د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د کتاب او سنت دعاګانې او اذکار او کۀ لۀ خپل ځانه؟

پښتون ځلمی
07.11.2004

سلامونه او نېکې هيلې مې و منئ
نن سبا د مسنون دعاګانو خورا ډېر کتابونه موندل کېږي چې پکې نږدې د هر وخت لپاره ذکر او هر عمل لپاره دعاګانې ليدل کېږي. لۀ دې کتابونو څخه ډېري د دعاګانو حواله نۀ ورکوي او داسې ښکاري چې ځينې لۀ دې دعاګانو پۀ قران او حديث کې نۀ دي راغلي. نو آيا دا دعاګانې او اذکار بدعت نۀ دي، پۀ تېره بيا هغه چې متبادل يې پۀ قرآن يا حديث کې راغلي وي؟

د ساري پۀ توګه، مونږ چې د روژه ماتي پۀ وخت کومه دعا کوو:
[color=red:19fb09b455]اللهم اني لک صمت وبک أمنت وعليک توکلت و علی رزقک افطرت[/color:19fb09b455]
تر اوسه مې چې دا دعا هر ځای ليدلې، بې لۀ سنده مې ليدلې او پۀ کومو کتابونو کې چې دعاګانې لۀ سند سره موندل کېږي، پۀ هغو کې بيا دا دعا نۀ شته.

د روژه ماتي بله دعا:
[color=red:19fb09b455]ذهب ا لظمأ، وبتلت العروق، و ثبت الاجر ان شاءالله
dhahaba[b:19fb09b455]DH[/b:19fb09b455]am-u wabtallatil-3urooqu wa thabatal ajru inshaa Allaah
تنده ولاړه، رګونه لامدۀ شو، او کۀ د الله خوښه وه اجر ثبت شو.[/color:19fb09b455]
(ابو داود٢/٣٠٦ او صحيح الجامع ٤/٢٠٩)

اوس کۀ دا لومړۍ دعا د ريښتيا هم پۀ حديث کې نۀ وي راغلې او يا يې هم روايت ضعيف وي خو بيا يې هم مونږ د دې وروستۍ دعا پر ځای کاروو، نو مونږ تېروتنه / بدعت نۀ کوو؟



طالب جان
09.11.2004

محترمه مكرمه او عزتمنه وروره پښتون ځلمى صيب :
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
دقدروړه : که څه هم د(اللهم اني لك صمت وبك آمنت...... دعا په عين تورو په كوم حديث كي نه ده راغلي اما دې ته ورته توري په حديثو كي شته لكه په ابوداود شريف كي په يوه روايت كي مرسلا راغلي دي چي دافطار دعا داده (اللهم لك صمت وعلى رزقك افطرت ) نو دا د(وبك آمنت) تورى به ممكن په كوم بل حديث كي راغلي وي ځكه خو هم ډيرى علما دا پوره دعا دافطار ددعا په بڼه وايي , نوکله چي ددې دعاتوري په حديثو ثابت وو ځكه نو دافطار په مهال ددې دعا ويلو ته بدعت نه شو ويلاي , البته دافطار په مهال بيا هم هغه دعا چي تاسي رانقل كړي او يا هم دا دابو داود دتورو(اللهم لك صمت وعلى رزقك افطرت) ويل غوره دي .
والله اعلم باالصواب .



ع کريم حليمي
09.11.2004

محترمه مكرمه او عزتمنه وروره پښتون ځلمى صيب :
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

سنن أبي داود كتاب الصوم
باب القول عند الافطار
حدثنا مسدد، حدثنا هشيم، عن حصين، عن معاذ بن زهرة، انه بلغه ان النبي صلى الله عليه وسلم كان اذا افطر قال ‏"‏ اللهم لك صمت وعلى رزقك افطرت ‏"‏ ‏.‏

مکرمه وروره طالب جانه پر معلوماتو دي برکت سه ٠
بِسمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
تَبَرَك الَّذِى بِيَدِهِ الْمُلْك وَ هُوَ عَلى كلِّ شىْءٍ قَدِيرٌ٠



طالب جان
27.11.2004

محترمه مكرمه او عزتمنه وروره حليمي صيب :
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
دقدروړه :داچي تاسي زيار ايستلى او دحديث حواله مو راله سند سره رانقل كړي يوه نړۍ مننه درڅخه كوم .
په راتلونكي كي هم ستاسي دهمكاري په هيله .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more