د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

د كورنۍ د سرپرست په وسيله د ښځې ولور اخيستنه

ګل آغا احمدي
31.10.2004

د لوى خداى په نامه
زه غواړم چې د محترمو ليكوالو پام د ښځې په هكله يوې ډيرې اساسي مسئلې ته را واړوم چې په افغاني ټولنه كې په زياته پيمانه رواج لري او هغه مسئله د ښځې له ولور څخه عبارت ده چې نن سبا يې په ډيرو پښتني سيمو كې حد او اندازه يو ملا ماتونكى بار ګڼل كيږي او د ښځې د كورنۍ د سرپرست (نيكه، پلار، ورور، كاكا او يا خپلوان) په وسيله اخيستل كيږي او هغه د خپل ځان لپاره يو روا حق ګڼي. البته د نوموړي ولور څخه واده شوې بيچاره ښځه هيڅ ډول اطلاع نه لري چې څه شو؟ او يا په كومه لاره مصرف شو؟
د كورنۍ سرپرست نوموړى مبلغ يا خو د خپل كور د لګښتونو لپاره په كار راوړي ، موټر پرې اخلي او يا خپل ځوان زوى ته پرې واده كوي. واده شوې بيچاره ښځې ته پرته له څو جوړه كاليو او د كور د جزوي سامان پرته نور هيڅ نه وركوي او ځينې پلرونه خو بيا دا كار هم نه كوي او نوموړى ولور په بشپړه توګه د خپلې خوښې له مخې په مصرف رسوي.
چې د دې په پايله كې هغه كور چې ناوې ورځي د لسهاوو ستونزو سره مخ كيږي او د نوموړي ولور د پوره كولو لپاره د ناوې خاوند او د كور نورو غړو زياتو تكليفونو او مسافريو ته لاس اچولى وي او يا يې نوموړى مبلغ له بل چا څخه په پور اخيستى وي. ناوې داسې يوه سپيره كور ته ورځي چې نور نو د اقتصادي ستونزو ځاى په پرې كيږي او يا تر ملا ماتونكيو پورونو لاندې شپې او ورځې تيروي چې د هغوى بيرته ادا كول د يوې افغاني غريبې كورنۍ لپاره كلونه كلونه وخت په كار دى.
د اسلام د مبارك دين د بنسټونو سره سم نوموړى عمل يو ناسم عمل دى، ښه خبره خو دا ده چې يو ولور يو مناسب حد ولري او د كورنۍ سرپرست هغه په بشپړه توګه د واده شوې ښځې په اختيار كې كښيږدي او دا مبلغ د ښځې روا او شرعي حق دى.
د محترمو ليكوالو نظر په دې اړه څه دى؟
خوشحاله او هوسا اوسى
ستا د مخ افغان بيرغ ته سلامي يم
شونډې سرې، وربل دې تور شال دې زرغون دى



