي سابه په مالګه ورلړلي چي له سړي نه دملايانو كركجني ليكني ټولي هيري كړي.
زه ګومان كوم يوازي ملايان او(غيرعلمي مفتيان) به دفورم ويروسان نه وي.اشتباهات به له دواړو خواوو شوي وي.ځينو وروڼو به دډيموكراسۍ لوى غوږي ته دپالان پرځاي دبخمل كميس دوراغوستلو هڅه كړي وي اومخالفينو به يى بياددى پرځاي چي دډيموكراسۍ پرآرونو خپل سرخلاص كړي له څيلمي هغه دكُفري اچارو ملغوبه ګڼلي ده. زماپه آند دواړو خواو بايدله انعطاف اودرګذرنه كاراخستى واى.ځكه نه ډيموكراسي كومه اسلامي حكومتي بڼه ده اونه هم دوروڼو له لوري دالترناتيف په بڼه وړاندي شوى اسلامي نظام حكومت.
ديموكراسي هم يوعلمي تشبث دى اودمحترم عادل وطنمل صيب له لوري وړاندي شوى اسلامي حكومت هم دمتقدمينو داجتهاد زيږنده وه.
البته فرق دادى پكي چي دمحترم عادل صاحب نظام حكومت داسلامي آرونو په رڼاكي دقرآني اوشرعي احكامو خلاصه وه پداسي حال كي چي ډيموكراسي دلويديځو ماترياليستومفكرينو دذهن اوتشبث محصول دى.
له دى امله اسلامي نظام حكومت شرعاً اوعُرفاً زموږله خاوري سره Match ګڼل كيداى شي..................نوربيا...............................



طالب خان
10.11.2004

دپاي ټكى!
پورته حقيقت ته په كتلوسره اوس بايد موږ اوتاسي له ځانه سره فكروكړو.
دواړه خواوي بايديوه بل ته په متقابل احترام قايل شي.له فورم نه دكركي دزيږوني پرځايد بايدچي دزړونو اونظرونو دنژديوالي كارواخلو.
اوس نوكه ټول وروڼه اوخوندي دنظيفه جاني اواسلام دوست صيب په څير’’منطقي,, ليكنوته بډي راونغاړي نوپايله به يى څه وي؟؟؟
دفورم كتونكي به كوم لورى پرحقه اوكوم ناحق ګڼي؟پداسي حال كي چي د دواړوخواوليكني هم دنظيفه جاني اواسلام دوست صيب په څيروي.
راځۍ چي ياخو له دى وروسته يوه بل ته په متقابل احترام سره له سره علمي اومنطقي بحثونه پيل كړو اويانو مخكي له دى چي سوكان تركټو سره وباسو‘په پوره آبرو اوپرده كي له فورم نه كډي باركړو.مخكي له دى چي حالت مودنظيفه جاني اواسلام دوست صيب حالت ته ورسيږي بايدپه خوراورين تندي مخه ښه سره وكړو.
دشودياري په پاي كي ترخفګان دپولي په سركي خفګان غوره دى.
كه داسي نه وي نوبياخو موږته داهم آسانه ده چي يوبل سره وزغمو.
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته.


نظيفه غزل
10.11.2004

ګران او منلی ورور طالب خان صاحب :
لومړی سلامونه
ورپسې ستاسي ليکنو نه يوه نړۍ مننه دامنم چي ستاسي ليکني ټوله پر ځای دي
خو داچي تاسي بل تاثر ځني اخيستی دي هغه خو خير
خبره د اسلام د فورم نه ده او نه موږ د قران او حديثو څخه سرغړونه مو ما ليکلي وه :
[quote:0dcd7016b7]دوهم : هغه په خپل ليک کي ليکلي دي چي تاسي ښاغلو د قران کريم او نبوي حديثو څخه نعوذباالله منها د ملانصرالدين ټوکي او يا د پښتو متلونه جوړ کړي دي چي پر يو ډيره عادي خبره او بحث هم هغه را مابين ته کوی : تاسي د دوو سيپارو ملايان د هغه په قدر او سپېڅلتيا به څه پوهيږۍ : احاديث او اياتونه د اسلام په سنګين فورم کي بايد زيرمه شي نه په داسي فورموکي چي هلته د داسي سپېڅلو شيانو د ليکلو درناوی نه کيږي[/quote:0dcd7016b7]
دا پورته خبري زما هغو چاته راجيع کيږي چي د اسلام د سنګين فورم څخه پرته په نورو فورمونو کي د قران مبارک اياتونه ليکي يا نبوي احاديث
ما هر هغه څوک د دو سيپارو ملا ګڼلی دي چي د خداې د اياتونو او نبوي حديثونو درناوی په نظر کي نه نيسي او د هر نجس او منحوس الفاظو سره د خدای سپېڅلی نوم ليکي :
مثلا : په ټولګړي بحثونو کي :
يو ليکي چي سلام زه هم راغلمه ، بل ليکي مسعود خاين دی ، بل ليکي ډيمکراسي داسي ده ــــــــ ولي هر څوک چي د سياسي او يا د ټولګړي بحثو پر کومه موضوع د اسلام له نکته نظره خبري وکړي نو لطفا دي موضوع د اسلام فورم ته لکه وطنمل صاحب چي ليکلي دي انتقال کي د دې کار دوې ګټي دي
يو خو به ټول قراني ايات او نبوي احاديث په يو ځای کي زيرمه شي بل به کم ترکمه د دې سپېڅلو تورو درناوی وشي

او پاته سوله د اسلام دوست بابا خبره هغه د خبري لمخي لغتي غورځوي او ما هم يو څو ورته وکړلی که هغه هم تاسي غوندي په انسانست او ورورولي خبري کولای نو ما به هم همداسي په نرمي جواب ورکولای
ګرانه وروره ما هم خپله تر يو اندازی اسلامي زده کړه کړی ده په هر څه پوهيږمه دا چي اسلام دوست ما په د ويدا صمدزی په ډيمکراسي توهينه وي دا د هغه خپل کار دي او د هغه د اخلاقو انځور دی خو موږ ته تر هرڅه خپل پت او پښتنولي ته د اوليت حق ورکوو د اسلام په مقدس دين کي چس کومه ديمکراسي نغښتلې ده هغه زموږ غوښتنه ده که د ليلو خور خبري وکتل شي د سره او يا زما نظر دواړه يو دي هغي چي ليکلي :

[quote:0dcd7016b7]که خدای د يو مجبوريت څخه امريکا ته راوستې يمه څه وشو زما پښتني کلتور زما ضمير زما عقيده زما ايمان خو څوک نه شي اړولای زه اوس هم هغه سرسخته پښتنه يمه په وطن کي هم هغه پښتنه يمه[/quote:0dcd7016b7]
خو زه په خپل وطن کي هم هغسي سرسخته پښتنه يمه زما ايمان او زما عقده څوک نشي بدلولای
د اوس لپاره همدومره نور بيا ....................
ستاسي پښتنه خور غزل


