د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

ظاهری او باطنی مسلمانان

تيمور
26.11.2012

سلامونه او نېکې هیلې،
ګرانو هیوادوالو د انسان شکل ډېر اړين دي، انسان که ښه وي او که بد، بايد ظاهر يې برابر وي او دا بدبختانه چې زموږ د ټولنې عادت شوي دي که څوک څومره متدين هم وي، خو چې ظاهر يې د دوی له ذهن سره برابر نه وي، چا ته د منلو وړ نه دي او د دې په مقابل کې که څوک څومره غټ بې دينه هم وي، خو چې ږيره يې غټه وي، ښه (قیمتی) خولۍ يې پر سر وي، همدا ورته له هغه دينداره چې په شکل کې يې دينداري نه ښکاري، ښه او بهتر ښکاري (متأسفانه).
شايد ځينې خلک دا زمونږ د ټولنې يو له ښو ځانګړنو وښيي، خو واقعیت بل شي دي، ځکه اکثر مسلمانان په دې باور کې دي چې د انسان ظاهري شکل د هغه په حقيقت هېڅ کوم اثر نه شي کولی، او حقيقت تر ظاهره ډېر مهم دي او هغه څوک چې دينداري په کې نه وي، خو ظاهر کې ډېر دینداره ښکاري، زما په نظر اسلام ته يې ډېر ضرر رسولی او حتی له اسلام سره يې خيانت کړی، ځکه چې شکل يې داسې ده چې خلک پرې د مؤمن او ښه سړي باور کوي، خو چې حقيقت يې شيطاني وي، خلک داسې ګومان کوي چې دا به يې د دين لارښوونه وي، نو دوی د دين د شرمولو او بدنامولو له پاره هڅې کوي، او په اصلیت کې دوی زمونږ د دین دوکانداران دي.
والسلام،


طیب زابلی *
30.11.2012

تیمور صیب سلامونه او پیغامونه می ومنه!
کومی کمپنۍ چی مال صادروی نو دا پرلیکلی وی چی اصلی ده یا دویم نو خلک یی له دوکاندارانو ددې لیکنی په اعتماد سره د اصلی یا دویم په قیمت اخلی مګر خو ډیری کمپنیانی بیا داسی دی چی پر دویم نمبر مال یی داصلی نشان ورکړی وی نو داخویوه دوکه او خیانت ده چی هرڅوک بد ورته وایی ،
نواوس که یوکمپنۍ والا راولاړ شی پراصلی مال د دویم نمبر مال نشان ورکړی او بیاله خلکو داتمه لری چی داصلی په قیمت دی رانه اخلی نو خلک خوداسی نه کوی بلکی خلک یی د دویم نمبر په قیمت غواړی ،
نو په دې کی ملامت څوک ده ؟ اخیستونکی که دکمپنۍ خاوند؟
نو ښکاره خبره ده چی دلته ټول خلک دکمپنۍ خاوند ته دملامت ګوته نیسی ،


حماد زابلی
02.01.2013

تیمورصیب اوطیب صیب سلامونه می وه منی شف شف مه وایاست سپنه خبره وکڑی چه مظورموسوک دی


حمید هڅــاند
02.01.2013

[quote:6efede3c2a]تیمور صیب سلامونه او پیغامونه می ومنه!
کومی کمپنۍ چی مال صادروی نو دا پرلیکلی وی چی اصلی ده یا دویم نو خلک یی له دوکاندارانو ددې لیکنی په اعتماد سره د اصلی یا دویم په قیمت اخلی مګر خو ډیری کمپنیانی بیا داسی دی چی پر دویم نمبر مال یی داصلی نشان ورکړی وی نو داخویوه دوکه او خیانت ده چی هرڅوک بد ورته وایی ،
نواوس که یوکمپنۍ والا راولاړ شی پراصلی مال د دویم نمبر مال نشان ورکړی او بیاله خلکو داتمه لری چی داصلی په قیمت دی رانه اخلی نو خلک خوداسی نه کوی بلکی خلک یی د دویم نمبر په قیمت غواړی ،
نو په دې کی ملامت څوک ده ؟ اخیستونکی که دکمپنۍ خاوند؟
نو ښکاره خبره ده چی دلته ټول خلک دکمپنۍ خاوند ته دملامت ګوته نیسی ،[/quote:6efede3c2a]
اسلام علیکم ورحمة الله

زابلی صیب، ماشاء الله، ښکلی ځواب مو ورکړی دی.
ظاهر او باطن دواړه مهم دي، چې باطن سم وي، ظاهر باید سم وي، او چې ظاهر سم نه وي، ښکاره ده چې لږ او ډېر نقص به باطن کې هم وي.

درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more