د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

ذبیح الله مجاهد: د کورنیو چارو وزارت د طالبانو د تلفاتو په اړه دروغ ویلي

pattang
29.11.2012

ذبیح الله مجاهد: د کورنیو چارو وزارت د طالبانو د تلفاتو په اړه دروغ ویلي
تفصيلبـــــرخه: خبـــــرونه 28 Nov 2012 .
لیکوال: مومند .

[img:ed4efdce0f]http://www.nunn.asia/images/طالب_ویاند.jpg[/img:ed4efdce0f]

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د کورنیو چارو د وزارت هغه خبر دروغ وباله چې ګنې په تیر یو شواروز کې داخلي او خارجي عسکرو په لسګونه طالبان شهیدان کړي، ټپیان کړي، او ژوندي نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت ادعا کړې وه چې په تیرو ۲۴ ساعتو کې ئې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ۲۷ تنه طالبان شهیدان، ۱۹ ټپیان، او ۲۱ تنه ئې هم ژوندي نیولي دي، د کورنیو چارو وزارت دغه راز ادعا کړې وه چې ددوی په وینا په تصفیوي عملیاتو کې ئې ډیرې وسلې او مهمات هم تر ګوتو کړي دي.

خو ښاغلي مجاهد نن ټکي اسیا ته په رالیږلې خبرپاڼه کې د کورنیو چارو د وزارت دا څرګندونې په کلکه رد کړي او دا ئې "د وارخطا دښمن یوه پوچه او له حقیقته لرې ادعا" ګڼلې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې خبرپاڼه کې د هغو بریدونو او حملو یادونه هم کړې چې په تیرو ۲۴ ساعتو کې د طالبانو له خوا په بهرنیو او کورنیو عسکرو ترسره شوي.

نوموړی زیاتوي:

"بلخوا په تيرو څلورويشتو ساعتونو کې دالفاروق عملیاتو په جريان کې د ننګرهار ، لغمان ، کونړ ، نورستان ، خوست ، پکتيا ، پکتيکا ، غزني ، زابل ، کندهار ، هلمند ، بادغيس ، فارياب ، پروان ، تخار ، کاپیسا ، هرات ، نيمروز ، بغلان ، ميدان وردګو او ارزګان ولايتونو په بیلابيلو سيمو کې داسلامی امارت دمجاهدینو لخوا په بهرنيو عسکرو او کورنيو اجيرانو په لسهاوو بريدونه ترسره شوي چې له امله ېې ګڼ شمير بهرني او کورني دښمنان قتل او ټپيان شوي دې او ددښمن يوشميرزغروال ټانکونه او رينجر موټرهم د انفجارونو او کمين بريدونو له امله له منځه تللي".

د طالبانو ویاندویان همیشه له خبري رسنیو ګیله او پرې نیوکه کوي چې ددوی د خبرونو په نشرولو کې ډیره کوتاهي کوي او یوازې د قضیې د یو اړخ څرګندونې را اخلي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more