ازادخيال
10.11.2004

قدرمنو خويندو او ورونو سلامونه
دليلما خور ليک په رښتيا هم زړه دردونکی دی او دليک د محتوياتو په رښتين توب کې يې هيڅ شک نه ګورم. خو په پښتو کې يوه وينا ده چې وايي: (ګيله خلک له خپلو کوي) . نو محترمې خورې له دغو دري، څلورو يا پنځه کسانو کسانو څخه ګيله مه کوه. داډول افراطي څرګندونې خو دهغوی طبعي خصلت دی.
دميرمنو او ښځو په باب خو دهغو ناوړه دريځ هرچاته روښانه دی چې تکرار ته يې يوځل بيا اړتيا نه وينم. يوه ورځ دجلال اباد په لوی جامع جومات کې يو لوی ملا داختر دلمانځه په مهال زرګونو خلکو ته په خطاب کې وويل:(ښځه يا په کور يا په ګور) . دغه دی د تند لارو مذهبي دريځ ! نور نويې قضاوت درنو لوستونکو ته پريږدو چې ورڅخه دهغوی د اسلامي تحليل پايلې راوباسي. البته نه وايم چې له يو مخې ټول ملايان داسې دي. دمثال په ډول دحليمي صيب ليکنې په اسلامې چوکاټ کې ډېرې خوندورې دي او هيڅکله ورڅخه د دتعصب ، تنګ نظرۍ او تروريزم بوی نه راځی. ليلما خورته بايد ووايو چې په امريکا کې اوسيدل هيڅ کوم جرم نه دی. خو دا پوښتنه بايد وشي چې دا په زرګونو خويندې او ورونه د چا دلاسه دخپل ګران وطن پريښولو ته مجبورشول؟ که زموږ خويندو ته يې په خپل وطن کې کور په ګور بدل کړی و خو اوس يې لا په امريکا کې هم د هغوی په زورولو پسې مټې رابډ وهلي دي.
په هرحال په افغانستان کې بې له شکه چې دښځو حقوق تربل هرچا زيات دپښو لاندې شوي او که زموږ د ګوتو په شمار څو رون آنده خويندې داسې ژر مايوسۍ او تسليمۍ ته سر ټيټ کړي نو دا به اوس په دې حساس وخت کې چې لږ لږ دښځو په باب پاملرنه زياته شوې ده دخپلو نورو زوريدلو خويندو او وطنوالو په وړاندې دخپل لوی مسوليت او رسالت څخه داوږو خالي کولو په مانا وي. دحقيقت دموندلو په لارکې انسان ډېرې سرښندنې کوي . بايد په سړه سينه او پراخه حوصيله ټولې ټاپې لګونې او اتهامونه وزغمل شي اوپه ټينګه اراده دهغوی په وړاندې مبارزه وشي. دميدان پريښول به دحل سمه لاره نه وي.



ع کريم حليمي
11.11.2004

قدرمنو خويندو او ورونو سلامونه او ښې هيلي
افغاني ،اسلامي ټولنه ځانته خاص اخلاق لري ٠ څه ځيني ئې کتاني او ځيني ئې عرفي customary, formal دي
چه 80 % ئې Universal اخلاق اوعرف دي ٠ (د ټولي نړۍ خلګ ئې اخلاق کڼي )
او 20 % پاته يوازي افغانان د اخلاقو په حيثيت ورته ګوري ٠ چه اصلأ د مصلحت په ولچک ورته تړلي يو ٠ نو مجبوره يو چه اخلاق ئې و بولو ٠ که د مصلحت د زولنو څخه خلاص سو ٠ او يا لوطنه دباندي ولاړ سو ٠ نو نه ئې
اخلاق ګنو او نه ئې تطبيق کوو ٠ (څيني سياسي او ځيني ئې محلي مصلحتونه)
نن چه پښتانه په 24 ساعته د دنياسره په يوه قطار کي ودريده ٠ د ان لاين online له لاري ٠ هغه 20 % اخلاق
مو د خطر سره لاس په کريوان سوه ٠
په غرب کي د ليکني ازادي له ډېره وخته وه ٠ او د تاريخ په اوږدوکي ٠ دغرب خلګو د ازادي ليکني دود او اخلاق
په تجريبو زده کړي او مهمه دا ده چه ازادي ډيره په کراره کراره په لاس ورغلې ٠ نه داسي لکه افغان ته چه په 24 ساعتوکښي په لاس ورغله ٠ او د ازادۍ اخلاق په مقابل کښي په 24 ساعته نه حاصليږي ٠
او بل د اولسواکۍ اخلاق دي ٠ چه اولس واکي هم په 24 ساعته پلاس کي راکړه سوه ٠ چه هيڅ سياسي مرحلې ئې
قدم په قدم تيري نه کړې ٠ نو د اولسواکۍ د اخلاقو سره به هم په راتلونکې زمانه کښي يو څه لاس په کرېوان سو

اول راځو د ليکني ازادۍ ته ٠ (سياسي ليکني)
سياسي ليکني دي چه جامعي ته تغير راولي او جامعه تغيره وي ٠ او د جامعي تغيرکول ٠ يعني سياسي جنجال ٠
سياسي خلګ سياسي ليکني کوي ٠ او هغه خلګ چه تغير نغواړي ٠ د سياسي خلګو سره په جنجال اخته کيږي
او هره ليکنه شخصي اخلي ، هره خبره شخصي اخلي ٠ نو کله چه ئې شخصي واخلي ٠ مغز ، اعصاب دلاسه ورکړي ٠
او هره فيصله چه کوي ٠ بنا پر تعصب ولاړه وي ٠ کله چه تعصب Intoleranceپيداسي ٠
نو ليکوال ليکنه بې پايدي سي ٠ ولي چه لوستونکۍ د هغه مشخص ليکوال ليکنه نوره نلولي ٠

او غربيان هيڅ ليکنه ،خبره شخصي نه اخلي ٠ نو وايي دا دده شخصي نظر دي ٠ او بس
او د هر چا شخصي نظر ته په درنه سترګه ګوري ٠ چه دغه قسم اخلاق په اکثره اسلامي ټولنو کښي نسته ٠
که احيانا ليکوال قلم ښويدلۍ وي او داسي الفاظ ئې ليکلي وه ٠ چه شخصي تعرض (Agression, Invasion )
ئې کړيوي ٠ نو د بخښني (sorry)غوښتنه کوي ٠ او سامعين يا لوستونکي ٠ په دغه يوه sorry اکتفا کوي ٠
او نور نو زاريو او جيګيو ته ضرورت نه ويني ٠ هو ليکنه نه هيروي ٠ اصلأ نه هېريږي ٠
د دې له پاره ئې نه هيروي ٠ که فرضأ دغه ليکوال وغوښته چه (public office )
پبليک اوفس ته ځان انتخاب کړي ٠ نو هغه وخت د خپلي ليکني يا شخصي نظرخساره ويني ٠
تر دې له مخه تريوه sorry نور حق پبليک نه پر لري
اما پښتانه هيڅ وخت په وبخښه اکتفا نه کوي ٠ او بېله ضرورته خبره اوږدوي ٠ چه هيڅ ګټه بيا هم پربنا نوي ٠
چه پسله يوعالم جراوبحث څخه نتيجه بياهم هغه يوه بخښه وي ٠