Kliwal
02.11.2004

محترم احمدی صیب سوکاله او خوشاله مو غواړو
قدرمنه سوال او بیا په خپله ستاسو جواب دواړه جالب دي، پدې اړه زيات تفصيل او شرعي مستند دلايل دا به د ټول افغان محترمو علماو ته پريږدو خو دومره څه ويلاي شم چې دغه ستونزه يواځې زمونږپه پښتنو ټولنه كې شتون لري او په ريښتيا دا يو ناروا او ناسم دود دود دي چي زمونږ ټولنه پرې مبتلاده, چي خورا ناوړه اغيزې لري د بيلګي په ډول: پيغلي تر ډيره وخته د پلار په كور ناستې وي. ځوانان تر ډيره وخته بي وده ګرځي چي د نورو ستونزو او ناورينونو يوه مهمه پيلامه ده.
زمونږ په پښتني ټولنه كې دغه ناسم دود څو برخي لري:
1ـ ولور ټول پلار يا د كور بل سرپرست په جيب كي اچوي
2- تر اندازي زيات ولور اخلي
3- د ولور تر څنګ يو شمير نور اضافي ضروريات هم ايږدي چي هغه په خپل ذات كي د دوهم ولور قيمت لري لنډه دا چي د پيغلي خاوندان يو ولور نه بلكه دوه ولور اخلي چي دواره يي ناسم دي. پښتني ټولنې ته پپكار ده چي ددغه ستونزې ته متوجه شي او دغه تباه كوونكي دود له مينځه يوسي
او داه هم بدي اړه د حاجي حنيف صيب شعر چې وايي:
[color=brown:cad52e5979]حق د لور ادا كړه بې ازاره ده
هسې هم ستا مال كې حصه داره ده
دا حق ورله خداى او رسول وركه
دا وينا څرګنده ښه په جاره ده
ته ولې د لور په سر پيسې اخلې
وركړه خپله برخه دنيا خواره ده
ته كه مسلمان او دا دعوه كوې
بيا ولې انكار د دغې لاره ده
دا خو ستا د كور نه رخصت شوله
اوس د دي خپل كور نه هم بې زاره ده
روغ رنځور هم رزق روزي يي شوه ختمه
خپله نصيب دي خواره كه مالداره ده
مړه ده كه ژوندۍ د بل د كور شوله
نن د بل په كور شوه دا بي پلاره ده
دا فيصلي ټولي په اسمان كيږي
څومره كه كم عقله يا هوښياره ده
حكم د الله دي بس تو كل كوه
هسي دنيا ټګه او بي اعتباره ده
زه حنيف جان هر چاله دعا كوم
دا دعا د ټول مخلوق دپاره ده.[/color:cad52e5979]
مهربان الله د زمونز له غريبي تولني دا رنګه دودونه او رواجونه ورك كړي او د يو اسلامي او سالمي ټولنې برخه د را په نصيب كړي آمينټ


د كورنۍ د سرپرست په وسيله د ښځې ولور اخيستنه

ګل آغا احمدي
03.11.2004

محترم ورور كليوال صاحب!
د موضوع په اړه ستاسو د خوږو او كټورو څرګندونو له كبله يوه نړۍ مننه كوم. رښتيا هم چې تاسو د نوموړې موضوع په اړه زياتو اړخونو ته اشاره كړيوه. لوى خداى ج دې اجر دركړي.
ما چې كله خپله پوښتنه مطرح كوله نو د هغه له څنګ سره مې يوه وړه تبصره هم ملګرې كړه او بيا مې د ټول افغان د ښكلي بريښنا پاڼې له لارې د ګرانو پوهانو او ليكوالو په مخ كې كيښوده څو د نوموړې موضوع په اړه څرګندونې وكړي، ستونزې يې و څيړي او هغه حل لارې په ګوته كړي چې ګران ليكوالان يې په افغاني ټولنه كې د نوموړې ستونزې د وركيدو لپاره ويني.
زما په نظر د افغان برميال ملت په منځ كې دې ناولې پديدې ژورې ريښې غزولې دي كله چې دوې كورنۍ دوستي سره كوي نو د هغو مصارفو او ولور د اخيستلو له كبله يې شايد تر ډيره وخته د زړه بداوى په منځ كې پاتې شي چې د واده پر مهال د هلك په كورنۍ ايښودل كيږي.
نو دا ډول ټولنيزې ستونزې خو دادي په لويه پيمانه شته او زموږ د خلكو ژوند يې بيخونده كړى دى نو كه په دې هكله داسې يوه عملي كړنلاره په ګوته شي چې په كلي او يا نسبي توګه خلك ورڅخه خلاص شي نو ښه به وي.
د موضوع په اړه د محترم حنيف صاحب شعر له غوره كليماتو، مفاهيمو او ماناګانو ډك وو چې د هغه د خپراوي له امله هم ستاسو مننه په ځان لازمه بولم.

