د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

طالبان د سولې كه د واك په لټه

میوند جان
20.12.2012

سلام علیکم
ستاسو نظر څه دی؟

((طالبان د سولې كه د واك په لټه
چهارشنبه ٢٩ ليندی ١٣٩١ ساعت ٠١:٠٠
طالبان غواړي له امريكا سره د معاملې له لارې افغان دولت ورته وسپارل شي.
طالبانو تېره ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ادارې يا يوناما د سولې په اړه د بين الافغاني خبرو هغه وړانديز په كلكه رد كړ چې ويل يې د طالبانو په ګډون مختلفې ډلې
به په كې برخه واخلي.
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي چې اسلامی امارت به کله هم د کابل ادارې د دعوت انتظار ونه باسي او نه به هم په هغه غونډه کې ګډون وکړي، چې په کابل کې دايره شي.
طالبانو تراوسه يوازې په قطر كې له امريكا سره د خبرو پخلى كړى دى او نن يې دوه استازي په پاريس كې د سولې د عالي شورا او د دولت د اپوزسيون له استازو سره په يوه سمپوزيم كې برخه اخلي.
خو جمهور رييس حامد كرزي پرون د المان له جمهور رييس سره په ارګ كې په يوې خبري غونډه كې له سوله غوښتونكو طالبانو وغوښتل چې د هغو طالبانو د تخريبي اعمالو مخه ونيسي چې د بهرنيو كړيو له خوا ديكتې كيږي.
د جمهور رييس كرزي له دې څرګندونو داسې ښكاري چې د افغان دولت او طالبانو د كومې ډلې ترمنځ د سولې تفاهم وجود لري چې دى له دې ډلې د طالبانو د نورو ډلو د تخريبي اعمالو د مخنيوي غوښتنه كوي.
كيداى شي د پاكستان په منځګړيتوب د طالبانو كومه ډله له افغان دولت سره په تفاهم كې وي.
نوي رپوټونه دا وايي چې د پاكستان له خوا په طالبانو كې د نويو بدلونونو لپاره د ملاعمر ډله شاته وهل كيږي او پرځاى يې نوي كسان ګمارل كيږي.
د ملاعمر ډلې له ناچارۍ د سولې د قطر پروسې ته مخه كړې چې تر څو له سولې د پاكستان لاس قطع وي او وكولى شي له امريكا سره په نېغو خبرو كې زيات امتيازات لاسته راوړي او يا هم د امنيت او سولې د تضمينونو په وركولو سره له امريكا د افغان دولت واګي وغواړي. كه څه هم دا به يوه ساده لوحانه غوښتنه وي، خو د طالبانو په خوش باوريو كې بيا هم ځاى لري.
طالبانو ته به دا ستونزمنه وي چې د افغانستان د اساسي قانون او د تېرو يوولسو كلونو د پرمختګ په مقابل جهت كې له لويديځوالو سره په هوكړو كې خپل واك ته لار پرانيزي. طالبان له لويديځوالو سره د خپل واك په وړاندې ايډيالوژيك خنډونه هم لري او له القاعدې او د پاكستان له مذهبي ډلو او استخباراتي شبكو سره اړيكي يې اساسي خنډونه بلل كيږي.
خو د طالبانو لپاره تر ټولو مهمه دا ده چې په دې پوه شوي چې د سولې خبرو ته د دوى په وكالت د پاكستان په راګډېدلو كې يې خير نشته او دوى بايد د دې كار مخه ونيسي.
د سولې د خبرو لپاره د پاكستان او قطر د بهيرونو ترمنځ سيالي تر بل هر وخت د سولې لپاره په طالبانو كې لېوالتيا زياته كړې، خو په لومړي نظر كې چې څه سترګو ته راځي هغه دا دي چې طالبان د سولې په پروسه كې تر هر څه زيات واك ته ترجيج وركوي او د واك په سر معاملې ته لار څاري.
له افغان دولت سره له خبرو كولو د طالبانو انكار هم دا معنا لري چې طالبان نه غواړي له افغان دولت او ډلو سره په خبرو كولو له دوى سره د واك وېش ته كېني، بلكې غواړي له لويديځ سره د خپلو اختلافونو په اوارولو زيات امتياز تراسه كړي))

میوند


پتوال
04.02.2013

دا خبره خامه پروپیګندا ښکاري چې ګواکې پاکستان غواړي د ملا عمر ډله شاته وغورځوي. که حقیقت ولري نو
په دې صورت کې د طالبانو سیاسی لیکه چې د کابل په حکومت سترګې پټې او له امریکا سره د پاکستان له ګډون
پرته خبرې پر مخ بوځي د تاييد وړ ده، خو ګومان نه کیږي چې رښتیا به هم همداسې وي او د ISI له له پنجو څخه به
آزاد او مستقل عمل ته پریښول شي، هسې نه چې په هغه غوره صورت کې ملا عمر هم د ملا برادر په برخلیک اخته کړي.

[color=blue:1a3993265c]که طالبان او امریکا دحل یوه داسې صورت ته سره ورسیږي چې دواړه خواوې د اسلام آباد
او کابل ددواړو ګوډاګیو حکومتونو لاسونه د قطر د سولې له خبرو څخه قطع وساتي نو دا کار به د راتلونکي طالب
حکومت له پاره ډیرې ملی او نړیوالې ستونزي حل کاندي! په د ې برخه کې د ملا عمر حفظه الله بری له الله تعالی څخه غواړم ![/color:1a3993265c]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more