اوبل خبره د ولسولۍ ده٠ چه ډېر ژربه ولس د ولسوکي د اخلاقو سره لا په ګريوان کيږي ٠ څنګه
کله چه انتخابات کيږي ٠ نوبه مرکزي ،ولايتي،کليوالي ٠ (د واليانو ، ښاروالۍ،اولسوالۍ )
هر کله چه ډيبېټ (Debates ) شروع نو طبعأ داسي خبري کيږي چه تقريبأ يو پر بل شخصي حملې به وي ٠ چه د پښتنو غوږونه اخبارونه راډيوګاني هيڅ اشنائي نه ورسره لري ٠
مثلأ احمد رئيس بلديه برحال دي ٠ او محمود دغه وظيفه غواړي ترلاسه کړي ٠
نو تر رسمي ډيبيټ دمخه محمود مجبوره دي چه داسي څه ووايي چه احمد بې کفايته معرفي کړي ٠ او څه چه شل
يا دېرش کاله دمخه احمد کړي يا ويلي ، لږ مبالغه امېزه تفصيل واره و وايي ٠
او افغانان به داخبري ډيري جدي نيسي ٠ او د يو عالم قومي بدۍ به پر چوړي سي ٠
اما په غرب کښي داخبري هيڅ څوک جدي نه نيسي ٠ کله چه انتخابات خلاص سي ٠ پر ټولو هغه بدو خبرو سربيره
يو وبل ته ټليفونونه وکړي ٠ او يو د دهغه بل د ډيبيټ صفتونه وکړي ٠ او و ګټونکي ته مبارکي و وايي

ايا امکان سته چه يو څوک دي د يو چاوظيفه ترلاسه کوي٠ ودي وايي چه احمد يو لايق ،هوښيار ،متقي،او فعاله سری دي ٠ اما دا وظيفه زه غواړم ٠ (محمود)

نوټ : هر فرد چه پبليک ته راووځي ٠ هر څه د ده په باره کي ويل چه اسناد ولري ٠ نه غيبت ، نه تهمت ، نه پت لڅېدل ،نه بد ويل دي ٠
هر هغه څوک چه public actebest نه وي ٠ دهغه په باره کښي هره بده خبره بده ده ، هره خبره چه خوائې په بديږي
غيبت دی ، د هر کوچني او لوی بد کار يادول يئ پت لڅول دي ٠
که څوک نسي کولاي چه د پبليک بدي خبري ،ليکني ignor کړي٠ ضرور ده چه تمرين و کړي ٠
البته د اګنرو څخه مي مطلب ignorance (جهل ) يا جهالت ندي ٠

او پاته سو اسلامي تبلغ
[u:551b8c1def]د تبلغ اصول داسي دي [/u:551b8c1def]
دانکته چه بايد انسان خلګو ته په کوم ډول او طريقه د يو حق او صداقت تلقين او تبلغ وکړي ، په نړۍ کښي لومړی
وار د حضرت محمد ص د مبارکي ژبي په ذريعه چي الهي وحي ترجمانه وه ٠ اداسوه ، هغه مذهبونه(عيسوي ،يهودي٠٠٠ ) هم چه دا دعوا کوي چه هغه تبليغي مذهبونه دي ٠ دانسي ويلاي چه د هغو صحيفو د هغو د پاره د تبلغ د مهمو اصلو تشريح کرېده ٠ ليکن محمدي صحيفې يعني قرأن په ډېر اختصار مګر په ډير مفصل ډول خپلو
پېروانو ته داحقيقت څرګندکړيدي چه د خدای پېغام خلګوته څنګه او په کوم ډول و رسولای سي او د حق د قبلولو
د پاره خلګوته څنګه او په کومه طريقه دعوت ورکړای سي
[color=blue:551b8c1def]بسمه تعالی ٠ د خپل پرور دګار لاري ته خلګ د هښيارتيا او ښه نصيحت په ذريعه را وبوله او د هغو سره په ډيره خوږه طريقه مناظره وکړه ٠ نحل [/color:551b8c1def] ٠ 125
درج سوې ترجمه : با حكمت و اندرز نيكو به سوى راه پروردگارت دعوت نما، و با آنها به طريقى كه نيكوتر است استدلال و مناظره كن

مسلمانانو متکلمينو ويلي دي چه د تبلغ او دعوت دادرې لاري اصول هم هغه اصول دي چه هغه په عمومي ډول په
منطقي استدلال کښي په کاريږي ٠ يعني
اول : خو برهانيات دي چه په برهانياتو کښي د يقيني مقدماتو په ذريعه د
دعوا د ثبوت د پاره د ليلونه راوړل کيږي ٠
دوهم : خطابيات دي ٠ چه په خطابياتو کښي د مؤثر او په زړه پوري اقوالو په ذريعه خپل مطلب او مقصد ثابتولای
سي
دريم : جدليات دي ٠ چه په جدلياتو کښي په هغو اقوالو مقدماتو استدلال کولاي سي [color=red:551b8c1def]چه هغه اقوال د ټولو خوښ او هغه مقدمات په ټولو کښي منلي او مسلم وي[/color:551b8c1def]

تدريج : په ليکنو کي يايد تدريج څخه کار واخستل سي
تيسيراو تبشير : هغه وخت چه د رباني تعليمونو د عملي کولو په لړ کښي حضرت محمد ص ٠ حضرت معاذ ابن جبل رض او ابو اشعري رض په يمن کښي د اسلام د دعوت او تبلغ د پاره و ټاکل نو د رخصتولو په وخت کښي ئې ورته دانصيحت وکړۍ ٠ يسراولاتعسراوبشراولاتنفرا ٠ يعني د خدای دين اسان خلګو ته وړاندي کوئ ٠ مطلب
داچه خلکو ته زيري ورکوئ او [color=blue:551b8c1def]خلګ مه متنفره کوئ [/color:551b8c1def](صحيح بخاري بعثت معاذ الی يمن دوهم جلد 622 مخ
د اسلام په رڼا کښي د ولسواکۍ د پاره دتبلغ اول شرط تاليف قلب (زړه تر لاسه کول )



طالب خان
11.11.2004

محترم حليمي صاحب اودرنو وروڼو اوخوندو السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
جزاك الله خيرا وبارك الله فيك