بريالى او سرلوړى اوسې

له ټولنيزو ناروغتياوو او ستونزو څخه د پاكې افغاني ټولنې په هيله


salou
07.11.2004

درنووروڼواحمدی اوکليوال ته ډېرډېرسلامونه،
زه يوازې دومره وايم چې داکارزمونږ په ټولنه کې داخلاقي فساددډېرېدلوسبب هم ګرځي اوځوانان
دهم جنسبازې ( لواطت ) پرلوربيايي چې ډېره ستره ګناه هم لری.
په ډېرې خواشينۍ سره بايدووايم چې داناوړه دوداودوستوردجټانودوداودوستوردې.
داتريخ واقعيت بايدومنوچې دختيزي اروپاپه ډېروهېوادونوکې جټان خپلې خويندې اولوڼې کټ مټ
زمونږپه څېر په ډېره لوړه بيه خرڅوی. اوپه کوم ځاي کې چې داموضوع مطرح شي دافغانانوسترګې لوېږې
اوله ډېره شرمه خوالې و رباندې راځي.
همدادينی عالمان دی چې دغه کارته ئي روايتونه پيداکړي دي اووايي چې که نجلۍ خپل پلارته ولور
ورؤبخښي نوحلال دې.
کومه لوربه خپل پلارته خپل ولور ورونه بخښی؟؟؟
دديني عالمانواوملايانولوڼې چې قرأن شريف ئي هم زده وي په دوه چنده بيه خرڅيږي.ځيني خلک خو
ئي پدې پسي هم نه ګرځي اووائي چې:
(((((((( خوله دملا دلورخوږه وی .......دشکرانې چرګان ئي ټول خوړلي دينه ))))))))))))
په درناوي


ټول وروڼه مي سلامونه او نيكي هيلي ومني

سهار
30.12.2007

بعد له سلامه وروه تا په ډيره ښه موضوع باندي رڼا اچولي ده چي ډير څه دي تقريبآ پكښي پريښي هم نه دي او تشريح كړي دي ده خو زه دومره وايم چي د كور مشر ،سرپرست، يا نور غړي چي كله دغه خواركي نجلي واده كوي دوي فقط دومره فكر كوي چي له كوره وركه شي دي ته فكر نكوي چي څنګه سړي ته يي بايد وركړم ،ښه دي كه بد ، كاروباري دي او كه چرسي. منظور مي پدي كي دي چه دي يي دي ته فكر نه كوي خو يوازي يي دي ته خوله نيولي وي چي فلاني ډيري پيسي لري ځه خير كه په بله ښځه يي وركړم فرق نكوي چي بيا يي كله وركړي هغه پيسي هم جيب ته واچوي.


مازدیګر
08.02.2008

سهار وروره سهار دی نیمکرغه

دادرته چا ظالمانو ویلی چې خلک د لوڼو دښه یا بد ژوند په هکله
فکر نکوی خو بس ولور په جیب منډی؟
ورور جارشم خلک د لور په زیږیدو ځکه خفه وی چې خدای خبر دخاوند
سره به څنګه ژوند ولری
دا له هغه چا پوښتنه وکړه چې لوڼی خویندی یی تریخ ژوند لری
چې هغه خواران څنګه ټول عمر ځیګر خوری
او دولور په هکله درته ووایم په دی پیسو ډیری پښتانه لور ته ګیڼه (زیور)
یاداسی نور شیان اخلی چې بیا دضرورت په وخت دهغی او دهغی د خاوند په کار راځی نه د پلار یا ورور اوس نو که یو څوک تر دی بریده .............وی چې
دلور یا خور په ولور ځان مالداروی دا نو له پښتنو مه شماره بلکه دا هغه مجرمان دی چې هم خدای(ج)رټلی او هم دخدای(ج)بنده ګانو
دا هغو عربانو ته ورته دی چې له اسلام نه مخکی یې لوڼی ژوندی خښولی

په احترام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more