د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

هيلې!! زما گرانې هيلې! - قتيل خوږياڼى

pattang
13.11.2012

هيلې!! زما گرانې هيلې! - قتيل خوږياڼى

تفصيلبـــــرخه:
ادبي لیکني 12 Nov 2012 .
لیکوال: قتيل خوږياڼى .

[img:63789cb6eb]http://www.nunn.asia/images/stories/lekwalan/qateel.jpg[/img:63789cb6eb]

ته ما ته ډېره گرانه يې او زه له تا سره د زړه مينه لرم ... د هغه زړه مينه، چې د مينې او پا
ک عشق او محبت سپيڅلې دېره گۍ ده.
زه به پخپل ژوند د دنيا ډېرخواږه لذتونه له لا سه و رکړم؛ خو ته باور مه لره، چې له تا به
مخ و اړوم .
ممکن، چې د دنيا خوږي او ترخې، لوړې او ژورې، خنډ و خا ر، توپاني پېښې او ډول
ډول ناخوالې ما تهديدکړي او ومې وېروي.
ممکن، چې د مرگ و ژوند پوښتنه راته مخه کړي؛ خو گرانې هيلې! بيا به هم له تا لاس
وانخلم او پرې به دې نږدم؛ ځکه، چې زما د ژوند لارې او چارې له تا سره تړلې دي.
زړه مې په تا ژوندى دى، الله دې نه کړي که ته و مرې زما له زړه ووځې. ستا له وداع او
تگ سره سم به زما روح هم را سره وداع وکړي او جسد به مې د خټو د څلي په شا ن بې
حرکته پا تې شي؛ ځکه چې زما زيست و ژواک، حرکت او سکون ته يې او ستا په اوميد
شپې سبا کوي.
که څه هم زما شپې او ورځې په يوه عالم بېوسۍ او تش لاسۍ کې تېريږي؛ خو سره له
دې هم ځا ن د ډېرو شتمنو څخه شتمن بولم. دا؛ ځکه، چې هغو ى مال لري، خو له هيلو
سره مينه او علاقه نه لري.
زه بل هيڅ نه لرم او د بل هيڅ شي غم را سره نشته؛ خو ډېره ښکلې دارايې مې په زړه کې
پرته ده، چې گرانې هيلې هغه ته يې... هغه ته يې، چې د دنيا له خوږو او ترخو دې بې
نيازه کړى يم.

زما گرانې هيلې !
زه تا ته ډاډ درکوم، چې زه خپل پريوتل خپله سرلوړي بولم او له دې ځوره څخه، چې ستا
په لاره کې مې نصيب کيږي خوند اخلم او زما د زړه يرده پرده په اهتيزاز او حرکت
راولي، چې له هر اهتيزاز او حرکت څخه ستا په ياد له بېلابېلو کيفونو او خوږو
خوندونو ډکه نغمه جوړيږي.
داسې نغمه، چې زما سوي- ستي او زخمي زړه ته د تسل زيري را کوي، چې دا زيرى بيا
زما په بېوسه زړه کې دومره طا قت پيدا کوي، چې هرخطرناک پيش امد او رويدادونه
په سړه سينه استقبا لوي.

گرانې هيلې !
په تا کې ډېرقدرت و طا قت پروت دى دومره طا قت او قدرت، چې که ما هر زورگير
استعداد ستا په پريښدلو تهديد کړي، د ا مې له وسې نه ده پو ره، چې له ياده دې
وباسم او هېره دې کړم.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more