د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

مذهب ، مذهب او مذهب په مذهب کي

حذيفه
29.12.2012

يعني درې په يوه کي
يا
په مذهب کي نور مذاهب
د يوه حنفي مذهب په غېږه کي څو نور مذهبونه هم شتون لري چي په مجموع کي ټول ځانونه احناف بولي خو حقیقتا دا ادعا د هرې ګروهي پر خوله او په عمل کي يې له مذهبه هم انحراف کړی.
دوئ په اسلام عمل کوي او نه په د مذهب په هغه ۲۵ فيصده برخه چي د اسلام پر څلورو مذهبونو د وېش پر مهال هر يوه ته ۲۵ فيصدي رسېدلې ده ، که په ټولیز ډول د اسلام احکام سل څانګې وبولو نو هر مذهب چي د خپل مذهب موافق عمل هم وکړي نو د اسلام پر ۲۵ څانګو به يې عمل کړی وي.
خو حنفي مذهب پر همدې ۲۵ فيصدې هم پوره عمل نه دی کړی ، ځکه چي احنافو بیا تر خپل منځ دا فیصدي پر دروو نورو برخو هم تقسیم کړې ده چي هغه پاتې ۲۵ برخې اسلام هم سره ووېشل شو نو به اوس څه پاتې وي ، ۹ برخې هم پوره نه رسېږي .
ديوبندیان په مذهب کي ځانونه اصلي احناف بولي او نور ټول ګمراهان یا هم مشرکين ګڼي.
برېلویان خپل ځانونه اصلي احناف ګڼي او نور ټول مشرکين بولي.
پنجپېریان بیا بل لورته دي چي مخکينۍ دواړې ډلې سخت متشدد مشرکين بولي او ځانونه د امام صیب اصلي پيروان بولي.
اوس په دې مذهب کي کومه يوه ډله اصلي احناف دي؟
کومه يوه د امام صیب په مذهب ده؟
کومه يوه پر حقه ده ؟
زما په اند خو برېلویان لیږ اصلي احنافو ته یو څه نژدې دي او د دې نورو دوو ډلو دعوه دروغ ده ، په خوله نارې وهي خو عملي کي بیا هغه سي نه دي ، البته ديوبندیان بیا هم ښه دي په عمل کي له بریلویانو لرې نه دي خو په خوله يې نارې تر هر چا له دوئ د مخالفت زیاتې دي او پنجپېریان ځانونه احناف بولي خو د مذهب ټول مذهبیان يې کافران کړل او لا مذهبیان دي؟!
اوس خبره دا ده چي مذهب په کلي توګه يوه نه ده عملي کړی ، د دوئ ځانګړنې د رسول الله په وخت کي هغو خلکو ته ورته دي چي درې ډلې وي او هرې يوې دعوه کوله چي دوئ د ابراهیم علیه السلام پر ملت او دين دي لکن دا يوازي د خولې ادعا وه او په عمل کي هيڅ هم د هغه پر طریقه نه ول.
د امام صیب د نوم بلا دې دا درې سره ډلې واخلې د هغه له اوچت نوم څخه په استفادې دې زکات او اسقاط خورو دومره دروغ پسي تړلي چي يوه سلنه يې هم له امام صیب څخه په سند نه دي ثابت خو دوئ وايي دا د امام صیب قول دئ او دا يې مذهب دئ.
څومسلې له امام صیب څخه په سند را وړلای شئ؟
نيم مذهب ثابتولای شئ؟
درېيمه برخه؟
په څلورو کي يوه برخه ؟
او که دا نه وي ښکرور دورغ!
دا د مذهب اصلي حقیقت دئ که څوک مسله ترې را وړای شي نو رامخ ته دي شي چي دی څومره سندونه لري او د مذهب په څومره مسلو خبر دئ؟


