د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

له ځانمرګي بچ شوو خو يخ مو وژني

مومند
06.12.2012

له ځانمرګي بچ شوو خو يخ مو وژني"
د مشال په ورځ پاڼه کی خپور شوی خبر په اساس د میدان وردګو هغه بی وزلو اوسیدونکو چی د څو ورځی مخ کی ځان مرګی برید په ترڅ کی کورونو یی وران شوی او نړیدلی دی اوس شپه تر شنه آسمان لاندی تیروی او د یخ او ساړه نه مړ کیږی. په هغه ځانمرګی بريد کې ۱۶۷ تنه ټپيان شوي او څلور نور ژوبل شوي ول .دغه ځانمرګي بريد د عامو وګړو تر دېرشو زيات کورونه هم ونړول چې اوس يې پر ځمکې پرتې لوټي تر سپينو واورو لاندې دي..
يوه اونۍ کېږي چې په ميدان وردګو واوره اورېدلې او د نړېدليو کورونو څښتنان په شنه يخ کې شپه په ويښه تیروی.دوی وايي نه تر اوسه پورې راسره چا مرسته کړې ده او نه مو هم څوک پوښتنې ته راغلي.د دوی په خبره له ځانمرګي بريد څخه روغ پاتې شوي خو اوس يې نږدې ده چې يخ ووژني. د محمد رسول په نامه د ميدان ښار يو تن اوسېدونکي وايي ،چې اوس يې تمامه ورځ ماشومان په ښار کې کاغذونه ټولوي او د شپې يې د کورنيو غړي ورباندې ځانونه تودوي.

چیرته دی هغه خلک چی د هیواد او هیواول چیغی وهی. ولی هیڅ څوک د دغو خوارانو پوښتنه نکوی او مرسته ورسره نکوی. د دغه خبر په لوستو سره زړه می ډیر خپه شو او اوښکی می تر سترګو وبهیدو. الله تعالی دی د افغان ولس فریادونه واوری او دوی د دغه حالات نه وږغوری، دا خو بی ګناه ولس دی چی نه د سیاست سره کوم غرض لری او نه د حکومت او یا د حکومت په ضد کوم ډلی سره اړیکی. الله پاک دی پر افغان ولس باندی رحم کړی او ګناهانو یی ور وبخښی. کاش ټول افغانان د جګړه او وژل او ټکولو پر ځای خپل قوت او انرجی یو بل سره په مرستو کولو صرفولی اوس به زمونږ په هیواد کی داسی بی وزلی خلک نه اوسیدو چی حتی د خپل بچیانو تودولو لپاره بی بس دی او یو چت نلری چی خپل کورنئ او بچیان د هغه لاندی د واوره او یخنی نه بچ کړی او خوندی وساتی.

په درناوی
مومند


pattang
06.12.2012

مو مند صيب دغه لړې له کوم ځايه څخه را اخلې ?
ځان مرګي بريد په اشغالګرو او لاسپوڅيو هو ! غو غريب خلک او مسلمانان
طالبان څه کوي ! نو که وي دابه د cia او يا د ازري قزل باش ملګري وي !!!!!!!!


مومند
07.12.2012

تاوده سلامونه او نیکی هیلی پتنګه وروره
یو ځل بیا تاسو د ځان نه خبری جوړ کړی دی. وروره زما په خیال چی تاسو د خط لوستو سره کوم مشکل لرئ. ما خو د طالبانو نوم هم ندی اخیستی نو تاسو بیا ولی بیله کوم دلیل بیا د طالبانو په دفاع پیل کړی دی؟ تاسو نه هم ورک شوی دی چی په څه ډول د دوی د کړو نه دفاع وکړئ. او هم که څوک ولیکی چی په افغانستان کی د زلزلی له کبله ګڼ شمیر خلک قربانیان شوی او یا تاوان ورته رسیدلی دي نو تاسوپه ځواب کی لیکئ چی طالبان خو یواځی پر اشغالګر او لاسپوڅوزلزله رواړي نو د دا خلکو وژل د بل چا کار دی هههههه. په پارسی کی وایی چی : ( دزد به سر خود پر دارد ) نوستاسو د ځواب نه داسی ښکاری چی ستاسو په ګمان ځان مرګی برید یواځی د طالبانو کار دي.
ما د دغو خلکو سره چی کورونه یی د ځان مرګی برید په ترڅ کی نړیدلی او وران شوی دی خواخوږی او زړه سواند له مخه لیکلی و چی ولی زمونږ خلک داسی بی رحم شوی دی او ولی هیڅ څوک د دغو بی وزلو خلکو پوښتنه نه کوی او دوي سره مرسته نکوی. ستاسو د ملګرو طالبان نوم می یو ځل هم ندی لیکلی وروه. دومره زر مه په غصه کیږه او لیک یو ځل په غور سره ولوله بیا ځواب ولیکئ
په درنښت
مومند

:lol: :lol: :lol:


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more