د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

لاسونه پورته کړم دعا کومه

مومند
03.01.2013

لاسونه پورته کړم دعا کومه

لاسونه پورته کړم دعا کومه
سرپه سجدو ربه ژړا کومه
دسولې کور افغانستان کړې ربه
جوړدا وطن د هر افغان كړې ربه
ته مو وطن ته ا بادي راوالې
زمونږ هيواد ته وداني راوالې
بيا مو قامونه يوافغان كړې ربه
ته مو وطن پر دوى ودان كړې ربه
له ښکلا ډک وطن جنت لرو مونږ
الله راکړى ښه فطرت لرو مونږ
ډېرمو ښايسته افغانستان دی ربه
لکه جنت په دی جهان دی ربه
لركا نفاق او نفرتونه له مونږ
هم دا دردونه زحمتونه له مونږ
داتېر تاريخ ا زمونږ روښان كړه ربه
ورته حيران دا ټول جهان كړه ربه
لر كړه وحشت او تور تمونه له مونږ
هم دا جنګونه تكليفونه له مونږ
ته مې قبوله دا دعا کړې ربه
وطن اباد دا د بورا كړې ربه

شاعر عمر بورا زمانی

په درنښت
مومند


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more