Adil watanmal
15.11.2004

محترمو ليكوالانو او ګرانو لوستونكو



Adil watanmal
15.11.2004

محترمو ليكوالانو او ګرانو لوستونكو
................................................السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
لومړي ټولو لوستونكو ته د واړه اختر مباركي وايم.
محترمو بښنه غواړم چې ناوخته د ليلما خور پر ليك خپل نظر څرګندوم خو د تاخير سبب داوه چې څو ورځو راهيسي په كلي كې وم او نن راستون شوي يم خو چې په ټول افغان كې مي د ليلما خور ليك ولوستو نو په فكر كي ئې واچولم او پر دي خفه شوم چې مونږ افغانان ډير زر مايوسه كيږو ولي؟ او مايوسي سړي د ډيرو تيارو شاته په تګ مجبوره كوي نو چې زمونږ د تعليم يافته خلكو دا حال وي نو ..... د ليلما خور په څير ډيرو ورڼو او خويندو په ټول افغان كې ليكني بس كړي خو دغه وروڼه او خويندي بايد فكر وكړي چې د ميدان پريښودل د مسئلي حل نه دي او د فورم د پريښودلو پر ځاي بايد هغه ورور يا خور چې پر اياتونو او احاديثو غلط استدلال كوي وپوهو چې دا استدلال دي بي ځايه دي خو دا خبره بايد هغوي ته د مفسرينو او محديثنو د اقوالو پر رانقلو تر سره كړو نه دا چې د هغه پر خبرو جزباتي شو او ټاپي پري ولګو ځكه بي رنګه ټاپي لږول كوم اثر نه كوي او پر يوه سپيړه سل مخه خوږيږي.
محترمو جزبه هيمشه د انسان د عقل سترګي ړندوي او بيا د حق او باطل تر منځ فرق نه شي كولي نو كه ليكني په ارام دماغ سره وشي نو غلطي به پكي كمي وي او همدارنګي زه افسوس كوم چې دلته بعضو داسي لهجه په خپلو خبرو كې اختيار كړي چې د ليلما خور په څير به ډير نور هم د ټول افغان پريښودو ته اړ باسي.
زه په خپله پدي عقيده يم چې څه ليكم نو يو ورځ به د خپل خالق په مخ كي دريږم او د خپلو كړو خبرو جواب به وايم او دا وايم چې لاطاعة لمخلوق في معصية الخالق او همدا رنګي د ريا په اړوند به دومره ووايم چې دلته اكثره هغه وروڼه چې په خپلو ليكنو كي تكيه په اياتونو او احاديثو كوي ليكني په مستعار نوم كوي نو ددي يوه فايده دا هم ده چې شيطان نه شي كولاي چې د ريا وسوسه په ذهن كې ورواچوي ځكه د چا مطلب د ځان مشهورول وي نو هغه په مستعار نوم ليكني نه كوي لكه څنګه چې طالب خان ورور په خپله ليكنه كې په ګوته كړي.
محترمو زه په خپله په ټول افغان كې د ګوتو په شمير ليكوالان پيژنم او هغوي ډير كمي ليكني تر سره كوي او باقي نور ليكوالان زه نه پيژنم چې څوك او د كوم ځاي دي خو د هر ليكوال ليكنه په غور او مينه لولم او خپل نظر پري څرګندوم. خو كومي ليكني چې تر سره كوم زه په ډاګه وايم چې زه خپله د صلبيانو او د هغوي د مسلمان ملګرو نه ډير زيات نفرت كوم ځكه هغه څه چې ما په خپلو سترګو په افغانستان كې د ډيموكراسۍ د تطبيق په نوم ليدلي زه په دي يقين يم چې د ډيرو خلكو عقل ئې نه مني خو زما سره د ډيرو شيانو ثبوتونه شته چې د وخت په راتګ سره به پري خبري كوو.
صلبيان او لاسپوڅي ئې زه د خپل وطن دشمنان ګڼم نو كه د صلبيانو په خلاف زما خبري چا ته خپل سپكاوي ښكاري او دا فكر كوي چې ددغه صلبي لښكرو څخه به افغانانو ته خير ورسيږي نو مهرباني دي وكړي د اندلس تاريخ دي وه ګوري چې په همدغسي خوشباوري ځوي د پلار په خلاف بغاوت وكړو خو هغه وخت ئې عقل سر ته راغلو چې د ددغه سيلاب اوبه ئې د خپل كور په مخ كي وليدي او پوه شو چې اوس زما نمبر رارسيدلي . او همدارنګي دغه صلبي لښكري چې كوم كړه د افغانانو سره كوي نو هغه مهال چې صلبي لښكرو د اندلس بعض ښارونه د مسلمانو نه ونيول نو همدغه رويه ئې د مسلمانانو سره خپله كړي وه او هلته هم ډير داسي مسلمانان وه چې د صلبي لښكر څخه ئې د خير تمه درلوده او ددغه سيلاب په مخ كې بندونه ئې په خپلو لاسونو ړنګول خو د خطر د زنګ اواز ئې هغه وخت غوږونو ته ورسيدو چې د صلبيانو انصاف ئې په خپلو سترګو وليدو نو اوس هم هغه وروڼه چې د صلبيانو او لاسپوڅو سپكاوې د ځان سپكاوي ګڼي او ددوي خلاف خبره پري بده تماميږي نو كه مهر باني وكړي او يوځل دغه خپل هيواد ته سر ورښكاره كړي او وه ګوري چې د ډيموكراسۍ په نامه دغه لښكر څه كوي؟ او تر اوسه پوري ئې د حكومت واږي د چا په لاس كې دي؟
ليلما خور په خپل ليك كې په امريكا كې د اوسيدو په اړوند خبره كړي نو زه ګراني خور ته دا وايم چې زمونږ په نظر هغه څوك چې په امريكا كې او يا نور كفري ملكونو كې اوسيږي ټول كافر نه دي بلكي الحمدلله ډير زيات مسلمان هم پكي اوسيږي او زه خپله شخصا په امريكا او يا نور ملكونو كې د چا په اوسيدلو هيڅ كوم اعتراض نلرم او همدارنګې زما د كورني ډير غړي په امريكا كې اوسيږي خو الحمدلله تر اوسه ئې د اسلام دين او خپله پښتون ولي باندي وياړي او كلك پري ولاړ دي. او همدارنګې لكه چې مخكي مي دا خبره وكړه چې زه دلته د ليكوال ليكنه لولم او خپل نظر پري څرګندوم خو ديته نه ګورم چې څوك دي او په كوم ځاي كي اوسيږي.
د اوس لپاره همدومره بس دي نوري خبري به بيا كوو.

.........................د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

........................................................................عادل وطنمل


N
19.11.2004

[color=blue:6af85653b2][/color:6af85653b2]
ډيرې ګرانې اوپتمنې خور غزل
تاسو اونورودوستانوته سلامونه اوښې چارې.
ستاسو دځانګړې پېغام څخه يوه نړۍ مننه کوم اود""وربل""پاڼي په چلولو کښي
دهغي دټولو مينه والو , برېاليتوب غواړم.
زه کله ناکله ودې پاڼې ته سرراښکاره اودښاغلو حلېمې صېب, غروال صيب , ازاد-
نظر صېب او هم غېرت صېب لېکنې په مېنه مېنه سره لولم.خپله لېکنې نکوم ځکه
چې پښتانه دښځوولېکنواوهڅوته په کږه سترګه ګورې.
خداېه څه شول هغه ښکلې ښکلې خلک
په ظاهرپه باطن سپېن سپيڅلي خلک
هيڅ خندامي له دي خلکو سره نه شي
ژړه وي مې هغه تللي تللي خلک.
ستاسو خور : نېلوفر سنګين.