حکیم الامت
03.11.2013

حقانیت مذهب حنفی او داهل حدیثو یا غیر مقلدینو دبیځایه نیوکو پر وړاندی بعضی دلایل:
حضور علیه السلام فرمایی الاتخذ الناس رؤساَ جهالا فاسئلو ا فتو ا بغیر علم فضلوا واضلوا (مشکوة شریف ص ۳۳ کتاب العلم)
حضور ص فرمایی چه داسی یوه ورخ به راسی چه خلک به جاهلان خپل مخکښان یا علماء وټاکی نو دوی به له هغوی نه دمسئلو دحل غوښتنه کوی نو هغوی به بغیر له علم یا پوهی څخه فتوا ورکړی ترڅو دوی خپله او نور هم بیلاری یا ګمراه کړی.
په داسی حالاتو کی تقلید یا مذاهب حقه (حنفی، مالکی، شافعی او حنبلی) پریښودل او غیر مقلید یا لامذهبه جوړیدل او دخپلو غوښتنو یا خواهشاتو تابع ګرځیدل او مجتهدین او تقلید ته باطل او شرک یا بدعت ویل او مذاهب حق ته باطل یا ناحق ویل او ائمه ددین دقرآن او حدیث په وړاندی دخپلې رآیی باندی دعمل کولو والا پشان خبری حرام او دګمراهی یا بیلاری سبب او موجب ګرځی. داسی خلکو ته اهل حدیث یا سلفیان ویل سم کار نده ځکه هیڅ مسلمان داسی الفاظ یو بل مسلمان ته نسی کارولی کوم چه دغه غیر مقلدین یی کاروی.
داهل حدیثو مجدد مولانا نواب صدیق حسن خان دخپل جماعت یعنی اهل حدیثو باره کی فرمایی فقد نبت فی هذه الزمان فرقة ذات سمعة وریاء تدعی انفسها علم الحدیث والقرآن والعمل والعرفان (الحطه فی ذکر صحاح السته ص ۶۷ او ۶۸)
هغه وایی چه اوس وخت کی داسی یوه فرقه یا ډله چه ځان غوښتونکې، ریاکاره ډله ظهور یا پیداسوی ده سره دټولو خامیو چه دوی یی لری دعوه دپوهی په قرآن او حدیث باندی لری حالانکه ددوی علم او عمل او معرفت یوه ذره هم تعلق ورسره نلری. دی زیاتوی فیا للعجب این یسمون انفسهم الموحدین المخلصین وغیرهم با لمشرکین وهم اشد الناس تعصبآّ وغلوآّ فی الدین. د ډیر تعجب خبره خو داده چه غیر مقلدین ځان ته موحدین وایی او مقلدینو ته (دائمه وو دتقلید له وجی) مشرک او بدعتی وایی حالانکه غیر مقلدین په ټولو خلکو کی سخت متعصب غلو یا زیاده روی والا دی. ددغه مضمون په آخر کی لیکی چه فما هذا دین الا فتنة فی الارض وفساد کبیر نو لدی کبله دغیر مقلدینو یا کړنی هیڅ دین نده بلکه یوه لویه فتنه ده په ځمکه او او ستر فساد ده (بحواله تقلید ائمه ص ۱۷ او ۱۸)


Naeem sadat
03.11.2013

ګراڼو ورڼو السلام علیکم

محترم خذیفه صاحب تاسی په مذهبونو انتقادون لری دا ستایی حق دی
مذهبونه هغه لاری دی چی نن د مسلمانانو یو لوی اکثریت پری روان دی خو ایا تاسی د نوموړو مذهبونو د نه شتون په حالت تاسی کومه بله لار لری ؟؟؟ او که تاسی کومه داسی لار لری نو مهربانی وکړی هغه لار موږ ته تشریح کړی چی وروسته موږ ستاسی دا لار ارزیابی کړو چی دا رښتنی لار ده او که نه ؟؟؟


تخاري
04.11.2013

حذیفه صیب

مذهب د واحد مکتب سیاست یا کړنلاری یا سلیقی ته ویل کیژی نه تقسیم تعدد او ویش ته

د تقسیم پر څلورو دلیل ستا په عمیق تعصب دلالت کوی

وهابیان وروڼه په ژبه موږ د خپل امام له تقلیده راګرزوی او عملا مو لدوی څخه په تقلید مبتلا کوي

فلهذا تنها د کم عقل والا به د دوی په دام کی بندیژي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more