د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

دفاسد دولت اوفاسدې ايديالوګي محصول هم فاسد وي !

pattang
22.11.2012

نوی شرابي - نورالباري مل
| چهارشنبه, 21.11.2012, 01:30 PM | (1300 لیدل شوی

[img:7c2a7de1ac]http://new.taand.com/images/article/2012_11/36739/u26_0.jpg[/img:7c2a7de1ac]

خدای پاک دې يې تر ګناه را تېر شي، کله نا کله د ناشناس په سندرو غم غلطوم. زه چې کله نا کله له يوه ښاره بل ته ځم نو اکثره وخت په سپرليو کې ډېرې د ټيټ ذوق سندرې او موسيقي غږول کېږي، له واکه مې ووځي پر استاز غږ وکړم چې استاده گناه خو هسې هم کوې نو چې کوې يې، نو بيا خو ناشناس اوره; چې په ارزي. کله کله استاز او سوارلي زما خبره په خندا بدرگه او په ((هو ولا)) تاييد کړي، خو کله نا کله بيا داسې هم راغبرگه شي چې: پر تا دې هم بل څوک ودرېږي...
زه دا وگړي نه گرموم ځکه هغه د سعادت حسن منټو خبره د خوښې معامله انفرادي وي، خو تېره ورځ چې له سپين بولدکه کندهار ښار ته روان وم موټروان يو څه په اصطلاح ماډرن ځوان و. د ټيپ يا ايم پي تري MP3پر ځای يې په موټر کې ډي وي ډي DVD لگولې وه. ده چې کومه موسيقي غږوله خدای شته ډېر مې زړه ورته تنگ شو. لامل يې ښايي دا و چې دا مې لومړی ځل و چې داسې موسيقي مې په ويډيويي بڼه ننداره کوله. پر شعر او موسيقۍ به يې نه غږېږم هغه څه يې يادوم چې زه يې ډېر هېښ کړم.
پښتانه دوست ته حال او دښمن ته لاپي وايي. که لږ نور هم خپل حال درته ووايم نو کله کله هندي فلمونه هم گورم. تاسې باور وکړئ دومره فحاشي مې په هندي فلمونو کې هم نه وه ليدلې. موټروان ته مې وويل: استاز گله ته خو يو څه سمه غزل ور واچوه دا اوس څه دي!
استاد په ډېر جالبه انداز راغبرگه کړه: (( اوس يې گوره، ته دا د نوي شرابي غزل واوره چې طبعيت دي سم شي))
((نوی شرابي دی يار مې نوی شرابي دی
په لاس کې يې ويسکي دی، يار مې نوی شرابي دی
بيا يې دوه گوټه دې څکلي په مستۍ کې گلابي دی، نوی شرابي دی ))

نوی شرابي يې تر هغه زاړه شرابي هم بدتر وو.
فکر مې وکړ چې دغه خلگ ولي پښتو او پښتانه بدناموي. داسې هم اورېدل کېږي چې په پښتو سندرو کې نڅېدونکي نجوني پنجابيانې وي.
خو زما يې د نرينه وو پر پښتونولی هم شک دی


tandar
22.11.2012

اي هي چه ځواني وي ؟
نوش جان اوک دندان
مونږ خو په پردي وطن کي لکه دشپي چرګ په تره ،،ناوه٠٠ زاړه شوو
او دوطن دازادي په خاطر دزړه ويني خورو او هغلته خلک څه کوي
د cia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي


pattang
22.11.2012

انډيواله خوله به پټه نيسم نه غواړم چې د فوروم دملګريو طبيعت خراب کړم!
داسې شيان شته چې ولا که يې په زاړه امستردام کې هم دشپې را پيدا کړې !
افغانستان کله يو سابت کلتور لري ، خوږ او خرص ، چټ او جولايې په خپل
سر ډنګوي او مغولي خاصيت لري!
افغانستان يو کلتور ي Portal دی او وو! خدای پاک دې دپښتنو عزت وساتي
او طالبان وروڼه دې ورته کاميابه کړي !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more