نقاد
25.11.2004

محترم عادل ورور ته سلامونه.
وروره ليکنې موښې جالبې دي، بحث پرې کيدای شي ، کم و کاست او تبصره مني ، د ساري په توګه تاسې دا يوه خبره ډيره تکراروۍ، تر کومې چې ښه خبره نشته او د ښه سړيتوب اصلي معيار همدا خبره ده ، چې:
[quote:6eca2e28a2]زه په خپله پدي عقيده يم چې څه ليكم نو يو ورځ به د خپل خالق په مخ كي دريږم او د خپلو كړو خبرو جواب به وايم [/quote:6eca2e28a2]
وروره پر دايمان اووجدان تکيه کول د هر نيک عمل شرط او بنسټ دی، ځکه اراده
ده چې ښهوالی او بدوالی يې د انسان له پاره د ثواباو عذاب سبب ګرځي، نو که چيرې (( ښه کوئ او بد مه کوئ)) د سړي په ذهن کې داسی ځای ونيسي چې اراده يې ور اصلاح کاندي، نو عملونه به يې دايمان او وجدان له مخې سوچه او له اخروي عذاب څخه دده د ژغورلو سبب شي.
ولې خبره په دې کې ده، چې آيا وجدان پخپله يو ثابت او منجمد شی دی، چې پوهه، مالومات، او فکري تحليل او مناقشه پرې تاثير نه لري او د تحصيل او علميت ، تجربې او د ژوندانه د پوخوالی سره د وجدان په حکم او فيصلو کې تغير نه راځي؟ آيا ليکوال بايد دنيوي مسوليتونه ، وجيبې او ضرورتونه هم په نظر کې ونه نيسي او په خپل ژوندانه کې هم ترې پوښتنې نه کيږي چې دا او دا نظر دې زما، د بل کس يا بلې ډلې ، ټولنې يادولت په ضرر دی او عواقب به ولري؟ که يې لري او د انسانانو او بشري ټولنې پ وړاندې هم سړی مسئول اوسي، نو ټولنه خوبيا د ستا په دې خبره بسنه نشي کولی، چې تاته الله تعالی په آخرت کې څه مجازات درکوي، ټولنه افراد او د افرادو زړونه درسره همدلته فيصله اومحاسبه کول غواړي ، د ګور او عقبی دردونه او چړچې دې دواړه بيا خپلې دي . مطلب دادی، چې د عمل په برخه کې د ثواب او عذاب معيار اراده ده، خو ددنيا له پاره دا کفايت نه کوي ، که يو شيخ د ديني عالم وظيفه په غاړه واخلي اراده به يې پاکه سوچه او نکه وي، خو دشرعې څخه به خبر نه وي او ټول حکمونه به ناسم وکړي. همدغسې که يو ملا صيب ته سياس واک وسپارې ، شرعي احکام به سم وچلوي، خو سياست په سرچپه شروع کړي او دنيا به ورانه کړي، ځکه چې پر سياست به هدغسې بې خبره وي لکه هغه شيخ چې په شرعه نه پوهيده . يو شيخ له خدايه ډير ويريږي ، بيا هم په شرعه کې تيروتنې کوي، يو ديني عالم هم له خدايه ډير ويريږي ، شيخ ته ﻻر ښوونه کولی شي، خو په سياست کې ګچ وګول وي او تيروتنې کوي، او بالاخره يو مسلمان سياستوال هم له خدايه ډير ويريږي، خو په يوه برخه کې هم غټې تيروتنې نه کوي، سربيره پر دي چې خپل کار پر مخ بيايې پو هيږي چې د شريعت د چلولو له پاره ديني عالمان او قاضيا وګماري، چوماتونه او ملا امامان په هيواد کې فعال کړي، پخپله اونور مسلمانان د لمونځونو او عبادتونو له پاره جوماتو نو ته ﻻړ شي او خپله ايماني پياوړتيا او ثبات له خدايه وغواړي .
عادل صيب زه پوهيږم چې دغه دينې خبرې نه يواځې راسره منې، بلکې له ما څخه پرې ته ښه پوهيږې، خو ژوند يو کمپلکس خصلت لري اوله ډيرو ډيرو برخو څخه
لکه يوه ودانۍ رغول کيږي ، لکه يو کور چې يواځی يو نغري ته نه ويل کيږي ، بلکې کوټې، دالان، پخليځای، د ميلمه له پاره حجره ، تشناب ، حوېلۍ، ګاراژ او نور لري، يا داستاد حليي صاحب خبره ، په مخ کې بايد سترګي په خپل ځاي، غوږونه، پوزه ، خوله اونور څه بايد په خپل خپل ځای وي نو بيا مخ او بشره ورته ويل کيږي، يعنې يو غړی بايد د بل ځای ونه نيسي ، نو مونږ هم دا غوښتنه لرو چې يواځې تقوا پخپله کفايت نه کوي، که څه هم بي له تقوا څخه يوکار او يوه خبره هم ځای نه نيسي ، لکه له پښو پرته چې انسان يو حرکت هم نشي کولی، خو د نورو غړو شته والی پر خپل خپل ځای هم ضرور او ﻻينفک دی د ژوندانه له پاره. والسلام .



ع کريم حليمي
25.11.2004

ګرانه نقاد صاحب جنتونه نعمتونه ،ښادۍ او خوشحالۍ دي الله درکي ٠ پر دغه ليکنه

څه ښه ليکي نقاد صاحب ٠
[color=blue:b833857577]((( نو ټولنه خوبيا د ستا په دې خبره بسنه نشي کولی، چې تاته الله تعالی په آخرت کې څه مجازات درکوي، ټولنه افراد او د افرادو زړونه درسره همدلته فيصله اومحاسبه کول غواړي )))،[/color:b833857577]

چه فرد يا قوم ساده وي ٠ نو وايي ځه خدای ته دي پريږدم
او قوم چه پر اسلام (شرعه )ټنګ ولاړ وي ٠ نو وايي چه شرعه عملي کوم ٠ غلادي کړې ٠ او د قاضي تر فيصلې ورسته
لاس در پرې کوم ٠ او خداي به بياهم حساب در سره کوي ٠ په دې يوازي نه خلاصېږې ٠


نقاد
25.11.2004

محترم استاد حليمي صاحب السلام عليکم و رحمت الله و برکاته !
تاسو غوره کړی شعار چې [color=yellow:eee51a0268](( انقدر ميدانم که هيچ چيزی نميدانم )) [/color:eee51a0268]د سقراط وينا او بياد امانويل کانټ له خوا غوره شوی شعار و. خو پوښتنه داده چې تاسو ورسره يوه بله جمله زياته کړې چې ګواکې [color=blue:eee51a0268]د ا وينا يوه سفسطه ده، [/color:eee51a0268]حال داچې نه سقراط او نه کانټ چيرې د سفسطې او سوفسېزم يا سوفستيک په پوله هم تير شوي ؤ، بلکې ترې مبرا ؤ. نو که خپل مقصد دلته له سوفستيک (سفسطې) څخه لږ څه روښانه کړئ، څو پوه شو، ښايي بيا پرې خپل نظر هم ورکړای شو . په درنښت او نيکو هيلو!



