د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

هم شاعر هم پادشاه احمد شاه احمد شاه

شاه ولي
21.12.2012

د لوی خدای دا اراده وه
چې زه مشر کړمه ستاسو

له همدغه مرسته غواړم
غوښت مې دی په دواړو لاسو

چې پښتون بیا را ژوندې کړم
لکه و چې هسې بیا سو

ټوله یو لاس یو ولس سو
بیګانه له ملکه باسو

یو د بل په ژبه پوه شو
چې موږ څه یو څه به شونه

د ژوندون لارې دي کومې
موږ به کومې خواته ځونه

که موږ یو له بله پوه شو
نور کارونه ټول آسان دی

ضروری تر هر څه موږ ته
پیزندل لومړی د ځان دی

ځان به ویښ کړو هری خواته
هری خواته غلیمان دي

یو پر بل مو سره وژني
وایي دوستان یو دښمنان دي

زموږ زلمیان وینو کې رغړي
دوی چکچکی کړی خندا کړي

منتظر دي هغه وخت ته
چې به کله موږ تباه کړي

زه یم ستاسی تاسي زما یاست
په وحدت خدای خوشحالیږي

آ ولس چې لاس یې یو وي
ژر مقصد وته رسیږي

هم په علم هم په توره
له هیچانه نه پابیږي

که کرهنه ودانی ده
یو د بل په مرسته کیږي

که پوهنه که عظمت دی
که میړانه شان، شوکت دی

ودانی یا که عزت دی
ثمر هر یو د وحدت دی


پتوال
26.12.2012

یو پښتون څلور اندامه
.................هر اندام یې سره بېل دی

غورځېدلی دی له پامه
.................. پنجابیانو سره ښکېل دی

بل راغونج افغانستان دی
......... چې هم ښکېل دی او هم ایل دی

پښتونخوا که مرکزي ده(۱)
....................شمالي (۲)که سوهیلي ده(۳)
او که بر افغانستان دی(۴)
.................. نن يې برخه غلامي ده

نو راځئ چې سره یو شو
................... راژوندی لوی احمد شاه کړو
لویدیځوال که پنجابیان دی
......................دوښمن لر او بر تباه کړو !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more