د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

امریکا د افغان مجرمینو پناه ځای

pattang
08.01.2013

خــبرونه » محور ورځپاڼه

محور ورځپاڼه: امریکا د افغان مجرمینو پناه ځای

| سې شنبه, 08.01.2013, 12:12 PM | (377 لیدل شوی)

په افغانستان کې په اختلاس تورن افغان چارواکو ته امریکا او نورو اروپایي
هېوادونو پناه ورکړې ده. د یادو هېوادونو له خوا انټرپول پولیسو ته ویل شوي
دي، چې له دوی سره دې ځکه غرض نه لري، چې د افغانستان تابعیت یې اهمیت
نه لري.

د ولسمشر کرزي د واکمنۍ له پیله تر اوسه ۲۱ افغان لوړ پوړي چارواکي، چې
په مختلفو جرمونو تورن بلل شوي، له افغانستان څخه تښتېدلي دي.

په دغو کسانو کې د حج او اوقافو پخوانی وزیر صدیق چکري، د ترانسپورت
پخوانی وزیر حمیدالله قادري، د افغانستان بانک پخوانی مشر عبدالقدیر فطرت،
دافغانستان بانک یو بل لوړ پوړی چارواکی نادر آتش، د افغان هوایي شرکت
پخوانی مشر، په کاناډا کې افغان جنرال کونسل او نور شامل دي.

له افغانستان څخه تښتېدلو افغان لوړ پوړو چارواکو ميلیاردونه ډالره هم له ځانونو
سره وړې دي، چې په دغو تښتېدلو مجرمینو کې ډېرو ته یې امریکا پناه ورکړې
ده. ډېری وخت امریکا افغان حکومت په فساد تورنوي، خو فراري افغان
مجرمینو ته د امریکا پناه ورکول په افغانستان کې له فساد سره د امریکا د
مرستې په معنا ګڼل کېږي. په داسې حال کې چې افغانستان د انټرپول له غړیتوب
سربېره له یو شمېر هېوادونو سره د استرداد قانون تړون هم لري، خو بیا هم دغه
هېوادونه د افغان مجرمینو په سپارلو کې مرسته نه کوي.

یو شمېر اقتصادي شنونکي وایي، امریکا ځکه افغان فراریانو ته زمینه برابروي،
چې په بانکونو کې یې میلیونونه ډالره پانګونه د امریکا لپاره مهمه ده او په همدې
دلیل خو د ښاغلي فطرت له سپارلو هم ډډه کوي.

د همدغو پېښو د مخنیوي لپاره ولسي جرګې تېر کال د استرداد قانون تصویب کړ،
خو پر قوانینو د څارنې د کمېسیون غړی غلام حسین ناصري وایي: (( له لوړ
پوړو چارواکو سره د فراریانو نږدې اړیکي او بهرنیو هېوادونو کې د پانګونې
زمینه برابرول هغه دوه لوی عوامل دي، چې فراریان بېرته افغانستان ته نه
سپارل کېږي.))

امریکا ته د تورنو چارواکو د تیښتې وروستۍ بېلګې د جلال اباد د یوې ځوانې
ژورنالیسې د قاضي ظهورالدین په اړه اوازې دي او ورسره په وردګو ولایت کې
د امریکایانو هغه ژباړونکي چې عام خلک یې ځورولي دي.

د وردګو ولایت د نرخ په ولسوالۍ کې په عامو وګړو ګولۍ چلوونکي افغان
ترجمانان هم امریکې ته اېستل شوي او له دوی څخه پوښتنه ګروېږنه خورا
ګرانه شوې ده.

په افغانستان کې د هر جرم، غلا او اختلاس یوه ژوره ریښه په لویدیځ کې ده، چې
د حکومتونو او قوانینو له تودو اوبو خړوبېږي.

د امریکا د کانګریس د تحقیقاتي راپور پربنسټ په ۲۰۱۱ کال کې له افغانستان
څخه څلور نیم ميلیارده ډالر ایستل شوي دي.

ددغو اېستل شوو پیسو لویه برخه یې د کابلبانک د قضیې دي، چې تر دیوالي کېدو
وروسته یې عاملین امریکا ته وتښتېدل او له ځانونو سره یې سلګونه میلیونه ډالر
یوړل.

د ۲۰۱۲ کال په لومړۍ ربع کې د افغانستان بانک اعلان وکړ، چې له افغانستان
څخه په تېرو څلورو کلونو کې پېنځه ميلیارده ډالر نغدې پیسې بهر ته اېستل شوې
دي. په دغو پیسو کې یې دوه ميلیارده د کابل نړیوال هوایي ډګر له لارې اېستل شوې وې.

افغان حکومت په کور دننه هم د کمزورې څارنې له وجې له سختو نيوکو سره مخ
دی، چې د کابل له هوایي ډګره ددغو کسانو د وتو پر مهال ولې نه څارل کېږي؟
پر دې سربېره د جنجالي دوسیو له ډلې یوه هغه د جنرال احمد ضیاء یفتلي ده چې
د ۴۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د ملي اردو په طبي وسایلو کې په اختلاس تورن
دی، خو دوسیه هماغسې جنجالي پاتې ده.

د حقوقي چارو کارپوه عثمان کامران له محور سره په مرکه کې وویل، ډېری هغه
هېوادونه چې د افغان فراریانو کوربه توب کوي. د سیاسي اهدافو له وجې هغوی
بېرته افغان حکومت ته نه سپاري.

ښاغلی کامران وایي، افغان حکومت باید له ټولو بهرنیو هېوادونو سره د تړونونو
پر مهال الزامات ولري، چې د نه عملي کولو په صورت کې د افغان حکومت ادعا
قانوني جنبه ولري:(( موږ د انټرپول قانون غړي یو، خو الزامات په کې نشته،
ځکه خو نړیوال هم ډېر وخت ژمنتیا نه ښیي. که الزامات وای، نن به د افغان
حکومت هر یوه ارګان په زغرده له هغو هېوادونو خپل تښتېدلي کسان غوښتلی
شوای. د فراریانو کوربه هېوادونه د افغانستان پر وړاندې سیاسي اهداف پالي.))

[/img]


daud
08.01.2013

السلام عليكم

دا هسى بى ځايه خبرى دي او دتپل شوى اجنتى ادارى مزدوران په د شان تبليغاتو غواړي خپل ځانونه سپينى كوترى ښكاره كړي .دا دشر او فساد اداره ټوله د غلو ،قاچاقبرو ،دبشر دحقوقو دناقضينو ،جنګي حنايتكارانو او ملي خاييانانو نه دهمدى امريكايانو تر حمايت لاندى خپل ناولي ژوند ته دوام ور كوي.
ايا هغه جنايتكاران ،غله ،دبيت المال لو ټماران او دملي شتمنيو غاصبين چى په داخل كى دي چا يى مخه ونيوله ؟چى د تښتيدليو دنيولو او محاكمه كولو نارى وهي .
اجيره اداره او اراكين يى د سر نه تر لكۍ دشر او فساد په مردارى ككړ دي ،نو يوه مرداري به بله مرداري څه رنګه پاكه كړي؟
دټول
سيستم د وركيدو غم بايد وخورل شي او دشر نه يى افغان اولس دتل دپاره بى غمه شي .
مننه

دازاد او خپلواك افغانستان په هيله


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more