ع کريم حليمي
26.11.2004

ډېر ښاغلو،محترم نقاد صاحب سلام او بعده سلامه داسي عرض لرم !
تاسوته معلومه ده چه (( انقدر ميدانم که هيچ چيزی نميدانم )) داډېره زړه تاريخي جمله ده ٠
يا ستاسو خبره دا شعار وو٠
کم معلومات چه زماسره دي ٠ دغه ([color=red:d4555fb8db]په هغه اندازه پوېږم[/color:d4555fb8db] [color=blue:d4555fb8db]چه په هيڅ نه پوهېږم [/color:d4555fb8db]) تر سقراط دمخه او نو تر کانت هم دمخه ويل سوې ٠ دا اصلأ په اول ځل کښي د سوفيستانو له شعارو
څه وو ٠
اوس خبره داسي ده چه کانټ هم ددې شعار نه کار اخستي او دوهم تاسو ياست [color=red:d4555fb8db]نقاد[/color:d4555fb8db]يعني محترم ورور د نقادى فلسفې (critical philosophy ) خاوند ٠ د بحث په صورت به ليکنه ستاسو سره وکم ٠
که مي خپله خبره پر چوکۍ کښېننول ٠ نو طبعأ خو ستاسو له ليکني به داسي څه زده کم چه نن ئې پوهه راسره نسته

بسم الله
1 خبره ماته له ډيره وخته سفسطه رامعلوميږي ٠
2 خبره توحيني شکل هم لري ٠
3 جمله په عيني وخت کي هم مثبته او هم منفي ده ٠
4 او ريدل ئې يوخاص ښه خوندلري
5 خبره ممکن وحي يا الهام وي ٠ ولله اعلم
6 او ياممکن خبره په اول سرکي غلطه وي ٠

که جمله غلطه وي ؟ او څوک غواړي چه جواب ورته ورکړي نو طبعأ ئې جواب هم غلط وي ٠ مسله خبره ده
او که الهام وي يا وحي نو خبره و الله ته دريږي ٠ ريشتيا دوغندي پوهېږو چه نه پوهيږي ٠ ولي چه علم يقين يوازي
په اوله درجه رسولان لري ٠ ولي چه د هر چاچه درجه تر رسول کښته وي نو د علم يقين درجه ئې هم کښته وي
او خوند چه لري داد هر الهام يا وحي خاصيت دي ٠ چه سپيرت تاثير پکښې دي

او چه وګورو چه ٠ انقدر ميدانم که هيچ چيزی نميدانم ٠ اصلأ پوهه يو داسي حال دي چه تر مرګه يعني تر اخيري
لحظې انسان زده کړه کوي ٠ چه مسلمه خبره ده ٠ يو نفر 19 کاله درس ته ځي ، او هم خپل شخصي سرچونه کوي ٠
او Phd اخلي ٠ او سبا ږغ کي چه نه پوهيږم ٠ ايا حماکت نه دي ٠ چه زوي او يا ورور ئې بياپر دغه لار روان او
غواړي چه Phd واخلي ٠ چه ( ازموده را ازمودن خطاست )
ايا نن چه انسان 1300 مايله په ساعت کښي فاصله قطعه کوي ٠ کورډ ليس تليفون ئې جوړ کړي ٠ داهم ناپوهي
ده ٠ نه ٠
هو که خبره روحاني وي طبعأ ٠ علم يقين د رچاسره نسته ٠ او يوازي او يوازي د a څه تر z علم د الله سره دي ٠
اما د a څخه تر s پوري ډير خلګ پوهيږي ٠ داسي نده ؟

او توحيني خو په دې ده ٠ که څوک د چا سره کومه لانجه ولري ٠ او غواړي چه په مجلس کښي ئې اخلال گري
وکړي او يا چه په پوه ئې ډرۍ و وهي نو دي داسي ووائې چه زماخپله اخيري خبره داده چه هرڅونه چه پوه سو بيا هم نه پوهيږو ٠ نو به عوام الناس په مجلس کي هر يو سر ښوروي ٠ چه هو ......هو ......هو ..خداي ښه پوهيږي ٠


او که دکانټ په نظر ورته وګورم نو بياهم دلائل سته ٠
که کل واخلو جزونه ئې کړو او بيا جز تر ځېړني لاندي ونيسو چه اټوم وي بيا جز لري چه الکټرون او پروتون دي
هغه نن نور جزونه لري ٠ او په هغو لاځېړنه روانه ده نو انقدر ميدانم که هيچ چيزی نميدانم
وسلام



Adil watanmal
28.11.2004

محترم نقاد صاحب او ګرانو لوستونكو
-------------------------------السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

نقاد صاحب لومړي خو مو د نظر څرګندوني څخه يوه نړي مننه او ليكنه مو ښه په زړه پوري ده او غواړم چې ستاسي د ليكني سره يو څو خبري مل كړم.
ګرانه زه په خپلو ليكنو او كړو كي كوشش كوم چې د الله پاك د كوم امر نافرماني پكي ونكړم ځكه زه به د خپلو ليكنو او كړو جواب په ورځ د قيامت باندي وايم او كه زما كومه خبره د الله د امر مخالفه نه وي نو بيا د هيچا د خبرو پروا نه راځي ځكه زه د الله د امر نافرماني په قصد سره په هيڅ صورت كول نه غواړم او د جهنم د اور طاقت نلرم او په دنيا كې د كفارو په لاس ټول ژوند په تعذيب كي تيرول راته اسانه ښكاري د يوي غوټي د جهنم نه. خو سره ددي الله پاك انسان ډير عاجز پيداكړي نو ضرور په خپلو كړو كې به سهوه كيږي نو كه داسي كوم كړه ما په سهوه كړي وي چې د الله پاك د امر پكي نافرماني شوي وي نو د هغي د الله پاك نه بخښنه غواړم.
اسلام د خپلو افرادو لپاره د عمل جزا په دنيا كې هم ايښي خو هغه به هغه حاكم تطبيق كوي چې د كفارو لاسپوڅي نه وي. د يرغلګرو په اوږو سپور نه وي.د مسلمانانو ناموس په كفارو نه پلوري او مسلمان ته جزا د الله پاك د امر د نه منلو په صورت كي وركول كيږي كه هغه په حقوق العباد كي وي او كه په حقوق الله كي وي خو مسلمان حاكم مسلمان ته جزا پدي نه وركوي چې تا د صلبي يرغلګرو خلاف خبره كړي او ولي صلبيانو ته سر نه ښكته كوي. او يرغلګرو ته ولي د ميلمنو په سترګه نه ګوري.
همدارنګي يوه خبره ياده لره چې زه به هيڅ كله هم د ځان نه د صلبيانو لاس وچي چوړ نكړم ځكه ددغه وحشي قوم چې څوك غلامي كوي نو د پيسو او يا چوكي طمعه به لري او زه پدي عقيده يم چې ان اجري الا على الله. خو سره ددي كه د لوږي مړ هم شم خو زما په عزم كې به كوم بدلون رانشي انشاء الله. او دا عزم مي كړي چې زه به د دغه يرغلګرو په خلاف په هرځاي كې خبره كوم كه تنها وم او كه نور څوك هم راسره مل وه او زما د ملګرتيا اساس هم همدا دي.
خو زه افسوس د هغه وروڼو په حال كوم چې نن ورځ ئې فقط غربي اعلام ته غوږ ايښي دي او د صلبيانو نه د خير طمعه لري او خبر نه دي چې په هيواد والو ئې د ډيموكراسۍ په نوم څه تيريږي.د دغه وروڼو څخه هيله لرم چې د اندلس تاريخ وه ګوري كه تاريخ لوستل ورته ګران وي نو كولي شي چې د نسيم حجازي ليكل شوي ناول شاهين چې زبير شفيقي پښتوته ژباړي په سړه سينه ولولي نو پوه به شي چې مونږ اوس هم په همغه قسم جال كې راګير يو لكه د اندلس مسلمانان چې وه او صلبيان همغه كړه زمونږ د هيواد والو سره هم كوم كوم ئې چې د اندلس د مسلمانانو سره كول كه هغه د كورونو ورانول وه او كه په وګړو جنسي تيري وه او كه د فصلونو ختمول وه.
همدارنګي د هيڅ يو مسلمان به د ابو غريب په جيل كې د صلبيانو وحشي كړه له ياده ونه وزي او همدارنګي د كيوبا بنديان به هم مونږ له ياده ونه باسو نو ګرانو لوستونكو صلبي يرغلګرو چې څه په افغانستان كې د ډيموكراسۍ په نوم ترسره كړي او كوي ئې هيڅ امكان نلري چې افغانان به دغه كړه نور برداشت كړي.
زه څو ورځي وړاندي د ګران هيواد افغانستان بعض ولايتو ته لاړم او هغه څه چې ما وليدل او هغه څه چې ځاي خلكو راته بيان كړه نو پدي فكر كي ولويدم چي افغانانو ولي خپل د پلرونو او نيكونو تاريخ له ياده ايستلي ؟؟؟او ولي ئې ځانونه په ډالرو خرڅوي؟؟ او څنګه په اساني سره دشمن په خپل جال كي راګير كړه. او د پښتنو په علاقو كې ښكاره د فحاشي مركزونه په عادي هوټلونو كې د شرابو عام څښل د پښتون د بچې په لاس كي لغړ فلمونه او ... خو د سوچ پدغه لړۍ كې پاټك هغه وخت راغلوچې د يوه ملګري غږ مي تر غوږ شو چې ويل ئې عادله فكر مه كوه په وطن كي مو ډيموكراسۍ ده او په ډيموكراسۍ كې داسي كارونه هيڅ كوم عيب نه دي. بيا يوه بل ملګري وويل چې زه نه پوهيږم چې افغانان يوڅو روپي پيدا كړي نو بيا ولي ترقي د ښځو په نيم بربنډولو كې ګوري او ځوانان ولي د ځان ښكلا په ميك اف په كولو كي ويني او افغانان ولي خپل ثقافت او ژبي ته شا كوي خو افسوس دي چې ترقي په فحاشي كې نه بلكي د علم طرفته په توجه سره راځي او په خپل اسلامي ثقافت باندي ټنګيدو باندي كيږي ځكه چې كوم قوم ثقافت او ژبي ته توجه ختمه شي نو هغه قوم په ډير لږ وخت كي له منځه ځي.
بخښنه غواړم خبره راڅخه ډيره اوږده شو او يوځل بيا خپلي اصلي خبري ته ستاسي توجه را اړوم چې اسلام خپلو افرادو ته هغه وخت سزا وركوي چې د الله پاك د امر نافرماني وكړي كه هغه په حقوق الله كې وي او كه په حقوق العباد كې وي خو پدي هيڅ كله هم جزا نه وركوي چې:
ولي دي د غدارانو ملګرتيا نه ده كړي؟ تا ولي كفارو ته سر نه دي ښكته كړي بلكي كفارو ته بيا خاص كر كفري يرغلګرو ته سرښكته كول هم په اسلام كې جرم دي.
نو هغه وروڼو ته چې د صلبي يرغلګرو په خلاف زمونږ خبري جرم ښكاري نو د يوه مسلمان په صفت دغه موضوع دي د اسلام په هنداره كي وه ګوري نه ده كوم كفري قانون په رڼا كې. ځكه كفار ټول يو ملت دي او خپل د وګړو وحشي كړو ته هيڅكله هم جرم نه وايي. بلكي د مسلمانانو په تعذيب كولو كې اجر ويني. خو هغه وخت به ئې عقل سر ته راشي چې د جهنم په دروازه كې ځان ولاړ وويني. او بيا به وايي ((يَا لَيْتَنِي كُنتُ تُرَابًا (40)

--------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

------------------------------------------------عادل وطنمل


نقاد
01.12.2004

محترم ښاغلی عادل صيب ته سلامونه او درناوی او بيا :
قدرمنه هغه څه چې تاسو ويل غوښتل ، هغې ته مو زما ليکنه اړولې او بيا مو همغه څه ليکلي چې غوښتل مو ! ما خو صرف د هر فرد څخه د جامعې له خوا داجتماعي مسووليتونو د پوښتنې اړينتيا ته ګوته نيولې وه او بس ، خو تاسو د اوسني دولت ، او د چاخبره صليبيانو او دغه راز د آخرت مسوليتونه تکرار بيان کړي دي ،
[color=yellow:b2fba859af]داچې د صليبيانو طرفداري چا نه وي کړي او تاسو بيا هم د هغۍ طرفداري په عامه توګه غندئ، نو داسې ښودل کوئ ، چې ګواکې دلته چا د هغوی پلوی کړی دي . دا به تاسوه راسره ومنئ چې اصوﻻ سمه نه ده چې پر چا ناحقه سره څه وتپل شي او د هغې پر بهانه بيا خپلې سمې يا ناسمې انګيرنې وړاندې شي . [/color:b2fba859af]نور مې ستاسی ليکنه خوښه شوه ، او د ﻻ بري توفيق درته له الله تعالی څخه غواړم .



Adil watanmal
02.12.2004

د عزت وړ نقاد صاحب او ګرانو لوستونكو
=====================السلام عليكم ورحمه الله بركاته

محترم نقاد صاحب له نظر څرګندوني څخه مو ډيره زياته مننه.
نقاد صاحب او ګرانو لوستونكو انسان بايد د هغه ژوند په اړه ډير فكر وكړي چې نه ختميدونكي دي او په دنيا كې د انسان ژوند يوه امتحاني دوره ده او الحمدلله مونږ او تاسي مسلمانان يوه او پدي مو عقيده ده چې زمونږ هر كړه ثبتيږي او بيا به ئې حساب راسره كيږي نو بايد چې انسان څه كوي دا په ذهن كې ولري كه په دنيا كې څوك راسره حساب ونكړي نو داسي ورځ شته چې ددغه كړو پوښتنه به راڅڅه كيږي.او هر كس بايد د ځان سره په خپل ګريوان كې سر ښكته كړي او فكر وكړي چې څه كوي آيا دغه كړه ئې د اسلام سره موافق دي او كنه؟ او د جواز لپاره ئې څه دليل لري او كنه؟ انسان بايد دا فكر ونكړي چې دا وړه ګناه ده او كه غټه بايد د هغه ذات د عظمت په اړوند فكر وكړي چې دي ئې نافرماني كوي.
دوهمه خبره داده چې زه كوشش كوم چې خبري مي عامه بڼه ولري نه يو شخص ته متوجه وي چې تر څو هر لوستونكې ته حق وركړي شي چې زما په ليكنه خپل نظر څرګند كړي او كه زه په غلط نظر يم نو خپلي غلطي ته مي متوجه كړي خو كه زما دغه غلطي د اسلام له نظره غلطي وي. او كه ګران لوستونكي د اسلام له نظره په غلطه فكر ولاړ وي نو تر څو د خپل نظر اصلاح وكړي.
[color=white:6b93336cde]د پاي ټكي:[/color:6b93336cde]
محترمو لوستونكو كله چې زه د ګران وطن افغانستان د اوسني حكومت د بعضو وګړو خبري واورم نو د ښاغلي ارواښاد عبد الرحمن پژواك د [color=brown:6b93336cde]حمام لنګ [/color:6b93336cde]د شعر څو بيته مي سترګوته لر او بر شي:
په عمل كې ئې برى موندلى ندى
په وينا كې بريالي دي داوګړي
[color=darkblue:6b93336cde]------------------------د پردي په غلامى كې رقابت كړى
------------------------ټينګ ولاړ په خپل سيالى دى داوګړى[/color:6b93336cde]
لكه لنګ دى د حمام واړه پژواكه
د هر تن د ځان كالي دي داوګړي

-----------------------------------
------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

----------------------------------------------عادل وطنمل


نقاد
03.12.2004

[quote:2f6373d000="Adil watanmal"]د عزت وړ نقاد صاحب او ګرانو لوستونكو
=====================السلام عليكم ورحمه الله بركاته

محترم نقاد صاحب له نظر څرګندوني څخه مو ډيره زياته مننه.
نقاد صاحب او ګرانو لوستونكو انسان بايد د هغه ژوند په اړه ډير فكر وكړي چې نه ختميدونكي دي او په دنيا كې د انسان ژوند يوه امتحاني دوره ده او الحمدلله مونږ او تاسي مسلمانان يوه او پدي مو عقيده ده چې زمونږ هر كړه ثبتيږي او بيا به ئې حساب راسره كيږي نو بايد چې انسان څه كوي دا په ذهن كې ولري كه په دنيا كې څوك راسره حساب ونكړي نو داسي ورځ شته چې ددغه كړو پوښتنه به راڅڅه كيږي.او هر كس بايد د ځان سره په خپل ګريوان كې سر ښكته كړي او فكر وكړي چې څه كوي آيا دغه كړه ئې د اسلام سره موافق دي او كنه؟ او د جواز لپاره ئې څه دليل لري او كنه؟ انسان بايد دا فكر ونكړي چې دا وړه ګناه ده او كه غټه بايد د هغه ذات د عظمت په اړوند فكر وكړي چې دي ئې نافرماني كوي.
دوهمه خبره داده چې زه كوشش كوم چې خبري مي عامه بڼه ولري نه يو شخص ته متوجه وي چې تر څو هر لوستونكې ته حق وركړي شي چې زما په ليكنه خپل نظر څرګند كړي او كه زه په غلط نظر يم نو خپلي غلطي ته مي متوجه كړي خو كه زما دغه غلطي د اسلام له نظره غلطي وي. او كه ګران لوستونكي د اسلام له نظره په غلطه فكر ولاړ وي نو تر څو د خپل نظر اصلاح وكړي.
[color=white:2f6373d000]د پاي ټكي:[/color:2f6373d000]
محترمو لوستونكو كله چې زه د ګران وطن افغانستان د اوسني حكومت د بعضو وګړو خبري واورم نو د ښاغلي ارواښاد عبد الرحمن پژواك د [color=brown:2f6373d000]حمام لنګ [/color:2f6373d000]د شعر څو بيته مي سترګوته لر او بر شي:
په عمل كې ئې برى موندلى ندى
په وينا كې بريالي دي داوګړي
[color=darkblue:2f6373d000]------------------------د پردي په غلامى كې رقابت كړى
------------------------ټينګ ولاړ په خپل سيالى دى داوګړى[/color:2f6373d000]
لكه لنګ دى د حمام واړه پژواكه
د هر تن د ځان كالي دي داوګړي

-----------------------------------
------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

----------------------------------------------عادل وطنمل[/quote:2f6373d000]

له سلام نه وروسته : که تاسو د هرې موضوع په ځواب کې هدغه ليکنه تکرارول غواړئ، او خپل منتر پرې پخوئ هغه بيله خبره ده او مخالفت يې نه کوم، که داسې نه وي نو زما د مطلب ټکی خو داو او دی:
[color=yellow:2f6373d000]داچې د صليبيانو طرفداري چا نه وي کړي او تاسو بيا هم د يوه سړي د ي مشخصي ليکنې په ځواب کې ، که په عا م شکل هم اوسي ، د صليبيانو
له طرفدارۍ څخه سر ټکوئ ، نو داسې ښودل کيږي ، چې ګواکې دلته چا د هغوی پلوی کړی دي . دا به تاسوهم راسره ومنئ چې اصوﻻ دا سمه نه ده چې که په غير مستقيم او عام ډول هم پر چا نا يوه ناحقه بدګماني وشي او د هغې پر بهانه بيا خپلې سمې يا ناسمې انګيرنې وړاندې شي . [/color:2f6373d000] زما مطلب دا نه دی چې تاسو زه خفه کړی يم او يا مو بل څوک دلته خفه کړی دی،خو بدګماني مو بي مورده بريښي چې ګواکې ما يا بل کس به په دې موضوع کې د صليبانو پلوی کړی وي. که مو کړی وي ، نو وې ښاياست او که مو نه وي کړی او څه شی نشئ ثابتولی، نو بيا په عامه توګه هم له صليبيانو سره د مرستويادونه بيځايه ، له نفسي غرور څخه ډکه ده او له شخصي توهين څخه خالي نه بلل کيږي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more